04/02/2021
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي ددې ولایت له ولسونو او د ادارو له مسوولینو سره مخه ښه وکړه
زمونږ ښار زمونږ هیلی
04/02/2021
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي ددې ولایت له ولسونو او د ادارو له مسوولینو سره مخه ښه وکړه
03/02/2021
په مهترلام ښار کې د شاپنګمال ستر سوداګریز مارکیټ ګټنې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه ستر سوداګریز مارکیټ د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د یو دیرش ملیونه افغانیو په ارزښت، د یو نیم کال په موده کې جوړ شوی، نن یې رغنیزې چارې بشپړې او د ولایت د مرستیالې اغلې بریښنا صافۍ، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي او د یو شمیر رئیسانو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو، مشورتي بورد غړو او ځوانانو په لاسونو ګټنې اخستنې ته وسپارل شو.
یاد ستر سوداګریز په دوه پوړونو کې په عصري بڼه د یو نیم کال په موده کې جوړ شوی، معیاري دفتري خونې، میله خونې، سوداګریزه برخې خونې او عصري خوړنځایونه لري، چې د لغمان ولایت یې ځانګړې ښکلا ور بښلې ده.
ددغې مارکیټ په پرانستې سره به د مهترلام ښاریانو ته په سوداګریزه برخه کې ډیرې اسانتیاوې برابرې شي او ډیر ځوانان او اصناف به پکې په کار بوخت شي.
مهترلام ښاروالۍ ژمنه ده، تر څو ولس ته په چوپړ کې پاتې شي.
#نوټ: د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د لغمان ولسونو ته ددغه ستر سوداګریز مارکیټ د پرانستې په مراسمو کې وویل: ما تر خپله وسه د لغمان په خاص ډول د مهترلام ښار لپاره کار وکړ او نن ورته په کاري وروستۍ ورځ دغه ستر سوداګریز مارکیټ پرانسته کوم، د یو لغماني په صفت کاري دندې اخوا هم د لغمان د ولسونو خادم یم.
۱۳۹۹/۱۱/۱۵
03/02/2021
مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي ددې ولایت له ولسونو او د ادارو له مسوولینو سره مخه ښه وکړه.
نن د چهارشنبې په ورځ د دلوې په ۱۵ نېټه د یوې ځانګړې غونډې پرمهال چې په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ، دملي امنیت رئیس ډګروال محمود صمیمي، د ختیځ همغږۍ جرګې مشر غفور احمد جاوید د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، د ګذر وکیلانو، ځوانانو، مدني فعالانو او یو شمېر ښاریانو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د ښاروالۍ مشورتي شورا مرستیال معلم تورجان د مهترلام پخواني ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د ترسره کړو چارو د ستاینې سربېره، ښاري پراختیا، نوي مارکېټونو جوړښت او ګڼو نورو برخو کې ښاریانو ته سهولیتونه برابر کړي دي.
د ګذر وکیلانو په استازوالۍ مولوي شریف الله، د ولسي ملاتړ برنامې مسوول فیضان الله پټان، دښاروالۍ د ځوانانو مشورتي بورډ غړي محب الرحمن مالیار، د شهامت ټولنې مشر عبدالفرید سیلاني، د ختیځ همغږۍ جرګې مشر غفور احمد جاوید او یو شمېر نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې د مهترلام پخوانی ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزی په خپلو ټولو چارو کې بریالی، نوښتګر او هڅاند ځوان یاد کړ.
دوی وویل چې د ښار پراخوالي، پاکوالي، سرسبزۍ، فرهنګي او ټولنیزو ناستو، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، عوایدو پراخوالي او ګڼو نورو برخو کې د مهترلام پخواني ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي ډیری هڅې ترسره کړي دي.
په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ تغیر او تبدیل د ښې حکومتوالۍ یو مهم اصل یاد کړ چې له امله یې په یوه مکتوب یو تن بل ته خپله څوکۍ سپاري.
