د خوست ښار او ولسواليو د امنيت په اړه ډاډمن اوسئ، طالب وسلوالو ته د يو قدم مخکې تګ اجازه نه ورکوو.
دا د خوستيو ولسونو غوښتنه او زموږ ګډ مسوليت دی، خوستي ولسونو له خپل ولايت، ولسوالۍ او کلي په ننګه دفاع ته چمتو دي.
خوست پولیس khost police
duty of police for people
خدمت د پولیسود خپلو هیوادوالو لپاره
14/08/2021
دا چې په ټولنیزو رسنیو کې د خوست په اړه بېلابېلې اوازې خپریږي، یادې اوازې ناسمې او د ټولنیزو رسنیو د کارکونکو شخصي نظرونه دي.
د خوست ولایت ټولې ملکي او نظامي ادارې فعالې او د تېر په څیر به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
دخوست ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې هیڅ ډول ستونزه به نه رامنځته کیږي او د ولایت ملکي او نظامي رهبري په خپل ځای او د خوست د امن او ساتنې لپاره شپه ورځ هڅې کوي.
دخوست له ولسونو څخه مننه کوو، چې له خپل ولایت، ولسوالۍ او کلي څخه ساتنه کوي او همداشان ډاډ ورکوو، لکه څنګه چې خوست د امن ولایت دی همداسې به د امن ولایت وي.
دولایت رهبري
14/08/2021
نن شنبه سهارنۍ ناسته ترسره شوه.
نن ورځ د خوست ولايت امنيه قوماندانۍ آمر امنیت په مشرۍ د منسوبينو ګډه سهارنۍ ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د خوست آمر امنیت سمونمل محمد روشان هواباز د مختلفو ساحو منسوبينو ته د يو لړ لارښوونو ترڅنګ دنده وسپارله چې، امنیتي ساحې پراخې او هیچاته اجازه ورنکړي چې غيرې قانوني حرکتونه ترسره کړي.
ښاغلي هواباز په جدي ډول آمر وکړ، چې د دښمن په ځپلو کې له پوره ميړانې سره مخکې لاړ شئ، هغه زياته کړه چې په هېڅ صورت به د دښمن حرکتونو ته اجازه ورنکړي او د تل په څير به يې په ځپلو کې ځنډ ونکړي.
خوست ـ پولیس ـ رسنیز ـ دفتر
13/08/2021
تازه
نن ورځ په خوست کې يوه بي پيلوټه الوتکه وغورځول شوه.
نن جمعه مبارکه د خوست ولايت اړوند د باک په ولسوالۍ کې هغه بي پيلوټه الوتکه راوغورځول شوه، چې وسلوالو طالبانو به په هدفي بريدونو کې تر استفاده کيدله.
د باک ولسوالۍ اتلو پوليسو يو ځل بيا خپله ميړانه او شهامت وښود او د خاورې دښمنان يې پرينښودل چې خپل شوم اهداف مخکې يوسي.
10/08/2021
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې د ولس ژغورلو او ساتلو اتلان
10/08/2021
خوست د باک په ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه عمليات دوام لري.
د خوست امنیه قوماندانۍ امنیت آمر سمونمل محمد روشن هواباز په مشرۍ د خوست د باک ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو لخوا چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.
دا چې د يک شنبې په شپه د خوست باک په ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو لخوا بريدونه ترسره شول او د افغان امنيتي ځواکونو لخوا سخت وځپل شول او لا هم د يو لړ عملياتو په لړ کې د تعقيب لاندې دي او د باک ولسوالۍ اکثريت سيمې له دوی څخه پاکې شوې او د عملياتو په دوام دوښمن ته درنه تلفات اوښتي او وسلوال طالبان تر وروستيو پورې د تعقيب لاندې دي.
سخت به وځپل شي.
09/08/2021
دخوست له مرکزي زندان څخه د امنیه قوماندان ليدنه.
1400 زمري 18 دوشنبه
نن ورځ خوست امينه قوماندان سمونوال سيف الله سرحدي او ورسره مل پلاوي د خوست له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه.
امنیه قوماندان د ياد زندان منسوبينو ته د زندانيانو سره د چل چلند په برخه کې د ځانګړو لارښوونو ترڅنګ د مختلفو برخو څخه هم ليدنه وکړه.
امنیه قوماندان سمونوال سيف الله سرحدي وويل چې که څه هم د کرونا وژونکي ناروغۍ ضد واکسین تطبيق شوي دي، خو د قرنطين په موده کې د روغتيايي اصولو له مخې له زندانيانو سره د بیروني خلکو ليدنې به د عامې روغتيا وزارت د آمر ثاني پورې وځنډوي.
ښاغلي سرحدي همداشان د زندانيانو ته وويل چې د ستونزو په شتون کې به هر وخت ستاسو ترڅنګ واوسم او د حل لپاره به يې جدي کار کوم.
زندانيانو خوست امينه قوماندان ته په خپلو خبرو کې خوشالي څرګنده کړه او زيات يې کړه چې د زندان ټولو اصولو ته ژمن دي او ترمنځ یې شورشيانو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
خوست ـ پولیس ـ رسنیز ـ دفتر
08/08/2021
په باک ولسوالۍ کې له سلو زيات طالب ترهګر وژل شوي او له پنځوسو زيات مرګوني ټپيان شول.
