د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست

Share

د پکتیکا ولایت کليو بيارغونې او پراختيا رياست په دې پاڼه کې، د ياد رياست ټول فعاليتونه څارلی شئ.

05/10/2025

۱۴۰۴/۷/۱۳ هـ ش ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس د انګور اډې دمهاجرینو له کمپ څخه لیدنه وکړه

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي احسان‌الله احمد د انګور اډې د مهاجرینو له کمپ څخه لیدنه وکړه. نوموړي د کمپ د اوسېدونکو وضعیت له نږدې وڅاره او د اړتیا وړ توکي یې ورته وسپارل.
رئیس مولوی احسان‌الله احمد وویل
موږ ژمن یو چې د خلکو وضعیت دوامداره وڅارو او د اړتیا وړ مرستې ورته برابرې کړو
د کمپ اوسېدونکو د ریاست له پاملرنې مننه وکړه او دا یې د خلکو د حال احوال اخیستو یوه ارزښتناکه هڅه وبلله.

یاده لیدنه د خلکو د ستونزو د نږدې څېړنې او د همکارۍ د پراخوالي لپاره یو مهم ګام وګڼل شو.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 02/10/2025

۱۴۰۴/۷/۴ هـ ش ۲۴۴۷/۴/۹ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان‌الله احمد د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (UNDP)د ګردیز زون استازو سره ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د هغو پروژو پر وضعیت بحث وشو چې دا مهال د UNDP په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پلي کېږي. همداراز د راتلونکو پلانونو د پروژوپه اړه مفصل بحث وشو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان‌الله احمد د خپلو خبرو پر مهال وویل موږ هڅه کوو چې د ټولو پراختیايي ادارو سره په نږدې همغږۍ کار وکړو ترڅو پروژې شفافې او د خلکو د اړتیاوو مطابق وي.

د UNDP استازو د ریاست له همکارۍ مننه وکړه او څرګنده یې کړه موژ چمتو یو چي د ریاست په همکارۍ د نورو پروژو لپاره دقیقه ارزونه ترسره کړو. دوی زیاته کړه چي د ټولنیزو اړتیاوو له مخې به راتلونکي پلانونه ترتیب او د یاد ریاست سره به شریک شې.

28/09/2025

۱۴۰۴/۷/۶ هـ ش ۱۴۴۷/۴/۵ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي احسان‌الله احمد د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازی او د بدلون څرک راډیو له رئیس ښاغلي خیرالدین ذکي سره ناسته وکړه.
چي په دغه ناسته کې دواړو خواوو د مطبوعاتي همکارۍ د معلوماتو د شریکولو د پراختیا په اړه مفصلې خبرې وکړې.
دکلیوبیارغونې اوپراختیا ریاست رئیس مولوي احسان‌الله احمد په خپلو خبرو کې وویل چي رسنۍ د خلکو او ادارو ترمنځ د اړیکو یوه مهمه وسیله ده چې د شفافو معلوماتو په خپرولو سره د باور فضا رامنځته کوي نوموړي ټینګار وکړ چې د رسنیو له لارې باید خلکو ته دقیق روڼ او مثبت پیغامونه ورسول شي افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي او د بدلون څرک راډیو رئیس خیرالدین ذکي هم د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست اړوند فعالیتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د بدلون څرک راډیو له لارې به د یادریاست اړوند پیغامونه راپورونه او لاسته راوړنې خلکو ته رسوي.
په پای کې دواړو لوریو د دوامداره همکارۍ د خبرتیا د پراخوالي لپاره پر ګډ کار ټینګار وکړ

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 27/09/2025

۱۴۰۴/۷/۵ هـ ش ۱۴۴۷/۴/۴ هـ ق
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس مولوي احسان‌الله احمد د خپلو همکارانو په ملتیا د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ ته سفر وکړ. په دغه سفر کې رئیس مولوي احسان الله احمد داومنې ولسوالۍ ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو سره ناسته وکړه
په دغه ناسته کې د بشري مرستو د عادلانه وېش او د اړمنو کورنیو ترمنځ د شفافیت پر اصل ټينګار وشو محترم رئیس مولوي احسان‌الله احمد وویل د هرې مرستې تر شا باید دقیق معلومات کره لېستونه او د خلکو رضایت موجود وي ځکه یوازې له همغږۍ صداقت او شفافیت سره دا بهیر مؤثره پایله لري نوموړي له ټولو قومي مشرانو ولسوال او سیمه ییزو مسوولینو غوښتنه وکړه چې د مرستو د شفاف وېش لپاره له ریاست سره بشپړه همکاري وکړي مولوي احسان الله احمد د خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست به د خلکو تر څنګ وي او د دوی اړتیاوو ته به په وخت رسیدګي کوی د اومنې ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو د ریاست له شفافو کړنو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مستحقو کسانو لېستونه به له اصولو سره سم چمتو کړي، څو مرسته یوازې مستحقو کسانو ته ورسېږي
یاده لیدنه د خلکو د ستونزو د نږدې څېړنې د باور د زیاتوالي او د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره ارزښتناکه وبلل شوه.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 11/09/2025

