08/03/2017
زمرد:
زمرد د قیمتی ډبرو له ډلی څخه دی چه له سیلیکان ، آلومینیوم او بریلیوم څخه تشکیل شویده په پګمانیتو ډبرو کی پیدا کیږی. د سختی لوړه درجه ئی (۸-۷،۵) ده ، د زمرد لغت عربی دی چی ویل کیږی د سانسکریت څخه چی د شین په معنی ده اخیستل شویده. تر ټولو پیژندل شوی زمرد د کلمبیا دی چی د نړی په سطحه د زمرد تولیدونکی هیواد ګڼل کیږی چه تر اوسه پوری د۱۵۰ شاوخوا زخیری پیژندل شویدی.
زمرد د افغانستان سر بیره په زامبیا ، برزیل ، زیمبابی ، ماداګاسکار ، هندوستان ، روسیه او پاکستان کی هم پیدا کیږی.
01/02/2017
کروم د Cr علامی او ۲۴ اتمی عدد درلودونکی دی چی خړ ځلا لروونکی رنګ لری او د جوش او زنګ په مقابل کی د پام وړ لوړ مقاومت لروونکی عنصر دی.
د کروم اکسید دوه زره کاله مخکی د چین په امپراتوری کی د فلزی وسلو په مخ استفاده تری کیدله، کرم په ۱۷۶۱ کال کی کشف شویده او په ۱۷۹۷ کال کی د کروم فلز د لمړی ځل لپاره د خپلی معدنی ډبری څخه بیل شو چه د هغه وخت څخه تر اوسه تقریباً د نړی ټول کروم د کرومیت د معدنی ډبری څخه لاسته راځی.
د کروم ارزش ددی مادی د زنګ او توژنی د ډیر مقاومت له کبله زیات دی.
12/04/2015
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاتهُ
قدرمنو وروڼو ددی پاڼی د خوښولو څخه نړی مننه ستاسو قدرمنو څخه هیله کیږی که خپل ملګری دی پاڼی ته راوبولی مهربانی به مو وی. مننه د رابل د کانونو ریاست.
12/04/2015
میس او طلا او ارزش لرونکی ډبره ...