روښان صافى

روښان صافى

Share

ولس ته صادقانه خدمت

10/06/2023

*لغمان باختر*
لغمان مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوه

شنبه/ د جوزا ۲۰ مه

لغمان ولایت کې د قمر خیریه بنسټ له لوري ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوه، یادو کورنیو پخوا تردې پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی نه درلوده، چې اوس ورته د څاه ګانو په کیندلو سره پاکې اوبه برابرې شوې.

د یاد بنسټ ولایتي مسؤل استاد مراد منلي باختر اژانس ته وویل چې د خپلو خیریه برنامو په لړ کې یې د څاه ګانو د کیندلو پروسه هم پیل کړه چې تازه یې د لغمان مرکز اړوند شلټک، او د قرغیو ولسوالۍ په الم اباد، قاضي قلا او کریم اباد سیمو کې څاه ګانې وکیندلې چې ۳۰۰ کورنۍ به ترې په مستقیم ډول برخمنې شي.

د یادونې وړ ده چې دغه بنسټ له دې مخکې هم لغمان کې د مساجدو جوړولو او څاه ګانو د کیندلو سربیره مختلفو برخو کې مرستې کړي دي.

09/08/2021

پاکستان د سيمې لپاره ناسور او د تروریزم مرکز دی، مونږ یې تحریم غواړو!

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 05/08/2021

دلغمان ولایت مرستیالې د مرکز اړوند کوټه تور د سیمې ولسونو د ستونزې حل لپاره یوه پلاوي ته دنده وسپارله ترڅو د ځمکې د استملاک موضوع په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

دلغمان ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ په داسې حال نن د مرکز اړوند کوټه تور د سیمې اوسیدونکو ستونزې د حل په موخه واوریدې چې پرمهال یې یو شمېر مسوولینو هم شتون درلوده.

هغې دغه راز د یادې سیمې د راغلو ولسونو ستونزې حل لپاره یوه پلاوي ته دنده وسپارله ترڅو د رهایشي نمرو د عدم استملاک په اړه هر اړخیز ګزارش چمتو او د وروستۍ پریکړې په موخه یې ولایت مقام سره شریک کړي.

اغلې ساپۍ ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره د ولسونو کور دی او په پوره ژمنتیا سره به د ولسونو ټولو ستونزو حل ته رسیدګي کیږي.
۱۴۰۰/۵/۱۳
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 05/08/2021

دلغمان ولایت مرستیالې په مشرۍ دالیشنګ او دولت شاه ولسوالۍ دښوونکو دښارګوټو ټولنیزې ستونزې دحل په موخه دمسوولینو او دسیمې دخلکو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

نن دچهارشنبې په ورځ دلغمان ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ په مشرۍ دیو شمېر ادارو مسوولینو دالیشنګ او دولت شاه ولسوالۍ دښوونکو دښارګوټي ستونزې دحل په موخه دباغ مرزا، چهاردهي، کله کوټ او حېدر خانیو دسیمې له مشرانو سره ګډه ناسته ترسره شوه.

دپوهنې رئیس عبدالله حمیدي دښوونکو دښارګوټو دستونزو اړوند معلومات شریک او یادونه یي وکړه چې دجلالتماب جمهور رئیس دحکم مطابق باید ټولو ښوونکو ته یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

دښوونکو استازو هم خپلې ستونزې او مجبوریتونه شریک او په دغه برخه کې یي دخپل حق غوښتنه وکړه.

دقضايي دولت امر او دښارجوړونې او ځمکوالۍ رئیس یادونه وکړه چې په دغه برخه کې دعالي مقام حکم تطبیق کیږي او هرڅوک یي چې مانع کیږي ښکاره ده چې قانون نقض کوي.

دلغمان ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ د ښوونکو په ارزښت او منزلت د هر اړخیزو خبرو سربېره د نظریاتو له اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې دغې ستونزې حل لپاره به لا زیاته هڅه وکړي.

