14/03/2026
د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینر اسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوبو ذخیروي لوی بند څخه لیدنه وکړه
د یادونې وړ ده، چې د دغه بند د لومړي فاز د حفظ او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه، چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده او د دغې پروژې دوهم فاز په ټولیز ډول د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې ده او ټاکل شوې، چې د پنځو میاشتو په موده کې پلي شي.
د خروار بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.
25/02/2026
نن له غرمې مخکې د لوګر ولایت په کډوالو ښارګوټي او د خروار ولسوالۍ اړوند د خواجه انګور په سیمه کې د «۳۸۲٬۵۸۶» امریکايي ډالرو په ارزښت د «7200» مترو په ټولیز اوږدوالي د کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر سیندزې حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل اخندزاده وویل؛ دغه کانالونه د مرکز اړوند وزیر کلا سیمه کې د ۵.۲ کیلو په اوږدو والي او د خروار ولسوالۍ اړوند خواجه انګور سیمه کې د ۲ کیلو متره په اوږدوالي موقعیت لري، چې چارې به یې تر راتلونکو ۵ میاشتو موده کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو کانالونو له جوړېدو سره به ۴ زره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ۱۸ سوه کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
د ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د دغو کانالونو جوړول د اوبو مدیریت لپاره خورا اغیزناک ګام یاد کړ او ترڅنګ یې د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د اوبو له بې ځایه مصرف څخه په کلکه ډډه وکړي.
ورته مهال دو تنه قومي مخورو پر دغو پروژو خوښي څرګنده کړه او د سیمې ولسونو لپاره یې بنسټیز ګام و باله.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د لوګر سیندیزې حوزې ریاست ترچتر لاندې د اوبو مدیریت برخه کې یو شمېر نورې پروژې هم روانې دي
12/02/2026
د اوبو او انرژي وزیر د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولیدولو تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې د برېښنا د تولید په برخه کې د بهرنۍ اتکا کچې پر کمولو باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ نن (چهارشنبه) په پلازمېنه کابل کي د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولیدولو د پنځو پروژو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده وویل، چې د ااا او خصوصي سکټور ترمنځ ګډې همکارۍ د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې بهیر ګړندی کړی دی.
ښاغلي آخندزاده څرګنده کړه، چې ااا هڅه کوي د کورنیو سرچینو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي او د برېښنا د تولید په برخه کې د بهرنۍ اتکا کچه راکمه کړي. د نوموړي په وینا، دا ډول پروژې نه یوازې د برېښنا انرژي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د کارموندنې فرصتونه هم رامنځته کوي او د هېواد اقتصادي ثبات پیاوړی کوي.
هغه زیاته کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت مناسب فرصتونه برابر شوي دي او امارت هڅه کوي پانګوالو ته آسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي. نوموړي پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د پانګو د خوندي ساتلو او ملاتړ لپاره به لازم ګامونه پورته شي.
د اوبو او انرژي وزیر د عزیزي ګروپ د مشر هڅې او پانګونه وستایله او ویې ویل، چې د ااا او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري د هېواد د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري. هغه د یاد ګروپ سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول پروژې به د افغانستان د انرژي سکتور د پراختیا لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي.
08/02/2026
د علوم آباد استنادي ديوال پروژې د تخنيکي سروې ترسره شوه!
د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د برګ کلي اړوند علوم آباد سيمه کې د استنادي ديوال پروژې د تطبیق په موخه تخنيکي سروې ترسره شوه.
ياده سروې تخنيکي ټيم له لوري د غوښتنلیک پر بنسټ ترسره شوه، چې موخه يې د سيلابونو د خطر د مخنیوي په موخه وو.
د ترسره شوې سروې د پايلو له مخې، د ياد استنادي ديوال په جوړېدو سره به د سيمې کرنيزې ځمکې، استوګنيز کورونه او يوه مدرسه د احتمالي سيلابونو له جدي خطر څخه وژغورل شي، او د مالي او ځاني زيانونو د مخنيوي سبب به وګرځي.
26/01/2026
#خبرتيا
د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سېلابونو د راوتو د احتمال په تړاو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۶مه، او همداراز د سېشنبې او چهارشنبې پر ورځو د هریرود–مرغاب، هلمند، شمال، پنج آمو او کابل د سیندیزو حوزو په کچه د سېلابونو د راوتو احتمال شته.
دغه وزارت همداراز په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، رزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، غزني، لوګر، میدانوردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان،
کونړ، نورستان ولایتونو او د سېلاببهیرونو په ځینو مسیرونو کې د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي چې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل شوی دی.
25/01/2026
راپور
د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ رياست مسؤلين وايي: د واورو ورښت د لوګر اوسېدونکي هیله مند کړي او د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې مهم رول لري او کولای شي د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل کړي.
