د خوست عامې روغتیا ریاست

د خوست عامې روغتیا ریاست

Share

روغتيا د ټولو لپاره Health For All

Photos from ‎د خوست عامې روغتیا ریاست‎'s post 29/06/2025

د خوست ولايت له يوشمير ولسواليو له روغتيايي مرکزونو څخه ليدنه ترسره شوه ـ

د عامې روغتيا رٸيس ډاکتر حاجي احمد مجاهد د خپل تخنيکي او اداري ټيم سره په ګډه د سپيرې، نادرشاه کوټ او د اسمعيلخيل مندوزيو له روغتيايى مرکزونو څخه هر اړخيزه ليدنه ترسىره شوه ـ

د نظارت په ترڅ کې د خوست سپيرې ولسوالى پشپړ روغتيايي مرکز خدمات وارزول شول او همدا شان د خنګ او ورسره متصل سيمې د ولسوالى روغتون لپاره د مشخص شوې ساحه نږدې وليدل شوې ـ

د عامې روغتيا رٸيس ددې سربيره د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالى پرمختللي روغتيايي مرکز او همداشان يې د اسمعيلخيل مندوزيو بشپړ روغتيآي مرکز له خدماتو هم څارنه او نظارت ترسره شو ـ

د عامې روغتيا رياست رٸيس د يادو روغتيايي مرکزونو د پرسونل خدمات وستايل او همداشان يې د دوى ستونزې او مشکلات واوريدل شوې او د حل په موخه يې اړونده مرجع ته هدايت وکړل ـ

05/06/2025

کانګو(CCHF) څه ډول ناروغي ده ؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
Crimean - Congo hemorrhagic fever
کریمیا ـ کانګو وینه بهوونکې تبې ناروغۍ یوه ساري،ویروسي او وژونکې ناروغي ده،چې د سپږې ماننده حشرې کنې پواسطه له حیواناتو انسانانو او له انسانانو څخه نورو سالمو اشخاصو ته انتقالیږي.
کانګو په پسونو، غواګانو،اوزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي.
په عمومي ډول د کانګو د ویروسي ناروغۍ خفیفه تبه اعراض او اعلایم له 3 یا 4 ورځو نیولې تر 12 یا 13 ورځو پورې دوام کوي.

کانګو څه ډول انتقالیږي ➕
ــ د کانګو ناروغي د خپلې عاملې حشرې،کنې پواسطه د حیواناتو یا انسانانو د چیچلو له لارې.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ذبحه کړای سوي حیواناتو له وینې سره د انسان د وجود د یوې حسې په تماس کې راتللو سره.
ــ په ناپامۍ سره د لاس پواسطه د کنې وژل.
ــ د کانګو په ناروغۍ د اخته ناروغ له وینې یا بدن سره د روغ شخص د تماس له لارې.

د کانګو په ویروسي ناروغۍ اکثرأ ➕
قصابان
ډاکتران
روغتیایي کارمندان
څارونکي او د ناروغانو د کورنیو د غړو د اخته کیدو چانس زیات وي.
ځکه یاد اشخاص په مسقیم ډول د ناروغ د وینې، مایعاتو او بدن سره د ناپامۍ پر مهال په ارتباط کې راځي.

د کانګو اعراض ➕
ـــــــــــــــــــــــــ
ــ شدیده تبه ـ سر دردي ــ زړه بدوالی ــ د عضلاتو درد ــ د خیټې درد
ــ اسهالات ــ د سترګو د سپینې طبقې سوروالی ـ د رڼا سره حساسیت
ــ د ورمیږ درد او شخوالی ــ ستړیا او عصبانیت ــ بې خوبي او نارآمي

د کانګو د ناروغۍ په پرمختللې حالت کې د ناروغ
پوستکې کې لومړی د وینې د انتاني کیدو له امله سره رشونه پیدا کیږي چې وروسته د پوستکي د شین کیدو لامل کیږي. په عاجله واقیاتو کې له خولې او پزې څخه وینه بهیدنه جریان پیدا کوي. د پورته علایمو سره يو ځاي، په استفراغ او غایطه موادو کې د وینې موجودیت د کانګو ناروغي تصدیقوي.