هغې ډاډ ورکړ چې دسیمې له اوسیدونکو سره د دوامداره ناستو سره به دې مسلې ته دحل یوه مناسبه لاره پیدا کړي.
۱۴۰۰/۵/۱۳
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 17/07/2021

دلغمان والي: د اختر په شپو ورځو کې دې د هرې ادارې مسوول د خپل ملي مسوولیت له مخې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ اوستاینې په موخه بېلا بېل پروګرامونه ترسره کړي.

نن د شنبې په ورځ د لغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي په مشرۍ د اداري مجلس ناسته ترسره شوه چې پرمهال یې د ولایت مرستیالانو، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی وو.

پرانیستونکي او لارښوونکې وینا، په اداري مجلس کې د معلولینو د شورا مشر د ناظر په توګه د منلو وړاندیز او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اړوند د انکشافي شوراګانو له لوري د بې ځایه شویو زیات شمېر له امله مرسته کوونکې موسیسو د ستونزو په باب وړاندیزد اداري مجلس له مهمو موضوعاتو څخه ول.

دلغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې د ښه کېدو په حال کې دی او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په هڅو او قربانیو سره دښمن سخت ځپل شوی دی.

هغه د ټولو ادارو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په اداري او نورو مجالسو کې دې د هرې ادارې لومړی درجه کس اشتراک وکړي.

ښاغلي واحدزي زیاته کړه.: (( راتلونکی لوی اختر چې د سرتیري د اختر په نوم نومول شوی د هرې ادارې مسوول دې د خپلو ملي او امنیتي ځواکونو د ستاینې، ملاتړ او هڅونې په موخه د دوی نږدې پوستو ته ولاړ او دوی دې ونازوي، ځکه دا اتلان پر موږه او تاسې ټولو ډیر حق لري.))

دغه راز نوموړي د اداري مجلس ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې لغمان لا زیات کار ته اړتیا لري او هیله ده چې د یوه مشترک ټیم په څېرد اسلامي او ملي مسوولیت له مخې خپل کارونه لا ګړندۍ کړئ.

لغمان والي ښاغلي واحدزي دغه راز د ولایت د مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي په مشرۍ د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو په سیمه کې دخپل سرو ودانیو د مخنیوي او ړنګیدو په موخه د کډوالو، ښارجوړونې او ځمکوالۍ، عدلیي، څارنوالۍ، د قرغیو ولسوال اوښاروال په شمول یوه ګډ پلاوي ته دنده وسپارله ترڅو د ورځې ترپایه په دې اړه کړنې ترسره او د اجراتو ګزارش شریک کړي.

د اجنډا مطابق په PDC ناستو کې د معلولینو د یوه استازي د ناظر په توګه د منلو پریکړه وشوه او دغه راز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس زیاته کړه چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې تر درې زرو پورې داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د خوارکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوې ده.

د ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ د بې ځایه شویوسره د مرستو په پخوانیو میکانیزمونو هر اړخیز معلومات شریک او غوښتنه یې وکړه چې د لیستونو په شفافیت دې جدي کار وشي.

په ورته مهال د ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي هم په خپل وار د بې ځایه شویو کورنیوته د رسیدو په برخه کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

د اداري مجلس په دې ناسته کې د لغمان والي له لوري مسوولینو ته په بېلا بېلو برخو کې لازم هدایتونه هم ورکړل شول.
۱۴۰۰/۴/۲۶
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 03/07/2021

لغمان والي: ټولې ادارې دې په دوه اونیو کې د مامورینو حاضري الکترونیکي کړي او وروستی ګزارش دې د اداري مجلس ناستې سره شریک کړي.

نن د شنبې په ورځ د لغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي په مشرۍ د اداري مجلس ناسته ترسره شوه چې پرمهال یې د ولایت مرستیالانو، د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی وو.

