د جوزا ۷ مه!
د روژې په مبارکه میاشت کې به په ښار کې د صفایی خاص خیال ساتل کیژی د ټولو خوراکي توکو کیفیت او د نرخونو کنترول په دوامدا ډول تعقیبږي او هیڅ کاروباري ته به ددې اجازه ورنکړل شي، چې دضرورت ور خوراکی توکی په لوره بیه وپلوری “
دغه څرګندونې دبولدک ښاروال عطاالله (محبوب) نن په اداري ناسته کې ترسره کړې. نوموړي په سر کې د روژې مبارکې میاشتې په راتګ خوښي څرګنده کړه او له ټولو مامورینو یې غوښتنه وکړه، چې پدې وختونو کې خپلو دندو ته متوجه او ارونده وظیفی داسلامی ارشاداتو مطابق؛ په صله رحمی ؛ د انسانی کرامت او ارزشتونو په پام کی نیولو په سمه توگه ترسره کری .
دبولدک ښاروال په ناسته کې د مارکیټونو تنظیم مدیریت ته د اړوندو دتولو خوراکی توکو پلورونکو د سبزیومارکیتونو په شمول دنده وسپارله، چې پدې میاشت کې د ښار د ټولو برخو څخه دوامداره لیدنه ترسره کری ، ترڅو دتاریخ تیرو توکو؛او دشاروالی دمنظوری شوی لایحی سخه د سرغرونی په صورت کی دعاملینو سره قانونی چلند ترسره کری .
سپین بولدک شاروالی Spin Boldak Municipality
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سپین بولدک شاروالی Spin Boldak Municipality, Public & Government Service, Kandahar, Spin Buldak.
24/05/2017
پرون ورز۲ دجوزا ۱۳۹۶مطابق ۲۳-می-۲۰۱۷ دبولدک دشاروالی لخوا دعالی نیکه دلیسی دشاروالی دکمیتی سره پلان غونډه تر سره شوه . په دی ناسته کی دکمیټی دغرو سربیره د یادی لیسی مدیرصاحب محمدصدیق ؛سرمعلم صاحب نورمحمد اوګن شمیر استادانو ګډون درلود؛ په ناسته کی ددی مکتب دکمیتی دموجوده کال پروګرام په اړه مفصل بحث تر سره شو.
یادی کمیټی کلک هوډ څرګند کړ داچه اوس امتحانونه دی دامتحانو دخلاصیدوسره سم به په راتلونکی کی ټولی اووه گونی کمیټی جوړوی او کمیته به دجورشوی پلان مطابق اجراًت ترسره کوی. ناسته دیو ارام اوسوکاله بولدک په اختتامیه دعا پای ته ورسیده .
18/05/2017
پرون ورز ۲۴ دثور ۱۳۹۶مطابق ۱۴-می-۲۰۱۷ دبولدک دشاروالی لخوا دغازی عبدالله خان دلیسی دشاروالی دکمیتی سره پلان غونډه تر سره شوه . په دی ناسته کی دکمیټی سربیره د یادی لیسی مدیرصاحب عبدالخالق ؛دمعارف ریس حاجی بدرالدین دمعارف ریاست فوکل پواینت (توبه وال)اوګن شمیر استادانو ګډون درلود؛ په ناسته کی ددی مکتب دکمیتی دموجوده کال پروګرام په اړه مفصل بحث تر سره شو.
یادی کمیټی کلک هوډ څرګند کړ چه په نژدی راتلونکی کی به ټولی کمیټی جوړوی او شاروالی ته به دورسپارل شوی پلان مطابق اجراًت ترسره کوی ناسته د(توبه وال )صاحب دملی بیرغ په څپانده ساتلو سره سرته ورسیده
18/05/2017
تیره ورز په ۱۳ می-۲۰۱۷مطابق د۲۳-ثور-۱۳۹۶ دکندهارولایت دسپین بولدک ولسوالی دعالی نیکه په لیسه کی دمربوطه مکتب دښاروالی د کمیتی انتخابات؛ د سپین بولدک دشاروالی لخوا(دلوګو) دپروگرام په مرسته ؛ د سیمه ییزو ارگانونو دخپلواکی اداری دطرزالعمل مطابق ترسره شول.
