خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست

خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست

Share

د خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 11/09/2018

دزراعت ریاست اونیزه اداري غونډه ترسره شوه!
دخوست کرنې ، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اونيزه اداري غونډه ددی ریاست دغونډو په تالارکی په داسی حال کی دایرشوه چې دزراعت رئیس انجنیر سمیع الله نصرت سربیره دریاست اړوند آمرینو، عمومی مدیرانو پکې برخه لرله غونډه دقران عظیم الشان دڅومبارکوایاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه په سرکی دکرنی ریس پیلیزه وینا وکړه کار مندان یی خپلو دندو اومسؤ لیتونوته متوجه او سپارښتنه یی وکړه چی ددفتر نظم به مراعات اودحاضری پابند اوسی ، بزګرانو اومالدارانو ته ښه او مؤثر خدمات باید پرخپل وخت ترسره اوورته رسیده ګی وشی ورپسی داجرایه مدیرلخوا دتیر مجلس پریکړوته لنډه کتنه وشوه بیا داجندآ سره سم عمومی مدیرانو اوامرینودخپلوفعالیتو نواو انکشافی پلانونو دتطبیق په اړه معلومات شریک اوهم یی دخپلو اجراتو راپوروړاندې کړ. په یاد مجلس کې پر يولړ نورو اداری، مالی او انکشافی مسا یلوبحث ترسره اودچارودلاښه اجراء اوتنظیم په موخه سره نظر يات شريک او د کاری ستونزو د حل پخاطرلازمې سپارښتنې وشوې غونډه سهار مهال لس بجی دسرلوړی، ښیرازه اوسمسور افغانستان په دعایه ویلو سره پای ته ورسیده.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 05/09/2018

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دانجنیری ټیم دکابل څخه راغلی پلاوی او دخوست ولایتی شورا غړو په ملتیا ددې ولایت دځاځی میدان په ولسوالی کې د کوږ وانډ سربند او کانالونو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د کوږ وانډ پروژه د کرنې د سکټور یوه مهمه او لویه پروژه ده، چې د سویس د پراختیا یي ادارې (SDC/TLO) له خوا د ۵۷۷ زره او ۸۰۰ امریکایي ډالرو په مالي لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړیږي.
چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به کابو زر جریبه شاړه ځمکه اباده او د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي.
د خوست د کرنې ریاست مسلکی ټیم وایي: «د دې پروژې په بشپړېدو سره نه یوازې دا چې کابو زر جریبه شاړه ځمکه خړوبیږي د زني خېلو او مغل خېلو قومونو اړوند د ۴۰ کلیو ۷۶۳ کورنۍ هم له دغې پروژې نه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.»
د دې پروژې د جوړولو چارې۴۰سلنه بشپړ شوې او پاتی چارې به یې په ټاکلي موده بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 05/09/2018

په خوست کی دځنګلونو دساتنی ، بیا احداث او دوحشی زیتونو د اصلاح پخاطر دعامه اګاهی روزنیز پروګرام پیل شو.
دخوست زراعت ریاست مسؤلینو دکرنی وزارت څخه راغلی پلاوی ( دجنګلاتو ریس، دابیاری ریس او غله جاتو ریس) په ملتیا دخوست ولایت ځاځی میدان سرحدی ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یی دځنګل دقطع کیدو د مخنیوی ، بیا احداث ، دزیتونو اصلاح (پیوندکول) او اقتصادی ارزښت په اړه یوشمیر بزګرانو ته دعامه اګاهی په موخه یو ورځینی روزنیز عملی پروګرام دایرکړ. دا په داسی حال کی ده چی څه موده وړاندی دخوست په ځینو ولسوالیو کی د ځینو سیمو خلکو ، مافیایی کړیو او قا چقبرانو لخوا دغه ملی شتمنی (ځنګلونه) په ډیر بی رحمانه شکل سره قطع اوقاچاق کیدل چی د خوست کرنی ریاست اونورو اړونده مسؤلینو په هلو ځلو اورسمی غوښتنه دخوست امنیه قو ماندانی مسؤلینو ، ولایتی شوراغړو اواړونده ولسوالانو په همکاری سره یی تریوحده مخنیوی شوی او دخپلو هلو ځلو په نتیجه کی یی څه موده وړاندی څو تنه ځنګل وهونکی بالفعل ګرفتار، اموال اواجناس یی ضبط او عاملین یی دقانون منګولو ته سپارل شوی.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 02/09/2018

دکرنی اوبولګولو اومالداری وزارت لوړپوړی مسلکی پلاوی خو ست ته ورسید.

