02/10/2024
*مهر:*
هغه پیسې دي چې ښځه یې د میړه لخوا، د هغې سره د نکاح د تړون کولو یا د دخول کولو له کبله مستحقه ګرځي.
ــــــــــــــ
_الموسوعة الفقهية الكويتية: ټوک ۲۴، مخ ۶۴._
*ولور:*
ولور هغو ټاکلی شويو پيسو ته ويل کېږي چې د زوم د کورنۍ له خوا د ناوې کورنۍ ته ورکول کېږي.
ــــــــــــــ
_زاهد پښتو پښتو سيند، عبدالقيوم زاهد مشواڼی، د افغانستان د علومو اکاډمي، چاپ: ۱۳۵۸ لمریز، دانش خپرندويه ټولنه مخ ۱۰۵۶._
*يادښت:* نن سبا خلک ژبې اړوي را اړوي او ولور ته د جواز ورکولو په پار د مهر نوم ورباندې ږدي.
( وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُۥنَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتٰبِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتٰبِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ)
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 78]
ژباړه: په دوى کي ځیني خلك داسي دي چي د كتاب په لوستلو ژبي داسي اړوي را اړوي چي ته به وايي څه چي لولي هغه د كتاب عبارت دى. په داسي حال کي چي هغه د كتاب عبارت نه وي. هغوى وايي دا څه چي موږ لولو دا د خداى له خوا دي، په داسي حال کي چي هغه د خداى له خوا نه وي. هغوى له پوهي او ادراك سره سره د درواغو وينا د خداى لوري ته منسوبوي.
*د ولور د حراموالي په اړه چې موږ کومې فتواګانې راخيستې دي په لاندې ډول دي:*
`لومړۍ فتویٰ:`
*اوله پوښتنه:* د مهر مقررولو حق د چا دی، او که چېرته داسې لوړ مهر مقرر شي چې سړی مجبور وي او پرېکول يې په غاړه واخلي، او يا له نکاح کولو څخه تېر شي، او د ښځې دا نه وي خوښه او غواړي چې دا مهر (ولور) کم شي، خو د نجلۍ پلار يې نه مني آيا د دې نجلۍ پلار دا حق لري چې مهر پخپله خوښه وټاکي؟
*الجواب:* حامدًا ومصليًّا: مهر د مېرمن حق دی د مهر د ټاکلو واک هم د مېرمنې سره دی نه د هغې د پلار او يابل ولي سره چې دا مهر به د زوجينو په توافق سره ټاکل کېږي، هو که نجلۍ د مهر مثل څخه کم مهر وټاکي نو بيا ولي پلار (وغیره کولی شي چې تر مهر مثل پورې په هغه کې زیاتوالی راولي، خو مستحب دا ده چې مهر کم مقرر کړی شي نه زيات.
ــــــــــــــ
_أن عليا رضى الله عنه قال : الصداق ما تراضى به الزوجان السنن الكبرى للبيهقي: رقم الحديث : ۱۴۷۷۸ ، كتاب الصداق / باب ما يجوز أن يكون مهرا ، ۱۷ / ۲۴۱ ، ط : مجلس دائرة المعارف)_
_وإذا تزوجت المرأة و
06/10/2023
د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپېژنئ!