دانتخاباتوپه پروسه کی د مذکوری ولسوالی دمعارف ریس حاجی صاحب بدرالدین ؛ د عالی نیکه دلیسی مدیر شاغلی محمد صدیق ؛سرمعلم ګل محمد ؛ دښاوالی دمنسوبینو برسیره په سلهاوو تنو دلیسی شاګردانو ګډ ون درلود چه په پایله کی :
1: عبدالوالی د عبدالوارث زوی د لیسی دکمیتی د شاروال
2: جان اغا د غلام محمد زوی د شاروال دمعاون
3 : محمد وزیر د حاجی نیک محمد زوی د عامه اگاهی د مسول
4: حیات الله دمحمد شریف زوی د خزانه دار(محاسب) په توگه؛ او هریو
1: نصیب الله د دوست محمد زوی
2: اسدالله دخدایداد زوی
3: مطیع الله دخدایداد زوی
4: نعمت الله دزلمی زوی
5: عبدالمالک دحاجی بورمحمد زوی
6: بسم الله داغاسړی زوی ؛ ددی کمیتی دبورد داعضاًو په توگه وتاکل شول.
یادی کمیټی ته ددوی دوظایفو ددوی دمسوًلیتونو په هکله مفصل معلومات ورکړل شول په پایله کی یادی کمیتی ژمنه وکړه چه دمکتب په چوکات به ټولی کمیټی جوړی او فعالی ساتی؛ کالنی پروګرامونه به دشاروالی سره شریکوی دشاروالی او مکتب سره به د سرسبزی؛ تنظیف؛ دکثافاتو دکمښت ؛دعامه پوهاوی ؛سالم محیط د شهروندوندانو تشویق دوالدینو په شمول دعوایدو دورکړ ی اوپه نورو اړوندو کارونوکی چه په دوی پوری اړه لری دزړه دکومی مرسته تر سره کوی ؛په پای کی دښاروالی مسوًلینو دوی ته ډاډ ورکر چه هرکال به دورزش په حیصه کی تخصیص شوی بودیجه ددوی داولویتونو په تشخیص ددوی سره په همغږی مصرفوی .
18/05/2017
نن ورز ۲۰۱۷-می -۱۵ دسپین بولدک شاروالی دشهر اوسیدونکوته دحساب ورکونی میاشتینی غونډه درلوده . په غونډه کی دشاروالی مسولینو برسیره دسپین بولدک ولسی شوری ریس سلام (پانیزای) اغا محمد (شکرزای )میرزاخان ( سامع زای) گدون کړیوه .
غونډی ته په خطاب کی دبولدک شاروال شاغلی عطاالله (محبوب) دعوایدو دراتولو دعوایدودمصارفاتو دکالنیو پلانونو؛ شاروالی ته دورپیښو ننگونو په باره کی په زړه پوری معلومات ورکړل .شاروال زیاته کړه ددوکاندارانو او کسبه کارانوځنډ دتکس او محصول په ورکړه کی ؛ وظیفوی غفلت؛سرپیچی؛ اوعدم همکاری ددی سبب شوی چه تاکل شوی هدف ترلاسه نه شی . دبله طرفه دبودیجی پروخت ؛ نه منظوری ددی لامل شوی چه دعادی بودیجه لگښتونه دانکشافی بودیجی په نسبت څو برابره لوړشی بیکاری دوام پیدا کړی او خلکوته دضرورت وړ خدمات پر وخت عرضه نه شی .شاروال زیاته کړه دعوایدو دزیاتوالی لپاره ډیری منابع شته دی چه تراوسه غیری فعالی دی که مذکوری منابع فعالی شی نو ختمی ده چه دعوایدو په لوړتیا کی به دپام وړ زیاتولی تر سترگو؛او داکار بغیر دعامه مشارکت همکاری اوهمغژی څخه ناشونی دی .