۱۴۰۴/۶/۲۰ هـ ش ۱۴۴۷/۳/۱۸ هـ ق
دپکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم رئیس مولوي احسان الله احمد د پکتیکا ولایت مرکز شرنې له یو شمېر قومي مشرانو سره خپل کاري دفتر کې مهمه ناسته ترسره کړه.

په ناسته کې مشرانو د خپلو اړمنو سیمو د خلکو وضعیت له رئیس سره شریک کړ او له اړوندو ادارو څخه یې د بې‌وزله، کونډو، یتیمانو او نورو مستحقو کورنیو د لاسنیوي غوښتنه وکړه.

دوی وویل چې اوس‌مهال ګڼ خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خواړه، سرپناه، او نور اړین خدمتونه نه لري. له ریاست څخه یې وغوښتل چې د خیریه مؤسسو او مرستندویه ادارو له لارې دا ستونزې له نږدې وڅېړي او د مرستو همغږي رامنځته کړي.

دکلیوبیارغونې اوپراختیاریاست رئیس مولوي احسان الله احمد د مشرانو د غوښتنو هرکلی وکړ
او زیاته یې کړه چي ریاست به تخنیکي ټیمونو یادو سیمو وضعیت له نږدې و ارزوي، تر څو مرستې مستحقو ته ورسېږي او د خلکو ترمنځ اعتماد لا زیات شي.

په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د دوامداره همغږۍ له لارې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 10/09/2025

۱۴۰۴/۶/۱۹ هـ ش ۱۴۴۷/۳/۱۷ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمد د خوړو نړیوال پروګرام WFP د مرکزي زون له استازو سره ناسته ترسره کړه

ناسته د ریاست په کاري دفتر کې وشوه، چې پکې د راتلونکو بشري مرستو په اړه تفصیلي خبرې وشوې

رئیس مولوي احسان الله احمد د خوړو نړیوال پروګرام WFP له هڅو مننه وکړه، چې د بې‌وزلو کورنیو د ملاتړ، د خوراکي توکو د رسونې او د اضطراري حالتونو د کنټرول لپاره یې کړي دي
ښاغلې رئیس مولوي احسان الله احمد زیاته کړه موږ د هغو مؤسسو هرکلی کوو چې د ولس د اړتیاوو د درک او پوره کولو لپاره له ریاست سره همغږي لري د خوړونړیوال پروګرام WFP له هغو ادارو څخه ده چې مرسته یې تل اغېزمنه ثابته شوې

دخوړو نړیوال پروګرام WFP استازو ډاډ ورکړ، چې دوی به د ریاست په همغږۍ سره خپلې مرستې اړمنو سیمو ته رسوي، او هڅه به کوي چې د اړتیاوو پر بنسټ، د خوراکي توکو او نورو مهمو توکو ویش ته دوام ورکړي

په پای کې دواړو لوریو د لا ډېرې همکارۍ، شفافیت، او مؤثرې همغږۍ ژمنه وکړه.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 10/09/2025

۱۴۰۴/۶/۱۹ هـ ش ۱۴۴۷/۳/۱۷ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمدد انګور اډې د مهاجرینو له کمپ څخه لیدنه وکړه دا لیدنه د بشري وضعیت ارزونې د موجوده ستونزو د شننې او د حل لارو موندلو په موخه ترسره شوه.

په دې لیدنه کې رئیس مولوي احسان الله احمد په کمپ کې مېشتو مشرانو، اوسېدونکو او ځینو استازو سره جلا جلا خبرې وکړې او د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدې.

مولوي احسان الله احمد ډاډ ورکړ چې د ریاست له خوا به هڅې وشي ترڅو اړمنو کورنیو ته اساسي خدمتونه برابر شي، او اړوندې موسسې به هم همغږې شي ترڅو د مرستو بهیر چټک او اغېزناک شي.

