د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

Share

Media

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 12/08/2021

د زابل والي: تر وروستۍ سلګۍ پورې د زابلیانو څخه کلکه دفاع کوم

د زابل والي الحاج حمیدالله توخي د امنیه قوماندان، د ملي امنیت د رئیس او د ولایتي شورا د استازو په ملتیا ددې ولایت د ځانګړو ځواکونو د ضربتي کنډک څخه لېدنه وکړه او زیاته یې کړه چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به د زابلیانو څخه کلکه دفاع وکړي.
د زابل والي زیاته کړه چې هیڅ وخت به د زړورو امینتي ځواکونو او زابلیانو پر سر معامله ونکړي او زابل به هیڅ وخت د پردیو غلامانو ته پرې نږدي.

ښاغلي توخي همدارنګه زابلیانو ته ډاډ ورکړ، چې په بېځایه تبلیغاتو ته دې هیڅ تشویش نکوي تر څو چې مې بدن کې یو څاڅکی وینه پاته وي تر هغو پورې به ستاسو څخه کلکه دفاع وکړم او هیچاته به اجازه ورنکړم چې ستاسو ارام او هوسا ژوند نا ارام کړي.
#پنجشنبه۱۴۰۰/۵/۲۱

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 09/08/2021

د زابل والي د کلات بالاحصار څخه لېدنه وکړه.

د زابل والي الحاج حمیدالله توخي د دوهمې پلې لوا د قوماندان په ملتیا د کلات بالاحصار څخه لېدنه وکړه او اړوندو مسوولېنو ته یې د بالا حصار د امنیت د ټېنګښت او ساتنې پخاطر لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي توخي همدارنګه اړوندو مسوولېنو ته سپارښتنه وکړه چې د کلات بالاحصار د تاریخي پلوه زیات ارزښت لرونکی ځای دی، چې ساتنه یې زموږ ټولو دنده او ملي وجیبه ده نو باید د امنیت د لا ټېنګښت لپاره هلې ځلې او امنیتي تدابیر زیات شي.
#دوشنبه۱۴۰۰/۵/۱۹

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 08/08/2021

د ولایتونو امنیتي او د حکومتولۍ وضعیت و ارزول شو
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي او د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګرجنرال ولي محمد احمدزي نن له غرمې وروسته د زابل والي الحاج حمیدالله توخي په ګډون د پروان، بلخ، ننګرهار، فراه، هرات، غزني، بامیان، بغلان، سمنګان، نورستان، بدخشان، لوګر، کونړ، دایکندي، پکتیا، پنجشیر، کندهار، لغمان، پکتیکا، خوست، فاریاب، ارزګان، میدان وردګ، بادغیس، کابل، غور، کاپیسا او تخار ولایتونو له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ویډیو کنفرانس کې یادو والیانو د امنیت د ټینګښت، د حکومتولۍ پیاوړتیا، د جګړې د مدیریت څرنګوالي او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه بشپړ معلومات له ښاغلي کټوازي او ښاغلي احمدزي سره شریک او له جمهوري نظام، سولې پروسې او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د جګړې د مدیریت په برخه کې د والیانو له نوښتونو او فعالیتونو څخه هرکلی وکړ له هغوی څخه یې وغوښتل ترڅو د امنیت د ټینګښت، ښې حکومتولۍ او د پراختیايي او ټولګټو پروژو د پلي کېدو په برخو کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

06/08/2021

د زابل د والي د خواشینۍ او تسلیت پیغام !

په ډېره خواشینۍ او غم سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه پال د هیواد، خاورې او د بیان ازادۍ دښمنانو په یو بزدلانه برید کې په شهادت رسولی.

انالله واناالیه راجعون

خدای ج بخښلی مرحوم مینه پال د هیواد د ځوان کادرونو له جملې څخه یو با استعداده ځوان، ښه ژورنالست فرهنګپال، تکړه لیکوال، سوله خوښونکی، یو غښتلی او پر وطن مین شخص ؤ، چې نشتون یې د هیواد او په خاص ډول د زابل لپاره لویه ضایع ده.

زه د ترهګرو دغه وحشیانه برید په سختو ټکو غندنه کوم، شهید مینه پال ته فردوس جنت، درنې کورنۍ، دوستانو، د رسنیو ټولو استازو، فرهنګپالو، لیکوالو او په ځانګړي ډول زابلیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
په درنښت
د زابل ولایت والي
الحاج حمیدالله توخي

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 05/08/2021

په زابل کې د نظام او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه ولسي غونډه ترسره شوه.

په زابل کې سلګونو تنو دیني عالمانو قومي مشرانو میرمنو او ځوانانو د نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او په هیواد کې د روان وحشت د ژر تر ژره درېدو غوښتنه وکړه.

په دې ولسي غونډه کې د زابل والي الحاج حمیدالله توخي هم وینا وکړه او له یادو ولسونو څخه یې مننه وکړه، چې په هر ډول حالاتو کې یې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او ننګه کړی او د دښمن د وحشتونو او ترهګریزو پلانونو پر ضد یې خپل اواز اوچت کړی.

