Hamidullah Muhib

Hamidullah Muhib

Share

ښه کارونه ددې لپاره وکړه چې انسانیت ثابت کړې

07/06/2024
13/09/2022

د یوې پښتنې خور غرور،مینه غوښتنه او جرآت

29/03/2021

په خوست کې له جمهوریت څخه د ملاتړ غونډې انځوریز البم
او په افغانستان کې د ځدراڼو قوم ټولنیزې شورې مشر حاجي مارک ځدراڼ د څرګندونو ځینې مهم ټکي.

Photos from Hamidullah Muhib's post 21/07/2020

مرکز کابل کې دځدراڼو قوم د سرتاسري شورا د رهبریت غونډه ترسره شو!.
22/7/2020
په غونډه کې د ځدراڼو قوم دسرتاسري شورا عمومي رئیس الحاج مارک ځدراڼ د کابل، پکتیا، پکتیکا او خوست څانګو دفتر رئیسانو ته ستړی مه شي وویله او مننه یې ترې وکړه، وروسته حاجي مارک ځدراڼ مفصلې خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د قوم په یووالی او اتحاد زیات ټینګار وکړ، ښاغلي مارک ځدراڼ ددفترونو له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د قوم تعلیم یافته اشخاصو لپاره په یو ځانګړي پلان کار وکړي چې په دولتي بستونو مقررکړی شي او د دولت له ادرسه ګران هېواد افغانستان او دځدراڼو مظلوم قوم ته خدمت وکړي.
ورپسې دځدراڼو قوم دسرتاسري شورا د پکتیکا څانګې رئیس حاجي عمرجان ملنګ خبرې اترې وکړې، نوموړي د شورا عمومي رئیس حاجي مارک ځدراڼ نېک احساس وستایلو او د خپلو فعالیتونو په اړه یې معلومات د رهبری شورا سره شریک کړه.
د پکتیکا څانګې رئیس حاجي عمرجان غوښتنه درلوده، چې د پکتیکا مرکز شرنه کې د ځدراڼ مېشتو ولسونو لپاره یو دفتر پرانیستل شي، تر څو خپل مشکلات او غوښتنې له دوی سره شریک کړي. له هغوی وروسته دکابل، پکتیا او خوست څانګې رئیسانو او مسؤلینو خپل معلومات ، ستونزې او غوښتنې د شورا له عمومی رئیس حاجي مارک ځدراڼ سره شریک کړې.
د غونډې په وروستی برخه کې عمومي رئیس حاجي مارک ځدراڼ یو ځل بیا دخبرو اجازه واخیسته، ښاغلي ځدراڼ یادې ستونزې مهمې یادې کړې او د حال په مورد یې دوی ته ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چې په نیږدې راتلونکو کې به دشرنې سربېره دافغانستان په ټولو هغو ولایتونو کې به دفترونه پرانیستل شي، په کومو کې چې ځدراڼ مېشت وي او د دوی ستونزې ته به د حل لار ومومي.

Photos from Hamidullah Muhib's post 05/07/2020

5/7/2020
د ځدراڼو قوم ټولنیز شورا فعالیتونۀ وستایل شول!

نن د یک شنبې پۀ ورځ د خوست ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو پۀ ریاست کې د ځدراڼو قوم ټولنیزې شورا پۀ ګډون یو شمیر مدني بنسټونۀ او شورا ګانې وستایل شوې.
یاده غونډه چې د خوسټ تولنیزه مرستندویۀ بنسټ لخوا د خوست سرحدونو او قبایلو چارو پۀ ریاست کې د هغو شوراګانو،ټولنو او مدني بنسټونو لپاره ترتیب شوي وه چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره یې نۀ ستړی کېدونکي هلې ځلې کړې وې.
چې پدې برخه کې دوی د مالي همکارۍ ترڅنګ د دې ناروغي د مخنیوي لپاره یې عامه پوهاوای، د صحي خدماتو ګړاندیتوب او د بېوزلۀ او غریبو کورنیو سره نغدي مرستې او کومکونۀ وو چې دوی کړي وو
چې د دې لۀ جملې یو هم د ځدراڼو قوم ټولنیزه شورا وه چې د خوست، پکتیا،پکتیکا او کابل پۀ ولایتونو کې یې پدې برخۀ بې ثاري همکاري کړی وه. چې د ځدراڼو شورا رئیس الحاج مارک تۀ د دې بنسټ لخوا یو اېوارډ ورکړل شو.
د ځدراڼو شورا رئیس هم لۀ دوی منننه وکړه چې دوی یې ستایلی دي او رئیس صاحب ژمنۀ وکړۀ چې د دې خیریۀ بنسټ سره به تل د چې د ولس لپاره یې نه هېرېدونکي هلې ځلې کړیدي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ستاسو ورور او خادم الحاج مارک ځدران

