06/23/2026
نن د مرکز ملګری ټول سره راټول شوي و او دحضرت صاحب نعمت الله مچددی دمور بی بی او داکتر صاحب محمد شاکر نوری دتره زوی اوً اوخښې لپاره یې په دفتر کې د ختم القران دعا او نذرانې مراسم نیولی و
ملګرو په پوره اخلاص سره ګډون وکړ او مرحومینو ته ېی داخلاص دعا وکړه
06/15/2026
د پشهيي ژبې د ملي ورځې په مناسبت د غونډې لنډ راپور
د سلګونو هېوادوالو په ګډون، نن د جوزا ۲۴مه د پشهيي ژبې ملي ورځ د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د افغانستان د پشهيي ځوانانو د ټولنې په نوښت په شانداره او پرتمینه فضا کې ونمانځل شوه.
غونډه د مولانا محمد ایاز صافي له خوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت او ژباړې سره پرانیستل شوه. په دې فرهنګي او ملي غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مرستیال الحاج محمد نذیر احمدزي، د پخواني پارلمان منشي عرفان الله عرفان، د ګڼو ولایتونو پخواني والي عبدالجبار نعیمي، په کاناډا کې دافغانستان پخوانۍ سفيرې او د کابل دخلکو استازي اغلې شينکۍ کړوخيل ، د ننګرهار د خلکو پخوانۍ استازې، شاعره او لیکواله صفیه صدیقي، لیکوال، شاعر او شنونکی روښان خادم، د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز په استازیتوب څارنوال شکرالله خوږیاڼی، اغلې مسکا ترين ،ډاکټر عرفان الله همت ،ښاغلی وحيد ستوری او ګڼ شمېر نورو فرهنګي، ټولنیزو او علمي شخصیتونو ګډون کړی و.
ویناوالو د پشهيي ژبې د ارزښت، لرغونتوب، فرهنګي شتمنۍ او د پشهيي قوم د تاریخي او ټولنیز رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دې ژبې د ساتنې، پراختیا او راتلونکو نسلونو ته د لېږدولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د غونډې په ترڅ کې الحاج محمد ایوب، د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د فرهنګي چارو مسؤول، ژمنه وکړه چې د پشهيي ژبې یو کتاب به په خپل شخصي لګښت چاپ او خپور کړي، څو د دې ژبې د ودې او بډاینې لپاره یو عملي ګام پورته شي.
غونډه په ملي، فرهنګي او وطندوسته فضا کې ترسره شوه او په خوښۍ او ښه نظم سره پای ته ورسېده. د غونډې په وروستیو شېبو کې ښاغلي حنیف الله پشهيي د ټولو راغلو مېلمنو، ویناوالو، فرهنګیانو او ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او دغه پروګرام یې د پشهيي ژبې او فرهنګ د ودې لپاره یو بریالی او تاریخي ګام وباله.
همدارنګه ځوانانود پشه يې ځوانانو دټولنې مشر ښاغلی حنیف الله پشه يې ته د وياړ لونګی په سر کړه .
د پروګرام په پای کې ګډونوالو په هغه مېلمستیا کې ګډون وکړ چې د افغانستان د پشهيي ځوانانو د ټولنې له خوا ورته برابره شوې وه. همدارنګه د خوښۍ په فضا کې هنري او موسیقيز پروګرام (ټنګ ټکور) هم ترسره شو او ځوانانو د خپلې ژبې او فرهنګ د ملي ورځې خوښي د اتڼونو او ملي نڅاوو په ترسره کولو سره ولمانځله.
ګډونوالو د ورته فرهنګي او علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او د پشهيي ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.
