31/05/2026
**خبرتیا**
*نېټه:۱۴-۱۲-۱۴۴۷ ه ق*
له ټولو هغو شرکتونو څخه چې د سړک د کانکریټ کولو پروژې لپاره یې خپل آفرونه دميدان ښار ښاروالۍ نه تر لاسه کړی دی، په درنښت غوښتنه کېږي چې د سهشنبې په ورځ په ۱۶ـ۱۲ـ۱۴۴۷ه ق نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
یاد حضور د داوطلبۍ د پروسې د شفافیت او قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره اړین دی. هیله ده ټول ګډونوال په ټاکلي وخت او ځای کې حاضر شي.
په درنښت
د میدان ښار ښاروالۍ رياست
27/05/2026
*د لوی اختر په مناسبت د میدان ښار ښاروال ملا رازمحمد فاروقي د مبارکۍ پیغام*
بسم الله الرحمن الرحیم
د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د میدان ښار ټولو درنو او قدرمنو ښاریانو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. الله تعالی دې دا مبارکې ورځې د خیر، برکت، سولې، یووالي او خوشحالۍ سبب وګرځوي او زموږ عبادتونه، قربانۍ او نېکې دې په خپل دربار کې قبول کړي.
لوی اختر د قربانۍ، ورورولۍ، ایثار او یو بل سره د مرستې عظیم درس راکوي. راځئ چې په دې مبارکو ورځو کې د خپلو بې وزلو، یتیمانو او اړمنو وروڼو لاسنیوی وکړو او د اسلامي اخوت او مهربانۍ روحیه لا پیاوړې کړو.
همدارنګه له ټولو ښاریانو څخه هیله کوم چې د اختر په ورځو کې د ښار پاکوالي، ښاري نظم او عامه تاسیساتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو زموږ ښار لا ښکلی، پاک او منظم پاتې شي.
په پای کې یو ځل بیا تاسو ټولو ته د لوی اختر مبارکي وایم، الله تعالی دې زموږ ګران هیواد او ولس ته تلپاتې سوله، امنیت او سوکالي نصیب کړي.
*په درنښت*
*د میدان ښار ښاروال*
ملا رازمحمد "فاروقي"
25/05/2026
*د داوطلبۍ خبرتیا!*
*نېټه: ۸-۱۲-۱۴۴۷ ه ق*
دمیدان ښار ښاروالۍ په پام کې لري چې د ښار د ښکلا، سرسبزۍ او ښاري نظم د لا ښه والي په موخه د کابل ـ کندهار عمومي سړک دمنځ ګلدانونو د برېښنا پایو د اعمار پروژه د آزادې داوطلبۍ له لارې عملي کړي.
په همدې اساس له ټولو واجدو شرایطو لرونکو ساختماني شرکتونو او مؤسساتو څخه غوښتنه کېږي، هغه شرکتونه چې د یادې پروژې د قرارداد اخیستلو وړتیا او علاقه لري، د اعلان د نشر له نېټې تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې دې دمیدان ښار ښاروالۍ د خدماتو او تدارکاتو مدیریت ته مراجعه وکړي، شرطنامه دې ترلاسه او د اصولو مطابق دې خپل اسناد وسپاري.
یاده پروژه د میدان ښار د ښاري ښکلا، د سړکونو د منظمې روښانتیا او د ښار د معیاري بڼې د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو ښاریانو ته ښه او مناسب ښاري چاپېریال برابر شي.
ځای: دمیدان ښار ښاروالۍ
📅 د شرطنامې ترلاسه کولو موده: د اعلان له خپرېدو څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې
په درنښت
دمیدان ښار ښاروالۍریاست
23/05/2026
*د امیرالمؤمنین حفظه الله وتعالی د (۱۴) ګڼې فرمان د تطبیق په موخه د کمېټې کړنې*
*نېټه: ۲-۳-۱۴۰۵ هجری شمسی*
د امیرالمؤمنین حفظه الله وتعالی د (۱۴) ګڼې فرمان د تطبیق په پار جوړه شوې کمېټې نن د رحیم ګل د سلطان زوی د عریضې پر اساس، هغه ساحه له نږدې وکتله چې نوموړي پکې شکایت کړی و، ګواکې د ګاونډي کور کړکۍ د ده د کور پر لور ایښودل شوې ده.
