لغمان پولیس Laghman Police

لغمان پولیس Laghman Police

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from لغمان پولیس Laghman Police, Government Organization, Laghman.

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 13/08/2021

لغمان کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې!

جمعه ۱۴۰۰/۵/۲۲

ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو تیره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند مريم، تاجګړی،کتبزیو او ده ملخ سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور يې مرګونې ټپيان دي.
په دې عملیاتو کې ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو ته زیان ندې اوښتې.

دلغمان ولايت امنيه قوماندانۍ رسنېز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 13/08/2021

لغمان کې ۱۸ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته!
جمعه ۱۴۰۰/۵/۲۲
تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ شوه او ګرلي کڅ سیمو کې د افغان هوايي ځواک په ملتیا شپني عملیات ترسره کړي.

ځانګړو او هوايي ځواکونو د ترهګرو طالبانو په پټن ځایونو د سپکو او درنو وسلو بريدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۴ نور مرګوني ټپیان دي.

په دغه عملیات کې د طالب ترهګرو پټن ځایونه، وسلې او مهمات هم په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي.

ديادونې وړده چې په عملیاتو کې ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو ته زیان ندې اوښتې.

دلغمان ولايت امنيه قوماندانۍ رسنېز دفتر

12/08/2021

په هر ډول حالاتو کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوو او نه پرېږدو، چې يو ځل بيا پردي لاس پوڅي پر افغان خاوره حاکم شي.
درې رنګه بيرغ به هسک ساتو، تر وروستۍ سلګۍ مقاومت کوو او زموږ صفونه به د تل په څېر همداسې پياوړي وي.
دغه څرګندونې نن د لغمان امنيه قومندان سمونوال لطف الله سرتېرو او د قومندانۍ منسوبينو ته وکړې، بشپړ حالت په دې ويډيو کې وګورئ.

لغمان امنيه قومنداني رسنيز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 12/08/2021

ملي پوليسو څلور تنه د بيلابيلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي!
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱
د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د لومړي امنيتي حوزي او تقويتي ټولې منسوبینو د مرکز مهترلام ښار اړوند بیلا بیلو سیمو کې د خلکو په مستقيمې همکارۍ درې تنه حرفوي غله او يو تن د کورنۍ تاوتريخوالي په تړاو نيولي دي.
نیول شوي کسان به د لومړنیو څیړنو وروسته اړونده عدلي او قضایي ارګانو ته ور وپیژندل شي.

پوليس تل هڅه کوي ترڅو د هېوادوالو د سر او مال ساتنه وکړي.

لغمان امنیه قومانداني رسنیز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 12/08/2021

لغمان والي په داسې حال کې چې ددې ولایت امنیتي مسوولینو يي ملتیا کوله دمهترلام له ټولو امنیتي کمربندونو، مهترلام ــ سرخکانو او د ۷ نمبر شهرا له ګڼو سیمو څخه دلیدنې پرمهال دامنیتي ځواکونو د هر اړخیز دچمتوالي او دلوړ مورال ستاینه وکړه!
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱

دلغمان والي عبدالولي واحدزي تېره شپه ناوخته په داسې حال کې چې ددې ولایت امنیه قومندان سمونوال لطف الله کامران ،دملي امنیت رئیس او دلومړۍ پلې لوا قومندان يي ملتیا کوله دمرکز مهترلام شمال شرق، جنوب غرب، او شمال غرب په استقامتونو تر هرمل خوړ، پهلوان بابا،نیلاوټ، R4، R11 سیمې، دریمه امنیتي حوزه، د عمرزیو په استقامت شاو خوا سیمې او دغه راز دقرغیو ولسوالۍ اړوند ګڼې سیمې او دمهترلام ـــ سرخکانو لویه لاره ( ۱۲ نمبر شهرا) او ۷ نمبر شهرا له شته ټولو امنیتي پوستو، بیزونو، چیک پواینټونه او جګړیز چمتوالي څخه لیدنه وکړه.

د ولايت ملکي او نظامي رهبرۍ له میشتو امنیتي ځواکونو هر اړخیز چمتوالی له نږدې وکاتل او ولسونه ته ډاډ ورکوي چې دوی دې په خپلو سرتېرو باور ولري چې دوی ته به لا ډاډمنه امنیتي فضا حاکمه کړي.

دغه راز يې په کمربندونو، چیک پواینټونو او ګڼو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د لوړ مورال د ستاینې سربېره دوی لا وهڅول چې خپلو دندو ته متوجې او ددښمن هر ډول شوم حرکت په جدیت سره له منځه وې سي.

نوموړو د لغمان له ټولو ولسونو غوښتنه وکړه چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه هر اړخیز ملاتړ ترسره کړي ترڅو یې د ژوند چارې په لا امن فضا کې ترسره شي.
دلغمان ولايت امنيه قوماندانۍ رسنېز دفتر

11/08/2021

دلغمان ولایت دنظامي شورا عاجله خبرتیا!!
۱۴۰۰/۵/۲۰

په لغمان ولایت کې مېشت ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د ولسونو دهوساینې او ددښمن دځپلو اړوند اجرات ترسره کړي/کوي.

په همدې اساس نن شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه په مهترلام ښار کې نظامي پوروا ترسره کوي، هیله ده چې دمهترلام ښار درانه ښاریان او مېشت ولسونه کوم تشویش ونه لري.

ددښمن دځپلو او له دوی څخه دسیمو دتصفيي اړوند به لا نور جدي او چټک اقدامات ترسره شي.