په پای کې رئیس وویل
"موږ د خلکو خدمت ته ژمن یو. د مهاجرینو حالت ته پوره پاملرنه کوو او هڅه کوو چې د شته امکاناتو په رڼا کې مؤثر ګامونه پورته کړو.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 02/09/2025

۱۴۰۴/۶/۱۱ هـ ش ۱۴۴۷/۳/۹ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمد د CDDO مؤسسې له ولایتي مسؤل او د UNOPS د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو ددفتر د جنوب شرق زون عملياتي استازې سره مهمه ناسته ترسره کړه. ناسته د ریاست په کاري دفتر کې وشوه، چې پکې د روانو پرمختیایي پروژو د تطبیق پر بهیر، د چارو پر شفافیت، د ولسونو د رضایت او د راتلونکي کال د برنامو پر اغېزمن پلان‌ جوړونې بحث وشو.

رئیس مولوی احسان الله احمد څرګنده کړه:
موږ غواړو چې پروژې نه یوازې تطبیق شي، بلکې په شفاف، او د خلکو د اړتیاوو مطابق بڼه ولري. د مؤسسو همغږي او باور زموږ د کار کلیدي اصول دي

استازو د روانو پروژو د پرمختګ راپور وړاندې کړ، چي د ځینو خنډونو یادونه یې هم وکړه، او زیاته یې کړه چې د حل لپاره به له ریاست سره ګډ ګامونه پورته کوي.

همداراز دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د راتلونکي کال لپاره باید ټولې پروژې د خلکو د واقعي اړتیاوو له مخې طرحه او تطبیق شي، څو د دوامدارې پراختیا موخې ترلاسه شي.

په پای کې، هوکړه وشوه چې تخنیکي ټیمونه به د راتلونکي پلان په جوړولو کې فعال رول ولري، او د همکاریو دا لړۍ به لا هم منسجمه وساتل شې.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 02/09/2025

۱۴۰۴/۶/۱۱ هـ ش ۱۴۴۷/۳/۹ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمد د سره صلیب له استازو سره ناسته وکړه. دا ناسته د ریاست په کاري دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د خپلو مرستو، همغږۍ، او د اړمنو سیمو د ملاتړ په اړه بحث وشو.

رئیس مولوي احسان الله احمد د سره صلیب له مرستندویه فعالیتونو مننه وکړه او ویې ویل
موږ تل له هغو ادارو سره د ګډ کار هرکلی کوو چې د خلکو ستونزې په رښتینې توګه درک کوي او د حل لپاره یې عملي ګامونه اخلي. سمه همغږي کولای شي چي خپلې مرستې هدف مندې او اغېزمنې کړي

د سره صلیب استازو ډاډ ورکړ چې دوی به د ریاست په همغږۍ سره خپلې مرستې اړمنو سیمو ته رسوي، او هڅه به کوي چې موجوده تشې تر ډېره پوره کړي.

په پای کې دواړو خواوود دوامداره اړیکو، شفاف همکارۍ او د اړتیاوو د واقعي ارزونې لپاره د ګډو پلانونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

Photos from ‎د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست‎'s post 02/09/2025

۱۴۰۴/۶/۱۱ هـ ش ۱۴۴۷/۳/۹ هـ ق
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمد د یو شمېر دولتي استازو په ملتیا د مهاجرینو له یو کمپ څخه لیدنه وکړه. دا لیدنه د سیمې د اړمنو خلکو د حالاتو ارزونې، د اړتیاوو پیژندنې او د مرستو د رسولو په موخه ترسره شوه.

رئیس مولوي احسان الله احمد د انګور اډې دکمپ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د ریاست هڅې یوازې د بیارغونې په برخو پورې محدودې نه دي، بلکې د خلکو ژوند ته د اساسي خدمتونو برابرول، مرسته کول، او د هغوی ستونزو ته رسیدنه د ریاست مهم اهداف دي. هغه زیاته کړه چې د بې‌ځایه شویو کورنیو حالت د جدي پاملرنې وړ دی، او موږ به هڅه وکړو چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دوی لاسنیوی وکړو.

د لیدنې پر مهال، د ریاست له لوري اړمنو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو توکي لکه کمپلې ، ترپالونه،فيملي هايجن کيټونه او نور ورځني توکي وویشل شول، ترڅو د دوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره شي.

د کمپ مشرانو او ځوانانو د رئیس له دې اقدامه مننه وکړه او د دوامداره همکاریو غوښتنه یې وکړه. هغوی غوښتنه وکړه چې په کمپ کې د اوبو، روغتیا، ښوونې او سرپناه په برخه کې هم لازمې پروژې عملي شي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Sharan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Paktika
Sharan
2403