03/12/2015
پغمان جان
Paghman Jan
Welcome to paghman District page
03/12/2015
پغمان جان
Paghman Jan
دری شیان مه ردوئ
رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: دری شیان باید رد نه کړل شي: بالښتونه ، پۍ او خوشبويي . عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ : ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ : الْوَسَائِدُ , وَالدُّهْنُ , وَاللَّبَنُ . رواه الترمذي وغیره.
د انس بن مالک رضي الله عنه یو شاګرد وایي: ده ته به که چا خوشبويي ورکړه هغه به اخیستله او نه به یې ردوله، هغه به ویل چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به د چا خوشبويي نه ردوله . د حدیثو شارحین لیکي: څوک چې میلمه ته بالښت ږدي هغه یې باید رد نه کړي، داراز که خوشبويي او شیدې یو څوک درکوي باید رد نه کړل شي او ومنل شي، ځکه دا داسي ډالۍ او ورکړي دي چې ارزښت یې زیات نه دی او د خلکو په منځ کې د میني زیاتولو لامل ګرځي او د داسي شي ردول او نه منل مناسب نه دي او شرعا مکروه دي . http://zdakra.com/pand/
هغه وخت نه دی راغلی؟
هغه وخت راغلی دی چې د مومنانو زړونه د الله ذکر او یاد ته ټیټ او عاجزه شي او قران ته تسلیم شي، او داسې دي نه کیږې لکه هغه مخکیني خلک چې کتاب ورکړل شوی و نو په هغوی چې اوږد وخت ووت زړونه یې سخت شول او د هغوی ډېر فاسقان وو . پوه شئ بې شکه الله ځمکه له مرګ وروسته ژوندۍ کوي موږ تاسو ته نښې بیان کړې دي څو تاسو له عقل نه کار واخلئ . أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ * اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ} [الحديد: 16، 17].
که څوک حق او قران ته ځانونه تسلیمول غواړي دا ایت دي مکرر تلاوت کړي او په دې ایت کې نور تفصیلا دي زده کړي ، کله چې د یهودو په یهودیت کې ډېر وخت ووت نو په خپل دین یې منګولې سستې شوې ګڼ شمیر بیلاري او فسادونه په کې پیدا شول د هغوی مثال موږ ته په دي ایت کې بیان شوی دی، اوس زموږ د امت هم په اسلام کې څو سوه کلونه وتلې دي او همدا وجه ده چې په دین باندې اعتصام او منګولي لګول کمزوري شوې دي ، دا ایت د قران اعجاز موږ ته راښیې یعني دا ایت لکه همدا اوس چې زموږ له پاره نازل شوی وي ، تعبیر او اسلوب یې ډیر عجیب او ښکلی دی : أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ .. ایا د مومنانو له پاره هغه وخت نه دی راغلی چې زړونه یې نرم شي، یعني د مومنانو له پاره هغه وخت راغلی دی چې د الله یاد او قران ته زړونه عاجزه کړي، قرانکریم عملي او ځانونه اصلاح کړي. http://zdakra.com/pand/
د مور او پلار له ملګرو سره ښېګڼه
عبدالله بن عمر رضي الله عنهما حج ته په سفر روان و دی به چې د اوښ په سپرلي ستړی شو یو خر یې و په هغه به سپور شو یوه ورځ دی په خره سپور و په لاره کې یو کوچي پرې راغی، ده ورته وویل: ته فلانی د فلاني زوی نه یې؟ هغه ورته وویل: یم، عبدالله هغه ته خپل خر ورکړ او ورته ویې ویل په دې سپور شه، او خپله د سر پګړۍ یې ورکړه ورته ویې ویل دا په سر کړه، یوه ملګري یې ده ته وویل: الله دي بښنه درته وکړي! دې کوچي ته دي خپل خر او د خپل سر پګړۍ ورکړل کوچیان په کم شي هم خوشاله کیږي؟! عبدالله ورته وویل: د دې کوچي پلار د عمر رضي الله عنه ملګری و او ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوریدلي هغه وفرمایل: د خپل پلار له مرګ وروسته د هغه له ملګرو سره ښېګڼه کول تر ټولو زیاته ښېګڼه ده. عن عبدالله بن عمر قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: إن من أبر البر أن يصل الرجل أهل ود أبيه بعد أن يولى. رواه مسلم ، رقم ( 2552 ) [ 13 ] . ریاض الصالحین للنووي.
