شمال ختیځ زون اترا کندزKunduz ATRA

شمال ختیځ زون  اترا کندزKunduz ATRA

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from شمال ختیځ زون اترا کندزKunduz ATRA, Government Organization, DOC Building Kunduz, Kunduz.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) یو غیر بودیجوي اداره ده چې هیواد په سطحه د مخابراتي خدمتونو پیاوړتیا او سراسري لاسرسی٫ مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړول٫ د مخابراتي خدمتونو وړاندې کونکو څارنه او کنټرول٫ په هیواد که ځانګړې شوي طیف مدیریت او ..

Photos from ‎شمال ختیځ زون  اترا کندزKunduz ATRA  ‎'s post 14/12/2025

په کندوز کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ښه خبر !

د (آتوما) مخابراتي شرکت په پام کې لري چې د کندوز ولایت په مرکز کې درې (۳) نوي مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (آترا ) ادارې تخنیکي ټیم، د اړوند لارښود مکتوب پر بنسټ، د یادو سایټونو تخنیکي څارنه ترسره کړې ده. د ټاورونو له ثبت او د فریکونسي جوازونو تر ترلاسه کېدو وروسته به دا سایټونه د ټاکل شوي طرزالعمل له مخې په لاندې سیمو کې جوړ شي:

۱* - د (KDZ-035) نمبر سایټ، د کندوز ولایت په مرکز څلورمه ناحیه د مسلم آباد سیمه کې.*
۲*- د (KDZ-039) نمبر سایټ، د کندوز ولایت د اوله ناحیې په نوآباد سیمه کې.*
۳*- د (KDZ-036) نمبر سایټ، د کندوز ولایت په مرکز درېمه ناحیه ابراهیم خېلو سیمه کې.*

د یادونې وړ ده؛ چې د دغو درېیو سایټونو موقعیتونه د آتوما مخابراتي شرکت له خوا د سلطان معصوم TTSP شرکت ته سپارل شوي دي او د جوړولو ټول لګښتونه د آتوما شرکت د انکشافي بودیجې له لارې تمویلېږي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یادو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت کې ښکاره او مثبت بدلون رامنځته شي.

Photos from Afghanistan Telecom Regulatory Authority's post 03/09/2025
Photos from ‎شمال ختیځ زون  اترا کندزKunduz ATRA  ‎'s post 06/05/2025

په کندوز ښار کې د روشن شرکت د 4G چټک انټرنیتي خدمتونو د پرانیستې غونډه!

تېره ورځ، د کندوز ولایت په مرکز کې د روشن مخابراتي شرکت له‌خوا د 4Gچټک انټرنیتي خدمتونو یوه شانداره غونډه ترسره شوه. دا غونډه د کابل څخه د راغلو درنو مېلمنو او د ولایت د مشرانو په حضور کې جوړه شوې وه.

د غونډې په ترڅ کې د کندزو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په استازیتوب کندوز ولایت، د مخابراتی خدمتونو د تنظیم (آترا) اداري آمر وینا وکړه؛ محترم آمر د ټکنالوژۍ پر ارزښت او د انټرنیت پر اړتیا مهمې خبرې وکړې، چې مهم ټکي یې دا ول:

1. د ټکنالوژۍ ارزښت په ورځني ژوند کې؛
2. د مالي شفافیت ټینګښت او د فساد مخنیوي لپاره د ډیجیټل خدماتو اهمیت؛
3. د برېښنايي پېژندنې او خدماتو اهمیت؛
4. د سیم‌کارت ثبت ارزښت د یوې مسؤلې او خوندي ټولنې لپاره؛
نوموړي ټینګار وکړ چې:
"د سیم‌کارت ثبت یوازې یو تخنیکي شرط نه، بلکې د شفافې او بااعتماده ټولنې بنسټ دی، او دا پروسه د ډیجیټل حکومتولۍ د دروازو پرانېستلو لپاره مهمه ده."
په پای کې یې دعا وکړه چې: "الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې د ټکنالوژۍ له نعمت څخه هوښیارانه، ګټور او مسؤلانه ګټه واخلو."

