حقيقت يي ويلي
د امارت له راتګ سره افغانستان له غلو نه پاک شو
اوریدل یی ظروری دی
حزب انقلاب Hizb- e inqlub
our goal just cancel the Durand bad line
if you want it please join with us....
وه ویدو پختنو را ویخ شی کنه بیا به دا تاریخ تکراریگی.......
09/08/2021
مرګ په پاکستان.
یو لوی حقیقت د پاکستان...
28/07/2021
د هغو خاينو او جاسوسو افغانانو لېست چې زموږ د هوايي ځواک الوتکې او چورلکې يې پاکستان ته لېږدولې دي:
۱ـ تورن جمال الدين په 7/2/1359 له کندهار هوايي ډګر څخه د (Mi ـ8 ) الوتکـې لېږدوونکی.
۲ـ تورن محمد نبي په 28/8/1362 له کندهار هوايي ډګر څخه د (سو ـ 7) الوتکـې لېږدوونکی.
۳ـ جګـړن فقير محمد په 1/7/1362 له کابل هوايي ډګـر څخه د (N-26) الوتکی لېږدوونکی.
۴ـ تورن محمدحسين په 4/2/1364 له خوست هوايي ډګـر څخه د (M-25) الوتکې لېږدوونکی.
۵ـ محمدداود سلطان زوی په 1/8/1365 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (ميګ ـ 21) الوتکـې لېږدوونکی.
۶ـ عبدالمالک په 30/2/1367 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (N-26) الوتکې لېږدوونکی.
۷ـ تورن اسدالله په 1/8/1367 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (مېګ ـ 21) الوتکې تښتوونکی.
۸ـ تورن سخي الله په 12/4/1368 له کندهار هوايي ډګـر څخه د (Mi ـ 35) الوتکی تښتوونکی.
۹ـ تورن محمدحادر په 12/ 4/1368 له کندهار هوايي ډګـر څخه د (Mi ـ 25) الوتکې تښتوونکی.
۱۰ـ تورن جان محمد په 15/4/1368 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (سوو ـ 22) الوتکې لېږدوونکی.
۱۱ـ جلال الدين په 7/7/1368 له بګـرام هوايي ډګـر څخه د (مېګ ـ 21) الوتکې لېږدوونکی.
۱۲ـ (مي ـ 17) ترانسپورتي الوتکـه، چې د شينډنډ ګارنيزيون د قومندان بريد جنرال غلام رسول او د دفاع وزير شهنواز تڼي الوتکه وه، له شينډنډ هوايي ډګـر څخه الوتنه وکـړه او د سياسي بيرو د غـړي نيازمحمد په همغږي په 17/12/1368 پاکستان ته يوړل شوه.
۱۳ـ د تخنيکي بورډ غـړي جګـړن ګلاب الدين پيلوټ، بريد جنرال خواجه محمد شفېع کشاف او ډګـروال سيف الدين د هوايي ځواک او هوايي مدافعې عمومي قومندان ډګـر جنرال عبدالقادر، بريد جنرال مير حمزه او څو نورو کودتاچيانو د شهنواز تڼي له الوتکې سره په يوه وخت په 17/12/1368 له خپلې (N-12) الوتکې سره د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ناسته وکړه.
ياد کسان د "آی ايس آی" له تود هرکلي سره مخ شول! دوی مخکې له مخکې د "آی ايس آی" له خوا گمارل شوي او د هېواد د هوايي ځواک الوتکې يې "آی آېس آی" ته ډالۍ کړې؛ په داسې حال کې چې په نظامي روزنه کې يې لوستي چې د دولت وسله د دولت او ملت "ناموس" دی.
د لوی افغانستان شهید عثمان لالا
29/06/2021
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د واټونو او جادو نومولو د کمیسیون د پریکړې په اساس به په کابل کې یوه جاده د عثمان خان کاکړ په نوم نومول کیږي.
د دغه کمیسیون د پریکړې له مخې به کابل ښاروالي یوه جاده مومي او د جمهوري ریاست عالي مقام له منظورۍ وروسته به د عثمان کاکړ په نوم نومول کیږي.
14/08/2019
دالیکنه دې بااحساسه لر او بر افغانان شیر يا ګډ کړی ترڅو ځوان نسل له خپل تاریخه خبرشي .