بل غړی ملک میرزاخان غونډی ته په خطاب کی وویل ددوی وظیفه همدا ده چه ټول کارونه دشاروالی سره په همغږی تر سره دماسترپلان دتطبیق په اره دشاروالی ملا ورغشتلی او هغه به وی چه یو سالم شهر او یوه غشتلی شاروالی ولرو .
دتنظیف اوسرسبزی مقرره
د تنظیف او سرسبزی مقرره :
په تنظیف او پاکی کی شاملی خواوی :
۱:ښاریان
۲: شاروالی
۳: دولتی ادارات
د تنظیف او سرسبزی مقرره:
د شاروالی مکلفیتونه دتنظیف په چارو کی:
څلورمه ماده :
(1) دکثافاتو راټولول، انتقالول او دفنول
(2) د ښار په معینو ساحو کښی د تنظیفاتی بیرلو نو کیښودل او ورسته د
ترانسپورتی وسایطو له خوا دهغوی معلومو ځایونو ته انتقالول
(3) د کثافاتو پاکول اوانتقالول د اجرت په مقابل کی
د تنظیف او سرسبزی په پروسه کی لاندی خواوی شاملی دی :
۱:سرسبزی
۲:ښاروالی
۳:ښاریان
د تنظیف او سرسبزی مقرره:
د ښاروالی مکلفیتونو :
۸ ماده :” ښاروالی د ماستر پلان او تفصیلی پلانونو له مخی په ښار کی بڼونه ،پارکونه، دسرکونوګلدانونه ، چراغونه، ترافیکی جزایر، تفریح ځایونه ، ګلخانی باید ایجاد ، احیا ، اصلاح او انکشاف ورکړی او د هغو مواظبت وکړی.“
۹ ماده:” په ښاری سیمو کښی د زینتی ونواو بټو د پلور ، ویش او اخیستنه د ښار د ماستر پلان او تفصیلی پلانونو په حدود کی دښاروالی او دزراعت له خوا تنظمیږی .“
۲۵ماده:
” ټول ښاری اصناف دښارونو د نظافت د ساتلو په منظورمکلف دی چی خپل ورځنی فعالیتونه په هغو محلاتوکښی ترسره کړی چی د ښاروالی له خوا ورته ټاکل کیږی.“
دصفایی د محصول مقرره :
دوایمه ماده: دصفایی محصول سه شی دی !
د صفایی محصول هغه نقدی پیسی دی چی هرکال د شاروالی د خدماتو په بدل کی د دی مقرری احکامو له مخی د ښار داوسیدونکو څځه اخیستل کیږی
۴ ماده :
دصفایی محصول د حقیقی او حکمی اشخاصو د جایدادونو څخه په
لاندی ډول اخیستل کیږی
۱- د رهایشی کورونو له مجموعی قیمت څخه 0.3%
۲- د دولتی ساختمانونه له مجموعی قیمت څخه 0.6 %
۳- دتولیدی او صنعتی ساختمانونو له مجموعی قیمت څخه 1%
۴- د تجارتی ساختمانونو له مجموعی قیمت څځه 0.75%
دصفایی محصول (۷) ماده:
” د هغه کوورنه چی رسمی سند ونلری د ملکیت د عرفی سندونو په اساس قیمیت ګزاری کیږی او د ناحیی په موقت دفترو کی ثبت او د صفایی محصول یی د دی مقرری د (۴) ماده د حکم سره سم اخیستل کیږی. “
نهمه ماده:
دصفایی محصول مقرره د صفایی کتابچه د ملکیت رسمی سند نشی بلل کیدای صرف د صفایی د محصول د ورکولو سند پیژندل کیږی.