یاده کمېټه چې اړوند مسؤلین پکې شامل وو، د موضوع د دقیقې ارزونې لپاره سیمې ته ولاړه او د دواړو لورو خبرې یې واورېدې. همدارنګه د شرعي او اصولي ملاحظاتو له مخې یې د ستونزې د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړې، ترڅو د ګاونډیتوب حقوق خوندي او د ښاریانو ترمنځ ښه تفاهم رامنځته شي.
مسؤلین وایي، د امیرالمؤمنین حفظه الله وتعالی د فرمانونو عملي کول د ټولو ادارو مسؤلیت دی او هڅه کېږي چې د خلکو حقوق د عدالت او شریعت په رڼا کې خوندي وساتل شي.
18/05/2026
*📢 اړینه خبرتيا!*
*نېټه : ۱ـ۱۲-۱۴۴۷ هــــ ق*
د میدان ښار ښاروالۍ د خپل انکشافي او ښاري پراختیايي پلان له مخې غواړي د میدان ښاربازار په مربوطاتو کې پنځه ستوريز هوټل ته څیرمه د یو باب شپږ منزله تجارتي مارکېټ د جوړولو پروژه د آزادې او شفافې داوطلبۍ له لارې قرارداد ته وسپاري.
له همدې امله ټول په شرایطو برابر ساختماني شرکتونو، پانګوالو او مؤسسو ته خبر ورکول کېږي، چې که غواړي په یاده پروژه کې ګډون وکړي، نو کولای شي د اعلان د نشر له نېټې وروسته تر (۲۱) ورځو پورې د میدان ښار ښاروالۍ د خدماتو او تدارکاتو مدیریت ته مراجعه وکړي، شرط پاڼه ترلاسه او خپل آفرونه د ټاکل شویو شرایطو مطابق وسپاري.
د آفرونو سپارل باید د شرط پاڼې د شرایطو مطابق ترسره شي.
ناوخته رسېدلي او غیر اصولي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرګشایۍ پروسه به په شفاف ډول د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې ترسره کېږي.
د آفرګشایۍ غونډه به د میدان ښار ښاروالۍ د عمومي غونډو په تالار کې د شرطنامې له مهالویش سره سم تدویر شي.
د میدان ښار ښاروالۍ هڅه کوي، څو د معیاري ودانیو، منظم مارکیټونو او ښاري خدمتونو د پراختیا له لارې د ښار اقتصادي وده، ښاري نظم او د خلکو لپاره د مناسب سوداګریز چاپېریال رامنځته کولو ته زمینه برابره کړي.
پته: میدان ښار، د کابل ـ کندهار لویه لار، د ولایت مقام ترڅنګ.
*په درنښت*
*د میدان ښار ښاروالۍ رسنیز دفتر*
16/05/2026
*د نشهیي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي خبرتیا*
*نېټه: ۲۹-۱۱-۱۴۴۷ ه ق*
داسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۲۹) او (۳۱) ګڼه فرمانونو پر اساس په ټول هیواد کې د نشهیي توکو کر، تولید، قاچاق، پېر او پلور، انتقال او استعمال په مطلق ډول منع اعلان شوی دی.
نشهیي توکي نه یوازې د انسان روغتیا او راتلونکی له منځه وړي، بلکې د ټولنې امنیت، اقتصاد او د کورنیو ارامي هم زیانمنوي. له همدې امله د هر مسلمان او هیوادوال مسؤلیت دی چې د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي او د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.
له ټولو درنو ښاریانو څخه هیله کیږي چې: د نشهیي توکو له استعمال او قاچاق څخه په کلکه ډډه وکړي.
خپل اولادونه او ځوانان د دې خطرناکې پدیدې له زیانونو خبر کړي.
د مشکوکو کسانو او غیرقانوني فعالیتونو په اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
د سالمې، پاکې او امنې ټولنې په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
راځئ چې په ګډه د نشهیي توکو پر ضد مبارزه وکړو او خپل ښار او هیواد له دې ناوړه پدیدې څخه پاک وساتو.
05/05/2026
📢 *خبرتیا*
*نېټه ۱۵-۲-۱۴۰۵ هــ ش*
درنو ښاریانو!
