Bibi Gulalai Mohammadi

Bibi Gulalai Mohammadi

Share

وکیل پارلمان از ولایت ارزگان

13/06/2025

افغانستان د طالب لاس کې لویدل لږترلږه ددین او مذهب په نوم له جګړو خلاص شو
#اسرایل وایی پر ایران پیل شوي بریدونه به لاپراخ کړي

Photos from ‎Kamal naser osuli کمال ناصر اصولي‎'s post 23/07/2022

هیڅ اصول او خود مختاري د هېواد دا اجازه د بهرني هېواد سفیر ته نه ورکوي چې خپله په افغانستان کې سفیر بیا دنورو هېوادونو سفیرانو سره د افغانستان په حالاتو خبرې وکړي .
د بهرنیو چارو وزارت لخوا دا سړي د دا ډول څرګندونو چې افغان وقار او استقلال پکې زیانمن کیږي باید بند شی .
د سفیرانو تګ د افغان دولت رسمي وزارتونو ته په ډیپلوماتیکو اړیکو کې بند دي سفیران صرف د بهرنیو چارو په وزارت کې کولي شی د دولتي چارواکو سره وویني.
که مو دولتي چوکاټ کې ډیپلوماتیک اصول مراعات نه کړل بیا نو د دولت جوړښت درته مشکل کیږي.

03/07/2022

د طالبانو مشر، ملا هبة الله چې تېره ورځ د دې ډلې د علماوو په غونډه کې ګډون کړی ويلي، چې د نړۍ له اټوم بم څخه هم نه وېرېږي. ستاسې له نظره، که ملا هبة الله له اټوم څخه نه وېرېږي؛ نو د چا له ډاره پټ مخ ګرځي؟
ZAWIA News ZAWIA Media

03/06/2022

ابوبکر صديق رضي الله عنه کله چې خلافت ته ورسېده نو وې فرمايلي: زما تنخوا دومره وټاکئ لکه د يو مزدور، که مې ګزاره نه کېدله نو د مزدورانو تنخوا به هم ور ډېره کړم.

02/06/2022

زر ځله ځان سره ژمنه وکړم چې نور یوه کرښه هم نه لیکم.
بیا مې دننه په سینه کې یوه لمبه بله شي لوګی ترې بیرون شي.
څو کاله مخکې چې کرزی جمهور ریس و د جاپان له جمهور ریس سره یې د هغوی د کولتور مطابق ستړي مشي وکړه سر یې له خپلې ټاکلې اندازې څلور سانتي کښته نیولی وو.
د افغانستان ډیرو اخبارونو او راډیو ګانو کې خلکو پرې بدې بدې تبصرې وکړې ارواښاد خلیل زي صاحب دې خدای وبخښي هغوی د افغانستان د کولتور او قانون په رڼا کې پرې یو ډیر خطرناک کالم لیکلی و کالم په ګڼو مجلو او اخبارونو او ویبسایټونو کې خپور شو.
خلیل زي صاحب ورته لیکلي ول چې کرزی خانه دا سر ستا نه بلکه د افغانستان سر دی احتیاط ور سره وکړه بل ځای درشکه داسې کښته نشي.
ورته یې لیکلي ول دا هېواد ډیر ویاړلی او غیرتي هېواد دی دی پینځه زره کاله تاریخ لري لنډه دا چې ډیرې سترې کارنامې لري دا لري او هغه لري.....
نو وزیر صاحب تاته څه ووایم د یو داسې هېواد سفیر ته چې ته یې خپل دفتر ته غوښتی یې او دی درته خپل دفتر کې داسې ناست دی.
دا هېواد چې نومړی یې سفیر دی د امریکا له ډاره دومره نشي کولای چې حتی ستا حکومت په رسمیت وپیژني.
بله دا چې ته ترې د پښتونولۍ په قانون هم مشر یې او د رتبې په لحاظ هم ترې لوړ یې ته وزیر یې او دی ستا په هېواد کې سفیر دی.
ستا ملګري خو دعوه لري وایې چې موږ قدرت په وینو ګټلی که خبره داسې وي نو به خپلو هغه ملګریو ته چې تر خاورو لاندې پراته دي د هغوی روحونو ته څه ځواب ولرې؟
که زما خبره اوسني حکومت منلی ما ورته مشوره ورکوله چې خپلو ملګریو کې ښه چاڼ وکړئ شل کسه هوښیار ملګري را مخته کړئ چې دا کیسه سمه روانه کړي کنه نو ترکستان ته روان یاست خپګان دې ترې کټ وي از ما گفتن بود و گفتیم....

یادونه: لیکنه مې لنډه کړه پوهیدو والا په دې هم پوهیږي.

26/05/2022

امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رض د مصر له والي عمر ابن العاص رض څخه پوښتنه وکړه
که کوم غل درته راوستل سو نو څه ورسره کوې؟
هغه وویل لاس یې پرې کوم
حضرت عمر رض ورته وویل ، او که ماته کوم وږی انسان راوستل سو ، نو زه به ستا لاس پرې کوم

تصویر متن پوری ربط نه لري خو هسی ما ويل اصراف ښه کار ندی

Want your business to be the top-listed Government Service in Shahr-e Now?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Kabul
Shahr-e Now
1003