له دې کیسې نه معلومولی شو چې د پلار له ملګرو او د ملګرو له زامنو سره ښېګڼه کول داسې ده لکه له پلار سره ښه کول، او داراز چې د پلار له ملګرو او د ملګرو له زامنو سره ښېګڼه څومره اجر او ثواب لري د مور له ملګرو میرمنو او د هغو له لوڼو او زامنو سره ښېګڼه کول هم لوی اجر او زیات ثواب لري. http://zdakra.com/pand/
څو غوره نبوي لارښووني
عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وایي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: هغه انسان الله ته له هرچا ډېر ګران دی چې خلکو ته ډېره ګټه رسوونکی وي، او د یوه مسلمان زړه خوشاله کول تر ټولو غوره عمل دی، او له یوه مسلمانه غم لري کول ترټولو غوره عمل دی، او د یوه مسلمان پور پرې کول تر ټولو غوره عمل دی، او د یوه وږي مسلمان ګیډه مړول ترټولو غوره عمل دی، او که له خپل مسلمان ورور سره د هغه د حاجت پوره کولو له پاره ووځم دا په جومات کې له یوې میاشتي اعتکاف غوره ګڼم ، او څوک چې غوسه وخوري خدای به یې پرده وکړي ، او که یو څوک خپله غوسه عملي کولی هم شي خو عملي یې نه کړي د اخرت په ورځ به یې زړه د الله له رضا نه ډک شي ، او څوک چې له مسلمان سره د هغه د حاجت پوره کولو له پاره ووځي څو یې پوره کړي الله به یې په اخرت کې د قدم ښویېدلو په ورځ قدم ثابت لري ، او بد اخلاقي عمل داسي خرابوي لکه سرکه چې شاة خرابوي ،
عن عبدالله بن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : أحب الناس إلى الله أنفعهم ، وأحب الأعمال إلى الله عز وجل سرور تدخله على مسلم ، أو تكشف عنه كربة ، أو تقضي عنه دينا ، أو تطرد عنه جوعا ، ولأن أمشي مع أخي المسلم في حاجة أحب إليّ من أن اعتكف في المسجد شهرا ، ومن كف غضبه ستر الله عورته ، ومن كظم غيظا ، ولو شاء أن يمضيه أمضاه ، ملأ الله قلبه رضا يوم القيامة ، ومن مشى مع أخيه المسلم في حاجته حتى يثبتها له ، أثبت الله تعالى قدمه يوم تزل الأقدام ، وإن سوء الخلق ليفسد العمل كما يفسد الخل العسل. رواه الطبراني في الكبير ، وابن أبي الدنيا. http://zdakra.com/pand/
د تلاوت کوونکي مسلمان مثال
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم مومن چې قران تلاوت کوي د هغه مثال د اترجه (یوډول لیمون) په څیر دی چې بوی یې هم خوږ ده او خوند یې هم ، او کوم مومن چې قران نه وایي د هغه مثال د خورما په څیر دی چې بوی نه لري او خوند یې ښه دی ، او کوم منافق چې قران وایي د هغه مثال د ګل بابري (ریحان) په څیر دی چې بوی یې ښه او خوند یې تریخ دی، او کوم منافق چې قران نه وایي د هغه مثال د مڼه غونې (حنظله) په څیر دی چې بوی هم نه لري او خوند یې هم تریخ دی. عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ ؛الأُتْرُجَّةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ, وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ؛ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ؛ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ) صحيح البخاري، برقم: (5427)، واللفظ له، وصحيح مسلم، برقم: (797).