1400 زمري 17 يکشنبه
تيره شپه شاوخوا يوه بجه او شل دقيقې طالب ترهګرو د باک ولسوالۍ په مرکز او ځينو پوستو وسلوال بریدونه وکړل، مخکې له دې چې طالب ترهګر خپل هدف ته ورسيږي، د جګړې په ډګر خوست امینه قومندان سمونوال سيف الله سرحدي په قومانده د پوليسو د شديدو ګوزارونو لاندې ونيول شول او له سلو زيات طالب ترهګر وژلو ترڅنګ شاوخوا پنځوس نفره مرګوني ټپيان شول.
ددې ترڅنګ په جګړه کې د طالب ترهګرو د جسدونو د پاتې کيدو ورايخوا ځيني مهمات او وسايط هم پاتې شوي.
دا چې طالب ترهګرو د جګړې ډګر کې تل ملکي وګړي هدف ګرځولي اويو ځل بيا بيګاه شپه کې هم دغه پنجابي مليشو اته تنه ملکي وګړي شهيدان او له لسو زيات زخميان کړل.
د يادولو وړ ده چې طالب ترهګرو له سختې ماتې خوړلو وروسته ګاونډي سيمو ته تښتيدلي دي او باک ولسوالۍ په مکمل ډول د افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده او شرميدلی دښمن په هېڅ صورت نشي کولای چې د خوست کومه سيمه کې خپل شوم اهداف مخکې يوسي.
خوست ـ پولیس ـ رسنیز ـ دفتر
07/08/2021
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هېواد د ولایتونو امنیتي وضعیت وارزوه
شنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۰
د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره د ویډیويي غونډې له لارې د هېواد د روان وضعیت په اړه امنیتي راپور واورېده او د ترهګرو د ځپلو او همدارنګه د قانون د تنفیذ په برخو کې یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې ترورېستي ضد عملیات باید زیات شي او پولیس پر وخت تسلېح او اکمال شي.
07/08/2021
د ترافيکو مديريت خبرتیا!.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پريکړې له مخې چې ټول ښي لاس لرونکي موټر ثبت او محصول کړل شي، چې دغې پروسه په خوست کې د څو ځلې تمديد وروسته د سنبلې میاشتې په پنځمه نېټه پای مومي.
پدې اساس ټول موټر لرونکو ته خبر ورکول کيږي چې د خپلو موټرو د ثبت پروسه بشپړه کړي او د يادې نېټې وروسته قوانينو ته په پام يې موټر ضبط کيږي او بيا د شکايت حق نه لري.
په درنښت:
خوست ـ پولیس ـ رسنیز ـ دفتر
07/08/2021
خوست امينه قومندانۍ د منسوبينو خپل منځني سهارنۍ ناسته ترسره شوه.
1400زمری 16 شنبه
نن ورځ د خوست ولايت امنيه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې سهارنۍ ناسته ترسره شوه، په ناسته کې خوست امنيه قوماندان سمونوال سيف الله سرحدي منسوبينو ته جدي هدايت وکړ، چې د عامه نظم ګډوډونکي تعقيب او د قانون منګولو ته د وسپارل شي، ښاغلي سرحدي د اړوند ساحو مسولو کسانو ته په خطاب وويل چې که د هرچا په ساحه کې کومه ستونزه رامنځته شوه د مسوليت له مخې به قانوني چلند ورسره وشي.
خوست امينه قومندان سمونوال سيف الله سرحدي د نورو موضوعاتو ترڅنګ ټينګار وکړ، چې په هېڅ صورت قانون ماتونکي د بښلو نه دي او پر وړاندې دا يې مبارزه لا ګړندۍ شي.
په وروستيو کې د خوست امنيه قوماندانۍ د انفجاري توکو خنثی کوونکو انجينري ټيم غړيو ترڅنګ هغه منسوبينو په نغدي ډول ونازول شول چې په دې وروستيو کې یې په خپلې اتلولۍ ولس ته خدمات ترسره کړي دي.
خوست ـ پولیس ـ رسنیز ـ دفتر
05/08/2021
شاوخوا 48 کيلو ګرام چرس ونیول شول.
1400زمری 14 پنجشنبه
د خوست ولايت عملياتي کنډک بيدارو پوليسو د يوې د ځانګړې اطلاع په اساس، د موسی خيلو په ولسوالۍ کې شاوخوا 48 کيلو ګرام چرس ونیول.
په ترسره شويو عملياتو کې د يو ټوډي ډوله موټر ترڅنګ دوه تنه مظنونين ګل الرحمان د اضغر خيل زوی د باک ولسوالۍ د طوتاک اوسيدونکی او سليم د بيجان زوی د پکتيا ولايت اړوند د جاني خيلو ولسوالۍ اوسيدونکی هم نيول شوي دي.
خوست امنيه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي نن د زمري په ۱۴مه رسنيو ته وويل، دغو کسانو غوښتل ياد چرس د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ څخه خوست ښار ته انتقال کړي، چې د پوليسو د تلاشۍ پرمهال ونيول شول.
خوست ــ پولیس ــ رسنیزــ دفتر
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Website
Address
Khost. Police@gmail. Com
Khost
25000