# د مخابراتي خدمتونو د شفافیت او پرمختګ لپاره ژمن

Photos from ‎شمال ختیځ زون  اترا کندزKunduz ATRA  ‎'s post 05/02/2025

پرون سه شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ نیټه په شمال ختيڅ زون بغلان ولایت کې د اترا ادارې درانه استازي ښاغلې م ول وي محمد طاهر «هاشمي» د روشن مخابراتي شرکت د خرڅلاو او خدمتونو نوې څانګی پرانیست غونډه کې ګډون کړي دي:
د روشن مخابراتي شرکت خپل نوی د خرڅلاو او خدمتونو څانګه د بغلان ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې پرانیسته. د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د بغلان ولایت د مخابراتو رئیس، د اترا ادارې استازی، د روشن د شمال‌شرق زون مسؤلینو ګډون درلود.
د مراسمو پر مهال، د اترا ادارې استازي د دې څانګې پرانیسته یو مهم ګام وباله او وویل چې د مخابراتي خدمتونو ښه‌والی د اترا ادارې له اساسي موخو څخه دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د مخابراتي شبکو فعالیتونه باید د هیواد د مخابراتي قوانینو سره سمون ولري، او اترا اداره به د کیفیت څارنې ته دوام ورکړي.
د بغلان ولایت د مخابراتو رئیس هم د خپلو خبرو پر مهال وویل چې دا مرکز به د بغلان خلکو ته د مخابراتي خدماتو، لکه نویو سیم‌کارتونو، د انټرنټي بنډلونو، د شبکې ستونزو ته رسیدګي او نورو اړینو مخابراتي اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړی شوی وي.
د روشن د شمال‌شرق زون مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال وویل چې دوی هڅه کوي د بغلان په بېلابېلو ناحیو، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې خپل خدمات لا پراخ کړي، ترڅو خلک د کیفیت لرونکو مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري. دوی زیاته کړه چې د دې څانګې پرانیسته به د پیرودونکو ستونزې کمې کړي، او هغوی ته به د چټکو او معیاري خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
د بغلان اوسېدونکو هم د دې څانګې له پرانیستې خوښي وښوده، او د نورو مخابراتي شرکتونه نه هم د ورته اقدام غوښتونکي دي.
په درناوي
په شمال ختیځ زون کې د مخابراتی خدمتونو د تنظیم (آترا) آمریت

Photos from ‎شمال ختیځ زون  اترا کندزKunduz ATRA  ‎'s post 17/12/2024

د کندوز ولايت مرکز کې د روشن مخابراتي شرکت (الفا پرایم) ترعنوان لاندې کنفرانس تر سره شوو:
په یاده غونډه کې د کندوز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په استازیتوب شمال ختیځ زون کې اترا اداري آمر وینا والو ته په ورځنیو چارو کې د تجارت او تکنالوژۍ آهمیت خبری وکړي :
((د کنذوز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي ریاست رهبري د روشن مخابراتي شرکت دغه بې ساری اقدام ستايي غوره او نیک ابتکار یی بولي.
لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده، معلوماتي تکنالوژۍ زمونږ او ستاسو ورځنی ژوند یوه لازمی برخه ګرځیدلی، د ټکنالوژۍ نوښتنونو ژوند خورا سانه کړی دي. کو په طبی ، تعلیمی ، صنعتی ،کرني زراعت برخه کې او همدارنګه کو د آنلاین بانکدارۍ له لارې راکړې ورکړې دي. آنلاین پیرود، ویډیو زنګ وهل، او په تلیفون کې د ویډیو لیکچرونو کې ګډون کول د انټرنیټ د اختراع له امله ممکن شوي.
همدا رنګه په موثقو او د تائید وړ اسنادو د سیم کارتونو د توزیع په اهمیت یي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزات او باالخصوص د (اترا) اداري رهبري د سیمکارتونو د ثبت او د نوي تعديل شوی طرزالعمل په تطبيق کې د همکارۍ لاس راکړئ ؟ ترڅو په هیواد که مخابراتی خدموتو غوره استفاده رايج کړو.
زیاته یي کړه؛ باور د د تجارت بنسټ دی پیردونکي د هر هغه چا محصولات اخلي چې په چا باندی یی اعتماد او باور زیات وي .
د مشتری د فایدی ترلاسه کولو په پرتله دهغه رضایت په مراتبو مهم او بهتره دی؛ که مونږ او تاسو د خپل مشتری پاملرنه خیال ونه ساتو، مونږه او تاسو غوره خرڅونکې نشو کیدی.
او په آخیر کې یی خپلی خبري یی په دعایي سره راټولی کړی چې؛ رب العزت دې مونږه او تاسو ټولو ته نه تها په تجارت کې بلکله پّه ټولو اموراتو کې غوره او حسنه اخلاق اعتماد او باور ساتل را نصیب کړي.))
په درناوي
په شمال ختیځ زون کې د مخابراتی خدمتونو د تنظیم (آترا) آمریت
١٤٤٦/٦/١٥
١٤٠٣/٩/٢٧