سکالو:(آغلې محبوبه سراج او د سولې نوبل جایزه)
لیکوال: عبدالکبیر "حساس"
________________________________________________
د نړۍ پر مخ د ننني عصر تر ټولو بدمرغه توکم(پښتون) چې نږدې سل ميليونه وګړي لري او لوړه سلنه یې له خپلو لومړیو حقونو څخه برخمن نه دي. بېوزلي، کډوالي، ټولوژنه، ربړونه، لوږه، له زده کړو څخه محرومیت او لوټماري هغه ویونه دي، چې نړیوالو د دغې جغرافیوي اډانې وګړو ته تل حلال ګڼلي او د ښکېلاک هر لوی او کوچني عنصر پر دغو بېوزلو وګړو خپلې تېرې داړې پڅې کړې دي. د "لږکي پر ډېرکیو حاکم کړه او حکومت پرې وکړه." منفور فورمول هم دلته په ځلونو د نړیوال ښکېلاک د لویو لوبغاړو له لوري د پښتنو د ځپلو لپاره کارول شوی دی؛ خو رب(ج) چې څوک د ځمکې له کرې څخه محوه نه کړي، هېڅ ځواک یې نه شي محوه کولای. د ښکېلاک جبر چې دغه ټولنه يې په لوی لاس نالوستې او محرومه ساتلې او په افغانستان کې یې د خپلو ګوډاګیو لاسوندونو په وسیله د پښتون توکم هر هغه انځور ځپلی او پېکه کړی، چې د دغه توکم د روښانه راتلونکي د ځلېدو زېری یې ورکاوه، هر هغه پښتون ځوان/پېغله یې له ګڼو تورونو سره تر بريد لاندې راوستلي، چې پر نړیوالو دریځونو یې د بریا بيرغ رپاند ساتلی و او ټولې هغه پروژې یې له بنسټه نړولي، چې د دغې خاورې د بقا ضمانت یې کاوه. لنډه دا چې خاینو لږکيو تل د پرديو په ګوډاګیتوب کې د پښتون توکم او خاورې دښمني کړې ده او ان تر دې چې د دغې جغرافیې له پېژند او نوم سره ستونزه او دښمني يې د لمر په څېر روښانه ده او نه غواړي چې دلته د لویو وګړو د برم او شان لوی هېواد شتون ولري او نړیواله ټولنه ورته په هره برخه کې ډیپلوماټیک درناوی ولري.
له ټولو ستونزو سربېره که چېرته زموږ پر بېوزله، نالوستې او محرومه خاوره یوه زړوره او لوستې مېرمن د خپل ولس د چوپړ ډګر ته رادانګي او نړيوال بنسټونه یې هم چارو ته د درناوي په پار "د سولې نوبل جایزې" ته نومانده کړي او د نوماندۍ وروستي پړاو ته هم لاره پیدا کړي، دا چاره باید د هېواد هر پتمن وګړي ته ویاړ وروبښي او د هرې ډلې، ټپلې او اند وګړي یې باید ملاتړ ته راودانګي.
خو درېغه!
په دغه ټولنه کې د تعصب، پردیپالنې او توپېرپالنې ناروغي د ځينو مغرضو او منفورو وګړو په زړونو او ذهنونو کې داسې وحشتناکې رېښې ځغلولې دي، چې د پښتون توکم د هر رښتيني زوی/لور لوړ ګامونه ورته د زغملو وړ نه دي او غواړي له هرې ممکنې لارې یې وځپي. د دوی د دغو منفورو کړنو په لړ کې دا دی، دا ځل یې "د سولې نوبل جایزې" ته وړ نومانده آغلې (محبوبه سراج) یوازې د دې په پار تر برید لاندې راوستله، چې هغه په توکم پښتنه او د پولادي امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان او ستر غازي امیر امان الله خان د کورنۍ غړې او د شاهي کورنۍ لمسۍ ده. پېژند د الله(ج) لیک او ورکړه ده، دا چې څوک چېرته او په کومه کورنۍ کې پیدا کړي، دا الهي چاره ده او هېڅوک دا چاره نه بدلولای او نه چلینج کولای شي. خو تر ټولو د لوی اند وګړي هغه دي، چې وړاندې او وروسته نسلونه یې په کارنامو ویاړ وکړي، خوشال خان خټک بابا په دې اړه څه ښه فرمايي:
نامرد فخر په نسب کا
مرد نه مور لري نه پلار
محبوبه سراج د شاهي کورنۍ هغه غړې ده، چې په خپلو لوړو اندونو او کړنو سره یې د خپلې کورنۍ او افغان ولس نوم یو ځل بیا پر نړیوال دریځ وځلاوه؛ خو په ډېرې خواشينۍ سره د افغان دښمنه کړیو (د تاجــ.کو، ازبـ.کو او هــ.زاره وو ٢٠٠ متعصبو او ناروغو لیکوالانو) نړیوالې ټولنې ته د دروغو له ګڼو تورونو څخه ډک لیک ولېږه او د تر وروستي بریده یې هڅه وکړه چې آغلې سراج ته د نوبل جایزه ورنه کړل شي، چې په دغه چاره کې بریالي هم شول.