له کانګو ناروغۍ څه ډول مخنیوی وکړو !؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ــ د حیواناتو د ذبحې کولو پر مهال باید له محافظتي وسایلو لکه عینکو دستکشو او اوږد چپن ماننده لباس څخه استفاده وسي.
ــ د حیواناتو په وینه له منتنو لوازمو لکه چاقو لوښي او نورو سره له تماسه باید مخنیوی وسي.
ــ د حیواناتو له ذبحې کولو وروسته ژر تر ژره باید جامې بدلې او لاسونه په پاکو،صحي اوبو او صابون پریمینځل سي.
ــ هغه ناروغان چې په کانګو ناروغۍ اخته وي ډاکتران یې باید په وړاندې له ځانګړو ماسکونو او دستکشو استفاده وکړي
او د وینې اخیستلو پر مهال باید له جدي پاملرنې کار واخلي.
ــ د حیواناتو د نیمې خامې او پخې غوښې له خوړلو باید ډډه وسي.
ــ هغه خلک چې د څارویو ساتنه کوي باید هڅه وکړي
د څارویو د ساتنې ځای تل پاک وساتي او دوا پاشي هیره نه کړي.
ــ د ناروغۍ د اعراضو او علایمو له ښکاره کیدو سره سم
باید ډاکتر ته مراجعه وسې.
تر څو په ښه شکل د ناروغۍ تداوي صورت ونیسي.
ځکه د ګانکو وژونکې ناروغۍ پخپل وخت له تداوۍ او درملنې سره د رغیدو وړ دی.

خدای ج مه کړه که ورسره مخ شئ
تاسو کولای چې زموږ سره اړیکه تینګه کړئ

02/06/2025

روغتيايي پيغام !!

02/06/2025

روغتيايي پيغام

Photos from ‎د خوست عامې روغتیا ریاست‎'s post 28/05/2025

د يونيسف او روغتيا نړيوال سازمان له مرکزي او ساحوي مسٶلينو سره د هماهنګى ناسته ترسره شوه ـ

چهارشنبه ١٤٤٦/١١/٣٠

دغه ناست چې د عامې روغتيا رٸيس ډاکتر حاجي احمدمجاهد په مشرى ترسره شوه د عامې روغتيا رياست مالي او اداري عمومي مدير نقيب الله معصوم سربيره د يونيسف د پوليو برخې عمومي مسٶل ډاکتر شمشير، ډاکتر عدنان، ډاکتر اختر د روغتيا نړيوال سازمان ساحوي مسٶلين، د پوليو عامه پوهاوي برخې مسٶلين د زون په کچه ښاغلى نظر محمد خاورې ، ښاغلي پاينده محمد خيرخوا او د ولايت په کچه د پوليو عامه پوهاوي مسٶل ښاغلي نعمت شاه حقيار حضور درلود ـ

ياده ناسته چې نن ورځ د عامې روغتيا رياست په مقام کې ترسره شوه ، د عامې روغتيا رياست رٸيس ډاکتر حاجي احمدمجاهد راغلي مسٶلينو ته ښه راغلاست اوايه او خوشالي يې څرګنده کړه چې نن ورځ مو د خوستيو ولسونو لپاره د روغتيا برخې د خدمات د غښتلي کولو لپاره سره راټول شوي يو مننه وکړه ـ

ناسته کې د خوست په سطحه په روغتيايي وضيعت هراړخيز بحث ترسره شو چې پکې د واکسينو په تطبيق، روغتيايي مرکزونو په خدماتو او همدا شان د ولايت په کچه د تطبيق کوونکې مٶسسې په روغتيايي خدماتو خبرې اترې ترسره شوې چې تر بحث وروسته يو لړ تصميمونه ونيول شول او همدا شان د خوست ولسونو لپاره د روغتيايي خدماتو د کيفيت په لوړولو د لا زياتو همکاريو هوکړه وشوه ـ

