د ښه ملګري ځانګړنې
ـ ښه ملګري هڅه کوي، چې نورو ته مو ښه معرفي کړي. دومره ښه چې تاسو هم خپل ښه والي ته حیران شئ.
ـ ښه ملګری ستاسو عیبونه درته په ګوته کوي. بد ملګري برعکس وي، هغوی ستاسو ستونزې ددې پر ځای چې تاسو ته ووایي، نورو ته وايي.
ـ ښه ملګري مو په نشتون کې ملاتړ کوي. مخامخ هرڅوک له تاسو دفاع کوي. مګر ښه ملګری هغه دی، چې په غیاب کې مو ملاتړی وي.
ـ په سختو ورځو کې مو ترڅنګ ولاړ وي. د ښې ورځې یاران بېخي ډېر وي. کله چې په ستونزه کې وئ او چا لاس درکړ، همدا مو ښه ملګری دی. له لاسه ورکول یې لوی زیان دی.
ـ ښه ملګري هڅه کوي، سمې لارې ته مو برابر کړي. هغوی چې تل تاسو ته نصیحت کوي او له بدې لارې مو ژغوري قدر یې وکړئ. دا خورا ارزښتمن خلګ دي.
ـ که له یو ملګري/ملګرو سره تاسو وخت تېر کړ، وروسته مو حس کړه، چې مثبت بدلون مو کړی، دا خلګ له لاسه مه ورکوئ. ځکه چې په حقیقت کې ښه ملګري همدوی ته ویل کېږي.
ـ ښه ملګری تاسو ته ډاډ درکوي، ستاسو د کارونو د ښه والي لپاره مو تل هڅوي، ترڅو پر ځان باور ترلاسه کړئ او ښه وځلېږئ.
ـ خو یوه خبره باید هېره نه کړئ، چې که تاسو د ښه ملګري غوښتونکي یئ نو نور هم غواړي ښه ملګري ولري. موخه دا ده، چې هڅه وکړئ تاسو هم پورتنۍ ځانګړنې ولرئ ترڅو د نورو خلکو ښه ملګري اوسئ.
Mohammad Rafiq “Hamdard” “محمدرفیق “همدرد
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mohammad Rafiq “Hamdard” “محمدرفیق “همدرد, Political Party, Toronto, ON.
اِذَا غَضِبَ اَحَدُكُمْ فَلْيَسْكُتْله تاسي څخه چي هر څوك په غوسه سو، بايد چي پټه خوله سی.(صحيح الجامع )۶۹۳
06/08/2025
الحمد لله، الذی بلغنا إلیٰ یوم العید، و رزقنا من الخیر و البرکات، و جعلنا من أهل الإسلام و الإیمان.
د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت خپلو ټولو ګرانو هیوادوالو، دوستانو، ملګرو، او د نړی ټول مسلمان ملت ته مبارکی وړاندی کوم.
ستر څښتن تعلی مو ټول عبادات (لمونځونه، دعاوی، خواستونه، قربانی…) په خپل دربار کی درڅخه قبول او منظور او په داخل د حاجیانو صاحبانو کی حساب سی.
الله ج دې یاد اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د همیشنیو خوښیو، برکتونو، سلامتیو، کامیابیو او تل پاته سولی او امن وسیله وګرځوي.
همیش او خصوصاً پدی مبارکو ورځو کی د محتاجو، کونډو، یتیمانو، بېوسو او غریبو کورنیو لاس نیوی وکړو او تل د یوالی، اخلاص او مینی پیغام خپور کړی.
په ډیر درنښت
حاجی همدرد
دوه شپنۍ تفریحی میله دټورنټو شمال سوډبري کی
Toronto to Sudbury
(مسافر)
كه څوک مو نه كوى پوښتنه خدايه آباد يى لرى
مـوږ ته په هـر حال د يارانـو خوشحالى پكار ده
او
د مجبورى ژوندونه تير به شي خو هير به نشى
سـتا هر يو درد مـى په پرهر پرهر سيـنه ليكلى
ملكرتيا، نه فكر، نه ښايست، او نه پیسو ته اړتیا لری خو بلکی يوازي يو پاک زړه، پاک ضمير او باور ته اړتيا لري!
- هغه ملګري چي تاسو خپلو دنیاوي او آخرتي مسئولیتونو ته متوجه کوي. ۱- هغه ملګري چي تاسو ته الله تعالی او آخرت در پیادوي. ۲- هغه ملګري چي تاسو علم ته تشویقوي او په علم باندی مو عمل کولو ته متوجه کوي. ۳- هغه ملګري چي تاسو د دین خدمت کولو ته تشویقوي. ۴- هغه ملګري چي تاسو کار کولو او فعالیت ته هڅوي. ۵- هغه ملګري چي تاسو ته ښه کتاب د مطالعي دپاره در کوي. ۶- هغه ملګري چي په غم او ښادي ، فقر او غني کي در سره مل وي. ۷- هغه ملګري چي تاسو د هر ډول ګناه څخه را ګرځوي. نو داسي ملګري د الله تعالي ستر نعمت وګڼئ او له لاسه یی مه ور کوئ!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Toronto, ON
