Dahneghori, Baghlan

Dahneghori, Baghlan

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dahneghori, Baghlan, Social service, Gawhargan, Pule Khumri.

15/08/2016

ولسوالی دهنه یی غوری بدست طالبان سقوط کرد. ګفته میشود ۱۰ عراده رنجرودوتاتانک نیزبدست طالبان درامدند.

23/02/2016

ډنډغورى په سره اور کى،

08/06/2015

دکابل پوهنتون محصلینو دبرماپرمسلمانانودبودایانودظلم پروړاندی لاریون وکړ

11/12/2014

د هستوي بټۍ په اړه لنډ مالومات

پوهنیار - تنها اندړ

د هستوي انرژي صنعت کولای شي چې په لنډ او اوږده مهال کې د کارموندنې او اقتصادي ودې په برخو کې ښه رول ولوبوي. په نړۍ کې تر ۱۵۰ پورته هستوي بټیو کار په پلان کې ده او ۶۵ نور تر کار لاندې دي. له همدې امله کیدای شي چې په راتلونکي کې نړۍ د هستوي سون توکو او هستوي بټیو کارکونکو له کمښت سره مخامخ شي. داسې اټکل شوی چې په راتلونکو لس کلونو کې به د هستوي تولیداتو د راکړې ورکړې کچه له ۵۰۰ څخه تر ۷۴۰ بلیونه ډالره پورې ورسیږي. همدارنګه دا اټکل هم شوی چې نړۍ به تر ۲۰۳۵ پورې ۲۵ سلنه نورې اضافي انرژي ته اړتیا ولري، له بلې خوا د انرژي شته چینې لکه تیل او سکاره هم د خلاصیدلو خوا ته روان دي نو داسې ویلا شو چې یواځنۍ د انرژي چینه چې په راتلونکي کې ورته تمه شته، هستوي انرژي ده.
دهستوي بټۍ اقتصادي ګټې: هر کال یوه متوسطه هستوي بټۍ چې ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي، ۷۴۰ ملیونه ډالره د بټۍ خاوند او ۴۰ ملیونه ډالره کار اخیستونکو ته ګټه رسوي. د احصایو له مخې هر یو ډالر چې د حکومت لخوا په یوه هستوي بټۍ باندې لګیږي نو ۱.۰۴ ډالره سیمئیزې پانګې ته او ۱.۸۷ ډالره حکومتي پانګې ته ګټه رسوي.
په کاري ځواک یې اغېزې: وروستۍ څېړنې ښيي، هغه هستوي بټۍ چې د بريښنا د تولید لپاره کارول کیږي د نورو بریښنا تولید کونکو فابریکو په پرتله ډیر کارکونکي استخداموي او معاش یې هم د نورو په پرتله ډیر دی. د یوې هستوي بټۍ په کار اچونې لپاره له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې تلپاتې او تر ۵۰۰ پورې لنډ مهاله دندې را مینځ ته کوي. د هستوي بټۍ کارکونکې په سیمه کې د نورو عادي کار کونکو په پرتله ۳۶ سلنه ډیر معاش لري. په ټولیزه توګه په هستوي بټۍ کې تر بل هر ځای ښه او د لوړ معاش کار پیدا کیږي.
د نوې بټۍ جوړول: د یوه نوي هستوي بټۍ د جوړلو لپاره د بټۍ د لویوالي په تناسب له ۶ څخه تر ۸ بلیونه ډالرو ته اړتیا شته. د یوې بټۍ جوړول تر ۳۵۰۰ پورې کارکوونکو ته اړتیا لري، په دې شمیر کې به فلزکارانو، نلدوانانو، سنګتراشانو، ترکاڼانو، ماشین سازانو، برقیانو، د لویو ماشینونو چلونکو، د پروژې مدیرانو، مشاورینو او انجنیرانو ته هم د کار موکې پیدا شي. د یوې نوې بټۍ د جوړیدلو لپاره ۳۰۵۶۰۰ متر مربع کانکریټ، ۶۶۰۰۰ ټنه اوسپنې، ۷۰ کیلومټره پایپ، ۴۹۰ کیلومټره د بريښنا مزی او ۱۳۰۰۰۰ نورو بریښنايي سامانونو ته اړتیا شته. لراوبر

