Life / ژوند

Life  /  ژوند

Share

درود! په حضرت محمد صلی الله علیه وسلام

17/01/2026

*سـرور ڪـائنات محمد ﷺ فـرمايلـي دي:😘*

*لـمـونځ ڪـوونڪـی چــې ترڅــو د لمــانځــه پر ځــای ناســت وي، مــلائڪـې دُعــاوې ورته ڪــوي چــې الله عزوجل بخـښنـه ورته وڪــړی،*
*ربﷻ رحــم پــرې وڪـړی.*

*●°صحـیح البـخـاري°●*
🌸🤲🏻❤️‍🩹
C

17/01/2025

#د تورو مرچو ګټې!!
د تورو مرچو په مرسته مو د معدې ستونزې لرې کړئ!!

د تورو مرچو نوم به مو اورېدلی وي. دا په نړۍ کې یو له هغو عامو مصالو څخه دی؛ چې په هر کور کې شته او د پخلي لپاره کارول کېږي. تور مرچ د مصالو د ملکې (پاچا) په نوم هم یادېږي. دا په حقیقت کې د یوې مېوې لرونکې بوټي مېوه ده چې کرل یې د دې مېوې د لاسته راوړلو لپاره ترسره کېږي. د دې ونو مېوه له وچولو وروسته د مصالو په توګه کارول کېږي.
د تورو مرچو استعمال سلګونه کلونه کېږي. دا نه یوازې د خوړو خوند زیاتوي، بلکې د بدن ساتنه کوي او له ډېرو ناروغیو او زیان رسوونکو جراثیمو څخه یې ژغوري. له تورو مرچو څخه د عیسي علیه السلام له زمانې وړاندې د درملنې په توګه کار اخېستل کېده. که څه هم تور مرچ بدن ته بې شمېره ګټې لري، مګر د معدې لپاره خورا ګټور دي.
تور مرچ معدې ته تحریک ورکوي او هایډروکلوریک اسید تولید زیاتوي، چې دا اسید د پروټین او نورو خوړو هضمولو لپاره اړین دي. کله چې خواړه په سمه توګه هضم شي، تاسو به هېڅکله د نس ناستې یا قبضیت ناروغۍ سره مخ نه شئ.

تور مرچ د انټي آکسیډنټ، انټي سیپټیک، انټي فنګل او انټي ټیومر ځانګړتیاوې لري. دا په معده کې د هر ډول انتاناتو مخنیوی کوي. دا د معدې تودوخه کموي، اشتها زیاتوي او د ځیګر صفا کولو لپاره ګټور دي. تور مرچ په پانقراس او کولمو کې د هضم لپاره اړین انزایمونه فعالوي او د کولمو فعالیت ښه کوي.
تور مرچ د ځینو نورو کیمیاوي موادو له امله د نس ناستې اغېزې کموي. دا د اعصابو سیسټم ځواکمنوي او د معدې ستونزې له منځه وړي. تور مرچ د بدن تودوخه کموي او د خولو تولید زیاتوي.

د معدې د مختلفو ستونزو لپاره د تورو مرچو کارولو آسانه لارې چارې:

1. د معدې تیزابیت لپاره: یو ګیلاس اوبو کې د لیمو لږ شانته اوبه واچوئ او یوه وړه کاشوغه تور مرچ پودر په کې ګډ کړئ؛ دا اوبه د ورځې دوه ځله د خوړو وروسته وڅښئ.

2. د هضم لپاره: پودر شوي تور مرچ، سونف، زیره او مالګه یو ځای ګډ کړئ. دا پوډر د ورځې دوه ځله د تودو اوبو سره د خوړو وروسته وخورئ.

3. د معدې او نس ګاز لپاره: د مستو غوړ لرې کړئ، یوه کاشوغه تور مرچ او یوه کاشوغه سمه زیره په کې واچوئ او یې وڅښئ.