Photos from Hamidullah Muhib's post 23/06/2020

د ځدراڼ ميشتو سيمو د ستونزې حل په موخه د پکتيکا والي او ولايتي ادارې سره ناسته ترسره شو!
23/6/2020
د لويې پکتيا ځدراڼو قوم ټولنيزې شورا رئيس الحاج مارک ځدراڼ په رهبرۍ او د يادې شورا د پکتیکا څانګې په مرسته د ځــدراڼو قوم مشرانو ، ځوانانو او علماوو اکرامو د پکتیکا والي صاحب مجیب الرحمن څمکنې ، د ولایت مرستیال انجینر شیرباد شاه. ارګوني ، واکیل صاحب ډاګټر عزیز عزیز سره لویه غونډه تر سره کړه،
په ناسته کې هغه د ملي اردو قومندانان چې د زیړوک په ولسوالۍ کې دندې ترسره کوي،
د قانون خلاف کړنې یې ځدراڼو قوم ته د منلو وړ نه دي د ځــدراڼ قوم لخوا ولايتي ادارې ته درۍ ورځې وخت ورکړل شو
چې ټول هغه د ملي اردو پرسونل د زیړوک څخه را تبدیل او پر ځای به یې وړ مناسب خلک په دندو وګماري ـ
که تر دریو ورځو کې یاد امنیتي پرسونل تبدیل نشي ځــــدراڼ مجبور دي، چې په مدني حرکت لاس پورې کړي
همداشان ځـــدراڼو ميشتو سيمو د بیا راغــونې. ، روغــتیا او د ارګــون او خوست لویې لارې د نه جوړیدو په هکله زیاتې ګیلې له ولایتې ادارې وکړې
چې والي صاحب او واکیل ډاګټر عزیز عزیز د ځدراڼو دا ګیلې پر ځای وبللې، د ځـــدراڼو میشتو سیمې د پاره یې د لویو پروژو د منظوریدو او د ستونزو د حل کولو وعده وکړه ، والي صاحب په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ولسسونو د غوښتنو سره سم به هغه امنیتي قوماندانان چې په زیړوک کې یې ولسي خلکو ته ستونزې جوړې دي
له دندو ګوښه او قانون منګولو ته به وسپارل شي،
ځدراڼو شورا پکتیکا څانګه

20/06/2020

ځوان کادر د ځوانانو معینیت د کلتوري چارو او رضاکاره ځوانانو پخوانی رئیس ښاغلي لایق شاه ځدراڼ د ځوانانو چارو معینیت د سرپرست په حیث ټاکل شوی، ځدراڼ صیب لوړ استعداد او ښه فکر لرونکی ځوان دی له بل لورې په اړوند مسلک کې د پوره تجروبې څښتن دی باور لرو چې یاد معینیت به د سمون خواته رهنمایی کړي.
په ګمارنه یې زیات خوښ شو نوموړي ته د لابریاوو غوښتونکي یو.
دځدراڼو قوم شورا

19/06/2020

د معین صیب عبدالحبیب ځدراڼ په سپڅلتیا او صداقت پوره باور لرو.
مونږ په هېڅ قیمت دا نه منو چې د مونږ کادرونه دې د سیاسي دسیسو ښکار شي.

Photos from Hamidullah Muhib's post 11/06/2020

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ځــــدراڼو قـــوم علمي شخص
اســـتاد ځواب خان ځدراڼ خپل روح حــق ته وســــپاره
اناالله وناالیه راجعون
استاد ځواب خان ځدراڼ چې دپکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ په یوه دینداره کورنۍ کې فاني نړۍ ته سترګې پرانیستې وې تل یې کوشش کوه چې دیوه ريښتني خدمتګار په توګه په ټولنه کې دعلم مشعالونه روشان کړي.
استاد ځواب خان ته دپاک رب څخه جنت الفردوس
او کورنۍ ته یې صبرالجمیل غواړم

Photos from Hamidullah Muhib's post 06/06/2020

نن شنبه دځدراڼو قوم دټولنیزې شورا رئیس او غړو دځدراڼو لوی قوم دیو شمېر مشرانو او ځوانانو سره لیدنه درلوده. یاده لیدنه چې مرکز کابل کې دځدراڼو قوم دټولنیزې شورا په دفتر کې تر سره شوه دقوم داتحاد او یووالی سربېره پر یوشمېرمهمو موضوعات بخث ترسره شو

16/05/2020

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې،د خوست ولایت تکړه،بااستعداه اومتخصص ډاکټر نېک الرخمن ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند حق ته وسپاره، مړینه یې دافغانستان باالخصوص خوستمېشتو لپاره ستره ضایع وه
ډاکټرصیب واقعاً یو ښه ملګری، تکړه معالج او زړه سوند انسان ؤ، پر مرګ یې د زړه له کومې خواشینی یم، رب تعالی دې شهید ډاکټرصیب ته فردوس جنت، د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، خواخوږو، خپلوانو او په ټوله کې د طب د کورنۍ ټولو قدرمنو غړو ته د ژورې خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم.
انا لله وانا الیه راجعون

Want your business to be the top-listed Government Service in Shahr-e Now?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Shahr-e Now