11/12/2014

هستوي پاتي شوني

محمد ابوبکر ستورئ
Larawbar.com 2012-04-07

په بیلابېلوبرخوکې دراډیواکټیف توکوکارونه لکه د هستوي بټیوپه سون میلوکې دیورانیمو کارونه اوهمداډول په طبابت اوصنعت کې د نورو راډیواکټيف توکودکاروني له امله هستوي پاتي شوني تولیدیږي چې په خپل وار سره هغوی هم وړانګي خپروي.

که څه هم دانرژي ستونزه تریوه ځایه هستوي انرژي حل کوئ خوهغه بیا دبشرپه وړاندي نوې ستونزي زېږوي. په لومړیوکې په نړۍ کې دانرژي دتولیدلپاره دانرژي دنوروسرچینوپه پرتله ( لکه بادي انرژي چې ډیره ناڅیزه بریښنا تولیدوي) هستوي انرژۍ ته لومړیتوب ورکول کیده چې یانوموړي انرژي له ځانه هستوي راډيوالکټیف پاتي شوني پریږدي، اوس پوښتنه داده چې له هستوي پاتي شونوسره بایدڅه ډول چلندوشې اودخوندي توب لپاره یې کومه حل لاره شته؟ په داسي حال کې چې ډیری تصمیم نیوونکې هیله منددي چې ددې پوښتني ځواب به دبشرعلم په راتلونکي کې ومومي، خودنیمي پېړۍ په تېرېدوسره لا هم هستوي پاتي شوني په غیر مناسب ډول زېرمه کیږي اولاتراوسه ددغوستونزو دحل په موخه کومه نوې کړنلاره نه ده موندل شوې.

داهغه پوښتني دي چې دپوهانواوچارواکونظریې ځان ته اړولی او تر اوسه په دې اړه کومه غوڅه پرېکړه نه ده شوې. وړانګي خپروونکي هستوي پاتي شوني په دریوبرخو وېشل شوئ چې عبارت دي له: په ټيټه سویه یا Low level Waste ،په منځنۍ سویه یا Intermediate Level Waste اوپه لوړه سویه یاHigh level Waste چې داپه اصل کې دهستوي بټیودفعالیت څخه رامنځ ته کیږي اوددغه ډول پاتي شونویوه ځانګړتیا په هغوی کې دراډیواکټیف هستودلوړي فیصدۍ شتون ده چې بیلابېلي وړانګې لکه الفا، بیتا اوګاما چاپېریال ته خپروي.

په داسي حال کې چې هستوي بټۍ دیورانیم ۲۳۵ ایزوتوپ پربنسټ چې دنیوترونونوپه واسطه بمباردیږي کارکوي په هستوي بټيوکې معمول سون توکي یورانیم دای اکساید دي.