اترجه څه شی دی ؟
کوم مومن چې تلاوت کوې دهغه مثال د اترجه په څیر دی چې خوند او بوی یې دواړه ښه دي ، په عربي کې د اترجه نور نومونه هم شته لکه : الليمون الفردوسي، تفاح العجمي ، تـُرُنج ، كباد ، تفاح ماهي او .. او په انګلیسي کې [ CITRON APAM’S Apple ] ورته وایي. داسې میوې نورې هم شته چې بوی او خوند یې دواړه ښه وي په حدیث کې په ځانګړې توګه د اترجه یادونه ځکه شوې ده چې دا میوه خورا زیات خصوصیات او ځانګړنې لري ، یو خو د دې میوې پوټکی د ځانګړیو ناروغیو علاج دی، او دانې یې د زهرو له پاره علاج دی، پخپله د دې میوې خوراک ډېر زیات ګټور ده، معده صفا کوي ، هضم راولي، خوږه هم ده ، بوی یې هم ښه ده ، باکتریا ضد ده ، د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي اوداسې نور، او رښتینی مومن هم دومره ګټور او د هر چا په ښمر کیدونکی وي. http://zdakra.com/pand/
له مسلمانانو سره مینه
عمر بن الخطاب رضي الله د عبدالله بن حذافه رضي الله په مشري روم ته د مجاهدینو لښکر ولیږه، هلته عبدالله سره له شاوخوا اویا کسانو د دښمن په بند کې ولویدی، د روم واکمن عبدالله ور وغوښت ورته ویې ویل: نصرانیت ومنه د روم په نیمه واکمني کې به دې راشریک کړم، عبدالله ورته وویل: که د روم او عربو ټوله واکمني راکړل شي د یوځل سترګو ښورولو په اندازه هم د محمد (صلی الله علیه وسلم) دین نه پریږدم.
عبدالله ته د روم واکمن مختلف تعذیبونه او د مرګ ګواښونه ورکړل خو دی پخپل هوډ ولاړ و، اخیر یې ورته وویل: زما سر ښکول کړه خلاص به دي کړم، ده ونه منله، بیا یې ورته وویل: زما سر ښکول کړه نور مسلمان بندیان به هم درخلاص کړم عبد الله له لیږ ځنډ او سوچ وروسته ورولاړ شو او د روم د واکمن سر یې ښکول کړ او هغه له خپلو ملګرو سره خلاص کړ، مدیني ته چې ورسیدل عمر رضي الله عنه ټول مسلمانان را جمعه کړل او ورته ویې ویل: عبدالله د مسلمانانو له پاره د روم د واکمن د سر ښکلولو ذلت قبول کړی، ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چې د هغه سر ښکول کړي او پیل زه پرېکوم، عمر ور ولاړ شو او د عبدالله سر یې ښکول کړ. http://zdakra.com/pand/
14/02/2015
راځئ نېکمرغي خپره کړو
د یوه مالیزي استاد او شاګردانو عجیبه کیسه
د مالیزیا په یوه پوهنتون کې د ټولنپوهني استاد په خپلو دېرشو شاګردانو شرط کېښود چې که غواړئ پخپل څلور میاشتني درس کې پوره نمبرې ترلاسه کړئ نو له درسي موضوعاتو بهر یو بل کار هم باید ترسره کړئ او هغه د یوه انسان نېکمرغه کول دي، دې مالیزي استاد پخپلو شاګردانو داهم لازمه کړه چې کوم انسان نیکمرغه کوئ دا به ستاسو د کورنۍ غړی نه وي او بل دا چې د درسونو په پای ته رسبدلو سره به د دې انسان د نیکمرغه کولو د چارو پوره او تفصیلي ریپوټ خپل ټولګي ته وړاندي کول کیږي.