دښاری خدماتو د محصول مقرره ؛
صنفی جواز:
څلورمه ماده :
هغه اهل کسبه او اصناف چی د ښاروالی په محدوده کی فعالیت کوی هغوی مکلف دی چی له اړوندی شاروالی یا ناحیی څخه صنفی جواز واخلی. صنفی جواز له یوه شخص څخه بل شخص ته نه انتقالیږی
د شاروالی دملکیتونو کرایه
۸ ماده :
د ښاروالی د ملکتیونو د کرایی مقرره مستاجر ( کرایه اخیستونکی) نه شی کولای د ښاروالی ملکیت چی په کرایه یی اخیستی دی بل کس ته ورکړی یا بل کس ته به کرایه یا په ګروی ورکړی
۹ ماده : د ښاروالی د ملکیتونو د کرایی دتثبیت مقرره :
” د ښاروالی د ملکیتونو قرار دادونه د یوه کال لپاره د اعتبار وړ دی په استثایی حالاتو کښی تصمیم د لوړو ادارو د اوامرو سره سم نیول کیږی .
د ښاروالۍ دندې:
دښاروالیو قانون : 16ماده:
اداري د ندې:
21. د دغه قانون د حکمونو له په پام کې نیولو سره د لایحو تصویبول
22. د تراثر لاندې ادارو او څانګو لارښوونه
23. د اړوند ښار د خدمتونو په اړه د غونډو بلنه او جوړول
24. د بودجوي پلان د کلنیو عوایدو پلان او لګښتونو کې د سپما په مقصد د تدبیرونو نیول
25. د اداري شورا د پریکړو د اجرا کولو څخه نظارت (کنترول)
31. د مراجعینو د منلو تنظیمول او په خپل وخت او په عادلانه توګه د ښاریانو د شکایتونو حل او فصل کول او په واک کې پر شاملو اجراآتو او تصمیمونو نظارت کول
36. د ښاروالۍ په نمایندګي د مرستې ، هبې او اعانې منل او په دفترونو کې د هغو ثبتول
۱۶ ماده ۳۸ بند:
دښاراصنافو ته د ښاروالی له خوا هرکال د فعالیت جواز ورکول کیږی ۲۱ماده: داصنافو استازی دشاروالی او داصنافو داستازو په موافقی سره ټاکل کیږی
40. د اړوندو څانګو په مرسته د ازدواج، زیږیدنو، مړینو او نقل مکان د باوری رپوټونو راټولول او ثبتول او اړوندو مراجعو ته د هغو سپارل.
د ښاروال، مرستیال او اداري شورا ځینې دندې:
د ښاروال ځینې دندې چې د ښاروالیو په قانون کې لیکل شویدی: د بودجه د تطبیق او د هغې د نظارت واک په ښاروال پورې اړه لری ښاروالان هر یو په خپله اړونده ساحه کې کلنۍ عواید او بودجه اټکل کوی د ښاروالۍ د بودجې مصرف او د هغې نظارت ښاروال کولې شي خپل واک مرستیالانوته ولیږدوي
د ښاروالۍ د اداري مجلس دندې:
د ښاروالۍ وړاندې شوې بودجه تایید په بیړنۍ حالت کې د امانت ذخیره بودجه استفاده او مصرف د حکومت مالیې وزارت ته د بودجه د زیاتیدو وړاندیز .