ښاغلي توخي همدارنګه وویل افغان ولس نور د طالبانو له روان وحشت او ظلم څخه سخت ستړي دي او نه غواړي چې د نظام تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شي او یو ځل بیا تېرو تورو لسېزو ته وروګرځو او میلیونه افغانان مو ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شي.

ښاغلي توخي همدارنګه پر وسلوالو طالبانو باندې هم ږغ وکړ چې نور دې له روانې نا مشروع جګړې لاس واخلي او د افغانانو غوښتنو ته دې لبیک ووايي او د اوسني نظام سره دې اوږه پر اوږه د وطن د آبادي لپاره کار او خدمت وکړي.

په پای کې د یادې غونډې ګډونوال د کلات ښار ته راووتل او په طالبانو باندې یې ږغ وکړ، چې نور دي روانه جګړه بس کړي او د سولې پروسې سره دي یو ځای شي.
#پنجشنبه۱۴۰۰/۵/۱۴

05/08/2021

په زابل کې ۵۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تیره شپه وسله والو ترهګر د کلات ښار د کمربندي پوستو پر څو نقطو باندې ډلیز بریدونه ترسره کړل، چې د افغان امنیتي میړني ځواکونو د کلک غبرګون سره مخ شول، چې پدې بریدونو کې توپچي او هوايي ځواک هم د امنیتي زړورو سرتیرو ملتیا کوله، په پایله کې ۴۶ تنه ترهګر چې پکې د هغوی مهم قوماندانان او سرګروپان شامل دي وژل شوي او ۱۲ نور یې زخمیان شوي دي.

ددې بریدونو پرمهال د وسله والو طالبانو یوشمیر جنګې مهمات او وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي، خو الحمدالله زموږ باتورو سرتیرو ته هیڅ راز زیان ندي رسیدلي.

د زابل ولایت مقام ټولو زابلیانو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه یې شپه او ورځ ستاسو د امنیت د ساتنې لپاره هڅه او کوښښ کوي او نه پریږدي، چې دښمن ستاسو ارامه ژوند نه ارامه کړي او همیشه به دتیري شپې په څېر مات او مخ توري به تښتي.
#پنجشنبه۱۴۰۰/۵/۱۴

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 03/08/2021

د زابل د والي په مشرۍ د بېړنیو حالاتو کمیسیون ناسته ترسره شوه.

د زابل والي الحاج حمیدالله توخي په مشرۍ د بېړنیو حالاتو د کمېسیون ناسته په داسې حال کې ترسره شوه، چې د ټولنېزو چارو مرستیالې آغلې مریم رحماني او د بېړنیو حالاتو کمېسیون غړو برخه لرله.

په نننۍ ناسته کې لومړی د تېرو ناستو اړین موضوعات تعقیب شول او د داخلي بېځایه شویو او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې او د زابل ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست سره د ۵۰۰ ټنه غنمو د مرستې د وېش لپاره پر یو شمېر پلانونو او پروګرامونو باندې خبرې شوې او لازم تصمیمونه ورباندې ونیول شول.
#سېشنبه۱۴۰۰/۵/۱۲
#دزابل ولایت مقام

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 02/08/2021

د زابل والي په مشرۍ د نظامي مجلس نوبتي غوڼده ترسره شوه.

د زابل والي الحاج حمیدالله توخي په مشرۍ د نظامي مجلس نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د نظامي شورا ټولو غړو هم برخه لرله.

په نننۍ جلسه کې د تېرو نظامي مجلسونو موضوعات تعقیب ترڅنګ د زابل ولایت پر امنیتي وضعیت باندې مفصلې خبرې وشوې او لازم تصمیونه ورباندې ونیول شول.
#دوشنبه۱۴۰۰/۴/۱۱
#دزابل ولایت مقام

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 01/08/2021

دزابل والي په مشرۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه ترسره شوه.
نن یکشنبه د زابل والي الحاج حمیدالله توخي په مشرۍ د ادارې مجلس نوبتي غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې د ولایت مقام مرستیالانو، د ټولو ادارو رئیسانو، امرینو او استازو ګډون درلود.

د زابل والي ښاغلي توخي په خپله پیلیزه وینا کې د ټولو ادارو د مسولینو مننه وکړه، چې پدې سختو شرایطو کې د خپلو هیوادوالو خدمت کوي او خپلې ورځنې چارې په عادي ډول مخته وړي.
د زابل والي وویل، چې باید ټول مامورین او ولسونه پدې شرایطو کې د امنیتي ځواکونو سره همکاره اوسي او په هر ډول حالاتو کې د هغوی ملاتړ وکړي، ترڅو هغوی روحیه واخلي او ډاډه اوسي چې ولسونه یې همکاره دي.

د زابل والي همدا ډول د ولسونو د یووالي او اتحاد په مورد هم لارښوونه وکړه او ویې ویل، چې باید ټول د ولسونو په متحد کیدو او راټولولو باندې کار وکړو، چې خپلې دسیمې، کلي او کور امنیت په ساتنه کې مرسته وکړي.

