دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه

دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه

Share

provincial General IT Manager

24/02/2026

د هلمند ولایت د رسنیو له مسئولینو سره غونډه ترسره شوه

نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۵
ځای: د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مقام

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مقام کې د رسنیو له مسئولینو سره یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس، د اترا ادارې استازي او د صوتي او تصویري رسنیو مسئولینو ګډون کړی و.

په غونډه کې د هلمند ولایت اړوند د صوتي او تصویري شبکو مسئولینو ته د فریکونسۍ د جواز د تمدید، په راډیوګانو کې د بانډپاس فلټر وسایلو د نصب او د خپلې ټاکلې فریکونسۍ په ساحه کې د اصولو مطابق د خدماتو د وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې او ټینګار وشو.

همدارنګه، ګډونوالو ته یادونه وشوه چې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې اسلامي خپرونې په لاره واچوي، څو ولس ترې لازم معنوي او دینی ګټه پورته کړي.

د رسنیو مسئولینو د جواز د تمدید، د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خپرونو د تنظیم او هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په درنښت
د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

31/12/2025

د عامه پوهاوي په موخه!

د WhatsApp خوندي ساتلو څو مهمې لارې چارې.

وټساپ زمونږ ستاسې په ورځني ژوند کې یو له مهمو برخو څخه دی چې خلک یې د اړیکو نیولو او ورځنیو ستونزو د حل او پیغامونو د انتقال لپاره کاروي خو دا وټساپ بیا د یوه شخص خصوصي حریم هم ګڼل کېږي او معلومات یې خورا اهمیت لري د همدې مهمو معلوماتو د ساتلو لپاره یو شمېر لارې چارې دي که غور پرې وشي تر ډېره بریده به مو خپل معلومات خوندي ساتلي وي.
اوس وخت کې په انټرنټي نړۍ کې هکران د ګوسټ پیرینګ Ghost pairing په نوم یوه طریقه کاروي او هڅه کوي ستاسې د وټساپ حسابونه غلا کړي دوی لومړی یو شخص په نښه کوي وروسته ورته د لنک په بڼه یو داسې پیغام لېږي چې نښه شوی کس اړ کړي څو پیغام ولولي، لکه ورته وايي، ستاسې شخصي انځور مې پیدا کړی یا یوه ویډیو ده خو ځان ته یې وګوره او ورته نور داسې موارد.
خو کله چې شخص د ورخطایئ یا تشویش له کبله لنک پرانیزي او په داسې حال کې چې د لنک بڼه هم اصلي بریښي خو په حقیقت کې د وټساپ د هک کېدو یوه دوکه وي او لنک ته په داخلېدو سره هکر ستاسې وټساپ له خپل کمپیوټر سره Linked Device کوي او په آسانۍ ستاسې حساب ته داخلېږي.
او ستاسې وټساپ ته له لاسرسي سره سم کولای شي ستاسې پیغامونه ولولي، عکسونه ویډیوګانې او غږېز پیغامونه راښکته یا ډاونلوډ کړي، ستاسې له حسابه ستاسې ملګرو او د کورنۍ غړو ته جعلي لنکونه ولېږي او ستاسې له نوم څخه د ناوړې استفادې په ډول له خلکو رنګارنګ غوښتنې وکړي.
اوس دلته اصلي موخه دا ده چې مونږ باید له وړاندې، د خپلو معلوماتو او ډیټا د خوندي کولو لپاره چمتو وه اوسو.
هڅه مو باید دا وي چې هیڅ راز لنکونه که هغه د یوه نیږدې دوست او یا د کورنۍ د غړي له لوري هم وي له پرانیستلو یې ډډه وشي امکان دې ولري همدا شخص هم قرباني شوی وي او له حسابه یې غیر قانوني استفاده صورت نیولې وي .
کله مو چې وټساپ په بل ځای کې استفاده کاوه له استفادې وروسته خپل حساب پرانیستی مه پرېږدئ.
د وټساپ Linked Device همیشه ګورئ تر څو معلومات درته وشي چې ستاسې وټساپ خو به له کومې بلې وسیلې سره وصل نه وي که وصل وي وه یې ګورئ ،او مشکوک وسایل ترې حذف کړئ.
Two-Step Verification او Multi Factor Authentication مو باید وټساپ کې له وړاندې فعال وي.
که احیانا ستاسې حساب بل ځای خلاص شوی وي هڅه وکړئ ټول Linked Device حذف کړئ او په عاجل ډول کورنۍ او ملګرو ته خبر ورکړئ چې ستاسې له آدرسه ورلېږل شوي لنکونه خلاص نه کړي.
Engineer KhalidAman

دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه provincial General IT Manager

20/11/2025

📡 د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو عملي !لیدنه د اتصالات مخابراتي شبکې مرکزي سایټ ته

نن د بُست پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې محصلین د یادې څانګې د آمر سید محمد عادل په لارښوونه، او د هلمند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست له لوري د انجنیر خالدمان تر مدیریت لاندي رسمي معرفي کېدو وروسته، د اتصالات مخابراتي شرکت مرکزي سایټ ته د مخابراتو او ICT عملي زده کړو لپاره ور وپېژندل شول.

د اتصالات شبکې تخنیکي ټیم محصلینو ته د لاندې سیستمونو او ټکنالوژیو په اړه عملي معلومات وړاندې کړل:
• ریکټیفایر د بریښنا سیستم(Power Rectifier System for AC and DC)
• د ګرځنده مخابراتو لپاره نړیوال سیسټم (GSM)
• بیس ترانسیور سټیشن (Base Transceiver Station)
• د بي بي یو کارت((BBU-Card
• موبایل سویچینګ سیستم سنټر (Mobile Switch Center)
• راډیو نیټ ورک کانټرولرسیستم Radio Network Controler System))
• مایکرو ویو لینک ((MW) Point-to-Point Link
• مایکرو ویو اوټ ډور واحد Outdoor Unit (ODU):
• مایکرو ویو انډور واحد IDU (Indoor Unit)
• فریکونسي ((Radio Frequency
• روټرسیستم ((Router System
• لایر دوه او لایر درې (Layer 2,3 Switches) او د2G,3G,LTE

07/11/2025

د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د چکول غره په سیمه کې د افغان بیسم مخابراتي خدماتو پیل، د هغو خلکو د ستونزو د حل لپاره چې د مخابراتي پوښښ له نشتوالي سره مخ وو

د شبکې انتن او اړوند تخنیکي تجهیزات په بریالیتوب سره نصب او فعال شول.

د پوښښ ساحه اوس د شاوخوا سیمو ته غځېدلې ده.

اوسېدونکي کولای شي له تلیفوني اړیکو، پیغامونو (SMS) او انټرنېټ څخه ګټه واخلي.

دا سیمه د بهرامچې له لرې پرتو او شګو ډکو سیمو څخه ده، چې خلک به یې د مخابراتي شبکې نشتوالي له امله د سفر پر مهال ورک کېدل او اړیکې به پرې کېدې. دا حالت د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه وه
د افغان بیسم د شبکې په فعالېدو سره دا ستونزه په بشپړ ډول حل شوه.

اوس خلک کولای شي د سفر پر مهال اړیکې ونیسي او د بیړنیو حالاتو خبر ورکړي.

دا پرمختګ به د امنیت، روغتیا، سوداګرۍ او ټولنیزو اړیکو په برخه کې هم مثبته اغېزه ولري
د افغان بیسم شبکې له لوري د مخابراتي پوښښ پیل په سیمه کې یو پرمختګ دی. دا اقدام به د سیمې د خلکو ژوند اسانه او خوندي کړي.

ټولو ته دې مبارک وي! 🎉

23/10/2025

🎈❗مهم پیغام ❗🎈
ټیکنالوژي دننۍ نړۍ یو مهم اصل

لومړۍ دڅېړنو پر اساس په ۲۰۲۰ کال تقریبا ۳۰ بیلیونه ډیوایسونه دانټرنټ سره وصل وه په داسې حال کې چې دانسانانو شمېر تقریبا ۸ بیلیونو ته رسېده
اوس نو فکر وکړی دا هر ډیجیټلي ډیوایس دهک کیدو وړ دی او هم کیدلی شي یو څوک یې دلرې څخه کنټرول کړي نو په دې معنا چې تاسو کولی شی دیوه هیواد برخلیک دکمپیوټر او انټرنټ له لارې په کنټرول کې واخلي او دا هر څه ممکن دي.