د عامې روغتيا رياست

Photos from ‎د خوست عامې روغتیا ریاست‎'s post 26/05/2025

د پاملرنې مٶسسٸ له مرکزي او ساحوي مسٶلينو سره ناسته ترسره شوه ـ

نيټه: ٢٨/١١/١٤٤٦

دغه ناسته چې د عامې روغتيا رياست رٸيس ډاکتر حاجي احمد مجاهد په مشري ترسره شوه د پاملرنې مٶسسې مرکزي مسٶل ښاغلى ګراهم ډاويژن او ښاغلي اي ډي سټوک سربيره د عامې روغتيا رياست مالي اداري عمومي مدير نقيب الله معصوم ، د پاملرنې مٶسسٸ د خوست دفتر مرستيال ډاکتر عبدالقيوم زيارمل او د پاملرنى مٶسسې عمر بهرام ګډون درلود ـ

په پيل کې د عامې روغتيا رٸيس راغلي مسٶلينو ته ښه راغلاست اوايه او زياته يې کړه چې پاملرنې مٶسسې تل په پوره هماهنګٸ او په لوړ کيفيت د روغتيايي خدماتو په ترسره کولو کې د عامې روغتيا رياست سره د ولسونو لپاره روغتيايي چوپړ ترسره کړى ـ

د عامې روغتيا رٸيس همدا شان له دوى مننه وکړه او په راتلونکې کې له دوى څخه په روغتيا برخه کې د خوست په سطحه خپلو روغتيايي خدماتو ته د وساعت ورکولو غوښتنه وکړه ـ

ښاغلي مجاهد وويل چې د ټول خوست په سطحه سپينو ساحو ته په کافي اندازه رسيدنه شوې او په زياته کچه سپينې ساحې چې له روغتيايي خدماتو څخه بې برخې وې برخمنې کړې او په راتلونکي کې يې په دې برخه کې په لا زياتو ګډو هڅو ټينګار وکړ ـ

د راغلي مسٶلينو له خوا په هر اړخيز ډول د روغتيا سکتور په غښتلي کولو کې له عامې روغتيا رياست سره په پوره هماهنګي او د اسلامي امارت اصولو او قوانينو په رڼا کې خپلو همکاريو ته په دوام ورکولو سره به د روغتيايي خدماتو د پراختيا به برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي ـ

د عامې روغتيا رياست

26/04/2025

د کارموندنې خبرتيا !!

Photos from ‎د خوست عامې روغتیا ریاست‎'s post 23/04/2025

د روغتيايي مٶسساتو سره د همغږى غونډه ترسره شوه!!

د عامې روغتيا رياست ترچتر لاندې د هغه ټولو مٶسساتو چې د خوست په سطحه د روغتيا برخې خدمات ترسره کوي ګډون کړى ووـ

ياده ناسته چې د عامې روغتيا وزارت د تفتيش او شکاياتو رٸيس الحاج مولوي محمد سليم حقاني په مشرٸ چې د عامې روغتيا رٸيس ډاکتر حاجي احمد مجاهد او له مرکز څخه راغلى پلاوي حضور درلود دايره شوه ـ

په دغه ناسته کې د ولايت په کچه د روغتيا برخې خدمات وارزول شول، د ټولو مٶسساتو د مسٶلينو له خوا په خپلو فعاليتونو رڼا واچول شوه او همدا شان په ياده برخه کې په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې او د دوى وړانديزونه واوريدل شو ـ

د عامې روغتيا وزارت د تفتيش او شکاياتو رٸيس الحاج مولوي محمد سليم حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې دوى د خوست خلکو لپاره خپل روغتيايي چوپړونه په پوره هماهنګى ترسره کوي او دوى ته يې د عامې روغتيا وزارت او رياست له خوا د پوره همکارٸ ډاډ ورکړ ـ