هغې وویل د مهترلام ښار لپاره کار شوی خو ولې لازمه ده چې همدومره کار په فکري رغونه هم ترسره شي.
د ولایت مرستیالې دغه راز د مهترلام له ښاریانو غوښتنه وکړه چې نوي ښاروال سره هم په ټولو چارو کې همکاري ترسره کړي.
د مهترلام پخواني ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د خپلو ترسره کړو څلورکاله او څلور میاشتو ماموریت لنډ ګزارش شریک او یادونه یې وکړه چې په تېرو درې کلونو کې مهترلام ښاروالۍ د هېواد په کچه لومړۍ مقام ګټلی دی.
ښاغلي الکوزي د تشویقي بودیجې، د ولایتي او مرکزي حکومت پآملرنه، د ولسونو همکاري او نورو ټولو برخو کې د مسوولینو د پاملرنې څخه مننه وکړه.
هغه زیاتوي: دغه راز له ټولو ښاریانو او ښاروالۍ له مامورینو غوښتنه وکړه چې له نوي ښاروال سره دې هم هر اړخیزه همکاري ترسره ترڅو ترسره کړي چارې حفظ او لا زیات کار شوی اوسي.
ننۍ ستره ولسي غونډه د لغمان د یو شمیر چارواکو او ولسي مشرانو، قومي سپین ږیرو، ځوانانو او فرهنګیانو له لوري د پخواني ښاروال ښاغلي الکوزي ته د اعزاز د دستار په تړلو او د ستاینلیکونو په ورکړه پای ته ورسېده.
31/01/2021
د مهترلام او زرنج ښارونو ترمنځ د ښاري خویندو د هوکړه لیک د عملي کولو کمېټې د ۱۴۰۰ مالي کال د پلان د تطبیق لپاره لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته نن یکشنبه د سلواغې (دلو) د میاشتې په ۱۲ نېټه د لغمان ولایت مرستیال او د ښاري خویندو د کمېټې رئیس ښاغلی الحاج شهزاده مظلومیار په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د یادې کمېټې غړو پکې ګډون کړی ؤ.
مرستیال والي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښاري خویندو د اهمیت، هدف او د ښاري خویندو د هوکړه لیک د ګټو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ رئیس ښاغلی محمد جمیل خوشحال د Sister City په اهمیت خبرې وکړې، او دا موضوع یې د وزارت سره هم شریکه کړېده ترڅو د نیمروز ولایت ته د بیرو د نیالګیو د انتقال په برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي.
د اطلاعات او فرهنګ رئیس ښاغلی اورنګ صمیم په لغمان کې د مشاعرې تابیا نیول او د نیمروز د شاعرانو حضوري یا آنلاین ګډون لپاره به زمینه مساعده کړي، همدارنګه د لغمان د فرهنګي شخصیت نوم به اداري مجلس ته وړاندیز کړي، ترڅو د نیمروز ولایت زرنج ښار کې یو واټ پرې ونومول شي. او همدارنګه د نیمروز ولایت اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه به د یاد ولایت د فرهنګي شخصیت د نوم غوښتنه به وکړي چې مهترلام ښار کې یو واټ یې پر نوم ونومول شي.
د لغمان ولایت نقاشانو څخه به د لغمان د تاريخي آثارو نقاشي غوښتنه وکړي ترڅو د نیمروز ولایت اطلاعات او فرهنګ ریاست ته یې ډالۍ کړي. ورپسې د غونډې ګډونوالو هر یو پخپله برخه کې د ښاري خویندو (خواهر شهري) په برخه کې خپل وړاندیزونه او هغه چارو په اړه چې دوي پورې اړوند دي خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د مهترلام ښاروالۍ په استازولي انجینر ذبیح الله حمیدي د یادو برنامو د عملي کولو په برخه کې د غونډې ګډونوالو ته د مهترلام ښاروالۍ د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
په درنښت
۱۲/۱۱/۱۳۹۹
www.mehterlam.gov.af
28/01/2021
لغمان والي د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوی رئيس څخه وغوښتل، چې د دې ولايت د وهمه درجه امتيازاتو ترڅنګ دې غوښتل شويو ولسواليو په منظورۍ کې همکاري وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه د سلواغې پر ۹ نېټه د يوې سترې ولسي غونډې په جريان کې وکړې، چې پرمهال يې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئيس شميم خان کټوازي ورسره راغلي مل پلاوي، لغمان والي رحمت الله يارمل، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، د مرکز او ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
لغمان والي رحمت الله يارمل مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغه مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې کاري سفر وکړ.