دزراعت وزارت لوړپوړی مسلکی پلاوی دخوست ځاځیمیدان ولسوالی ولسونو په غوښتنه او دخوست ولایتی شورا مشرتابه د۵۲۶ - ۱۳۹۷/۵/۷ نیټی پیشنهاد او دجناب جمهور ریس دهدایت له مخی چی باید دزراعت وزارت ، پوهنی وزارت ، انکشاف دهات وزارت او دعامی روغتیا وزارت لوړپوری استازی باید خوست ولایت ته سفر وکړی او هلته دځاځیمیدان میړنی ولس ستونزی او مشکلات له نږدی وګوری او ورته په ټولو برخو کی رسیده ګی وکړی اوجناب جمهور ریس ته به مفصل ګزارش او اطمنان هم ورکوی. خوشبختانه نن ورځ دزراعت وزارت ددرنی رهبری لخوا ټاکل شوی پلاوی ترنورو لمړی خوست ته تشریف راوړ او پرخپل کاریی پیل وکړ. یاد پلاوی لمړی دخوست کرنی ریاست څخه لیدنه وکړه او بیایی دخوست کرنی ریس په ملتیا له مرستیال والی الحاج عبدالواحد پټان سره وکتل خپل کاری پلان یی ورسره شریک کړ مرستیال والی دپلاوی له راتګ څخه مننه وکړه او د هرراز همکاریو کولو ډاډ یی ورکړ ، طمع ده یاد پلاوی به ډیر ژردولایتی شورا ددوه تنو محترمو وکیلانو په ملتیا ځاځمیدان ولسوالی ته خپل سفر پیل او هلته به له قومی مشرانو، بزګرانو، ما لدارانو او دانکشافی شورا مسؤلینو سره وګوری ترڅو دیادی ولسوالی دخلکو کرنیزی ستونزی په ګوته اوغو ښتنو ته یی ممکنه دحل لاری ولټوی.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 01/09/2018

په خوست کی دشیخ زاید پوهنتون درنی رهبری په غوښتنه دکرنی پوهنځی څلورم کالل محصلینو لپاره دعملی زده کړو زمینه مساعد اونن ورځ یی عملا دخوست زراعت ریاست په چوکاټ کی دجنګلاتو، بوټو ساتنی او کرنیزترویج څانګو ته ورمعرفی او په خپلو زده کړو یی پیل وکړ.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 31/08/2018

دخوست کرنی اوبولګولواومالداری ریاست اړوند دبوټو ساتنی اونباتی قرنطین لوی مدریرت کارمندانو دخپل کاری پلان له مخی دمرکز کابل څخه راغلی پلاوی په ملتیا دخوست په دریوولسوالیو، تڼیو ، ګربزو اواسماعیل خیل مندوزیو ولسوالیوکی دسبزیجاتوله نمایشی قطعوڅخه لیدنه ترسره کړه اوهلته یی په مختلفوکلیوکی یوشمیربزګرانو ته د I.P.M اودهقانانو لپاره دساحوي مکتبونو (F.F.S) د ارزښت په اړه هراړخیزه معلومات ورسره شریک کړل اوهم یی اړونده بزګرانو ته دساحوي مکتبونودایجادولو ترڅنګ دبزګرانولپاره دروزنې عملي چاری هم پیل کړی.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 31/08/2018

خوست کې یو شمېر کروندګرې مېرمنې وروزل شوې.

د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر کروندګرې مېرمنې د سبو د کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې وروزل شوې.
د خوست دکرنې ریاست داقتصاد خانواده مدیریت اړوند اناث کارمندان وایی په دغه روزنیزه برنامه کې د تڼیو ولسوالۍ له پنځو کلیو څخه ۱۰۰ کروندګرې مېرمنې، چې تردې مخکې ورته پنځه شنې خونې جوړې شوې وې او د سبو تخمونه او کرنیز توکي هم پر دوی وېشل شوې وې ګډون درلود، چې اوس یی په عملي او نظري توګه د سبو د کرکېلي اړوند اړینې روزنې هم ترلاسه کړې.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 29/08/2018

دخوست کرنی اوبولګولو اومالداری ریس دکوپراتیفونو له مشرانو سره وکتل.