په دې لړ کې مالیزي استاد یوه ځانګړې مالیزيايي کمپنۍ وهڅوله چې د ده په شاګردانو کې لسو مخکښو کسانو ته یې انعامونه ورکړي او هغې کمپنۍ لومړیو لسو مخکښو کسانو ته د زر زر امریکايي ډالرو معادل مرستي ژمنه وکړه. د درسي مودې په پای ته رسیدلو سره دېرش واړه زده کوونکو ښه نمبر ترلاسه کړل او دوی ټولو خپل کارونه وړاندي کړل، خو د دوی په خوښه او زیاتو رایو سره یې د دوی له منځه غوره لس کسان راوایستل، د دوی له پاره په کولالمپور کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې د دې شاګردانو مندو او پلرونو هم برخه په کې لرله.
دا انساني او له نیکمرغي ډکه مقابله مالیزیايي رسنیو په لوړه کچه خپره او تر خلکو ورسوله او څو کاله وړاندې یې په مالیزیا او سیمه کې انګازې او کیسې خپرې شوې، طبعا یو لوی انساني کار سترې ګټورې پایلې لري او دې پیښې په خلکو کې له ناپیژاندو سره د مرستو او خواخوږي عجیبه مینه او رغبتونه وپنځول، او هر ځای به خلکو هڅې کولې چې له خپله وسه سره سم کوم د خیر او د نورو د نیکمرغي کار ترسره کړي.
راځو د مخسد ټکي ته، په دې دېرشو شاګردانو کې د هغو لسو کسانو د یوه کس هغه کړنه را اخلو چې په برکت یې دی تر ټولو مخکي وبلل شو، په دوی باندي خپل استاد له ګڼو درسي موادو سره دا هم لازمه کړې وه چې یوه ناپیژانده کس ته به نېکمرغي او خوشالي ورکوي، دې مالیزي شاګرد دا کار له خپله پوهنتونه پیل کړ، هغه داسې چې د ده یو هندی ګاونډي و د ده څنګ ته یې خونه وه هغه د طب زده کوونکی و پلار یې له هند نه مالیزیا ته د طب له پاره رالیږلی و، د ټولنپوهني مالیزي شاګرد همدا کس غوره کړ چې نیکمرغي او خوشالي به ورکوي، ځکه ده وپتېیله چې دی دلته ملګري او څوک شناخته نه لري، شاوخوا یو کال یې دلته کیږي خپه او غمژن ګرځي او له مسافري سره ښه په عذاب دی، نو دی د دې ښه مستحق دی چې خوشاله او نېکمرغه کړل شي.
مالیزي شاګرد د دې هندي شاګرد د نېکمرغي له پاره لومړی ګام په یوه کوچني لیک سره پیل کړ، دا لیک یې پخپل کمپیوټر ولیکه او د ده د خونې د دروازې په یوه چوله کې یې ښکاره وټومبه، او په لیک کې دا هم نه و لیکلي چې د چا له خوا ده، د لیک منځپانګه داسې وه:
زه چې کوچنی وم هیله مې لرله ستا په څیر له ځانه ډاکټر جوړ کړم، خو له بده مرغه زه په خپلو مضامینو کې کمزوری وختلم او طب ته بریالی نه شوم ، ته بختور یې الله جل جلاله تا ته ښه پوهه درکړې ده چې په برکت به یې د انسانیت په نېکمرغي که برخه واخلې.
دويمه ورځ مالیزي شاګرد د مالیزیانو رواجي د یخ خولۍ واخیستله، د هندي شاګرد دروازې خواته یې کېښودله په کوچني لیک کې یې ورسره ولیکل: هیله لرم دا خولۍ به زما له خوا په ډالۍ ومنئ. مازدیګر مهال يې هندی شاګرد ولید چې خولۍ یې په سر کړی، او د پخوا په خلاف نن يې په شونډو نرمه موسکا هم خپره وه، یواځي دا نه بلکي مالیزي شاګرد چې کمپیوټر خلاص کړ او فېسبوک ته ننوت د دې هندي شاګرد په وال یې د ده د لومړي لیک عکس ولید او هم یې د دراوزې خواته ورته ایښې خولۍ عکس ولید چې هغه خپل وال ته پورته کړي وو، او په دې کې تر ټولو خوندور شی د ده د لیک په عکس باندې د هندي شاګرد د پلار کمنټ و چې ورته لیکلي یې و: آن ستا د پوهنتون ملګري هم په دې اند دي چې ته به هوښیار او پوه ډاکټر شې تکړه شه او کوښښ وکړه.