06/12/2026
انالله واناالیه راجعون
د فاتحې خبرتیا
نعمت الله مجددي (زوی)،غلام غوث مجددي (د خور خاوند او د ترور زوی)،الحاج حضرت عبدالرحمن مجددي (د ترور زوی)،
محب الله مجددي (لمسی)، سید منیر شریفي (د لمسۍ خاوند)،
عزت الله مجددي او محمد معصوم مجددي (د کاکا لمسیان)،
غلام فاروق مجددي، غلام معشوق مجددي او غلام دستګیر (فرهاد) مجددي (خوريونه)،محمد طارق مجددي (وراره)،
عبدالکریم مجددي، عبدالوکیل (امجد) همت او محمد (د خورزو خاوندان)،او د مجددي کورنۍ نور غړي،
خپلو دوستانو، خپلوانو او خواخوږو ته په ډېرې خواشینۍ خبر ورکوي چې د مرحومې بي بي حاجي، د نعمت الله مجددي د مور، د وفات له امله چې جنازه یې لا مخکې په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوې ده، د نارینهوو او ښځینهوو د فاتحې مراسم د مرحومې د روح د ثواب رسولو په موخه د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د امت نبوي جامع جومات کې ترسره کېږي.
له دوستانو، خپلوانو او ټولو خواخوږو څخه په درنښت هیله کېږي چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي او د مرحومې د روح د مغفرت لپاره دعاوې وکړي.
د مرحومې روح دې ښاد وي او یاد دې یې تلپاتې وي.
پته:
امت نبوي جامع جومات
2074 Kipling Ave, Etobicoke, ON M9W 4J9
انالله واناالیه راجعون
اعلان فاتحه
نعمت الله مجددی پسر
غلام غوث مجددی شوهرهمشیره و پسرعمه
الحاج حضرت عبدالرحمن مجددی پسرعمه
محب الله مجددی نواسه، سیدمنیرشریفی شوهرنواسه
عزت الله مجددی و محمدمعصوم مجددی نواسه های کاکا
غلام فاروق مجددی، غلام معشوق مجددی و غلام دستگیر(فرهاد)مجددی خواهرزاده ها
محمدطارق مجددی برادرزاده
عبدالکریم مجددی، عبدالوکیل(امجد) همت و محمد شوهران خواهرزاده ها
و سایراعضای خانواده مجددی
نسبت وفات مرحومه بی بی حاجی والده نعمت الله مجددی که جنازه شان قبلاً در افغانستان بخاک سپرده شده به اطلاع دوستان میرسانند که مراسم فاتحه خوانی زنانه و مردانه جهت ایصال ثواب به روز یکشنبه مورخ 14 جون 2026 از ساعت 10 صبح الی 12 ظهر در مسجد جامع امت نبوی برگزار میگردد. روح مرحومه شاد و یادشان گرامی باد
آدرس مسجد:
2074 Kipling Ave, Etobicoke, ON M9W 4J9
06/09/2026
منیر احمد کاکړ (نوری) داكتر محمد شاكر کاکړ (نوری) د کاکا زامن.
زبیر احمد کاکړ، مشتاق احمد کاکړ ، بهیر احمد کاکړ ، او نوح کاکړ وریرونه.
داکتر محمد شاکر کاکړ (نوری) اوښي.
احمدالله صدیقی خوریه
انجينير نجيب الله على خيل انجينير عبدالمالك على خيل٬داكتر نيک
محمد همدرد زومان.
د ډګرمن اقا محمد كاكر د مرينى له كبله دوستانو ته خبر وركول كيږى چى دمرحوم جنازه په کابل کی خاورو ته سپارل شوی، د خدای بښلی فاتحه دلته په تورنتو کی د یکشنبی په ورز د جون په ١٤ نیټه
امت النبوی مسجد کی د سهار ١٠ څخه تر ١٢ بجو ماسپښین اغستل کیږی ملګری او دوستان دی خبر وی.
2074 Kipling Ave, Etobicoke, ON M9W 4J9
06/06/2026
د فاتحې اعلان!