همدا ډول په غونډه کې د اجنډا مطابق د کلات ښاروالۍ لخوا دګنج، اوړو منډوي او صرافانو د ځای د وړاندیز په اړه بحث او خبرې شوې.
په دې اړه په مجلس کې پریکړه وشوه، چې د سینک په ساحه کې دې تعین شوی ځای د پسونو د ګنج لپاره مشخص شي او باید ښاروالۍ ژر تر ژره کار ورباندې پیل کړي او همدا ډول د منډوي لپاره په مجید زابلي ښارګوټي ځای مشخص شو او تر څنګ به یې اوسنۍ د اوړو منډوي د صرافانو لپاره په اساسي ډول جوړیږي او هغوی ته په اختیار کې ورکول کیږي.
د ارشاد حج اوقاف ریاست لخوا بیا د اټغر ولسوالۍ څخه د یودباب مسجد د انتقال موضوع مطرح ېوې وه، چې پدې اړه د زابل والي لارښوونه وکړه، چې یاده موضوع به په رسمي ډول د مرکز سره شریکه شي او وروسته به یې اجراآت ترسره کړي.
په ننني اداري مجلس کې د زابل والي لارښوونه وکړه، چې کابل کندهار عمومي لاره کې د تربار فروشانو لپاره ځای وټاکل شي ترڅو لاره خلاصه او ستونزي حل شي.

په همدې ترتیب د اداري مجلس لخوا د بریښنا امریت ته وړاندیز وشو او د زابل والي لارښوونه وکړه، چې د بریښنا امریت دې د ورځې په جریان کې هم ښاریانو ته بریښنا ورکړي، ترڅو دولتي ادارې، خصوصي سکتور، تولیدي فابریکې، کورونه او نور زابلیان ترې استفاده وکړي.
#یکشنبه۱۴۰۰/۵/۹
#دزابل ولایت مقام

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 01/08/2021

په زابل کې له ۳۰ بې وزله کورنیو سره د غواګانو مرسته وشوه.

د زابل ولایت د کرنې ریاست له ۳۰ تنو غریبو او بې وزله کورنیو سره د غواګانو او یو شمیر لوازمو مرسته په داسې حال کې وکړه، چې مرستیال والي الحاج عنایت الله خان هوتک هم برخه لرله.

د زابل مرستیال والي الحاج عنایت الله خان هوتک وویل چې دا غواګانې او یو شمېر وسایل یې هغه مېرمنو ته ورکړل شول چې اقتصادي ستونزې یې زیاتې وې او د کورنۍ سرپرستان یې نه لرل .

ښاغلي هوتک همدارنګه وویل چې د دې غواګانو او وسایلو په ورکړه سره به د یادو مېرمنو زیاتره اقتصادي ستونزې حل شي او د نورو له احتیاج څخه به خلاصې شي او همدارنګه د حیواني محصلاتو بازار هم ښه شي .
#یکشنبه۱۴۰۰/۵/۹
#دزابل ولایت مقام

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 30/07/2021

د زابل والي د کرونا او ولایتي سل بستریز روغتون له نویو جوړېدونکو ودانیو څخه لېدنه وکړه.

د زابل والي الحاج حمیدالله توخي نن په کلات ښار د کرونا او ولایتي سل بستریز روغتونو له نویو جوړېدونکو ودانیو څخه په داسې حال کې لېدنه وکړه چې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي یې هم ملتیا کوله.

ښاغلي توخي د دواړو روغتونونو د ودانیو رغنیزي چارې له نږدې څخه ولیدلې او اړوندو مسوولېنو ته سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره یې د یادو ودانیو پاتې چارې بشپړې کړي او د پرانستل کېدو او د زابلیانو د خدمت لپاره دې آماده کړي تر څو ناروغان مو نورو ولایتونو او ګاونډیو هیوادونو ته د عادي ناروغۍ د درملنې لپاره محتاج نشي او دلته یې په ښه ډول سره درملنه وشي.
#جمعه۱۴۰۰/۵/۸
#دزابل ولایت مقام

Photos from ‎د زابل ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر‎'s post 30/07/2021

د زابل والي د پرونۍ پېښې له قربانیانو سره نقدي مرسته وکړه.

د زابل والي الحاج حمیدالله توخي د کلا د کلي د پرونۍ پېښې له ټپیانو څخه یو ځل بیا لېدنه وکړه او له دوی سره یې نقدي مرسته او غم شریکي وکړه.

ښاغلي توخي د یادې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د دوی د لا ښې درملنې پخاطر یې نقدي مرسته ورسره وکړه او د ولایتي روغتون ډاکترانو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ټپیانو درملنه او پالنه دې په ښه ډول سره وکړي او که د کومو ټپیانو درملنه دلته ناشونې وي کندهار ته دې ژر تر ژره انتقال کړي.

د یادونې وړ ده چې پرون ماښام د مرکز کلات په کلا کلي کې د ترهګرو طالبانو له لورې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وکړي شهیدان او ۹ تنه زخمیان شوي دي.
#جمعه۱۴۰۰/۴/۸

Want your business to be the top-listed Government Service in Qalat?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Qalat