په بدل کې بیا دهستوي بټیودپاتي شونوڅخه پرته نورو ټولو هستوي پاتي شونوته دټیټی سویې پاتي شوني ویل کیږي.دټیټي سویې هستوي پاتي شوني لیږي وړانګي خپروي اوکولای شو چې په طب کې دکارېدونکو چینو،لابراتواري پاتي شونو اوهغه فلزي میلې چې سون توکي په کې حل شوې دي نومونه یې واخلو.دهستوي پاتي شونو زیرمه ستونزمن کاردئ خودټیټي سویې پاتي شوني په دې دلیل چې دهغوی په معرض کې پاتي کیدل یوازي انسانانوته ضررلري نوله نورو ښاري اوکورنیوپاتي شونوسره یوځای له منځه وړل کیږي. خود لوړې سویې هستوي پاتي شونودزیرمه کولولپاره بیلابېلي کړنلاري شته چې ډېری دغه کړنلاري بې کیفیته اوکم ارزښته دي خوپه ټولیزه توګه په نړۍ کې لاندي کړنلاري کاریږي چې په لنډډول به یې وڅېړو: ددغوکړنلاروله ډلي نه یوه یی هم څاکیندنه ده چې په دغه کړنلاره کې ژوري څاوي کیندل کیږي ترڅودځمکي دتودوخي اوچاپیره ډبرود دوړانګوله امله هستوي پاتي شوني ویلي اوله منځه لاړشي چې ډيروناپېژاندو مسائلوته په پام سره دغه کړنلاره دډاډوړنه ده.

ددغوکړنلاروله ډلي نه یوه بله یې په کنګل کې د راډیواکټيف توکو خښول دي هغه داسي چې فاضله توکې دقطبي کنګل په مرکزي ټوټوکي ځای پرځای کوئ، په قطب کې دکنګل خوځښت ډیروروده اوڅنډي ته درسېدونه مخکي په زرګونوکاله وخت پرې تېریږي چې ددغه مودې په اوږدوکي به هستوي پاتي شوني بې ضرره شې خودغه کړنلاره هم یوشمېرستونزي لري، دبېلګي په ډول دکنګل غیرټیکاو(بې ثباته) خوځښت چې دفاضله توکوظرفیت ټاکي اوهمداډول دځمکي ګرميدل هم باید په نظرکي ونیول شې اوله بلي خواکه دفاضله توکو محفظې ته ضررورسېږي نوشوني ده چې په پراخه کچه فاضله توکي تیت اوپرک شي چې داهم خورا مهم ټکی دئ.که څه هم دغه وړاندیز دډيروپوهانواوسیاستمدارانولپاره دمنلووړدئ خوشوني ده چې بشرته شدید زیانونه واړوي.

یوه بله کړنلاره داسي ده چې هستوي پاتي شوني دځمکي لاندي په یوه زیرمتون کې چې په یوه ډبرینه کتله کې کیدندل شوی ساتل کیږي دغه کتله باید له زیرمتون څخه دهستوي پاتي شونو دانتقال په وړاندي یوکلک خنډ وي اوددغه زیرمتون دسوري کیدومخه ونیسي، په دغه کړنلاره کې ډيره لیری نه ده چې دخنثی فلزاتوڅخه چې دضربې په وړاندي ډیرمقاومت لري لکه سره زر اوپلاتین څخه ګټه واخیستل شي، په پایله کې بایددهغوساتونکوفلزاتوپه اړه چې تخریبیږي اړین پلانونه جوړشي چې اوس دغه کړنلاره په ځینواروپایي هیوادونوکې په ځانګړي ډول آلمان کې کاریږي.دسمندپه تل کې هم هستوي پاتي شوني زېرمه کیدای شي خودرسوباتوڅخه دنه خبرتیا له امله نه شو ویلای چې دغه توکي دوخت په تیریدوسره بهرته نه راوځي خوبیاهم پاکستانیان دغه کړنلاره کاروي.یوه بله کړنلاره چې اوس څېړل کیږي هغه تشیال ته دهستوي پاتي شونوغورځونه ده داسي چې هستوي پاتي شوني په یوه راکټ کې ځای پر ځای کیږي او دراکټ په واسطه ځمکه له دغه ستونزي څخه خلاصیږي خودغه کړنلاره ډیرلګښت لري اوهم ډيره خطرناکه ده که چېري راکټ دفیرپه وخت کې وچوې نویولوی ناورین به رامنځ ته کړئ.خوځیني هیوادونه لکه امریکا،فرانسه اوانګلستان په ډبرین زیرمتون کي هستوي پاتي شوني ځای پر ځای کوي چې دایوغوره انتخاب دئ چې په دغه کړنلاره کې هستوي پاتي شوني دځمکي سطح ته نژدې په یوه ډبرین مخزن کې ساتل کیږي ترڅوپه ښه ډول سره وڅارل شي.که څه هم دغه کړنلاره ډیر محافظت ته اړتیالري خوپه غرونوکې دکم عمقه تونلونواوترسره شویوڅېړنوله مخي دغه کړنلاره دنوروکړنلارو په پرتله ډیره ډاډمنه ده،ځکه چې غرونه ډیرکم اورښت لري اوهغه هم مخکي له نفوذڅخه په بخاراوړي اوهمداډول دځمکني نم نه لرل ددغه ډول زېرمتونونو دعمرداوږدوالي لامل ګرځي. دچاپېریال ساتني دنړیوالي ادارېEPA دمقرراتوپربنسټ دهستوي پاتي شونوزیرمتونونه بایدلیږترلیږه دلس زره کلونو لپاره له محیط څخه دهغوی دلیري ساتلووړتیا ولري ځکه داترټولولیږه موده ده چې هستوي توکي په خطرناک ډول په کې پاتي کیدای شې.خوپه هرحال هیڅ کړنلاره تراوسه په بشپړ ډول د ډاډ وړنه ده اوبایدتردې نه ډاډمني کړنلاري وکارول شي.