د پخواني جمهور رئیس ستر سلاکار عبدالرشید ایوبي او فیض الرحمن ایوبي خسر، مرحوم الحاج سید ظاهر شاه، د سید رسول ګل، سید ناور شاه، سید خان او سید عمر پلار، چې جنازه یې په خپل ګران هېواد کې ترسره شوې ده، د مرحوم د دعا او فاتحې مراسم به د کاناډا، ټورنټو ښار د امت نبوي جامع مسجد کې ترسره کېږي.
نېټه: یکشنبه، د جون ۷مه نېټه
وخت: د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پورې
ځای: د امت نبوي جامع مسجد
ادرس: 2074 Kipling Ave, Etobicoke, ON M9W 4J9
نوټ: د ښځینهوو لپاره هم د مسجد سره تر څنګ خونه کې د فاتحې اخېستلو ترتیبات نیول شوي دي.
روح یې ښاد او جنت الفردوس یې نصیب.
06/04/2026
دمړينې او جنازې خبرتیا
په ډېرې خواشینۍ سره خبر ترلاسه شو چې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د پخواني رئیس او بنسټ اېښودونکي، ښاغلي حضرت نعمت الله مجددي مور بي بي په افغانستان کې وفات شوې ده.
د ارواښادې د جنازې لمونځ به نن جمعه د غبرګولي (جوزا) په ۱۵مه، د سهار په ۱۱:۰۰ بجو د پروان ولایت د چاریکار ښار د خواجه سیاران کلي د حضرت مجددي په هدیره کې ادا شي.
د فاتحې او دعا مراسم به د جمعې له لمانځه وروسته د یاد کلي په حضرت عمر فاروق (رض) جومات کې ترسره شي.
موږ د مرحومې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د زړه له کومې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو او د لوی خدای (ج) له درباره مرحومې ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
05/31/2026
اوس د رغنده روایت جوړولو او پیاوړي کولو وخت دی
ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن راته په داسې یوه غونډه کې بلنه راکړل شوې وه، چې هلته د یوې داسې خور نمانځنه او درناوی کېده چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې د افغانو کډوالو، ټولنیزې ودې او کلتور په برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
دا نمانځغونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې یو شمېر هېوادوال د ځینو نورو هېوادوالو پر تخریب او سپکاوي پیسې مصرفوي. په ټولنیزو رسنیو کې اخته دي او د افغانانو تر منځ د نفاق تخمونه شیندي. سپکې سپورې وایي. نن په نړۍ کې ملتونه د خپل هویت، کلتور، دودونو او غوره رواجونو د پېژندلو لپاره په میلیونونو شتمني مصرفوي، خو بدبختانه زموږ یو شمېر کړۍ برعکس د افغانانو د هویت، کلتور او پېژندنې د له منځه وړلو په خاطر پرېمانه پیسې او انرژي کاروي.
په دې حساس تاریخي وخت کې داسې خلکو ته اړتیا ده چې د سولې خبرې وکړي، د جوړولو خبرې وکړي، د زخمونو د مرهم کولو خبرې وکړي. په همدې خاطر زه د ANSS ټولنې له مشرتابه څخه ډېره مننه کوم چې دغسې رغنده غونډه یې رابللې او د تخریبي هلو ځلو پر ځای یې د هېوادوالو تر منځ د ملي یووالي، یو بل ته د درناوي او د آباد افغانستان موخو ته کار کوي. دا چې نن د پیاوړې خور صفیه صدیقي لپاره نمانځغونډه جوړه شوې او هېوادوال یې په مثبت فکر راټول کړي، دا پر دې دلالت کوي چې دا مرکز په هېواد کې د ملي هویت پېژندنې، یووالي او تلپاتې سولې ته کلکه ژمنتیا لري. هیله ده چې ټول افغانان د خپل وس مطابق د هېواد لپاره د رغنده لیدلوري او ملي یووالي په پیاوړتیا کې خپله ونډه واخلي.
مننه.