پرانیستونکې او لارښوونکې وینا، د لغمان ولایت اړوند د اداراتو ضرورتونه او طلبات، د کابل ـــ جلال اباد لوی لارې د نوري فایبر ادارې د خپل سره کېدنود مخنیوي په اړه لارښوونې، د کرنې اومالدارۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو امریت له لوري د روان مالي کال د ترسره کړو چارو، روانو او راتلونکو پلانونو اړوند چمتو کړي پرزنټیشنونه وړاندې شول.

په پیل کې د لغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي د دې ولایت د امنیت په برخه کې دترسره شویو اقداماتو د یادونې سربېره وویل چې روانه اونۍ د امنیت په برخه کې لغمان ته ښه زیرې ولري.

هغه وویل، چې د مرکزي حکومت له لوري یې ژمنه ترلاسه کړي چې د انکشاف په برخه کې به یو پکیچ چمتو او جلالتماب جمهور رئیس له لوري به یې ژر منظوري ترلاسه کړي.

هغه ادارو ته لارښوونه وکړه چې خپلې باقیدارۍ دې ژر تحویل او بلې ناستې ته دې د اجراتو ګزارش وړاندې کړي.

د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال د خپلو ترسره کړو،روانو او راتلونکو چارو اړوند د یوه پرزنټیشن له لارې معلومات شریک کړل.

هغه وویل دوی د حاصلاتو زیاتوالي، د ارزښت لرونکو نباتاتو پیژندنې،د حیواني نسل اصلاح، ترویج او سرسبزۍ،ځنګلاتو ایجاد او رغونه او نورو برخو کې خپلې چارې مخته وړي.

نوموړي وویل چې ۷۷ د ځنګلاتو قوریه جات یې جوړ کړي او د مصنوعي ځنګلاتو په برخه کې یې د بیري ګڼ ځنګلونه جوړ کړي او دغه راز یې کونړ، نیمروز، کندها ته هم د بیرې بوټي لیږلي دي.

هغه زیاته کړه چې ۱۳۹۹ مالي کال کې یې ۳۹۰ میلیونه بودیجه مصرف کړې او ۱۹۰ د پیازو زخیرې یې ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

د کرنې رئیس زیاته کړه چې ۲۰۰ کورنیو ته یې د پروسس وسایل او د سبزیجاتو مرکزونه جوړ کړي دي.

نوموړي دغه راز د لومړیتوبونو له مخې د بیرې ځنګلونو ایجاد، د اچارو او مربع د کارخونو جوړیدو لپاره د ځمکو د ورکړې، د بزګرو د اتحادیو پیاوړي کول، د سولري واټرپمپونو جوړول، په خېروخېلو سیمه کې د سبزیجاتو او میوه جاتو د سیمه ییز مارکېټ جوړول، ۹۰۰۰ هکتاره ځمکو کې د سبزیجاتو کرل او ګڼو نورو برخو کې خپل لومړیتوبونه او راتلونکي پلانونه شریک کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محمد همایون شمس دغه راز د خپل پرزنټیشن په وړاندې کولو سره یادونه وکړه چې اوس مهال ۵۲ سلنه دولتي مامورین کمپیوټر ته لاس رسی لري او ۲۷ سلنه مامورین انټرنیټ په اداراتو کې استعماله وي.

نوموړي زیاته کړه چې ۱۶ دولتي لیسې وایک مکس سیتم سره وصل دي او هڅه کیږي چې په دغه برخه کې نور پرمختګ هم وشي.

هغه وایي چې په لغمان کې ۵۲ کیلو متره ادارې له انټرنیټ سره وصل دي او ۲۱۰ کیلومتره نوري فایبر غځول شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس زیاته کړه چې په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د کمپیوټر د زده کړې مرکزونه لري چې معلولین، دشهیدانو وارثین، دولتي مامورین او ښځینه پکې په وړیا ډول زده کړې کولای شي.

