Afghan Network For Social Services

Afghan Network For Social Services

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Network For Social Services, Social service, 203/100 Melvin Avenue, Toronto, ON.

ANSS Foundation established by a team of professional Afghans in Toronto, Canada and is a non-political, non-profit and an impartial organization, established in 2017.

Photos from Abdul Jabbar Naeemi's post 05/31/2026

اوس د رغنده روایت جوړولو او پیاوړي کولو وخت دی

ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن راته په داسې یوه غونډه کې بلنه راکړل شوې وه، چې هلته د یوې داسې خور نمانځنه او درناوی کېده چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې د افغانو کډوالو، ټولنیزې ودې او کلتور په برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

دا نمانځغونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې یو شمېر هېوادوال د ځینو نورو هېوادوالو پر تخریب او سپکاوي پیسې مصرفوي. په ټولنیزو رسنیو کې اخته دي او د افغانانو تر منځ د نفاق تخمونه شیندي. سپکې سپورې وایي. نن په نړۍ کې ملتونه د خپل هویت، کلتور، دودونو او غوره رواجونو د پېژندلو لپاره په میلیونونو شتمني مصرفوي، خو بدبختانه زموږ یو شمېر کړۍ برعکس د افغانانو د هویت، کلتور او پېژندنې د له منځه وړلو په خاطر پرېمانه پیسې او انرژي کاروي.

په دې حساس تاریخي وخت کې داسې خلکو ته اړتیا ده چې د سولې خبرې وکړي، د جوړولو خبرې وکړي، د زخمونو د مرهم کولو خبرې وکړي. په همدې خاطر زه د ANSS ټولنې له مشرتابه څخه ډېره مننه کوم چې دغسې رغنده غونډه یې رابللې او د تخریبي هلو ځلو پر ځای یې د هېوادوالو تر منځ د ملي یووالي، یو بل ته د درناوي او د آباد افغانستان موخو ته کار کوي. دا چې نن د پیاوړې خور صفیه صدیقي لپاره نمانځغونډه جوړه شوې او هېوادوال یې په مثبت فکر راټول کړي، دا پر دې دلالت کوي چې دا مرکز په هېواد کې د ملي هویت پېژندنې، یووالي او تلپاتې سولې ته کلکه ژمنتیا لري. هیله ده چې ټول افغانان د خپل وس مطابق د هېواد لپاره د رغنده لیدلوري او ملي یووالي په پیاوړتیا کې خپله ونډه واخلي.
مننه.

Photos from Afghan Network For Social Services's post 05/31/2026

د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز له خوا د آغلې صفیې صدیقې د علمي، ادبي او ټولنیزو خدمتونو د درناوي او ستاینې د ځانګړې نمانځغونډې بشپړ راپور

تورنټو – کاناډا
د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه، د کاناډا د تورنټو ښار د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د یوې عالي، علمي، ادبي او فرهنګي نمانځغونډې کوربه و، چې د افغانستان د معاصر علمي، ادبي، سیاسي او ټولنیز ژوند د وتلې څېرې آغلې صفیې صدیقې د څو لسیزو هراړخیزو خدماتو د درناوي او ستاینې په موخه جوړه شوې وه.
دغه باشکوه غونډه د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د مدیره پلاوي غړې آغلې عزیزې صدیقې په افتتاحیه وینا سره پرانیستل شوه. نوموړې د ګډونوالو هرکلی وکړ او آغلې صفیې صدیقې یې د افغانو ښځو د فکري ودې، ټولنیز شعور او ملي ژمنتیا روښانه سمبول وباله. هغې د صدیقې د علمي، ادبي او ټولنیزو خدماتو لنډ خو جامع بیان وړاندې کړ او د هغې مبارزه یې د افغان ښځو د پرمختګ یوه مهمه څپه وبلله.
په غونډه کې د افغان ټولنې بېلابېلو قشرونو، پخوانیو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، مدني فعالانو او ګڼو افغان کورنیو پراخ ګډون کړی و، چې د ملي یووالي، فرهنګي همغږۍ او د ملي شخصیتونو د درناوي څرګند انعکاس یې وړاندې کاوه.
د غونډې ځانګړی مېلمه پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون و، چې حضور یې غونډې ته ځانګړی علمي او فکري وزن ور وبښلو. د ویاندویۍ مسؤلیت ښاغلي احسان کمال پر غاړه و او د تخنیکي او تنظيمي چارو همغږي د استاد زبیر عارف، امان الله اتل او اجمل مومند له خوا په مسلکي ډول ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان په روح‌افزا تلاوت پیل شوه او ورپسې د افغانستان او کاناډا ملي سرودونو ته د درناوي په موخه ګډونوال ودرېدل. وروسته د غونډې د مشرتابه پلاوي مشري پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون ته وسپارل شوه، او په دغه پلاوي کې ډاکټر لعل زاد بلوچ، محمود باهر فرملی، احسان الله صداقت او روښان خادم شامل وو
په پيل کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز رئیس، انجنیر سید احمد ضیا مظهري، د پرانیستونکې وینا پر مهال د ادب، شعر او فرهنګ د ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل چې ادیبان او فرهنګي شخصیتونه د ملتونو د فکري بیدارۍ، ملي هویت د پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ په بهیر کې بنسټیز رول لري. نوموړي د مرکز د فعالیتونو، موخو او لاسته راوړنو یادونه هم وکړه او د ورته علمي او فرهنګي پروګرامونو د دوام ژمنه یې تازه کړه.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې، آغلې حوا علم نورستانۍ، خپل ثبت شوی پیغام غونډې ته واورول شو، چې په کې یې آغلې صفیې صدیقې د یوې پیاوړې ویناوالې، نوموتې شاعرې، بریالۍ سیاستوالې او رښتینې ملي مبارزې په توګه وستایله او د هغې د هراړخیزو خدمتونو قدرداني یې وکړه.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې پخوانۍ سفیرې، آغلې شینکۍ کړوخېل، په خپله وینا کې وویل:
«هغې سیاست وکړ، خو خپل وجدان یې خرڅ نه کړ.»
نوموړې د صفیې صدیقې شخصیت د اصولو، ملي ارزښتونو، عدالت او انساني کرامت د ساتنې یوه روښانه بېلګه وبلله
د ولسي جرګې پخواني مرستیال حاجي محمد نذیر احمدزي په خپله وینا کې وویل چې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز دا ډول غونډې د ملي شخصیتونو د ارزښت د ژوندي ساتلو لپاره خورا مهمې دي. هغه زیاته کړه چې آغلې صفیې صدیقې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوې داسې مېرمنې حیثیت لري چې هم یې په علمي ډګر کې کار کړی، هم په ادبي او فرهنګي ساحه کې او هم یې د ټولنیز خدمت عملي بېلګه وړاندې کړې ده.
نوموړي وویل چې د صدیقې شخصیت د افغان ښځو لپاره د الهام سرچینه ده، ځکه هغې په سختو شرایطو کې هم د حق، عدالت او انساني کرامت دفاع کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې د داسې شخصیتونو ستاینه یوازې یو تشریفاتي عمل نه، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د فکري روزنې یوه اړتیا ده.

