هلمند افغانستان−Helmand Afghanistan

هلمند افغانستان−Helmand Afghanistan

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from هلمند افغانستان−Helmand Afghanistan, Laskar Gah.

11/10/2020

#هلمند وژغوری

12/06/2019

که یوماشوم درته قلم او کتابچه درکړی چی یو نصیحت راته ولیکه چی کله ستا په عمر شم ګټه راته وکړی نو څه ورته لیکی؟

11/06/2019

کله چي مرغۍ ژوندۍ وي، میږيان خوري، خو کله چي مړه سي، نو میږيان یې خوري.
له یوې وني په میلونونه اورلګیت جوړیږي، مګر یو اورلګیت کولای سي په میلیونونو وني وسوزوي!
حالات هر وخت بدلیداي سي، هیڅوک مه ازاروئ او کم يې مه ګڼئ، تاسو به شاید نن ‌‌‌‌‌‌ډير پياوړي ياست مګر وخت له تاسو ‌‌‌‌‌‌ډير پياوړی دی.

#مولانا ابوالکلام ازاد

11/06/2019

يو چا د عبد الله عبدالله څخه عکاسي کړې ده چي په انګلستان کي د خپلي مجاهدي کورنۍ سره يو ګران بيي مغازې ته تللی دی. مجاهدي ښځي ور سره دي ، هغوی هم مجاهد مجاهد پتلونونه اغوستي دي. د عبدالله په لاس کي د لباسونو کڅوڼه ده چي دا د zilli مغازې ده. د دې مغازې لباسونه بيخي ګران دي. په انټرنيټي سايټ کي مي و کتل نرخونه يې په ااېرو ول خو ما افغانيو ته واړول ؛ يو نېکر يې په ۳۴ زره افعانۍ. يو د پزي دستمال يې په ۶۳ زره افغانۍ، يو ساده بوټ يې په يو لک او څلور زره افغانۍ ، يو قمر بند په څلور لکه څلوېښت زره افغانۍ او يوه د پسرلي کرتۍ په ۷ لکه څليرويشت زره افغانۍ ور کوي.
عبدالله عبدالله غوندي د شمالي ټلوالي برکټيانو په سونو مليونه ډالر د ببت الماله وړي دي. اوس يې د خرڅېدو ځای نه ور ماروميږي. قبر ته يې دوی نسي وړلای. بس دغسي په خارج کي يې ښه سم مصرفوي.
په انګلستان کي د مېشت ښاغلي محمد شريفي او نورو ملګرو څخه هيله کوم چي دغه مغازې ته ورسي چي عبدالله عبدالله سودا پکښې کړې ده. لايف دي د دغي مغازې نرخونه د غريبو افغانانو سره شريک کړي. تر څو افغانان يو څه همت پيدا کړو، حکومتونه د غلو پر ځای سمو خلګو ته ور و سپارو.
نوټ: د وېډيو لينک په کمينټ کي دی.

11/06/2019

شیبه مخکي د کندهار د ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډ ولسوالۍ د پانېزو په کلي کي د ملکي وګړو پر فیل‌‌‌‌‌‌ډر موټر چاودنه سوې، دوه ځوانان، دوې نجوني او دوه کوچني ماشومان یې وژلي.

11/06/2019

غيرت:
ماخستن و، کوټه له وړو ماشومانو ډکه وه، چا ټوخل، د چا ذګيروي ختل. په توره شپه کې د څنګ له کوټې د مور او پلار غږ راته. ښځې په خواره خوله وویل:
ـ وه سړیه، په کور کې یوه روپۍ نشته، دوې لوڼې مو ناروغه دي، وړه نه لرو، د هلک په پلاستيکي څپلکو کې د بلې يينې ځای نشته، سهار هم لوڅې پښې په اوبو پسې ووت. د ګاونډې له کوره مو تېره ورځ یوه چکۍ صابون پور کړ، نن يې دوه ځله کوچينی پسې راولېږه... آمنې بیا ژړل، ویل يې چې پلار مې مکتب ته نه پرېږدي، خير دی، په نورو نجونو خو دې سبق ونه وایه، دا یوه خو...
سړي چېغه کړه!
ـ چټياټ مه وایه! خوب ته مې پرېږده، موږ غيرت لرو.
یوې کوچينۍ خپله وړه خور وخوځوله، په خوند يې وویل:
-غيرت څه ته وايي؟
وړې نجلۍ وویل:
-نه پوهېږم.
ماشومانو ته له دېرې خوشالي تر ډېره خوب نه ورته، سهار ټول ماشومان په غيرت پسې ګرځېدل. چا خالي دسترخوان خلاص کړ، چا د وړو تش کندو ته ور منډه کړه، چا د پلار د را ځړېدلې سدرۍ تش جېبونه ولټول...چا د بورې خالي کندانۍ وڅنډله، ستړې شول، خو غيرت يې پیدا نه کړ. سپېرې شونډې، چاودې مخونه، تشې ګېډې بېرته پرېوتل.
لس بجې شوې، خو سړی لا ویده و، خرهاری يې خوت. کله کله به يې پوف کړل، ساه به يې د چنګ چنګي برېتونو پر څوکو ولګېدله.
اه غيرته، غرق دې کړو.