د اوبو او انرژۍ رئیس ملا محمد اسماعيل اخندزاده وایي: واوره د طبیعي زېرمو له مهمو سرچینو څخه ده، چې د ورو ورو وېلې کېدو له امله د ځمکې تل ته جذبېږي او د چینو، څاګانو او کاریزونو د بیا پیاوړتیا سبب ګرځي.
نوموړي دغه راز له خلکو وغوښتل، چې د اوبو سپما لپاره جدي پاملرنه وکړي او له بېځایه مصرف څخه یې ډډه وکړي.
بل لور ته د لوګر اوسېدونکي د وروستيو ورښتونو څخه خوښ دي او وایي چې، وروستي ورښتونه به د کرنې، مالدارۍ او د څښاک اوبو د کمښت ستونزه کې مثبت رول ولوبوي.
د يادولو وړ ده، چې په دې ورستيو کلونو کې د بارانونو او واورو کم ورښت او د خلکو له لوري د اوبو بې ساري ډول مصرف د ځمکې لاندې اوبو د کمښت سبب شوی.
25/01/2026
د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر رهبري لاندې ترسره شوه!
د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم ملا عبدالهادي یعقوب، سلاکارانو او ټولو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي سکتور پروژو د پليکولو په بهیر کې د شته ننګونو او اړینو موضوعاتو په هکله بحث وشو او د ستونزو د هوارولو په موخه عملي حللارې تر څېړنې لاندې ونیول شوې.
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د اوبو او انرژي سکتور پروژو د پليکولو په برخه کې د رئيسانو وړاندیزونه، د پروژو د تدارکاتي بهیر چټکتیا او د دغه وزارت د انجنیرانو وړتیا لوړونه په ځانګړې توګه د سترو پروژو د تفصیلي ډیزاین په برخه کې واورېده او ويې څېړل او د ستونزو د هوارولو او د چارو د ترسره کولو د چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، د اوبو او انرژي وزیر د ناستې په بهیر کې، په هېواد کې اسـ.لامي نـ.ظام ستر الهي نعمت وباله او د چارو په ترسره کولو کې پر اطاعت، رښتینولي او مسؤلیتمنلو باندې ټینګار وکړ.
24/01/2026
📢 خبرتيا ګرانو هېوادوالو 🌱
واوره یوازې د ژمي ښکلا نه ده؛ بلکې زموږ د راتلونکي لپاره د اوبو یوه مهمه سرچینه ده. مهرباني وکړئ د انګړونو او د کورونو د چتونو واورې د ضایع کېدو پر ځای، په داسې خوندي ځای یا مناسب ذخیرې کې واچوئ تر څو د وېلې کېدو پر مهال د ځمکې لاندې اوبو بیا تغذیه کې مرسته وکړي او د دې طبیعي نعمت له ضایع کېدو مخه ونیول شي.
په هغو شرایطو کې چې زموږ هېواد د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی، همدا واړه او باخبره ګامونه کولای شي د طبیعي سرچینو په ساتنه، د چاپېریال په پایدارۍ او د راتلونکو نسلونو لپاره د اوبو په تأمین کې لوی رول ولوبوي.
راځئ له طبیعت سره مسوولانه چلند وکړو؛ ځکه راتلونکی زموږ د نننیو انتخابونو له لارې جوړېږي 🌍💧
30/12/2025
*ددندې اعلان*
د لوګر ولایت د انرژی او اوبو ریاست خپل یو (۱) درېیم بست د «د اوبو تنظیم آمر» لپاره، د آزادې سیالۍ له لارې د وړ کسانو ترمنځ اعلان ته سپاري. له همدې امله له ټولو واجد شرایطو کسانو څخه غوښتنه کېږي، چې د غوښتنلیک فورم د ډکولو لپاره تر نیټې *۱۷/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ش* پورې د لوګر د انرژی او اوبو ریاست یا د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته مراجعه وکړي.
*پته ۱:* د انرژی او اوبو ریاست، د نایب غازي امینالله خان لوګري ولایتي روغتون تر څنګ، لوګر
*پته ۲:* د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره، د لوګر امنیې قوماندانۍ تر څنګ
*اعلان کاریابی!
ریاست انرژی و آب ولایت لوگر به تعداد «۱» بست رتبه «۳ آمریت تنظیم آب» خویش را جهت سپردن کار به اهل کار از طریق رقابتآزاد به اعلان سپردهاست بنابر آن از افراد واجد شرایط خواسته میشود که جهت خانهپوری فورم درخواستی تا تاریخ «۱۷ / ۱۰ / ۱۴۰۴ خورشیدی» به ریاست انرژی و آب لوگر و ادارهی اصلاحات اداری و خدمات ملکی ولایت لوگر مراجعه کنند.
آدرس: ریاست انرژی و آب جوار شفاخانهی ولایتی نایب غازی امینالله خان لوگری.
آدرس دوم: ادارهی اصلاحات اداری و خدمات ملکی، جوار قومندانی امنیه لوگر
بااحترام
23/12/2025
د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوشتېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سبسټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.