4. د اشتها زیاتولو لپاره: نیمه کوچنۍ کاشوغه تور مرچ او یو لویه کاشوغه شهد (شات) سره ګډ کړئ او یې وخورئ.

5. د معدې ستونزو له منځه وړلو لپاره: یو ګیلاس مستې ته یوه کاشوغه تور مرچ اضافه کړئ او په نهاره یې وڅښئ.

6. د نس ناستې لپاره: یوه کاشوغه تور مرچ په کوچو کې ګډ کړئ او لږ لږ وخورئ.

7. د قبض لپاره: په ورځني خوړو کې د تور مرچو استعمال زیات کړئ.

دا طریقې د تورو مرچو په مرسته د معدې د ستونزو د حل لپاره خورا ګټورې دي.

که مو ولوستل؛ له نورو سره یې شریک کړئ!!

14/11/2024
05/11/2024

هغه خلک چې د بل چا غورځولو هڅه کوي، په اصل کې خپل ځان غورځوي.

22/10/2024

جاليبه ليکنه
حتمن يي ولولي او پند تري واخلي

د یوۀ غریب سړي مېرمنې کوچ جوړول. خاوند به یې هغه پۀ ښار کې پر یوۀ هټۍ وال "دوکاندار" پلورل. مېرمنې به یې تل یو ـ یو کیلو کوچ تیارول.
یوه ورځ دوکاندار د کوچو پۀ وزن شکمن شو. ویې تلل؛ "۹۰۰ګرامه" وو. ډېر غوسه شو. سړي ته یې وویل. نور نه غواړم لۀ تا کوچ وپېرم. تا "۹۰۰ګرامه" کوچ د یو کیلو پۀ نوم راباندې خرڅ کړي دي.
سړي ځواب ورکړ: موږ یوه کیلويي تیږه نۀ لرو. لۀ تا مو یوه کیلو ګوړه واخیسته. لۀ هماغې ګوړې سره یې تلو او پر تا يې پلورو.
ژمن زابلی صیب.

03/05/2024
12/03/2024

( پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شی! ) شیر کول یې صدقه اجاریه ده

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي د شپې پنځه کارونه وکړه، بیا وېده شه.
۱.څلور زره دیناره صدقه ورکړه، بیا ویده شه.
څلور ځلې سورت فاتحه لوستل د څلور زره دینارو صدقې برابر ثواب لري.
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣﴾ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٤﴾ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَجسْتَعِينُ ﴿٥﴾ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿٧﴾
۲.یو ځلې ټول قرآن کریم ولوله، بیا ویده شه
دري ځلې د سورت اخلاص لوستل د یو ځلې قرآن کریم برابر ثواب لري.
قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
۳. د جنت قیمت ورکړه، بیا وېده شه.
درې ځلې درود شریف لوستل د جنت د قیمت برابر دی.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وعلی َآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلیَ ِ إِبْرَاهِيمَ،وعلی ال ابراهیم إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وعلی َآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ،وعلی ال ابراهیم إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
۴. ددوو جګړه مارو ترمنځ سوله وکړه، بیا وېده شه.
لس ځلې استغفار ویل ددوو جګړه کوونکو ترمنځ د سولې برابر ثواب لري.
اسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ و َغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .
۵. یو ځلې حج وکړه، بیا وېده شه
څلور ځلې درېیمه کلمه لوستل د حج برابر ثواب لري.
سُبْحَان لِلّه وَ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ لآ اِلهَ اِلّا اللّهُ، وَ اللّهُ اَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلاَ قُوَّة ِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْم.
نوټ: دا د روحي سکون، ښه خوب او خوشحالۍ تر ټولو غوره درملنه هم ده.
یادونه: که چیری مو پورته لیکنه پوره لوستی وی کمینت ولیکی چی ولوستل شوه

12/03/2024

۴۰۰۰زره کبیره ګناهونو معاف!

10/03/2024

دا یې هم د بيټ ويډيو وګورئ


Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Khost