11/12/2014

آیا سي ټي سکن CT Scan معاینه بدن ته زیان لري؟

پوهنیار تنها - اندړ
Larawbar.com 2012-10-25

سي ټي سکن CT Scan څه شی ده ؟

په تشخصیه مواردو کې ورنه کار اخیستل کیږي.سي ټي سکن د انګریزي له Computed Tomography Scan څخه اخیستل شوې چې د ایکس وړانګو او پیچلو کمپیوټري سافټویرونو په مټ د انسان وجود له بیلابیلو برخو څخه په دقیقه توګه انځورونه اخلي. دا ماشین د انسان داخلي سیسټم، هډوکو، پستو انساجو او وینې له رګونو څخه انځورونه اخلي. د دې ماشین انځورونه د عادي ایکس وړانګو ماشینونو په پرتله چې یواځې دوهسي ټي سکن د انسان له وجود څخه د انځور اخیستنې یو ماشین دی چې اړخیزه انځورنه کوي ډير روښانه او په آساني سره د لیدلو وړ وي ځکه چې سي ټي سکن دری اړخیزه یا D3 انځورنه کوي، دا ډول انځور اخیستنه له ډاکټرانو سره د سرطان، د زړه ناروغیو، تخریب شویو انساجو او داسې نورو ناروغیو په تشخیص کې چې په ایکس وړانګو باندې یې تشخیص ناشونی وي مرسته کوي.
د سي ټي سکن اخیستلو په وخت کې په لاندې کچه باندې وړانګې د انسان وجود ته ننوځي:

د سینې له ایکس ری سره یې پرتله>مینځنی اغیزمن دوز(mSv)>د نسج ډول
۱۰۰ ۲ سر
۱۵۰ ۳ غاړه
۱۵۰ ۳ د کلسیم مالومول
۲۶۰ ۵.۲ د سږیو انجوګرافي
۳۰۰ ۶ د ملا تیر
۴۰۰ ۸ سینه
۴۳۵ ۸.۷ د زړه انجوګرافي
۵۰۰ ۱۰ ګیډه
۵۰۰ ۱۰ خاصره لګن
۵۰۰ ۱۰ مجازی کولونوسکوپی
د ایکس وړانګو او سي ټي سکن د وړانګو دوز تر مینځ توپیر دادی چې د ایکس رې په حالت کې وجود یواځې له یوه اړخه وړانګې اخلي چې د وړانګو تر ټولو لوړ دوز د وړانګې اخیستونکي اړخ په مرکزي برخه کې وي په داسې حال کې چې په سي ټي سکن ماشینونه ټول وجود ته له هرې خوا وړانګې ورکوي چې دا په خپله د وړانګو د لوړ دوز اخیستنې لامل ګرځي.
سي ټي سکن ماشینونه د وړانګو لوړ دوز خپروي چې موئثر دوز یې له ۲ څخه بیا تر ۲۰ ملي سیورټه پورې رسیږي. د وړانګو دغه کچه یو انسان په عادي حالت کې له طبیعي منابعو څخه په ۸ کاله کې اخلي (هر کال شااوخوا ۲.۴ ملي سیورټه). ځيني سي ټي سکن ماشینونه آن تر ۲۰ ملي سیورټ نه هم پورته وړانګې خپروي.