نوموړي د لغمان ولايت د امنيتي او انکشافي برخو په اړه هر اړخيزه معلومات د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوی رئيس سره شريک کړل.
هغه وويل له ټولو امنيتي او ملکي ادارو سره ښه همغږي لري او په وخت د ولسونو ستونزو ته د حل په موخه رسيدګي کوي.
لغمان والي وویل ددې ولایت ولسونو تل د خپل هېواد، حکومت، نظام، خاورې او ناموس څخه په کلکه دفاع کړې.
ښاغلي يارمل د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوی رئيس څخه وغوښتل، چې دې ولايت ته د دوهمې درجې امتيازاتو ورکول، د ولسواليو ډېرول او په مرکزي اداره کې د لغمان ځوانانو ته د کار د زميني په برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي.
ورپسې د ولايتي شورا په استازولۍ د دې شورا رئيس عتيق الله عبدالرحميزي د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رئيس څخه وغوښتل، چې د دايمي اوربند او تل پاتې سولې د راوستلو په برخه کې دې ولايتي ادارې ته صلاحيتونه ورکړي.
بلخوا بيا مهترلام ښارول نظيف الله الکوزي د کارموندنې(EZ_KAR) د پروژې په اړه هر اړخيزه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.
هغه د مهترلام ښاروالۍ د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخيزه معلومات د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سره شريک کړل.
ورپسې هېواد د کارموندنې (EZ_KAR) د برنامې مسوول نجيب اميري وويل نن به په لغمان ولايت کې د کارموندنې برنامه رسماً پرانيزي او د دې پروژې په تطبيق سره به لغمان لا سمسور او ښکلی کړي.
هغه وويل د دې پروژې په تطبيق سره به ۲۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د لغمان ولايت عوايد به هم ورسره لوړ شي.
اميري وويل د دې پروژې د تطبيق مسووليت د لغمان والي تر رهبرۍ لاندې د مهترلام ښاروالۍ په غاړه ده.
بلخوا بيا د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورډ په استازولۍ معلم تورجان، د قومي مشرانو په استازولۍ حاجي اشرف، شاه مرد خان، د ځوانانو په استازولۍ استاد عمران الله خنجر هم د لغمان د ولسونو ستونزې غوښتنې او وړانديزونه د سیمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوی رئيس سره شريک کړل.
دوی د ښې حکومتوالۍ، لغمان ته د دوهمه درجه امتيازات ورکول، د ولسواليو زيات او په مرکز کې د دې ولايت ځوانانو ته د کار زميني برابرولو په برخه کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رئيس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئيس شميم خان کټوازي د لغمان والي او د دې ولايت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې ده ته يې تود هرکلی وويلې.
هغه وويل لغمان ولايت ته يې د سفر موخه د حکومتدارۍ ارزونه، د کارموندنې (EZ_KAR) برنامې پرانيستل او د ولسونو ستونزې د حل په موخه مخامخ اوريدل وو.
نوموړي وويل لغمان ولايت کې د کارموندنې (EZ_KAR) برنامې ته ۲۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې د ښه تطبيق په صورت کې به يې به بوديجه کې لا ډېروالی راشي.
ښاغلي کټوازي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس ته دنده وسپارله، چې د دې ولايت لپاره نوې غوښتل شوې ولسوالۍ د منظورۍ په موخه رئيس جمهور ته پېشنهاد کړي.