د میدان ښار ښاروالۍ د پلان او انکشاف له مخې غواړي چې د سردار محمد داود خان پروژې په ساحه کې یو کیلومتر سرک په اساسي بڼه کانکریټ کړي.
له همدې امله، ټولو هغو شرکتونو او مؤسسو ته چې غواړي په دې پروژه کې برخه واخلي، خبر ورکول کېږي چې خپل وړاندیزونه (آفرونه) د اعلان له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د میدان ښار ښاروالۍ ریاست د خدماتو او تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
یادونه:
ناوخته رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرګشایي جلسه به د ټاکل شوې نېټې سره سم د میدان ښار ښاروالۍ ریاست کې ترسره شي.
پته: میدان ښار، د کابل-کندهار عمومي سړک، د ولایت مقام څنګ ته
*په درنښت*
*د میدان ښار ښاروالۍ ریاست*
03/05/2026
*د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا او دود کولو ارزښت*
*نېټه:۱۶-۱۱-۱۴۴۷ هــ ق*
درنو ښاریانو!
ښاري فرهنګ د یو پرمختللي، پاک او منظم ښار بنسټ جوړوي. که غواړو چې خپل ښار ښکلی، خوندي او د ژوند لپاره مناسب وي، نو لازمه ده چې ټول په ګډه د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړو.
۱- د سړکونو او عامه ځایونو پاک ساتل زموږ ګډ مسؤلیت دی
۲- کثافات باید په ټاکلو ځایونو کې واچول شي
۳- د ترافیکي اصولو مراعات د هر ښاري وجیبه ده
۴- د عامه تاسیساتو ساتنه زموږ د ښار د پرمختګ نښه ده
۵ یو بل ته درناوی او ښېګڼه د ښاري ژوند ښکلا ده
راځئ چې د یو بافرهنګه ښار د جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړو او خپل ښار د ټولو لپاره یو ارام او پاک چاپېریال وګرځوو.
په درناوي
*دمیدان ښار ښاروالۍ ریاست*
30/04/2026
*د دوهم ځل لپاره د ازادی مزایدی خبرتیا*
*نېټه : ۱۳-۱۱-۱۴۴۷هــ ق*
د میدان ښار ښاروالۍ ریاست په پام کې لري ترڅو دمیدان ښار ښاروالۍ ریاست په محدوده کې دخپلو بیلبوردونو، اعلاناتو او اشتهاراتو د محصول راټولولو تړون د درېو کلونو لپاره د آزادی مزایدي په بڼه په قرار داد ورکړي ټول هغه شرکتونه ، موسسات ،افراد او اشخاص چې دې قرار داد غوښنته لري د دغه اعلان دنشر له نېتې څخه تر اووه (۷) کاري ورځو پوري د میدان ښار ښاروالۍ ریاست دخدماتو او تدراکاتو مديریت څخه شرطنامه ترلاسه کړئ دګډون کوونکو څخه د مزایدی تضمین اخیستل کېږي
21/04/2026
*د میدان ښار ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه*
*نېټه ۴-۱۱-۱۴۴۷ ه ق*
د میدان ښار ښاروالۍ اداري غونډه د ښاروال ملا رازمحمد فاروقي په مشری ترسره شوه. دغه غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو بحثونه وشول، چې د چارو د لا ښه تنظیم او سمون په موخه څلور بېلابېلې کمېټې جوړې شوې. په دغو کمېټو کې د ښاري تخلفاتو کمېټه، د ښاري نظم کمېټه، د ملکیتونو د اسنادو د ارزونې کمېټه او د صفایۍ او قرضونو کمېټه شاملې دي.
ټاکل شوې ده چې یادې کمېټې به په اوونیز ډول خپل راپورونه د ښاروالۍ له مقام سره شریکوي، تر څو چارې په منظم ډول تعقیب او ارزول شي.
همدارنګه، ښاروال ټولو اړوندو مدیریتونو ته سپارښتنه وکړه چې د مرکز له لوري د داخلي او عالي تفتیش ټولې لارښوونې او سپارښتنې په ټاکلي وخت عملي کړي، تر څو اداري چارې لا اغېزمنې او شفافې شي.