دا کار یې ځکه وکړ، چې د آغلې محبوبه سراج په پېژندپاڼه کې توکم پښتون لیکل شوی دی، که نه؛ د شاهي کورنۍ یوه غړي هم پښتو ژبه نه ده زده او په دري ژبه خبرې کوي. خو دلته خبره د وينې ده، که موږ زر ځله خپله ژبه هېره کړو، بیا مو هم یوازې د پېژند په پار ځپي او غواړي چې په دې ډول سره زموږ خاوره، وينه او پېژند ټول د کړکېښ حافظې ته وسپاري او بیا مو په داستانونو کې داسې ياد کړي:
بود، نبود، یک قوم بود، بنام پشتون (و، نه و، یو قام و، د پښتون په نوم).
نو ای! زما قدرمن او ویاړلیه پښتون ولسه!
رب(ج) پر ځانونو حاضر او ناظر وګڼئ او مه پرېږدئ، چې خاوره، پېژند او ارزښتونه مو نور پرديپال مغرضان تر پښو لاندې کړي، اتلان او شخصیتونه مو بې عزته او پتمنې خویندې او میندې مو په نړیوالو دریځونو د دروغو په تورونو مختورې کړي. د خدای لپاره پر ځان او هېواد مو د خپل بدن د غړو په څېر وځورېږئ او له خپلو دښمنانو څخه یې زده کړئ، چې له خپل بوتل څخه څنګه اتل او له موچي څخه څنګه توپچي جوړوي؟
که ځانونه وپېژنو، خپل پېژند ته نړیوال ځواکمن او مشروع تعریف ورکړو او ځانونه د نړۍ له نورو توکمونو سره سیال کړو، هېڅ نړیوال او کورنۍ دښمن مو ځلیدونکي ستوري نه شي پېکه کولای او هر څوک اړ دي چې د متقابل درناوي په هينداره کې مو د تعامل او تعقل له عینکو څخه په لوی درناوي سره انځور وګوري.
________________________________________________
#یادښت: هیله ده چې لیکنه مو پر فېسبوک پاڼو خپره کړئ، تر څو د پښتون توکم د ټولپوهاوي لامل شي او همدارنګه په لیکنو کې مو د آغلې سراج په پلویتوب لاندې ټرینډ هم وکاروئ:
.
05/10/2023
له اتلس (۱۸) کلنۍ وروسته مجردي يوه بربادوونکې پديده ده.
فضل الرحمن "عادل"
#مجرد #ستونزې #رواج #تباهي #حقيقت #ظلم #واده
22/09/2023
په ننني وخت کې د اړيکو د بېخونده کېدو او خرابېدو يو له لويو لاملونو څخه دا هم دی چې کله موږ په يو مجلس کې ګډون کوو هلته د هر رنګه خبرو تر څنګ موږ داسې خبرې هم اورو چې د اورېدلو هيله يې نلرو يا هم نه غواړو چې وايې ورو، او که وايې ورو بيا مو نو زړونه خپه او په يو بېخونده حالت کې لوېږو د دې لامل څه دی او څنګه بايد ځان ترې وساتو؟
الله ﷻ انسانان په بېلابېلو تبیتونو او خویونو پيدا کړي او بيا يې له دې انسانانو څخه ټولنې سيمې او هيوادونه جوړ کړي، په هره سيمه کې د قومونه او قبيلو د رنګارنګ اندونو سره سم رنګارنګ ډلې ګوندونه او غورځنګونه شتون لري، لکه څرنګه چې الله ﷻ فرمايلي: {وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا ۚ} [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 13]
ژباړه: او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چي تاسي يو او بل سره وپيژنئ.
دوی هر يو د خپل قوم او سيمې د ګټو په پار کړنې کوي او لګيا وي، ځينې نور بيا له دوی سره مخالف وي او د همدې مخالفت له کبله وخت ناوخته د هغوی پسې خبرې کوي، بد رد وايي او په سل رنګه نومونو يې تورنوي او د هغوی کمی بيانوي، يا د يو داسې چا ستاينه کوي چې په نورو ښه نه لګېږي يا د نورو په حق کې ظالم او تېری کونکی وي.