هغه وويل د شاهي کانال پروژې، چې د لغمان ولايت لپاره يو له خورا مهمو پورژو څخه ده کارونه يې په چټکۍ سره روان دي او ډېر ژر به يې د دوهم لاټ کارونه هم شروع شي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئيس وويل د شهيدانو د ورثو د ستونزو د حل لپاره يې په يوې نوې طرحې کار کړی او د دوی د کورنيو غړيو لپاره به جوړ شوي اپارتمانونه په واک کې ورکړي.
نوموړي د لغمان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د برېښنا، د ولسواليو د نښلولو په موخه د پُلونو د جوړولو، سربندنو د جوړولو او نورې غوښتنې به يې د حل په موخه د اړونده ادارو سره شريک کړي.
ښاغلي کټوازي د لغمان ولسونو ته په خطاب کې وويل(( د سولې په برخه کې يې ولايتي ادارې ته پوره صلاحتيونه ورکړي تو تاسو کولای شئ، چې د دايمي اوربند او تل پاتې سولې په موخه خپلې جوړې کړې طرحې د ولايتي ادارې سره شريکې کړې.))
د غونډې په پای کې د لغمان والي او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئيس شميم خان کټوازي ته د عزاز پګړۍ ور پسر او چمتو کړې ډالۍ ورکړل شوې.
۱۳۹۹/۱۱/۹
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر
28/01/2021
د لغمان په مرکز مهترلام کې د ۲۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کارموندنې (EZ_KAR) برنامه رسماً پرانيستل شوه.
نن د پنچشنبې په ورځ د دلوې په ۹ نېټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئيس شمیم خان کټوازي لغمان کې د کارموندنې (EZ_KAR) پروژې پرانېسته وکړه.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئيس شمیم خان کټوازي، لغمان والي رحمت الله یارمل، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او لغمان مېشتو ولسونو ګډون کړی وو.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئيس شميم خان کټوازي وويل لغمان ولايت کې د کارموندنې (EZ_KAR) برنامې ته ۲۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې د ښاروالیو د معینیت له لارښوونو سره سم به د مهترلام ښاروالۍ سره په ګډه مرسته لغمان کې ښه تطبیق شي، د ښه تطبيق په صورت کې به يې به بوديجه کې لا ډېروالی راشي.
هغه وويل د دې پروژې په تطبيق سره به ۲۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د لغمان ولايت عوايد به هم ورسره لوړ شي.
نوموړي د لغمان ولسونو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل، چې د کارموندنې (EZ_KAR) پروژې له تطبیق څخه په ښه ډول څارنه وکړي.
هغه دغه راز وویل، چې یاد پروګرام به د ۳۰ شوراګانو او شپږو ګذرونو له لارې په مرکز مهترلام کې پلی کیږي، چې په تطبيق سره به يې د نورو ښارونو ترڅنګ د داخلي بې ځایه شویو او له بهر څخه راستانه شویو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
ښاغلي کټوازي په لغمان کې ترسره شوي فعالیتونه مثبت وارزول او ویې ویل چې په مهترلام کې به د کارموندنې پروګرام له لارې ۵۰ پروژې پلي شي.
په ورته مهال لغمان والي رحمت الله يارمل د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوی رئيس شميم خان کټوازي څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې د کارموندنې (EZ_KAR) برنامه پرنيستله.
ښاغلي يارمل وويل د دې برنامې په تطبيق سره به د لغمان ولايت په انکشافي بڼه کې ستر بدلون رامنځته شي او ډېری ځوانانو ته به هم د کار زمينه برابره شي.
۱۳۹۹/۱۱/۹
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر
28/01/2021
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي مشر شمیم خان کټوازی لغمان ولایت ته د کارموندنې پروژې د پرانیستې په موخه راورسید.
ښاغلي کټوازي ته د لغمان والي رحمت الله یارمل او ولسونو له لوري تود هرکلی وویل شوو.