نوموړي زیاته کړه چې د مستوفیت له لوري د روان کال د عوایدو ورکړل شوی هدف یې تر نیمایي رسولی دی او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره یې تر اوسه ۱۲ برنامي ترسره کړي دي.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ رئیس وویل راتلونکي لپاره په پلان کې لري چې د ادارو حاضري او مواصلات انلاین، د ټکنالوجۍ وسایلو لپاره د معیاري ورکشاپ جوړول او نورو برخو کې خپلې چارې ګړندۍ کړي.

دغه راز د شهیدانو او معلولینو د چارو امر بشیراحمد حق پال هم د خپلې ادارې لاسته راوړنې، پیل چارې او راتلونکي پلانونه شریک کړي.

هغه وویل چې په روان کال کې دبېلا بېلو ادارو څخه جوړ شوي ګډ کمېسیون له لوري د ۴۳۳۳ معلولینو اسناد څېړل شوي چې ۲۳۸۹ تنو اسناد تاید شوي او اوس مهال له حقوقو برخمن دي چې په دغه پروسه کې یې ۲۱ میلیونه افغانۍ دولت ته سپما کړي دي.

نوموړي وویل د ۳۳۰ تنو نظامي معلولینو اسناد یې مرکز ته لیږلي او مرکز کې تر څېړنې لاندې دي.

حق پال زیاته کړه چې ۴۰۰۰ کورنیو ته د دوی حقوق ور رسیدلي او پاتې نورو ته به هم ور سیږي.

د شهیدانو او معلولینو د چارو امر وایي، چې د کمک موسیسې ۱۰۴ کورنۍ تدر تداوۍ لاندې دي او دغه راز یې ۸۰۱ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړې ده.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو شمېر ته په کتو د امکاناتو د زیاتوالي، د کمېسیون د غړو پروخت حاضري، د معلولینو او شهیدانو د هستوګنیزو نمرو ستونزې او ګڼ نور مسایل شریک کړي چې په حل کې باید ولایتي او مرکزي اداره ورسره همکاري وکړي.

دلغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي د ادارو له مسوولینو مننه وکړه چې خپل پرزنټیشنونه په منظم ډول وړاندې کوي او د چارو د بهبود په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

نوموړي د برېښنا امریت ته لارښوونه وکړه چې هرې ادارې د برق بیل نه وي تحویل کړی برېښنا دې پرې قطعه کړي، ترڅو قانون په ټولو یو شان پلی شوی اوسي.

هغه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د نوي فایبر له لوري د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د غیر قانوني کېندنو د مخنیوي په موخه د ولایت د مرستیال په مشرۍ د اقتصاد، ښارجوړونې او ځمکولۍ، فواید عامې،قرغیو ولسوال او ښاروال، کلیو بیارغونې او پراختیا او د اترا ادارې له لوري د ګډ پلاوي له لوري یاده موضوع وڅېړل شي او د سړک شولډرونه دې بېرته له سره پرې جوړ او په دې اړه د کړنو وروستی ګزارش د ولایت له رهبري سره شریک کړي.

دغه راز د ښاروال، چاپیریال ساتنې، عامې روغتیا او کرنې ریاست مسوولینو ته دنده ورکړه چې په ښار کې د کیمیاوي درملو هټیو لپاره ځانګړی ځای وټاکي.

د لغمان والي دغه راز ټولو ادارو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې د مامورینو حاضري بایومټریک کړي.

هغه دغه راز د د شهیدانو او معلولینو د اسنادو د بررسۍ په موخه د ټاکل شوي هئیت د کړنو د جدیت غوښتنه وکړه.

ښاغلي واحدي د کلیو بیارغونې اوپراختیا نوی رئیس اصغر ځاځي هم د اداري مجلس ناسې ګډونوالو ته ور وپیژانده.
۱۴۰۰/۴/۱۲
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 01/07/2021

د لغمان ولايت د مرستيال په مشرۍ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د وړتيا لوړولو اوسمبالتیا کمېټې ناسته ترسره شوه.