نور قوانین او مقررې:
د ښاري خدمتونو د محصول قانون
د ځمکې د استملاک قانون
د ښارونو ښیرازې او تنظیف مقرره
د صفایی د محصول مقرره
د اطرافی مسافروړونکو نقلیه واسطو د تم ځای د محصول مقرره
د ښاروالۍ د ملکیتونو د کرایی د تثبیت مقرره
د ښاري خدماتو د محصول مقرره او نورې مقررې
د ښاروالۍ دندې:
دښاروالیو قانون : 16ماده:
عمودی او افقی همغږي دندې:
8. د ناروغیو د خپریدو د مخنیوۍ او د ژواندانه د چاپیریال په ساتنی پورې د اړوندو تدبیرونو په پلې کولو کې له روغتیایی موسسو سره د همکاری د تامینولو لپاره د تدبیرونو نیول
13. د خوراکی موادو په برابرولو او ویش کې د مرستې او د معیشتي خدمتونو د ښه والې لپاره د تدبیرونو نیول
15. په اسلامی روحیې سره د بدني روزنې او ورزش د پرمختیا په کارکې د مرستې لپاره د تدبیرونو نیول
17. د اړوندو اداره د همکاری په جلبولو سره د تاریخي او فرهنګي آثارو او آبداتو په ساتنه، څارنه او ترمیم کې د مرستې لپاره د تدبیرونو نیول
18. د احصاییوی ارقامو او د نفوسو د احوال (دیموګرافي) په راټولو کې د مرستې په غرض د تدبیرونو نیول
20. په اړونده ساحه کې د اسلامی موازینو له په نظر کې نیولو سره د اړوندو ادارو په واسطه د بیسوادي پرخلاف د مبارزې په کار کې د اغیزمنې همکاری د عمومی او فرهنګی تعلیماتو د سطحې د لوړولو، خلکوته د مسلکی زده کړې، د ټولنیزو خدمتونو د شبکو او د عمومی او مسلکی تعلیماتو د ښونځیو او کتابتونونو د پرمختیا لپاره د تدبیرونو نیول
26. د ښار په حوزه کې د ترافیکی تاسیساتو د دوانیو په هکله د نظر څرګندول
32. د اړوندو مراجعو په همکاری په سیمه کې د ټولنیزو او اقتصادی لومړنیو او بیړنیو اړتیاوو په له منځه وړلو کې مرسته
42. د قانونیت او ټولنیز نظم په ټینکښت، د امنیت په تامینولو او د ټولنې په سوکالی کې مرسته 43. د سیمې د اوسیدونکو د قانونی ګټو نه په دفاع کې مرسته کول
44. د ټولنې په جوړولو او د اسلامی واکمني په ټینګښت کې هر اړخیزه مرسته کول
د ښاروالۍ دندې :
دښاروالیو قانون : 16ماده :
انتظامی دندې!
5. له مقررې سره سم د اماکنو د بیو ټاکنه.
6. له مقررې سره سم د ښاروالۍ د ملکیتونو د کرایی تثبیتول
10. د استملاک د قانون له حکمونو سره سم د ځمکو استملاک کول.
14. د بیو او د اندازه کولو د وسایلو څارنه (کنترول) او په اړونده ساحه کې د متریک سیستم تنظیمول او عامول
19. د قانون له حکمونو سره سم د ښاری خدمتونو د محصول تحصیلول
27 . د مالونو د حلالولو د ځای ټاکل او د قصابیو د روغتیایی چارو ښه تنظیمول او د هغو نظارت کول
28. دطرزالعمل اومنظوری شوی مقرری مطابق نرخنامې ویشل.