نوموړي سره په افغانستان کې د کارموندنې او ولسي تړون ملي پروګرامونو مسوول عبدالباري احمدزی او یو شمېر نور مسوولین هم برخه وال دي.
ښاغلی کټوازی به دغه راز په یوې سترې ولسي غونډه کې ددې ولایت د مسوولینو او ولسونو سره هم برخه وال شي او د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه به مخامخ واوري.
نور وروسته....
25/01/2021
مهترلام ښاروال د اتفاق کلي د سپین ږیرو ستونزې له هغوۍ سره په یوه ناسته کې له نږدې واوریدلې
د اتفاق کلي چې د شرقي شهرنو پورې اړوند دی مشرانو یې د خپلو اجتماعي ستونزو د حل په تړاو له مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي سره ناسته درلوده .
لومړی یادومشرانو ته د ښاروالۍ د رهبري له لوري ښه راغلاست وویل شو چې وروسته یادو مشرانو په خپله سیمه کې پرتو ستونزو ته اشاره وکړه اوهمدارنګه یې د مهترلام ښاروالۍ څخه غوښتنه وکړه تر څو د یاد کلي سرکونه چې ناهمواره دي د خپلې ماشینري په وسیله د هغه د هوارولو کارونه شروع کړي.
ورپسې مهترلام ښاروال ددې کلي سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل :مهترلام ښاروالۍ هڅه کوي ترڅو د ښار په ټولو برخو کې متوازن انکشاف رامنځ ته شي او ستاسو ستونزو ته به رسیدګي وشي او د سرکونو هموارکاري به هم په یاده سیمه کې شروع شي چې راغلو مشرانو د ښاروالۍ له فعالیتونو خپل ملاتړ څرګند کړ اود هر راز مرستې ډاډ یې ورکړ.
په درنښت
www.mehterlam.gov.af
24/01/2021
د مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي په مشرۍ د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه .
نن یکشنبه د دلوې په پینځمه نیټه دمهترلام ښاروالۍ اداري ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو.
پرانیستونکې وینا مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي وکړه ټولو ته د ښه راغلاست ویلوترڅنګ د تیرو ورکړل شویو دندو ګزارش له مربوطه امریتونو څخه وغوښت
ورپسې ټولو امریتونو د سپارل شویو دندو په تړاو کومې چې تکمیل شوې او نور یې د تکمیلیدو په حالت کې دي مهترلام ښاروال ته معلومات ورکړ چې دمهترلام ښاروال له لوري ورته سپارښتنه وشوه ترڅو پاتې نورې دندې هم هر څه ژر خلاصې کړي مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي د مهترلام ښار په درې انکشافي زونونو (لومړئ ناحیه لومړئ انکشافي زون، دوهمه، دریېمه او څلورمه ناحیه دوهم انکشافي زون، پنځمه ناحیه دریېم انکشافي زون) ډلبندي کړاو هري ناحې ته دنده ورکړل شوه تر څو یو ټیم رامنځ ته کړي او هغه کورونه چې له سروی څخه پاتي شوې باید ژر ترژره سروې کړل شې.
همدارنګه د ښاري حکومتولي آمریت لخوا اداري مجلس ته د کمېټو د تشکیل وړاندیز وشو، او د مهترلام ښاروال لخوا هرې کمېټې ته وړ او مسلکي کسان معرفي شول.
په پای کې مهترلام ښاروال ټول پرسونل ته سپارښتنه وکړه تر څو د حاضري او کاري وخت پوره پابند وي او خپل سپارل شوې دندې د خلکو د خدمت په موخه په پوره صداقت سره ترسره کړي چې په تړاو یې د ټولو مدیرانو او مامورینو له لوري دمهترلام ښاروالۍ رهبري ته ډاډ ورکړ شو او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده
په درنښت
۵/۱۱/۱۳۹۹
www.mehterlam.gov.af