بيا ډېر کله داسې پېښېږي چې د ځينو وګړو له خولې دا خبرې په يو داسې مجلس کې هم را وځي چې په هغه مجلس کې د نورو نظريو وګړي هم شتون لري، دا خبرې د دې ناوړه صفتونو؛ حسد، کرکې، بغض (کینې) او دښمنۍ په اساس کېږي، چې په اورېدلو سره يې مقابل لوري ته ازيت او تکليف رسېږي او په يو ډول مشکل کې اخته کېږي او له امله يې هغه کس هم په همدې ناوړه خويونو اخته کېږي، او د اسلام مبارک دين له داسې کارونو په کله منع کړې نبی ﷺ فرمايلي: (لَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَدَابَرُوا ، وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا) صحيح البخاري
ژباړه: يو له بل سره بغض (دښمني) مه کوئ، حسد، رخه، کينه مه کوئ او يو له بل څخه مخ مه اړوئ مه سره خپه کېږي او سره وروڼه شئ (هر کار د ورورګلوۍ په شانې وکړئ).
دا خلک په دې خپل کار چې په مجلسونو کې د نورو خلکو د فکرونو د خرابولو لپاره خبرې کوي په دې خپل کار پخر کوي چې دا د دوی په بشپړ جهالت او ناپوهي دلالت کوي ځکه؟ که چېرته دوی په کوم چا باندې نیوکه لري او يا په چا کې کمی وويني په دوی لازمه ده چې له اخلاقي اصولو سره سم هغوی ته دا خبره په يوازيتوب کې وکړي او که په کوم ګوند نيوکه ولري په مجلسونو کې دې نه بيانوي د خلکو او ټولنې ذهنونه او افکار دې نه خرابوي د مسلمانانو تر منځ اختلافاتو ته دې زور نه ورکوي چې دا د اسلامي ټولنې د ماتېدلو او بې اتفاقۍ لامل ګرځي، او هيڅ ډول ګټه او فایده نه پرې تر لاسه کېږي.
داسې ډېری وګړو په ښو ښو نومونو چې ځانته يې نسبت کوي د مسلمانانو پښې وهلي او د اسلامي ټولنې د بربادۍ لامل ګرځېدلي، هر څوک او هره ډله په ځان ښه نوم ږدي په هر چا کې هر رنګه خلک وي ښو ته به ښه او بدو ته به بد وايو، که ته په هره ډله او ګوند پورې تړاو لرې مهمه نه ده مهمه دا ده چې ته څرنګه يې؟ د الله ﷻ په وړاندې هغه خلک عزتمند دي چې پرهېزګاره وي: {إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ } [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 13]
ژباړه: په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي.
مسلمانانو ته تکليف مه رسوئ، خپلوۍ او ملګرتياوې مه بېخونده کوئ، نفرت مه خپروئ چې دا کار له اسلام سره په ټکر کې دی، مينه خپره کړئ يو بل ته زړونه ورکړئ يه له بل سره مرسته وکړئ په ګډه د اسلامي نړۍ د پرمختګ لپاره ګام پورته کړئ.
لیکنه: فضل الرحمن "عادل"
21/09/2023
دا په کابل کې د خپلو ورونو له خوا ۲۵ کاله د کوټې په یوه خونه کې زنداني شوې مېرمن (نېک بخته) ده.
د کورنیو چارو وزارت د څېړنو پر اساس، نوموړې ددې امله خپل خاوند طلاقه کړې وه چې بچیان یې نه کېدل، د سرپناه په موخه د پلار کره لاړه خو هغوی د رحم پر ځای ورته سترګې بدلې کړې او......
د قضیې په تړاو د نېکبختې یو ورور او درې وریرونه نیول شوي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي، کله چې مو ورله ورور ولچک کاوه، ویل یې معاف یې کړئ، خیر دی 😥
اوس شیخ زاید روغتون کې بستر ده، روحي او جسماني کمزورې شوې...
په داسې کوټه کې ساتل شوې وه چې لمر یې نه لیده، ان تشناب یې نه درلوده...
ګاونډیان یې وايي، د پلار چلند یې د کوڅې له خلکو سره ښه نه و، چا ورسره داسې خاص راشه درشه نه درلوده نو ځکه خو له داسې مهمې پېښې ناخبره ساتل شوي.
***
له حکومت څخه مو په دې تړاو څه غوښتنه ده؟
خپل نظر راسره شریک کړئ
زه ورته د عمري قيد سزاء غواړم 😡