د هندي شاګرد د پلار دې دوو کرښو مالیزي شاګرد ته هم همت ورکړ چې هره ورځ خپل هندي ګاونډي ته یوه کوچنۍ ډالۍ واخلي او پټه یې له یوه لیک سره د هغه په دروازه کې کیږدي، په دې سره د هندي شاګرد حالت مخ په خوشالي او نېکمرغي روان شو، ده به هره ورځ د نامعلوم کس له خوا دا ډالۍ د هغه له لیک سره انځوروله او دا انځورونه به یې په فېسبوک او ټویټر کې خپل حساب ته پورته کول، د فېسبوک او ټویټر ملګرو به یې رش جوړ کړی وو پوښتنې به یې ورنه کولې: نن به يې څه شی درته ایښي وي؟ مه ناوخته کوه ژر د نوې ډالۍ عکسونه راسره شریک کړه موږ انتظار یو؟ . د مالیزي شاګرد د دې کوچنیو ډالیو په برکت د هندي شاګرد ژوند پوره بدل شو، پخواني غمونه، خپګان او یواځیتوب یې ختم شو او خوشاله به ګرځیدی.
دوه میاشتې وروسته د هندي شاګرد په دې عجیبه ډالیو او ورسره لیکونو د پوهنتون ټول شاګردان او استادان هم خبر شول، او دا کیسه په پوهنتون کې د هر چا په خوله وه ، او هر ځای او هر وخت به خبرې پرې کیدلې، دا رښتیا هم عجیبه غوندي کیسه وه، اخیر د پوهنتون ادارې د ټولو استادانو او شاګردانو یوه غونډه راوبلله څو هندی شاکرد د خپلو ډالیو کیسه په تفصیل ورته بیان کړي، هندي شاګرد د پوهنتون غونډي ته خپله کیسه پوره بیان کړه او نادره یې دا وه چې ده وویل: ما پخه اراده کړې وه چې نور به پوهنتون او درسونه پریږدم د دې نامعلوم کس لومړي لیک له دې پرېکړي په شا کړم او د درسونو او سفر سختیو ته مې ملا ټینګه کړه. دا د الله له لوري یوه ځانګړې مرسته وه چې د یوه نامعلوم کس له خوا یې زه د دې وړ وګرځولم چې خپل درسونه او د طب زده کړه پرمخ بوځم.
د ټولنپوهني دا مالیزي شاګرد محمد شریف نومیدی، د ده یوې کوچنۍ کړنې یو مخ پر زوړ او ناکامي روان کس له لاسه ونیو او د بریا په لاره یې روان کړ، د ده د څو خوږو کرښو لیکونو او کوچنیو ډالیو ظاهري ارزښت او لګښت دومره زیات نه و خو په معنوي لحاظ هغه دومره اغیزمنې او مؤثرې وې چې یوه ناکامیدونکي انسان ته یې لاس ورکړ هغه یو ښه ډاکټر شو او په خپل ژوند کې به د ډېرو دردمنو انسانانو درملنه وکړي او د ډېرو ټپونه به پټۍ کړي.
بل لورته د محمد شریف دې کوچني امتحاني کار هغه ته پخپل صنف کې له لويې بریا پرته یوه بله ستره نېکمرغي ور په نصیب کړه او هغه دا چې له دې وروسته د یو چا خوشاله کول او نیکمرغه کول د ده عادت وګرځیدی او هره ورځ به یې که څوک نېکمرغه کړی او خوشاله کړی نه و نه به ویده کیدی، خبره تر دې ځایه ورسیدله چې اخیر محمد شریف له یوې کمپنۍ سره د خپل کار په اړه خبرې وکړي هغې کمپنۍ د ده کار خوښ کړ او د یوه منظم پلان له مخي یې د وخت په تېرېدلو سره د ټولې مالیزیا په مختلفو ښارونو کې رضاکاران پیدا کړل چې هر ځای به یې له کمزورو او بې وسه خلکو سره مرستې کولې او د زرهاو بدمرغو او بې وزلو انسانانو ژوند یې نېکمرغه او له خوشالیو ډک کړ.