دبابړی دشهیدانو دیو اويايم تلین په یاد
نن د ۱۳۹۸ کال د زمری دمیاشتی یوویشتمه نیټه چه د پښتون اولس د بابړې په میدان کې دپنجابی لاس پوڅو واکدارنو لخوا د شپږ سوه نه زیاتو پښتنو سیاسی مشرانو اومبارزانو دمظلومانه شهادت د ۷۱م تلین سره برابره ده. پښتنو بیغیرته ګلخانانو ته تسلیت وایم.
دغه پېښه د ۱۹۴۸ کال داګست دمیاشتی په دولسمه نیټه دبابړی په میدان کی هغه وخت رامنځ ته شوه چې د سپين ملنګ په مشرۍ د خدایي خدمتګارانو په سلگونو فعالینو د خپلو نیول شویو مشرانو د باچا خان په شمول د راخوشي کولو لپاره احتجاجي لاریون کړی وو.
ـ دعبدالولي خان دپوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر سهېل احمد خان، د دغه پېښې په اړه لیکلی چه د بابړې قتل عام د پښتنو “کربلا” وه او د هغه سربېره، بل ظلم دا وو چې د وژل شویو پښتنو له کورنیو څخه نه یوازې د هری ویشتل شوی ګولی ۵۰ روپۍ بیه واخستل شوه بلکه هغه کورنی چې خپلوان یې پولیسو او ملیشه ځواکونو وژلي وو د هر قبر پر سر هم پنځوس روپۍ واخستل شوې همدا ډول له هر زخمي څخه سل روپۍ په دې خاطر واخستل شوې چې ګولۍ ورباندې ضائع شوې وه. دغه دی اسلامی جمهوریه اودا هم پاک اسلامی پوځ.
د دې پېښې دامر صادره ونکی کشمیری عبدالقیوم خان چه د مسلم لیک د ډلی صوبایی مشروو هغه وخت یی صوبايي اسمبلۍ ته ویلي وو چې خدايي خدمتگاران ډیر خوش بخته وو چې زموږ له ځواکونو سره گولۍ ختمې شوې گنې نور به یې هم وژلي وای.
دډاکټر سهېل په قول د قیوم خان حکومت د هغه پېښې له اغېزمنو څخه په ۱۹۴۸ کال کې ۵۵ زره روپۍ په جبر اوظلم راټولي کړی.
خودافسوس خبره داده چه هماغه پښتانه چه دبابړی دکربلا دشهيدانو وارثین دی دکشمیری قيوم خان دکړوسو ددفاع په خاطر دجهاد کشمیرچيغي وهی او دقیوم قاتل پاتی شونوته کشمیرګټی!؟
ایا داوسني پښتانه بی ننګه دی اوکه دپلرونو اونیکونو وینی یی پلورلی دی؟؟
#حقیقت
22/02/2019
خپلې ژبېته رایه ورکړئ او پرمختللې یې کړئ
که ځانته پښتانه وایئ نو رایه ورکړئ
لاندې سکرين شاټ وګورئ، دا کار په ۲۰۱۶ کال کې کوم غمخوار پښتون مايکروسافټ کمپنۍ ته سوال کړئ چې پښتو بايد په مايکروسافټ ژباړن کې اضافه شي، هغوی ورسره په يو شرط منلي چې په زيات شمېر افغانان ورشي او هلته رايه (vote) ورکړي.
خو په تأسف سره بايد ووايم چې له ۲۰۱۷ کال راهيسې تر اوسه ورته ايله ۵۵۶۱ خلکو رايه اچولي چې درې رايي زما له درو ايمېلونو ورکړي..
نو که غواړئ مورنۍ ژبه مو په مايکروسافټ ژباړن ته داخله شي، اوله رايه ورکړئ بيا ورپسې دا پوسټ شېر کړئ يا کاپي پېسټ کړئ..
دا رايي بايد پنځه سوه زرو ته ورسيږي..
هله نو رايو ته کش ورکړئ
د رايي (Vote) لينک:
https://microsofttranslator.uservoice.com/forums/421776-how-do-i-get-my-language-supported/suggestions/14808924-pashto-afghanistan
08/02/2019
له امو تر آباسینه
یو مو روح یوه مو وینه
08/02/2019
ملي ارزښتونه باید ټولو ته بدون د کینې او دښمني سره کرښه وي
د هر څه د مخه باید ولس او هېواد وي
زما په هېواد کې چې هر څومره ښه کارونه وکړي کله هم چې د یو چا سیاسي مخالفت درسره راغي هغه به د دښمن سره درته دریږي هېواد او ولس یي بیاپه کار نه دي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سره همغږي کسان هم همداسې خلک دي
الله د افغانانو باندې رحم وکړي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Address
Peshawar