د ولايت مرستيال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي وايي ټولې ادارې دې د وړتيا لوړونې په برخه کې خپل لومړيتوبونه او ضرورتونه د ولايت مقام د انساني سرچينو او پراختيا رياست سره شريک کړي.

نوموړي وويل ټولې ادارې او موسسې مکلفې دي، چې د وړتيا لوړونې په برخه کې د ولايت مقام د انساني سرچينو او پراختيا رياست سره په تفاهم ورکشاپونه او برنامې داير کړي.

ورپسې د ولايت مقام د وړتيا لوړونې آمر عمر منصور او استخدام آمر عبدالله عزام د يادې کمېټې په اړه هر اړخيزه معلومات د کمېټې له غړيو سره شريک کړل.

دوی وويل د مالي، تدارکاتي، بوديجوي، اداره او مديريت، اړيکو فن او ارتباطاتو سربېره په ګڼو نورو موضوعاتو باندې د بېلابېلو ادارو کارکوونکو ته ورکشاپونه ورکړي.

بلخوا بيا د يو شمېر ادراو مسوولينو د وړتيا لوړونې په برخه کې د خپلو فعاليتونو او ګزارشونو د شريکولو سربېره غوښتنه وکړه، چې دوی ته دې د وړتيا لوړونې په برخه کې نور ګټور ورکشاپونه هم داير شي، ترڅو خپلې چارې لا په ښه شکل ترسره کړي.

په لغمان کې د روښان خصوصي پوهنتون د څانګې رئيس ذهين الله ذهين د ولايت مرستيال ته ډاډ ورکړ، چې استادان يې چمتو دي، ترڅو د بېلابېلو ادارو کارکوونکو ته د اقتصادي او حقوقي موضوعاتو په اړه ورکشاپونه ورکړي.

د ولايت مرستيال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي د ټولو ادارو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د کارکوونکو د وړتيا لوړونې په موخه به بېلابېل ورکشاپونه داير کړي.

نیټه:۱۰/چنګاښ/۱۴۰۰ پنجشنبه

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 03/06/2021

لغمان کې ۸۵داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د څه د پاسه یو میلون افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې د الینګار او الیشنګ ولسوالیود بېلا بېلو سیموڅخه ۸۵بې ځایه شوېو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دوی وویل د IRC همکارې موسیسې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته څوارلس زره افغانۍ ورکړل شوې .

د لغمان ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي له مرستندویه ادارو مننه وکړه چې په دې ولایت کې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدي مرسته ترسره کړه.

هغه وویل چې ولایتي اداره هڅې کوي چې د لغمان ولسونو ستونزو ته په وخت رسیده ګي وکړي.

نيټه:۱۳/غبرګولي/۱۴۰۰ پنجشنبه شنبه

Photos from ‎روښان صافى‎'s post 01/06/2021

لغمان کې ۵۸داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د څه د پاسه اته سوه زره افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئیس انجینر شاکرالله شاکر د معلوماتو له مخې د الیشنګ ولسوالۍد بېلا بېلو سیموڅخه ۵۸ بې ځایه شوېو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

هغه وویل د IRC همکارې موسیسې په مالي مرسته هرې کورنۍ ته څوارلس زره افغانۍ ورکړل شوې .

نوموړی وایې چې له یادو کورنیو سره وړاندې هم مرستې شوي چې دا یې د ورستي پړاو مرستې وي.

د لغمان ولایت مرستیال پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي له مرستندویه ادارو مننه وکړه چې په دې ولایت کې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدي مرسته ترسره کړه.

هغه وویل چې ولایتي اداره هڅې کوي چې د لغمان ولسونو ستونزو ته په وخت رسیده ګي وکړي.

نيټه:۱۱/غبرګولي/۱۴۰۰ سه شنبه

Want your business to be the top-listed Government Service in Mehtar Lam?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


1
Mehtar Lam
2701