زموږ د هیواد د پوهنتونونو، مکتبونو او مدرسو استادان او شاګردان د یوه داسې هیواد وګړي دي چې اوسیدونکي یې میني او نېکمرغي ته له هر چا زیات ضرورت او سخته اړتیا لري، د خولې په خبرو او باټو کې خو ټول تکړه او چالاک یو په انټر نیټي بحثونو او شخړیېزو ناندریو شپه ورځ بوخت یو، راځئ په خپلو خلکو کې په عملي توګه د نیکمرغي خپرولو هوډ وکړو، ضروري نه ده چې یودم به لوی کار او سترې ښېګڼې ترسره کوو، د هر چا د وس خبره ده هر څومره چې دي وس وي هغه ستا مسؤلیت ده ، د بیلګي په توګه د یوه پوهنتون لس، پنځلس او شل استادان دي سل ، یونیم سل او دوه سوه مستعد شاګردان تیار کړي، که د ورځي پنځه افغانۍ سره واچوي پنځه سوه، اووه نیم سوه او زر افغانۍ کیږي، او د میاشتي پنځلس زره، دوه ویشت نیم زره او دېرش زره کیږي او په دې مرسته د ډېرو بې وزله شاګردانو ښه مرسته کولی شي.
دا یوه بیلګه ده محترم استادان، شاګردان، د هرې ادارې ګډ کارکوونکي، د هر کاروبار خلک، ډریوران، کلیوال او .. ټول په دې ډول ګڼ شمیر نور نوښتونه او ابتکارات کولی شي، هر ځای او هر وخت په عامه توګه د لویو کارونو او سترو پروژو پیل له کم کار نه شوی ده، خو دا په هغه صورت کې چې په موږ کې نورو ته د خیر رسولو او د نورو نیکمرغه کولو او خوشاله کولو فکر او اندیښنه پیدا شي، دا فکر او اندیښنه بیا موږ پخپله دې ته تیاروي چې په خلکو کې نېکمرغي خپره کړو، زموږ ولس سخت کړیدلی او زوریدلی او لا کړیږي او زوریږي که داسې څوک پیدا شي چې په شونډو یې موسکا او ژوند یې نېکمرغه کړي الله به یې حتما حتما بریا او پرمخیون په برخه کوي، نو راځئ نېکمرغي خپره کړو.
نه پوهیږم (4)
قاسم بن عبیدالله رحمه الله د مدیني له سترو فقهاو شمیرل کیږي او د عمربن الخطاب رضي الله عنه کړوسی دی، یو وخت چا د یوې مسئلې پوښتنه ورنه وکړه ده ورته وویل: ماته نه ده معلومه، زه نه پرې پوهیږم، نو یحیی بن سعید ورته وویل: ګوره ابو محمد! دا ستا په څیر خلکو له پاره ډېره بده خبره ده چې د دین په اړه څوک کومه پوښتنه درنه وکړي او ته نه پرې پوهیږې!، په بل روایت کې راغلي یحیی ورته وویل: په والله ماته خو ډېره لویه خبره ښکاري چې ته د هدایت د دوو امامانو (عمر او ابن عمر) زوی یې، د یوې مسئلې پوښتنه څوک درنه کوي او ستا سره ځواب نه شته! . قاسم بن عبید الله رحمه الله ورته وویل: بې له علمه د کومي مسئلې ځواب ورکول د الله په نزد او هغه چا په نزد چې د الله په دین پوهیږي؛ تر دې هم لویه خبره ده. مقدمة صحیح مسلم (1/16). http://zdakra.com/pand/
نه پوهیږم (3)
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قسم کوي چې څوک په هره مسئله کې فتوا ورکوي هغه لیونی دی، او که څوک په دې خبره قسم وکړي نو رښتینی دی. ابطال الحل مخ 66.