په پاى کې په مختلفو برخو له مفصلو خبرو او بحثونو وروسته يو لړ تصاميم ونيول شول ـ

Photos from ‎د خوست عامې روغتیا ریاست‎'s post 01/04/2025

د خوست مرکز او ولسواليو له روغتيايي مرکزونو څخه دوامداره نظارتونه ترسره شول ـ

د کوچني اختر په ورځو کې د عامې روغتيا رياست اداري او تخنيکي ټيم له خوا دوامداره نظارتونه ترسره شول ـ

د ياد نظارتونو په ترڅ کې د خوست ملکي تخصصي روغتون سربيره د تڼيو ولسوالى ، اسماعيل خيل او مندوزيو ولسوالى، ګربز ولسوالى ، باک ولسوالى، خلبسات ولسوالى او لکنو بشپړ روغتيايي مرکزونو خدمات له نږدې وليدل شول چې د يادو روغتيايي مرکزونو ټول نوکريوال پرسونل په خپلو دندو حاضر او د ولسونو په خدمت کې مشغول وو ـ
د يادو روغتيايي مرکزونو له ټول پرسونل سره د اختر مبارکي ترڅنګ دوى څخه مننه وشوه چې د اختر په ورځو کې د ولس د روغتيا په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي ـ

ددې سربيره د ولايت په کچه د ټولو روغتيايي مرکزونو له پرسونل سره دوامداره اړيکه نيول کيده او د خدماتو د غښتلي کيدو او په اختر کې د ولس روغتيا لپاره خپلې ټولې وسيلې په کار اچولو او د پرسونل تشويق لپاره دوامداره او لازمې کړنې ترسره شوې ـ

ستاسو روغتيا زمونږ لومړيتوب دى

Photos from ‎د خوست عامې روغتیا ریاست‎'s post 24/02/2025

د پوليو د محوې کمپاين نن په مرکز او ولسواليو کې پيل شو ـ
دوشنبه: ٢٥/٠٨/١٤٤٦

د خوست عامې روغتيا رياست د معافيت کتلوي عمومي مديريت د پلان له مخې نن به په ټول خوست کې د پوليو له منځه وړلو ملي کمپاين پيل شو چې دغه کمپيان به د خوست په ټولو ولسواليو او مرکز کې د دريو ورځو لپاره جريان ومومي ـ

د ياد کمپاين د پيل په مراسمو کې د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر شيراګل ځدران ، د ولايت په سطحه د يادې برخې ټولو مسٶلينو سربيره د نورو امارتي ادارو نماينده ګانو هم حضور درلود ـ

د عامې روغتيا رياست مرستيال په خپلو خبرو کې وويل چې مونږ به په ګډه د دې بدمرغې ناروغى د مخنيوي په برخه کې لاسونه سره ورکوو او دغه ناروغي به له خپلې ټولنې په پشپړ ډول ختمووو ـ

وروسته د پوليو د مخنيوي د دوه څاڅکي واکسين په ورکولو سره رسما دغه درې ورځينى کمپاين پيل شو ـ

د عامې روغتيا رياست

23/02/2025

خبرتیا!!

هغه خوست مېشتي ورورنه او خویندې چې څه وخت مخکې د عامې روغتیا ریاست سره د نرسانو او قابلو شورا د کارت اخیستلو فورمې ثبت کړی وې کارتونه یی جوړ شوی د عامې روغتیا ریاست دکارکوونکو چارو عمومی مدیریت ته راغلي دي.
نوټ هر شخص چې کارت تسلیم کوی خپله اصلي تذکره او سل افغانی د خپل ځان سره ولري ذکرشوی پیسې د کارت قیمت دي ـ

Want your business to be the top-listed Government Service in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Old Hospital, 1200 Families Road
Khost
2501

Opening Hours

Monday 08:30 - 15:30
Tuesday 08:30 - 15:30
Wednesday 08:30 - 15:30
Thursday 08:30 - 15:30
Saturday 08:30 - 15:30
Sunday 08:30 - 15:30