د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه

د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه

Share

Information about Gurbaz district

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 10/12/2015

د ګربزو ولسوالۍ په مقر کې، د ګربزو ولسوالۍ چارواکو ترڅنګ قومي مشرانو،، مدني فعالانو او خویندو د یوې ګډې غونډې په لړ کې د بشرحقوقو نړیواله ورځ ونمانځله.

Photos 16/11/2015
Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 18/10/2015

په ګربزو ولسوالۍ کې د نورالبصرخصوصي ښوونځي لخوا د ښوونکي ورځ د یوې غونډې په نیولو سره ونمانځل شوه.
یاده غونډه چې د همدې لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د ګربزو ولسوال محترم زمري حقمل، د پوهنې امر ښاغلي غوث الدین، ښوونکو، قومي مشرانو او د ګربزو ځوانانو ټولنې غړو پکې ګډون کړی وو.

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 15/10/2015

د ګربزو ولسوالۍ ادارې او د ګربزو ځوانانو ټولنې په ګډې همکارۍ، رسمي کانکور ته د ښې امادګۍ په خاطر ددې ولسوالیو له د دولسمو ټولګیو له ګڼو زده کوونکو څخه ازمایښتي کانکور واخیستل شو.
د ازموینې له پیل څخه وړاندې د ګربزو ولسوالۍ دپوهنې امریت محترم امر غوث الدین په خپلو خبرو کې زده کوونکي لوړو زده کړو ته تشویق کړل او نننۍ ازمایښتي کانکور یې د رسمي کانکور لپاره دچمتوالی یو ښه فرصت یاد کړ.

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 05/10/2015

نن ورځ د ګربزو ولسوالۍ په ښوونځیو کې د ښوونکي ورځ ونمانځل شوه، په همدې تړاو په شیخ امیر عالي کې د یوې غونډې پرمهال د ګربزو ولسوالۍ ولسوال محترم زمري حقمل، د ګربزو ولسوالۍ د پوهنې امر محترم غوث الدین، د ګربزو ځوانانو ټولنې مشرښاغلي میرشاه او د شیخ امیر عالي لیسې محترم مدیر حیات ګل د ښوونکو د مقام او هغوی ته د درناوي په اړه وینا وکړې.

Photos 03/10/2015

د ګربزو ولسوالۍ نوی ولسوال محترم زمری حقمل د خپل کار په دفتر کې

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 24/09/2015

د ګربزو ولسوالۍ ولسوال محترم محمد اکبر ځدراڼ ددې ولسوالۍ د شیخ امیر سیمې په اشرفیه مدرسه کې، د ګربزو له شریفو اوسیدونکو سره یو ځای د لوی اختر لمونځ ادا کړ او ګڼو خلکو سره یې له نیږدې د نیکمرغه لوی اختر مبارکي تر سره کړه.

Photos 23/09/2015

اخترمو مبارک شه

د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت دګربزو ولسوالۍ اوسیدونکو، د افغانستان نجیب ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو وروڼو ته مبارکي وایو.
الله تعالی د وکړي چې ددې نیکمرغه اختر په برکت، زمونږ دجنګ ځپلي ملت په شونډو د خوشحالۍ مسکا خوره شي او دجنګ بدمرغه ټغر د تل لپاره له دې هیواد نه ټول شي.
امین ثم امین

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 21/09/2015

نن ورځ د ګربزو ولسوالۍ مقام لخوا په ګلان پنډغالي کې د سولې نړیوال ورځ ونمانځل شوه؛ په همدې تړاو جوړه شوي غونډه کې د چارواکو ترڅنګ د ګربزو اوله شمالي وزیرستان څخه د راغلو کډوالو قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو اوزده کوونکو پکې برخه اخیستي وه.

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 14/09/2015

په ګربزو ولسوالۍ کې د شهیدانو اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د دوشنبې ورځ په یاده غونډه کې د خوست ولایت محترم والي پوهنمل حکم خان ((حبیبي)) او ورسره ملګري هیئت هم ګډون وکړ چې ددې ولسوالۍ د خوست غلام سرک، دګمرک تأسیساتو، سرحدي نقطو څخه د لیدنې او یو لړنور مسایلو په اړه یې سفر درلود، برخه اخیستي وه.
په غونډه کې د ګربزو ولسوال محترم محمد اکبر ځدراڼ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ولسوالۍ په اړه هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل، همدارنګه په دې راټولیدنه کې د شهیدانو د فاتحې اخیستو په خوا کې دګربزو قومي مشر ښاغلي مستعمیر خان، د ولایتي شورا رئیس ښاغلي امیرالله زړه سواند او والي صاحب خبرې وکړې.
خوست والي پوهنمل حکم خان ((حبیبي)) د خپلې وینا په ترڅ کې په دې ټینګار وکړچې د افغانستان دپرمختګ او د یوې سرتاسري سولې ته د رسیدو لپاره پکارده چې افغانان په خپلو کې سره یو موټی واوسي.

Photos from ‎د ګربزو ولسوالۍ رسمي فېسبوک پاڼه‎'s post 08/09/2015

نن ورځ د ګربزو ولسوالۍ په ټولو ښوونځیو کې د لیک او لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسمبلۍ پرمهال خبرې وشوې.
یوله دغو ښوونځیو څخه په شیخ امیر عالي لیسه کې د نورو ویناوالو ترڅنګ، د ګربزو ولسوالۍ د پوهنې امر محترم غوث الدین په خپلو کې پدې ټینګار وکړ چې نور باید نالوستي کسان د لیک اولوست له پوهې څخه برخمن شي او دا کار یې د باسواده کسانو مسؤلیت وباله ترڅو په دې برخه کې پراخ تبلیغات او عملي کار وکړي.
په ګربزو ولسوالۍ کې ټولټال ۲۲ ښوونځي شتون لري، چې یو یې خصوصي او نوردولتي دي.

Photos 18/08/2015

ټولو هیوادوالو ته د خپلواکۍ ۹۶ کلیزې مبارکي وایو!

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Khost