ورکې هيلې

ورکې هيلې

Share

دلته ستاسوهیلې انعکاس مومي! دې پاڼه کې دخپل ذوق مشاهده وکړئ!

06/01/2026

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

01/08/2025

بابا یې لکه چې پخوا ډېر زورولی😉

01/08/2025

سليمان لايق

«خپل تقصیر»
د خوشحال خټک په څېر لیونی نه یم
چې تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدي

د پښتون ورمېږ په خپله توره غوڅ دی
بیهوده د خون تورونه په بل بل ږدي

د لودي تاج پښتنو په بابر کېښود
په غلطه پر هغه تور د رغل ږدي

د تره‌کي او امین کانه در ياد کړه
که هر څو پښتانه گرمه په کارمل ږدي

نجیب چا پانسی ته جگ کړ بې پښتونه
خو تقصیر په بې تقصیرو لکه تل ږدي

د بابړې پټنگان چا شهیدان کړل
په قیوم باندې که هر څه نوم بدل ږدي

صمد خان بابا د چا په لمسون ومړ
چی ملایې تقصیرونه په اجل ږدي

په پښتون کې توره شته خو پوهه نشته
چې د عقل د آیاتو په سر پَل ږدي

انسان کېښوده ماڼی د لمر په وړانگو
لا زموږ شپانه کېږدی په پېڅول ږدي

مغني پر رباب وغځوه گوتې
چې ساقي د لمر جامونه یو په بل ږدي

گوره بیا څوک د وصال تخت ته رسېږي
د تاریخ ناوی گلونه په اوربل ږدي

راځه دا ساغر په دغه تمه جگ کړو
چې آسمان پیاله د عدل په تکل ږدي

د جومات دېره مې خوشې کړه ملا ته
لیونی د خرابات مې پل په پل ږدي

د لایق مینه به ولې داستان نه شي
چې سجده د غرڅنیو په درشل ږدي

14/07/2025

نن راسره دغه مزاحیه ویډیو وګورئ😜

28/05/2025

استاد ارمان

29/11/2024

چا ویل چې پښتو کې غزل چرته دی

غزل

نه یې اسمان کوي او نه یې دغه ځمکه کوي
په ما بلا لیونتوبونه خپله ورکه کوي

تر میکدې نوی راغلی کس دې ځان وښایي
په جوماتونو کې اعلان د نا درکه کوي

د چا لپاره ده له ځانه سره مینه پکار
د چا لپاره دې له ځانه څخه کرکه کوي

له خدایه پټ نه پاتې کیږي د هیچا شیطانت
ځان ورته څومره ملایکه ملایکه کوي

که څوک پښتون نه وي هغه ته نو بیا مخه نشته
که څوک پښتون وي نو حیا به له نمکه کوي

که مو د ننګ جنازه پورته شوه کړاوه چېرته
څوک به یې ویر له کندهاره تر اټکه کوي

حضرت کړاو منګل

27/11/2024

د مشر سائل صیب کلام!
غزل
لوګی لوګی دې کړمه اور دې نـــــه کړم
سوړ اسويلی دې کړمه شور دې نه کړم

هسې دې تور کړمه پـــه تــــور دمينـــــــې
دخـــپلودواړو سترګو تور د ې نه کړم

پښتـــــو خو بل څه وې تا بل څه اوکړه
بـــيابانـي دې کړم په کور دې نه کـړم

شونډې دې پرانسیتې او چوپ پاتې شوې
پــر هـــر پر هر دې کړم ټکور د ې نه کړم

ديار دزلــــــفــــو نه را الوتـيـــــــه بــاده
سمسور دې کړم خو لور په لوردې نه کړم

نن دې راو کا تۀ په ډک محفل کــــې
ښه شوه د خلکو دپيغور دې نـــه کــــړم

زۀ ستا دخيال دليونتوب سائـــــل وم
هير که دې ډير کړمه خو نور دې نـه کـړم

21/11/2024

غزل

زړه داسي اسانه کله ستا له تور اوربله ځي
ویې رټه څو ورځې به ژاړي بیا پخپله ځي

یه "د غرونو خلکو" دا نړۍ د ارامي نه ده
دلته که ویده شوې نو سیکې به دي له چله ځي

شکر چې در پوهه شوم بېخې مې بې وعدې بوله
اوس دي ستا د زړه په رضا بله ساده ګله ځي

فکر مې له تا کړې توبې را ماتوي ګوره
لا دي هم کوڅې ته دا کافر کله ناکله ځي

وړي ورسره تل زما خوښۍ خوبونه، زړه او خیال
یاد دي تنها راشي خو چې درومي بسته ډله ځي

ماته یې راوګوري په فکر کې خوږې سترګي
څوک چې راته ووایي زړه چرته له ګوګله ځي

څه به زړه راټول کړم په یادونو د بایللي یار
اوس به یي پستې غېږي ته بله یوه اتله ځي

آغلې کامله عزیزي

20/11/2024

غزل

بل شول څراغونه د کمزورو په کېږديو کې
رېږدي قنديلونه د زردارو په ماڼيو کې

غلی، غلی موج اخلي د کنگل احساساتو نیل
اوج اخلي غوغا د فرعونانو په بېړيو کې

تش چې وي د قام له فکره سر به ورته نه وايې
ډېرو خلکو کاڼي دي تړلي په پگړيو کې

سر په اوږو وړمه غرغرو ته د وطن په نوم
زړۀ مې درجار، ساته يې د زلفو غړونديو کې

وينم يې، چې خپله چاړۀ ويني په اوبو کې مرگ
سر وخوړ د مرگ وېرې په سترگو د ژونديو کې

گورې به چې ورځ به کړي، د خلکو د بخت توره شپه
څو کسه دي گورم يې لمرونه په تنديو کې

حق د يو نيمزال تبسم اوس په تا لرو گله!
راغلو يبلې پښې درته په سل دښتې اعزيو کې

خدای وکړه درمله چې سبا مو وي تقدير بدل
قوم اخر د قدر شپه پيدا کړه په پېړيو کې

احسان الله درمل

25/10/2024

دغربت اوج د احتیاج داره څه وکړمه
د وخت دجبر انحصاره څه وکړمه
😓😓
ځار

22/10/2024

دستړي ژوند ستړې کیسې دي
لالیه مه مي غږوه ژړا راځینه

#ټپه
تاسو هم خپله خواري وکړئ!
کومه ټپه چې مو ذهن ته درځي او یا هم چې په کومه ټپه کې دخپل ژوند تصویر وینی ویې لیکئ!

20/09/2024
Want your business to be the top-listed Government Service in Qalat?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Qalat
1234567890