دخوست ولایت مرکز اړوند بزګرانو د کوپرا تیفونو رهبری شورا غړو، دخوست پوهنی ریس اویوشمیر معلمینو دزراعت له ریس سره په جلاجلا توګه په داسی حال کی وکتل چی دکوپراتیفونود انکشاف عمومی مدیرهم شتون درلوده. دکوپراتیفونو مسؤلینوخپلی شته ستونزی، وړاندیزونه اومشکلات شریک کړل اودهراړخیزه همکاریوغوښتونکی شول ، همداراز دپوهنی ریس ښاغلی نصیر احمد روښان بیا دتڼیو ولسوالی اړوند سیګی سیمه کی دمعلیمینو دښارګوټی او نمرو ستونزه شریکه اوپه دی اړه دهمکاریوکولوغوښتونکی شول دزراعت ریس ددوی ټولی غوښتنی په ورین تندی واوریدلی اوپه دی برخه کی یی دخپلو شته امکاناتو اوصلاحیتونو په محدوده کی دهررازهمکاریو کولوډاډ ورکړاو ویی وویل چی ځینی موضوعات به ډیر ژر دکرنی وزارت له درنی رهبری سره دحل په موخه هم شریک کړی -

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 27/08/2018

اونیزه اداري غونډه ترسره شوه!
دخوست کرنې،اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اونيزه اداري غونډه ددی ریاست دغونډو په تالارکی په داسی حال کی دایرشوه چې دزراعت رئیس انجنیر سمیع الله نصرت سربیره دریاست اړوند آمرینو،عمومی مدیرانواو ساحوی کارمندانو پکې برخه لرله غونډه دقران عظیم الشان دڅومبارکوایاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه اوپه سرکی دکرنی ریس پیلیزه وینا وکړه ټول کارمندان یی خپلو مسؤ لیتونوته متوجه اودتیرشوی لوی اختر مبارکی وویلوترڅنګ یی سپارښتنه وکړه چی ددفتر نظم مراعات اودحاضری پابند اوسی ، بزګرانواومالدارانو ته ښه او مؤثر خدمات پرخپل وخت ترسره اورسیده ګی وشی ورپسی داجرایه مدیرلخوا دتیر مجلس پریکړوته لنډه کتنه وشوه وروسته داجندآ سره سم عمومی مدیرانو اوامرینودخپلوفعالیتو نواوکاری پلانونو دتطبیق په اړه معلومات شریک اوهم یی دخپلواجراتو راپوروړاندې کړ.په غونډه کې پر يولړاداری، مالی او انکشافی مسا یلوبحث ترسره اودچارودلاښه اجراء اوتنظیم په موخه سره نظر يات شريک او دستونزواومشکلاتودحل پخاطرلازمې سپارښتنې وشوې غونډه سهار مهال لس بجی دیواباد سرلوړی، ښیرازه اوسمسور افغانستان په دعایه ویلو سره پای ته ورسیده.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 20/08/2018