دوهم دننۍ نړۍ جګړه دحضوري جنګونو څخه ډرون او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو او ډیجیټلي کیدو پر لور روانه ده

نو اوس که موږ غواړو چې دټیکنالوژی په برخه کې پرمختګ وکړو
باید دولت په هر زون کې یو دتخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ یا ریسرچ سنټر جوړ کړي داړوندې برخې مکمل لېب او وسایل ولري او دیوې ازادې رقابتي سیالۍ له مخې دانګلیسي او ځانګړې برخه کې دهغې برخې یو عمومي کانکور واخیستل شي
لایق زده کوونکي دې ډول انسټیټونو ته جذب او هر ډول ذهني فشار ترې لرې شي په پرلپسې توګه په همدې برخه کې څېړنې وکړي زده کړې وکړي او ازموینې وکړي تر څو ورو ورو دخپلې ټیکنالوژی خاوندان شو

هغه برخې چې په مختلفو زونونو کې یې جوړول ډېر ژر اړین دي

۱: دراکیټ جوړول په برخه کې
۲:د ډرون ټیکنالوژی په برخه کې
۳:دسایبر سیکیورټی په برخه کې
۴:دهستوي انرژۍ په برخه کې

دا ډول ټیکنالوژي وخت نیسي حد اقل که جوړ هم نشي موږ به تر یوې اندازې په دې ډول پوځي صنعتونو کې یو شمېر پوهان او متخصصین په راتلونکي کې ولرو

مصارف :
ددا ډول مرکزونو جوړولو مصارف تقریبا دیو دولت لپاره هیڅ سخته او درنه خبره نه ده
او کولی شي په ډېرو کمو امکاناتو دغه کار پیل او ورو ورو پرمختګ ورکړي
حد اقل ورو ورو داقتصاد تر ښه کیدو او ډېر پرمختللي کیدو او په ډېرو لویو پروژو دکار پیلولو لپاره خو به په راتلونکي کې یو څوک ولرو چې په دې برخه کې یې زده کړې کړې وي

نو هیله ده په دې کمپاین کې برخه واخلی او مسولو چارواکو دا غږ ورسوی





Khalid Aman

21/10/2025

د مایګان خلکو ته ښه خبر — د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمتونه فعال شول!
د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، نن د بیسیم مخابراتي شرکت یو انتن د باغران ولسوالۍ په مایګان سیمه کې فعال شو.
له دې سره به نه یوازې د مایګان، بلکې د باغورګک، قرباغ او نورو نږدې سیمو اوسېدونکي هم له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجي ریاست رییس محترم الحاج ملا امان الله شبیر وایي:

موږ دا انتن د خلکو د اسانتیا لپاره فعال کړ، او ډېر ژر به یو بل لوی انتن هم فعاله کړو، څو دا خدمتونه لا پراخ او پیاوړي شي.

دا د مایګان د خلکو لپاره یو تاریخي ګام دی، ځکه تر دې وړاندې په سیمه کې هېڅ مخابراتي سایټ نه و فعال.

📅 نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ ق
📲 #هلمند
#باغران
#مایګان


#افغانستان

20/10/2025

په هلمند کې د مخابراتي شرکتونو نماینده ګۍ بېرته پرانیستل شوي

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ځینو ملاحظاتو له امله تړل شوي وي د مخابراتي شرکتونو نماینده ګۍ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجي ریاست د مداخلې وروسته یو ځل بیا د خلکو د خدمت لپاره پرانیستل شوې.

د هلمند د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي ریاست ریس حاجی ملا امان الله شبیر وايې: یادي نماینده ګۍ پرته له قانوني دلایلو تړل شوي وې، چې د خلکو پر ورځنیو مخابراتي چارو یې منفي اغېز درلود.

د هغه په وینا، د مخابراتي خدمتونو د دوام لپاره اړینه ده چې د دولتي او خصوصي ادارو ترمنځ همغږي وساتل شي، څو عامو خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو کې ستونزې رامنځته نه شي.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجي ریاست ریس ټینګار کوي چې حکومت د خصوصي سکتور ملاتړ ته ژمن دی او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د هېواد د
مخابراتي خدمتونو د جریان برخه کې ستونزي رامنځ ته کړي.

11/09/2025

د کندهار، لښکرګاه او ګریشک ښاریانو ته یو ښه زیری !

د روشن مخابراتي شرکت د خدماتو د ظرفیت د لوړولو په موخه، په لاندې سیمو کې نوي ۴G سایټونه نصب شوي دي:

۱- کندهار: عینو مینه ۶ سړک ، چوڼۍ ، کلاچه او خیل، پنجوايي دوراهي، ميرويس مينه او کوبي سیمه

۲-لښکرګاه، هلمند: د مهاجرو سیمه

۳- ګریشک: د قومنداني سیمه

روشن د خپلو مشتریانو لپاره چټک، غوره او باوري ۴G خدمات وړاندې کولو ته ژمن دی!

11/09/2025

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه.