څو ځلې د سي ټي سکن په مټ طبي انځور اخیستنه وجود ته زیان لري ؟
د دې پوښتنې لپاره کره ځواب نشته ځکه کله کله د سي ټي سکن په مټ انځور اخیستنه دومره اړینه وي چې ډاکټر ورته د وارونو شمیر نه محدودي خو په هر حالت کې د وړانګو ډیره وړه کچه هم کولای شي د سرطان لامل وګرځي. خو ډاکټرانو ته د بیلابیلو ناروغیو لپاره د سي ټی سکن د اخستلو تعداد په ګوته شوی دی او ډاکټران باید هغه تل کلک په پام کې ونیسي. د دې لپاره چې د متعددو سي ټي سکن معاینې څخه ځان وژغورۍ ښه به دا وي چې تل د خپل سي ټي سکن او یا هم ایکس رې معاینې انځورونه او پاڼې له ځان سره مصؤون وساتۍ او تل د خپل سي ټي سکن او یا هم بلې معاینې نیټه او د فایل نوم له ځان سره یاددښت کړۍ. ماشومان دې تر وروستي بریده کوښښ وکړي چې سي ټي سکن وانخلي او په ځای یې د نورو ورته معاینو میکانیزم وکاروي.
آیا د امیدوارۍ په وخت کې سي ټي سکن اخیستل زیان لري ؟
د سي ټي سکن معاینه د امیدوارۍ په وخت کې ممنوع نده خو که چیرې له اومیدوارۍ نه مخکې ځل سي ټي سکن پایلې وساتل شي نو د بیځایه آیونایزکونکو وړانګو له اخیستلو څخه به ډ ډه وشي. د اومیدوارو ښځو لپاره د ګیډې په ساحه کې د سي ټي سکن اخیستل ماشوم ته د آیونایزکونکو وړانګو د رسیدلو له کبله نه تجویزیږي. خو د سر، سینې او سږیو سي ټي سکن بیا کوم محدودیت ورته نه لري. که چیرې د مور د مړینې خطر موجود وي او د ګیډې په ساحه کې سي ټي سکن ته اړتیا وي بیا نو کوم محدودیت نشته خو تر ډيره بریده دې کوښښ وشي چې اومیدوارې میرمنې دې سي ټي سکن له اخیستلو ډډه وکړي. هر کله چې اومیدوارې میرمنې ډاکټر ته مراجعه کوي د سي ټي سکن د تجویز په صورت کې دې ډاکټر په دې پوی کړي چې دا اومیدواره ده.

11/12/2014

د کمپیوټر په اړه عمومي معلومات (۱)

تيمور شاه یوسفزی
Larawbar.com 2013-11-14

د کمپیوټر تاریخچه

انسان تل په دې هڅه کي دی چي دسختو کارونوداجراء کېدو دپاره یوه غوره او آسانه لاره پیداکړي، چي دتاریخ په اوږدو کي یې بېلابیل سخت کالي (هارډوېر) او ماشینونه جوړ کړي، او هریو یې دژوندانه په چارو کي آسانتیاوي راوستي.