عبد الله ابن عُمر رضي الله عنهما وایي : علم دری ډوله دی: د الله کتاب، کره نبوي حدیثونه او نه پوهیږم . عيون الأخبار (5/130) .
د امام محمد بن سيرين رحمه الله یو شاګرد وایي: کله به چې له ده نه د حلالو او حرامو په اړه پوښتنه وشوه د ده رنګ به تغیر او واوښت تا به ویل چې دا هغه محمد بن سیرین نه دی. حلية الأولياء (2/164). http://zdakra.com/pand/
نه پوهیږم (2)
عبد الرحمن بن مهدي رحمه الله وایي: موږ د امام مالک رحمه الله خواته ناست وو یو سړی ورته راغی او ورته ویې ویل: زما وطن ته شپږ میاشتي لاره ده زه له هغه څایه د هغې سیمي خلکو تاته رالیږلی یم چې د یوې پوښتني ځواب راکړې، امام مالک ورته وویل: څه پوښتنه ده؟ هغه سړي پوښتنه وکړه، ده ورته وویل: د دې پوښتني ځواب ماته سم نه دی معلوم . سړی حیران پاته شو، هغه فکر کاوه داسې کس ته راغلی دی چې په هرشي عالم دی، سړي ورته وویل: زه چې بیرته خپلو خلکو ته ورشم نو څه به ورته وایم؟! هغه ورته وویل: ورته وا مالک راته ویل چې د دې پوښتني ځواب مې سم نه ده زده. جامع بيان العلم وفضله (2/117).
امام ابن سرح (مړ250هـ) رحمه الله وایي-: زموږ په زمانه کې د (نه پوهیږم) خبره کول په خلکو کې عیب ګرځیدلې ده. الكامل لابن عدي (1/93). دا د څه کم دولس سوه کاله پخوا خبره ده، الله دي په هغوی رحم وکړي که زموږ زمانه یې ولیدله څه به وایي!، زموږ په زمانه کې خو دا وړې مسئلې لا پریږده د یو چا د اسلام او کفر په اړه خلک څومره په اساني سره حکمونه لګوي! . http://zdakra.com/pand/
نه پوهیږم
یو چا ربيعة بن أبي عبد الرحمن (مړ 136 هـ) رحمه الله ولید ژړل یې، ورته ویې ویل ولې ژاړې؟ هغه وویل په مسلمانانو کې لوی مصیبت رامنځته شو هغه دا چې ناپوه خلک فتواوي ورکوي، په والله ځیني داسې مفتیان باید له غلو مخکي بندیان کړل شي. (اعلام الموقعین 4/207). ابودرداء رضي الله عنه وایي: نه پوهیږم ویل نیم علم دی. (الانتفاء لابن عبدالمبر مخ 38)، له قاسم بن محمد رحمه الله نه چا دیوې مسئلې پوښتنه وکړه هغه ورته وویل ماته نه ده معلومه، پوښتونکي ټینګار وکړ ده ورته وویل: زما اوږدې ګیرې او له ماچاپیره خلکو ته مه ګوره په الله قسم ستا د پوښتنې ځواب ماته نه ده معلوم. د سلفو یو بل عالم وایي: له ما نه چې څوک د کومې مسئلې پسوښتنه وکړي او نه یې راته معلومه نو خوشاله شم.
د یوې مسئلې حکم بیانول د الله او د هغه د رسول استازیتوب کول دي او جاهل باید هیڅکله دومره جرأت ونه کړي چې په ناپوهي سره د شریعت استازیتوب وکړي. زموږ د موجوده وخت دا لویه ستونزه ده، متاسفانه ځینې داسې خلک شته عالم نه یې خو په دیني موضوعاتو کې خپل نظرونه لیکي، دا کار ناسم ده هر فن او علم خپل متخصصین لري، که څوک په بل علم کې نظرونه بیانوي هغه یې څوک نه مني او که څوک یې ومني هغه به هم ګمراه شي او ځان به ګمراه کوونکی وګرځوي. http://zdakra.com/pand/