دلغمان ولايت امنيه قوماندانۍ رسنېز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 11/08/2021

د لغمان امنيه قومندان د الشينګ پر استقامت له مېشتو سرتېرو سره وليدل!
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰

د لغمان امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران نن د الشينګ پر استقامت د مېشتو سرتېرو حال واخيست او مننه یې ترې وکړه، چې د خلکو او خاورې دښمنانو پر وړاندې کلک و درېدل او د هغوی د لوړ مرال ستاينه يې وکړه.
ښاغلي کامران سرتېرو ته په خطاب کې وویل، چې تاسې د خلکو او خاورې د ساتنې تر ټولو سپېڅلی مسوليت پر غاړه لرۍ او د اداينې لپاره يې ستاسې پیاوړې اراده يې د نجات لامل دی.
همداراز سرتېرو ډاډ ورکړ، چې په هر ډول حالاتو کې له خپلو خلکو او خاورې د ساتنې لپاره چمتو دي او دښمن به و نشي کولی، چې يو ځل بيا خلکو ته ستونزې جوړې کړي.

لغمان امنيه قومنداني رسنيز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 11/08/2021

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي، ګڼ شمېر مشرانو او ځوانانو د قومنداني د رهبري کړنې وستايلې!
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي جنرال عبدالمنیر تره خیل ددې ولايت د ګڼ شمير مشرانو او ځوانانو په ملتيا د امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران او امنيت آمر سمونيار پروېز ترخيل کړنې وستايلې او د خلکو په استازولۍ يې مننه وکړه، چې لغمان ولايت ته په سختو شرايطو کې له راتګ سره يې له سقوط څخه نجات ورکړ.

ښاغلي ترخېل ډاډ ورکړ، چې د تل په څېر له جمهوري نظام، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او همکارۍ ته د خلکو له هڅولو سربېره به مرکز کابل کې د دې ولايت امنيتي او دفاعي ځواکونو اړتياوو د پوره کولو پوره هڅه کوي تر څو امنيتي ځواکونه لا پیاوړي شي.

همداراز راغلو مشرانو او ځوانانو په خپلو خبرو کې د امنیتي ځواکونوپر ملاتړ او همکارۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې له بل هر وخت اوس ددې اړتیا ده چې خلک د خپل نظام او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي، ترڅو له ملي نوامیسو او بنسټونو څخه ساتنه وشي او د نورو په خوله جنګیدونکی دښمن مات شوی اوسي.

د لغمان امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران د ولس له استازي ښاغلي ترخېل، راغلو مشرانو څخه مننه وکړه، چې تل یې له نظام او امنیتي ځواکونو څخه په بېلا بېلو برخو کې خپل ملاتړ او همکاري کړې او زياته يې کړه چې له نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ او د هر دښمن پروړاندې د مبارزې عملي وخت دی هیله ده چې ټول ولسونه د تل په څېر خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.

ښاغلي کامران لغمان ولايت کې د هر ډول حالاتو لپاره د امنيتي ځواکونو د تياري او ډاډمنې امنيتي فضا د رامنځته کولو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د خلکو او خاورې دښمنانو ته يې کلکې ضربې ورکړې دي او د امنیتي سیمو د لا پراخوالي، د دښمن د ځپلو او د امنیت په برخه کې د لا زیات کار کولو ډاډ ورکړ.

د ناستې په پای کې د ولس استازي او راغلو مشرانو له لوري امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران او امنیت آمر سمونیار پرويز تره خیل د ښو کړنو او فعاليتونو په موخه د اعزاز لونګۍ ور په سر کړې.

لغمان امنيه قومنداني رسنيز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 11/08/2021

دلغمان په اليشنګ کې ۱۱ تنه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته!
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰

تيره ورځ افغان امنيتي او توپچي ځواکونو د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ اړوند کرنجاوې سيمه کې د ترهګرو طالبانو پر غونډې بريدونه وکړه چې په پايله کې ۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۴ نور يې ټپيان دي ، وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شويدي.

دلغمان ولايت امنيه قوماندانۍ رسنېز دفتر

Photos from ‎لغمان پولیس Laghman Police‎'s post 09/08/2021

د ولايت رهبري د مهترلام ښار بېلابېلو برخو کې د ملي پولیسو د نویو ايجاد شويو ځنځيروي چګ پاینټونه څخه ليدنه وکړه!

تېره شپه ناوخته د لغمان ولايت ملکي او نظامي رهبري مرکز مهترلام کې د ملي پولیسو له نويو ايجاد شويو ځنځيروي چک پاینټونو څخه ليدنه وکړه او د ښار امنیت د ټينګښت او جنایي پېښو مخنيوي لپاره يې يو لړ هدايتونه ورته وکړل.
په دې چک پاینټونو کې له امنيتي کسانو سربېره د کشفي او جنايي ادارو کارکوونکي هم شامل دي، چې د امنيت له ټينګښت سربېره به د ترهګريزو او جنايي پېښو په مخنيوي کې هم ګټور ثابت شي.

رهبري د ښار په څنډو کې له شته چک پاینټونو څخه هم ليدنه وکړه، چې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنيت امنيتي او کشفي کارکوونکي پکې د ښار اطرافي سيمو د امنيت ټينګښت لپاره ګمارل شوي دي.

په ليدنه کې د لغمان والي عبدالولي واحدزي، امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران، د ملي امنیت رئيس او لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال شير حسن زمري هم شتون درلود، چې اړوند مسوولو کسانو ته يې د ترهګریزو پېښو او ورانکاره ډلو د مخنیوي او ولسونو ته د آرم ژوند برابرولو په اړه لازمې او جدي سپارښتنې وکړي.
رهبري له خلکو غوښتنه وکړه، چې د امنيتي ځواکونو پر لارښوونو عمل وکړي او ورسره همکار پاتې شي تر څو د خلکو فزيکي او رواني امنيت خوندي شي.

لغمان امنيه قومانداني رسنیز دفتر

Want your business to be the top-listed Government Service in Laghman?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Laghman