ننداره

ننداره

Share

د افغان ملي هویت هنداره

لمرکتاب پلورنځی په خوست کې يوازينی مرکز دی،چې دمطالعې دمينوالو،اړمنو محصلينو،متعليمينو او د ټولو هېوادوالو لپاره دکتابونو،مجلواو نورو تعليمي او علمي لوازمو په برخه کې خدمات وړاندې کوي،مينه وال کولی شي،چې هر ډول کتابونه،مجلې او نور لوازم په نوموړي مرکزکې په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

23/12/2023

میر احمد یاد صیب لیکلي:

وسیم اکرم نه پوښتنه وشوه چې افغان ټيم کې ولې فاسټ بالر نه پيدا کېږي؟

هغه ورته وویل، څه چې ستایل کېږي هغه وده کوي، یو وخت افغان لوبډله کې فاسټ بالران ستایل کېدل، څو ټاپ کلاس فاسټ بالران یې لرل، بیا چې راشد راغی، اوس سپينران ستایل کېږي او ښه ټاپ کلاس سپېنران لري.

دا د ستایلو خبره یوازې تر کرېکټ محدوده نه ده، بلکې د دې ژوندی مثال دی چې په ټولنه کې څه پرمختګ کوي او ولې یې کوي؟

زموږ په ټولنه کې علم نه دی ستایل شوی ځکه یې پرمختګ نشته، خو ټوپک، توره، جنګ، غچ، برجونه او تربږنۍ ښه ستایل کېږي، نو دا څيزونه په کې وده هم کوي.

په تېرو څو کلونو کې مالي فساد ښه وستایل شو، چې چا به ښه فساد کولای شو هغه به ډېر ستایل کېده، چا به چې نه کاوه یا به یې نه شو کولای، هغه به خلکو رټه... ځکه مو بیا په فساد کې هم ساری نه و.

اوس هم خپله ټولنه کې وګورئ چې څه ستایل کېږي، هماغه به وده کوي. داسې نه کېږي چې موږ دې په خپل انګړ کې د اغزو پالنه کوو او هغه دې راته ګلاب وکړي.

23/02/2021
01/12/2020

چې مې ځان کړ حواله و د قام غم ته
یو سړی وم خدای په څو ورځو کې سل کړم

د څو کلونو کار په دریو میاشتو کې !

د ۳۴ ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیالانو ګمارنه،چې تر اوسه د نږدې ۱۲ ولایتونو لپاره مرستیالانو کارونه خلاص شوي او د نورو په جریان کې دي.
د هیواد د ۱۳ ولایتونو لپاره د ښاراولانو ګمارنه د وړتیا په اساس، د ۲۸۰ ولسولانو استخدام د خلکو د مشورو پر اساس، د ولایتونو د ښاروالیو نږدې ۱۵۰۰ بستونه ازادې سیالي ته وړاندې شوي.
په ډاډ سره ویلي شو چې ددې کسانو د استخدام پروسه په پوره شفافیت او د وړتیا پر اساس ترسره شوې، په دې پروسو کې د هر ډول شفافیت او روڼتیا باندې باور لرو.
په مرکزي اداره کې د پام وړ اصلاحات راغلي او مرکزي اداره اوس په یو خدماتي او ځوابوونکې اداره باندې بدله شوې .
دا یو څو وړې نمونې دي، راتلونکو څو ورځو کې به یو څو نور ښه زیري هم ولرو.
انشاالله

23/11/2020

حقیقت دا دئ چې نه دایمي ملګری لرو او نه دایمي دښمن، هغه څه چې موږ ته تلپاتې دي، زموږ ملي ګټې دي. ددې لپاره، د ملي امنیت عمومي ریاست په ځیرکتیا، درایت او استقامت د ملي ګټو د تامین او ساتنې لپاره مبارزه کوي او قرباني ورکوي.
احمدضیا سراج
د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند

13/10/2020

د مالومات پر اساس د سیمه ییزو ارګانونو اداره کې تازه نور اصلاحات هم را روان دي.
یوازې په تېرو دریو ورځو کې ددې ادارې په بېلابېلو برخو کې د هېواد ۳۶ ځوان کادرونه د دندو لپاره استخدام شوي، چې په دې سره په تېرو شا خو دریو میاشتو کې په مجموعي توګه دا شمېره ۷۰ کسانو ته رسېږي.
داسې ښکاري چې شمیم خان کټوازی د خپل پلان په تطبیق کې جدي دی، او د یو شمېر سیاسیونو اندېښنې هم ایګنوروي.
زما له شخصي نظره شمیم خان کټوازي دا بې ډاره اصلاحات به هغه ځوانانو کې چې په هېواد کې د بېړنیو او جدي اصلاحاتو توقع لري د پام وړ نفوذ وکړي او ملاتړ به یې وکړي.
ځکه په مونږ کې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې پښتون غټ مقام ته ورسېږي نو بیا له اندازې زیات ملي شي، خو شمیم خان کټوازی یوازینی ځوان دی چې په حق اخېستو کې ډار نه لري.
مونږ یې تر اوسه په نیت ډاډه یوو او په دې سیاست کې یې ملاتړي یوو.
Amirullah saqeb

09/10/2020

طالبان یې بد را ګیر کړي. حکومت وایي د سولې د خبرو طرزالعمل به مو د قران او سنت په رڼا کې وي. طالبان وایي نه د امریکا سره تړون په رڼا کې خبرې کوو. قران او سنت په دوحه کې نه منو.

حکومت دې داسې ټکی را نیولی چې بیخي یې د طالب له اصلیته پرده پورته کړه. اوس که رښتیا اسلامي ‌‌‌‌‌‌ډله یې او استخباراتي چریکي تنظیم نه یې، خو را شه د قران او سنت په رڼا کې خبرې وکړه. دا خو مونږ یوازې درې تنه ملایان ور لېږلي. که ددوی غوندې مو څلور ویشت ټول د سپينو پټکیو والا و، ولا به یې دوړې ختلې وې. د اسلامي نظام بحث د اپيمو قاچاق نه دی چې ټولې نړۍ ته یې ولېږدې. درې او څلور ښځې پرې وکړې. ته راشه چې مخ دې ملت ته ښکاره کړو. اوس له اسلامه مه تښتئ.
najeeb nangyal

26/07/2020

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، حمد الله محب تازه څرګندونې.

23/06/2020

لوګر باید په مکمله توګه تصفیه شي.

19/06/2020

د شهيد ډاکټر نجيب الله دا وينا درې ځلې واوري!

18/06/2020

د لر او بر پښتنو مشر منظور احمد پشتين د احمدزيو د قوم پیاوړي او با نفوذه مشر د مړینې له کبله خواشیني څرګنده کړې او له پښتنو یې د هغه روح ته د دوعا کولو هیله کړې ده.

18/06/2020

ښکلى خوست

په دې ويډیو کې د خوست څو ښکلي منظرې او موسمونه لیدلاش شئ.

عکاس: سراج

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Khost