چینایان لومړني کسان وه چي دمحساباتو په ډګر کي يي ډېري هڅي او پرمختیاوي وکړې، دهغوی نه وروسته پاسکال (PASCAL) فرانسوی ریاضي پوه، لومړی دانشمند وو چي د حساب یو میخانیکي ماشین يې اختراع کړ؛ او دهغه نه وروسته نور پرمختللي د حساب ماشینونه جوړ سول؛ خوپه ۱۸۲۲م کال کي یوه انګرېز، چارلز بابیچ (Charles Babbage)، چي ډېری خلک یې د کمپیوټر دعلم پلار په نوم پېژني، دخپل کاره ماشین دجوړېدو دپاره بېلابیلي نظریې مطرح کړې او بیا له دې نظريو څخه ډېري ګټي واخیستل شوې.

لومړنی محاسباتي کمپيوټر دهاروارډ(Hardward) په پوهنتون کي دibmپه مالي او تخنیکي مرستو، دهارواډایکن په زیار په کال ۱۹۴۴ کي بشپړ او دکار دپاره وګټي ته وسپارل شو. دغه کمپیوټر چي دبېلابیلو تخنیکي او الکترونیکي اجزاءو څخه جوړ شوی و، کټ مټ دنن ورځي جیبي ماشین حسابونوته ورته و، چي د جمع، تفریق، ضرب، تقسیم اوداسي نورو عملیاتو د محاسبه کولو توان يي درلوده؛ خو یوازينی توپير چي یې ترمنځ و هغه داو چي نوموړي ماشین حساب ۳۰ ټنه وزن درلود. تفصیل

د لومړي برخي پي ډي ايف (pdf)

11/12/2014

مریکا کې یوې پیشو خپل مالک د ۱۰ میلیونو ډالرو څښتن کړ.

واشنګټن: هغه خو به مو ډير اوریدلي وي، چې الله چې یې چاته ورکوي نه ګوري چې ورځ ده که شپه خو دا خبره به مو په عمل کې داسې کمه لیدلې وي، راځئ له یوې مو زه خبروم.امریکا کې یوې پیشو خپل مالک د ۱۰ میلیونو ډالرو څښتن کړ.

د امریکا د ایرزونیا ایالت د یوې اوسیدونکې (ټباتا بنډسن) یوې هغې پیشو چې د دې ورته هیڅ پام نه و، پر خپل وړوکي قد او ښه انداز په انټرنیټ کې د ډیرو خلکو پام ځانته راوړاوه او د نندارچیانو د پيسو ورکړې میرمن (بنډسن) د میلیونو ډالرو څښتنه کړه.

تر ټولو جالبه یې دا ده، چې د (ګرمپي) په نوم دغې هوښیارې پیشو ته د امریکايي فلمونو کمپنۍ (هالیوډ) کې د فلم یو رول ورکړل شو، چې دغې چارې ګرمپي ته نور شهرت هم ورکړ، او یوازې همدا فلم په ۱۵ ژبو وژباړل شو، چې کمپنۍ ته ګټې رسیدو د دې حق هم زیاتولو.

د پیشو څښتنه وايي چې دغه پيشو ورته د یو نعمت څخه کمه نه ده، بلکې ترې ډيره هم ده. خبریال تکی کام

یوسف ظریفي

Photos 11/12/2014
11/12/2014

An explosion has been reported in Estiqlal high school in Kabul city. Preliminary reports suggest the blast took place due to a su***de attack.
There are no words regarding the casualties so far. However, there are fears of casualties as the su***de bomber has reportedly detonated his explosives among the gathering of a theatre show.
Gen. Ayub Salangi, Senior Deputy Interior Minister for Security Affairs, said at least one person was killed and over 15 others were injured following the su***de attack.
No group including the Taliban militants has so far claimed responsibility behind the incident

Want your business to be the top-listed Government Service in Pule Khumri?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Gawhargan
P**e Khumri