29. د شرطنامو، ژمن لیکونو (تعهدنامو) قراردادونو او د ښاروالۍ د ملکیتونو د اجراې څیړه 35. د فنی هیيت د نظر په اساس د ویجاړیدو په حال کې د ودانیو د ړنګولو په هکله د تصمیم نیول
37. د اړوندې حوزې د امنیتی موظفینو په مرسته د په خپل سر ودانیو د جوړولو مخنیوي
38. د ښار اصنافو ته د صنفی جوازلیکونو ورکول
39. د بهرنیو موسسو خدماتی کارګرانو ته د کار د جواز لیکونو ورکول
41. په ټینګه د نرخنامو تطبیقول
د ښاروالۍ دندې:
دښاروالیو قانون :
16ماده :
۱:خدمت رسونې دندې
۲: انتظامی دندې
۳: عمودی او افقی همغږي دندې
۴: اداري دندې
د ښاروالۍ دندې:
دښاروالیو قانون : 16ماده :
خدمت رسونې دندې :
1. د ښاریانو د ژوندانه د آسانتیاوو د تامین لپاره چې په اړونده ساحه کې ژوند کوي د تدبیر نیول
2. د اړوندو مراجعو له لارې د څاګانو، کاریزونو ، ډنډونو او د څښاک د اوبو د مخزنونو د جوړولو ساتنې او څارنې لپاره د تدبیرونو نیول
3. د ښارونو او ناحیو د سمسورتیا د ساتنې او جوړونې د د شنو ساحو د پراختیا د اړوندو سیمو د پاکوالې او نظافت د تامین او د ژوندانه د چاپیریال د ساتنې لپاره د تدبیرونو نیول
4 . په ممکنو پلانې ساحو کې د خصوصي پانګي اجونې د جلبولو له لارې د واټونو ، د بدنې روزنې د ډګرونو، عمومي تشنابونو، حمامونو، منډه يي ګانو، مارکیټونو او د فرهنګي او مدني مرکزونو د جوړولو او ودانولو لپاره د تدبیرونو نیول
7. د اړوندو ادارو په مرسته د حمامونو ، مطعم (رستورانونو) ، هوټلونو، میلمستونونو، سماوارونو، د لمبلو د ډنډونو، سالونونو او د خوراکی موادو د نورو پلورونکو د نظافت د ساتنی او څارنې لپاره د تدبیرونو نیول
8.له اړوندی مقررې سره سم داستوګنې د کورونو او تجارتی ساحو د جوړولو لپاره د ځمکی د نمرو د ویش په هکله د تدبیرونو نیول
11 د استوګنې د مرکزونو د جوړلو او ودانولو، د سړکونو، کوڅو او د استوګنې د سیمو د ساتنې او څارنې په کار کې د ونډې اخیستنې لپاره د تدبیرونو نیول
12 . د اړوندې ادارې له خوا د ښاري حمل او نقل د واسطو د سالمې ودې لپاره د تدبیرونو نیول.
16 . د تنظیف او سمسورتیا د فعالیت او د ښارې خدمتونو د نورو ګټورو فعالیتونو په ترسره کولو کې د خلکو د خپلې خوښې مرستې جلبول.
30. د ښارونو په د ننه که د عامه ویالو او لښتیو جوړول، ترمیمول او پاکول
33. د مړو د ښخولو د سیمو (حضیرو) تثبیتول.
34. د سری میاشتې په همکارۍ په وړیا توګه د مجهول الهویه او بی وارثو مړو د تکفین او ښخولو د مدرکونو د سمبالتیا لپاره د تدبیرونو نیول .
سپین بولدک شاروالی
2 hrs ·
د ښاروالۍ مالي چارې دښاروالیو قانون :
11 ماده :
” د ښاروالیو بودجه له دوو برخو عادي او پرمختیایي (انکشافي) څخه جوړه او لکښتونه یي له تحصیل شویو عوایدو څخه په لاندی توګه تمویلیږي: عادي بودجه د ښاروالۍ له ۴۵ فیصده ثابت عاید څخه تمویل او د نه امکان په صورت کې له پاتې ۵۵ فیصده ثابتې او غیر ثابتې او په بانک کې د ښاروالۍ د شتمني (دارایی) څخه تمویلیږي. انکشافي بودجه د ښاروالۍ د ثابت او غیرثابت ۵۵ فیصده پاتې عاید څخه او په بانک کې د ښاروالۍ له موجودې شتمني (دارایی) څخه تمویلیږي په استثنایی حالاتو کې چې د پرمختیایي پلان تطبیق د ښاروالۍ له مالي وجوهو څخه میسر نه وي د دولت د پرمختیایي بودجې له لارې مرسته کیږي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Kandahar
Spin Buldak