« بیړنی خبر «
دا متن، یوازې د خوندي ذبح کولو په پار د کرنې وزارت روغتیايي سپارښتنې دی، د هغو هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په پار دي، چې په لوی اختر کې غوا، وزه او پسه قرباني کوي.
------------
د کانګو «CCHF» خطرناکې ناروغۍ نه د ځان ساتنې په موخه لازم ټکي!
د کانګو له ويروسي خطرناکې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په موخه لازم ټکي په پام کې ولرئ.
د کانګو وينه بهېدونکي تبې ناروغي «CCHF» يوه ميکروبي «ويروسي» ناروغي ده، چې د کنې، په واسطه انتقاليږي. دغه ناروغي په شخوندوهونکو څارويو «پسونو، وزو او غواوو» کې خفيفه تبه ده او په دې ناروغي له اخته حيوان څخه انسان ته او له يوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړيکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مايعاتو له لارې لېږدي.
د کانګو ناروغۍ د لېږد لاملونه:
• کله چې په دې ناروِغي اخته کنې حيوان يا انسان وچيچي.
• په دې ناروغۍ د اخته حيوان د حلالولو پر وخت او ياهم تر حلالې وروسته د حيوان د وينې، مايعاتو او د بدن نورو غړو سره له محافظتي توکو پرته تماس لرل.
• په دې ناروغۍ د ناروغ کس د وينې، مايعاتو، کاليو او د بدن نور غړي لمسول.
• په لوڅ لاس د کنو وژل.
د کانګو تبې په ناروغي د کومو کسانو د اخته کېدو خطر زيات دي؟
• قصابان او هغه خلک، چې ناروغه څاروي حلالوي.
• هغه خلک، چې د ناروغو څارويو د غوښې، وينې او نورو غړو سره سرو کار لري.
• هغه ډاکټران، چې د کانګو په ناروغۍ د اخته کس درملنه کوي.
• شپانه او هغه کسان، چې د ناروغو څارويو سره سر او کار لري.
• هغه ډاکټران او و ټرنران، چې د څارويو په درملنه بوخت دي.
• هغه کس، چې د ناروغ کس خدمت او مرسته کوي.
د کانګو تبې د ناروغۍ نښې:
ددې ناروغۍ نښې په څارويو کې پټې او ډېرې محدودې وي خو په انسانانو کې لوړه تبه، تنبلي، سر خوږي، د ځان درد، زړه بدوالي د خېټې دردونه، د سترګو التهاب، د پوستکې دانې او د پوستکې لاندې وينې بهېدنه رامنځ ته کوي، چې په انسانانو کې ترې ۳۰ سلنه مړينه لري. هغه کسان، چې دغه نښې په ځان کې ويني، بايد ډېر ژر تر ټولو نېږدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.
دکانګو تبې د ناروغۍ مخنيوي:
۱. د څارويو د حلالولو پر وخت له دستکشو او سپينې چپنې، چې د اوږدو لستوڼو لرونکي وي ګټه واخيستل شي ترڅو کنه پرې معلومه شي.
۲. د څارويو د حلالې يا د پوستکي د ايستلو پر وخت بايد د حلالې چاړه په خوله کې ونه نېول شي او يا هم د وجود په زخم ونه وهل شي.
۳. دڅارويو د ساتلو ځايونه بايد د ډاکټر د مشورې سره سم دواپاشي شي ترڅو کنې له منځه ولاړې شي.
۴. روغتيايي کارکوونکي، د ناروغ خپلوان او يا هغه کسان، چې د ناروغ کس سره سرو کار لري بايد له محافظتي کاليو، لکه خولي، ماسک، پيش بند، د ستکش او موزې څخه کار واخلي.
۵. که چېرې مو لاسونه زخمي وي نو د څارويو له حلالولو او يا ټوټه کولو څخه ځان وژغورئ.
۶. د نيمه پخې غوښې له خوړلو څخه ډډه وکړئ او تازه غوښه د ۲۴ ساعتونو لپاره مه استعمالوئ. ښه خبره داده، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې غوښه په يخچال کې وساتل شي.
۷. هيڅکله د څارويو کنې په لوڅو لاسونو مه وژنئ.
۸. د څارويو سره د تماس او يا د څارويو د ساتلو د ځاي تر پاکولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون پاک ووينځئ.
۹. خپل ټول څاروي په کال کې دوه ځلې د کنې د کنټرول په پار دواپاشي کړئ.
۱۰. د حلالې څه وروسته ټول ضايعات، په خوندي ځايونو کې ښخ کړئ ترڅو د ناروغۍ له خپرېدو څخه مخنوي وشي.
۱۱. انساني او حيواني کلينيکونو ته د ناروغۍ د شيوع راپور ورکړئ.
کانګو يوه خطرناکه ناروغي ده خو د لازمو تدابيرو په نيولو سره‌يې له اخته کېدلو مخنيوي کېدلاي شي.

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 18/08/2018

«دمبارکۍ پیغام«
درنو هیواد والو: له انګریزی ښکیلاک دګران هیواد دخپلواکی دبیرته ګټلو ۹۹ یمی کلیزی او دلوی اوقربانی اختردرارسیدو په ویاړ تاسې اوستاسو درنو کورنیو ته دزړه له تله مبارکي وایو.او ددغه مبارکوورځو په برکت درته دخوښۍ اوسو کالیوهیله کوو، صدقی، لمونځونه ، قربانی او نورټول عبادات مودالله تعالي په دربارکی قبول او منظورشه ، دستراو توانا رب په ستردربار کې ددعا لاسونه لپه کووچی دغه نیکمرغه لوی اختربه زمونږ په ګران هیواد کی دتلپاتی سولی، ورورګلوی، امن اوپر مختګ دپیل سبب او پیلامه وګرزی. په درنښت
دخوست زراعت ریاست رهبری ټیم لخوا

Photos from ‎خوست د کرنی اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست‎'s post 18/08/2018

په خوست کی د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا دیو باب نباتی لابراتوار ودانی دبنسټ ډبره دیو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کی کیښودل شوه.
دغه نباتی لابراتوار چی دباتاتو دامراضو اوافاتو د تشخیص ، کنټرول او علاج کولو په موخه په دوه نیمی بسوی ځمکه کی دکرنی وزارت پردوه میلیونه او شپږ لکه افغانیو مالی لګښت سره جوړیږی دوه مجهز اطاقونه ، دهلیز، تشنابونه او سټور به ولری چی چاری به یی په شپږو میاشتو کی بشپړی اوګټی اخیستنی ته وسپارل شی .

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


د پروژی باغ کابل ګردیز سړک
Khost
0093