06/11/2024

د غور ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې د یو پایه مخابراتي سایټ د جوړولو چارې پیل شوې
۱۵/۸/۱۴۰۳
په هېواد کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د پراختیا او مخابراتي زیربناوو د رغونې په لړ کې د غور ولایت د مخابراتو ریاست او اترا ادارې د مسوولینو لخوا د دغه ولایت د الفاروق ولسوالۍ اړوند په پشته شویچ سیمه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت یو پایه مخابراتي سایټ د جوړولو چارې عملاً پیل شوې.
د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو وزارت له دغه اقدام څخه خوښې څرګنده کړه او د هغوی کړنې یې وستایلې، د یادولو وړ ده، چې ددې سایټ په فعالیدو سره به د یادې ولسوالۍ ډيری سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی الفاروق ولایت غور آغاز گردید.
به سلسه توسعه خدمات مخابراتي و انترنتی و اعمار زیربناهای مخابراتی در کشور کار ساختمانی اعمار یک سایت مخابراتی شرکت افغان تیلی کام در منطقه پشته شویچ ولسوالی الفاروق ولایت غور توسط مسوولین مخابرات و اداره اترا در این ولایت افتتاح و عملآ آغاز گردید.
باشندگان ولسوالی الفاروق این اقدام وزارت مخابرات وتکنالوژی معلوماتی را ستوده و ابراز خرسندی نمودند. قابل یادآوری است که باتکمیل و فعال شدن این سایت بیشترین ساحات این ولسوالی ، تحت پوشش خدمات مخابراتی قرار خواهد گرفت.
د 1403 کال د لړم 15 مه د اترا مطبوعاتي دفتر

06/11/2024

د پکتيکا ولايت په زرغون شهر ولسوالۍ کې د افغان بېسيم مخابراتي شبکې 2G خدمتونه فعال شول.
۱۵/۸/۱۴۰۳
په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په لړ کې د پکتیکا ولایت د زرغون شهر ولسوالۍ په ملیزي کلي کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت لخوا د یو پایه مخابراتي سایټ په فعالیدو سره په یاده سیمه کې د افغان بېسم مخابراتي شرکت 2G خدمتونه پیل شول، پاتې د نه وي چې ډير ژر به یاد مخابراتي سایټ په 3G او 4G وسايلو سمبال او په نږدي راتلونکي کې به په لوړ کیفیت 3G او 4G خدمتونه هم پیل کړي.
د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې خپلو خلکو ته باکیفیته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي
۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې ۱۵ مه د اترا مطبوعاتي دفتر

21/10/2024

روشن مخابراتي شرکت د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې ۴ جي خدمتونه پیل کړل
۱۸/۷/۱۴۰۳
په هېواد کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د پراختیا په لړ کې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت اړوند یو مخابراتي آنتن ۴ جي انټرنټي خدمتونه پیل کړل، چې له امله یې د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي د چټکو انټرنټي خدمتونو څخه برخمن شول.
دا په داسې حال کې ده، چې روشن مخابراتي شرکت له دې وړاندې د مرکز ښرنې ښار اړوند نورو سايټونو په فعالیدو سربېره په اُرګون، يوسف خېلو، زرغون شهر، يحيي خېلو او مټاخان ولسواليو کې ۳ جي او ۴ جي خدمتونه پيل کړي وو.
د یادولو وړ ده چې روشن مخابراتي شرکت ژمنه کړې چې پاتې نورو ولسواليو ته به هم ډېر ژر ۳ جي او ۴ جي انټرنټي خدمتونه وغځوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرکت مخابراتی روشن خدمات انترنتی 4 جی را در شهر شرنه مرکز ولایت پکتیکا راه اندازی نمود
در راستای توسعه خدمات مخابراتی و انترنتی در کشور، یک آنتن مخابراتی مربوط شرکت مخابراتی روشن، خدمات اینترنتی 4G را در شهر شرنه مرکز ولایت پکتیکا راه اندازی نمود، که با فعال شدن این سایت اهالی شهر شرنه از خدمات انترنتی سریع و باکیفیت بهرمند گردیدند .
این درحالی است که شرکت مخابراتی روشن ضمن فعال نمودن دیگر سایت های مخابرتی در شهر شرنه خدمات انترنتی ۳ جی و ۴ جی را در ولسوالی های ارګون، یوسف خیل، زرغون شهر، یحیی خیل و متاخان این ولایت راه اندازی نموده بود.
قابل یاد آوری است شرکت مخابراتی روشن وعده سپرد، که به زودی خدمات انترنتی ۳ جی و ۴ جی را برای ولسوالی های دیگر این ولایت نیز عرضه خواهد نمود.
1403 کال د تلې میاشتې 18 نیټه د اترا ادارې مطبوعاتي دفتر

Want your business to be the top-listed Government Service in Kunduz?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


DOC Building Kunduz
Kunduz
3501

Opening Hours

Monday 08:00 - 04:00