- احمدي صيب

10/06/2019

که ریښتیا وطنپال یاست، که ریښتیا مو د هېوادوالو دګټې لپاره عمل ته زړه کیږي، نو د اینرژیو، پیپسي ګانو، روغتیا ویجاړوونکیو رنګینو شربتونو، په درواغجنو او تېر ایستونکیو تلویزیوني اعلاناتو کې لر وبر کېدونکیو څښاکونو پرځای د خپل هېواد پریمانه او ارزانه هیندواڼې واخلﺉ!
په ودونو، رسمي او شخصي مېلمستیاو کې د ډېرو بې کیفیته پردیو تولیداتو پر ځای، خپل دسترخوان پرې ښکلی کړﺉ!
ستاسو بدن، روح، ضمیر، احساس او جېب ته به ګټه ورسوي، د دوښمنو هېوادونو د زهري کمپنیو پرځای به مو پیسې د خپل هېوادوال بزګر جېب ته ولاړې شي او (افغانۍ) به په کور دننه راوڅرخیږي.
وطنپرستي سخته تیوري نه ده، د زړه له کومي دغسې عمل غواړي.
زه پخپله همداسې کوم.
لیوال

10/06/2019

پاکستان ته د جګړې د انتقال غوښتنه:
دا امریکایی لیکوال او د چارو شنونکی مایکل روبین دی:
نوموړی وایي، افغانستان کې د جګړې د بریا لپاره باید جنګ او جګړه پاکستان ته انتقال کړل شي.
دا لیکوال په خپله یوه لیکنه کې وایي، افغانستان ته ثبات راوستل او ترهګر له منځه وړل هغه وخت امکان لري، چې پر پاکستان فشار ډېر او یا هم خپله پاکستان د جګړې له امله زیانمن شي.

10/06/2019

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالي د زمانې خوشحال خټک یم

لر او بر افغانان هر څه ویني د علي وزیر او محسن داوړ چې د پارلمان غړي هم دي غیر قانوني د ازادي د لارې بندیان شوي
پښتونخوا او نشنل عوامي پارټي. مشرانو مو هیله ده چې په پنجاب باندې تورې تیارې جوړې کړي او د خپلو مشرانو
پوښتنه وکړي

اوس وخت را رسېدلي چې کوز پښتانه د پنجاب نه استقلال واخلي
خو دا ازادي قرباني غواړي د 60 ملیونه خلکو ازادي کې که 6 لکه کسان خپل ژوند هم د لاسه ورکړي دا کم دي
د حق د لارې د کامیابي لپاره باید دقیقه طرحه او کړنلاره موجوده وي
موږ درسره یو
ستاسو د کمک غږ په انتطار یو
افغان ځوانان

09/06/2019

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لوي کندهار له بندي سویو مېله سره وکتل او وعده یې ورکړه، چي د دوی قضیه به څېړل کیږي.

09/06/2019

حکومت ته!
په کابل کي د لوی کندهار یوشمیر ځوانان په دې خاطر بندیان سوی چي موټرو یې اسناد نه درلوده.
که قانون یې باید پر ټولو یو شان تطبق سي، که سمتي خبره وي، نو حکومت د ګټي پر ځای تاوان کوي.
کله مو اوریدلي چي د موتر د اسنادو د نه لرلو په وجه خلک بندیان سوي؟
کابل د بې اسنادو موټرانو ډک دئ، دونه نر نسته چي مخه یې ونیسي، دلته یو تعداد ګل هوسه ځوانان ګرد کال اختر ته خوشحالي کوي، د مصرف پیسي ټولوي، د پلار او مشرانو څخه په ننواتو او واسطو اجازه اخلي د اختر د مېلې په موخه منظره کوي، ددې پر ځای چي جریمه سي، دوی یې زندان ته اچوي.
کابل کي د شهید د اونۍ په موخه څه انډخره جوړه یې، د مرمیو باران یې، دونه نر نسته چي ولي.
حکومته دا ډول مغرض سیاستونه به دې پایلې خرابي کړي.

Photos from ‎هلمند افغانستان−Helmand Afghanistan‎'s post 09/06/2019

د ارګ مخ کې د هغو مېرمنو روغتیایي وضعیت مخ په خرابیدو دی چې د نه خوړولو اعتصاب یې کړی دی.

Want your business to be the top-listed Government Service in Laskar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Laskar Gah
0093