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې ړنګې شوې د افغانستان اسلامي امارت موظفو برخو سربیره ګڼو هېوادوالو د مرستو رسولو په برخه کې خپله همدردي ثابته کړه او د خوراک، پوښاک او د اوسېدو ځای لپاره په عاجل ډول اقدامات وشول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو هم له خپلو هېوادوالو سره د غمشریکۍ او مرستې په موخه څه باندې ۷نیم لکه افغانۍ مرسته راټوله کړه چې د افغانستان اسلامي امارت مرسته رسوونکو ارګانونو په اساس به وویشل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې رهبرۍ د هېواد ختیځ او په خاص ډول کونړ ولایت کې د بې شمېره تلفاتو او د زلزلې د ټکنانونو له امله له سختې ویجاړۍ وروسته د مرستو غږ وکړ چې د وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو هم له خپلو هېوادوالو سره د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې مرسته ترسره کړه .
د یادونې وړ ده د هېواد په ټولو ولایتونو کې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو له لوري ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو سره نغدي مرسته ترسره شوې ده .
/////////

کارمندان وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی و اداره اترا با آسیب‌ دیدگان زلزله در ولایت‌های شرقی کشور کمک نقدی نمودند.

در پی زلزله اخیر در ولایات شرقی کشور که در نتیجه آن شمار زیادی از هموطنان ما شهید، زخمی و خانه‌های ‌شان ویران گردید، علاوه بر ارگان‌های مسئول در امارت اسلامی افغانستان، شمار زیادی از شهروندان نیز با آسیب‌دیدگان ابراز همدردی نموده و در زمینه رساندن کمک‌های عاجل برای تأمین غذا، پوشاک و محل بود و باش همکاری نمودند.
کارمندان وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی و اداره اترا نیز به هدف همدردی و کمک با هموطنان‌شان، بیش از هفت و نیم لک افغانی کمک نقدی جمع ‌آوری کرده که توسط نهادهای کمک ‌رسان امارت اسلامی افغانستان توزیع خواهد شد.
رهبری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی و اداره اترا پس از ویرانی‌های شدید و تلفات بی‌شمار در اثر تکان‌های شدید زلزله در شرق کشور، به ‌ویژه در ولایت کنر، صدای کمک ‌رسانی را بلند کردند، در پی آن، کارمندان این وزارت و اداره اترا نیز بخاطر همدردی اسلامی و انسانی با هموطنان‌شان کمک نمودند.
قابل یادآوریست که تمام ریاست‌های مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایات کشور، نیز با آسیب ‌دیدگان زلزله در ولایت‌های شرقی کمک نقدی نموده اند.

Photos from ‎دهلمندولایت مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی ریاست پاڼه‎'s post 09/09/2025

د هلمند ولایت افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سیم‌کارتونو د سهمیې ارزونه او تایید تر سره شو!

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) د عالي بورډ د پرېکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونو پر اساس، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سنبله میاشتې په ١٨ مه نېټه، هغه سیم‌کارتونه چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د هلمند ولایت لپاره استول شوي وو، ارزونه او تایید یی ترسره شو.

یاده ارزونه د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا امان الله (شبیر) او د اترا مدیر لخوا ترسره شوه.

په دې ارزونه کې ټولټال ٣٨٠٠ شماره لرونکي سیم‌کارتونه او ٢١٠٠ سپین سمیکارتونه شامل وو.

د هلمند ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست
نېټه:١٤٠٤/٦/١٨

04/09/2025

د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ – د مایګان سیمې د واحدي سرچینې (۱) سایټ سروی ترسره شوه

د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي (سنبله) میاشتې په ۱۱مه، د سه‌شنبې په ورځ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ریس او اترا ادارې د افغان بیسم شرکت
نماینده له مسئولینو سره په ګډه د یاد سایټ سروی ترسره کړه.

سروی د ټاورونو د نصب د طرزالعمل او شرطپاڼو پر بنسټ، د ساحې له نږدې څارنې سره بشپړه شوه.

📡 د دې سایټ په جوړېدو سره به د باغران ولسوالۍ د ماهیګان سیمې اوسېدونکي له مخابراتي اسانتیاوو څخه برخمن شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ
ریاست

16/06/2025

هلمند ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز لښکرګاه ښار او موسی قلعه، سنګین، ګرمسیر او ګریشک ولسوالیوکې د مخابراتي شبکو له نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.
د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د نویو سیمکارټونو د خرڅلاو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې مشترکینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Lashkar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Lashkar Gah