ورپسې پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون، محمود باهر فرملی، آغلې امنه احمدي او پخواني والي او سیاسي شخصیت عبدالجبار نعیمي خپلې علمي او تحلیلي ویناوې وړاندې کړې.
پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون په خپله تفصیلي وینا کې آغلې صفیې صدیقي د افغان معاصر ادب، فکر او ټولنیز خدمت یوه مهمه څېره وبلله. هغه وویل چې صدیقي یوازې یوه لیکواله یا شاعرانه څېره نه ده، بلکې د یوې فکري مکتب استازې ده چې د افغانو ښځو د فکري بیدارۍ بنسټ یې پیاوړی کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې آغلې صفیه صدیقي د شعر، نثر او علمي لیکنو له لارې د انساني کرامت، عدالت، سولې او ملي یووالي پیغام خپور کړی دی. هغه وویل چې د هغې ادبي کارونه د پښتو ادب په معاصر بهیر کې ځانګړی مقام لري او د هغې هڅې د ښځینه ادبیاتو لپاره یو مهم بدلون رامنځته کړی دی.
پوهاند ازمون په ځانګړې توګه یادونه وکړه چې آغلې صفیې صدیقې د خپلو هڅو او شخصي لګښتونو له لارې د پښتو ادب ګڼ شمېر ځوان استعدادونه روزلي دي او د هغې اغېز د یو نسل په فکري جوړښت کې ښکاره لیدل کېږي. هغه وویل: «زه ځان د هغې زده کوونکی ګڼم، ځکه چې د هغې د فکري روزنې برکت دی چې زه نن د علم او ادب په ډګر کې ولاړ یم.»
زه په وياړ سره وايم چې زه د صفيه صديقي زده کوونکي یم.
آغلې امنه احمدي په خپله وینا کې آغلې صفیې صدیقي د ښځو د حقونو یوه فعاله، باجرأته او ژمنه مبارزه وبلله. هغې وویل چې صفیه صدیقي په خپل ټول ژوند کې د تعلیم، برابرۍ، عدالت او د ښځو د ټولنیز مشارکت لپاره عملي مبارزه کړې ده.
نوموړې زیاته کړه چې د صفیې صدیقي شخصیت د افغانو ښځو لپاره د مقاومت، حوصله، او فکري لوړتیا یوه روښانه بېلګه ده. هغې وویل چې داسې شخصیتونه د ټولنې د بدلون لپاره فکري بنسټ جوړوي او د نسلونو ترمنځ د پرمختګ لاره پرانیزي.

ورپسې ښاغلی محمود باهر فرملی د ملي یووالي او ټولنیز تفاهم پر ارزښت خبرې وکړې، او آغلې صفیې صدیقي یې د افغاني ارزښتونو یوه عملي استازې وبلله.
ښاغلی فرمولی دميرمن صدیقي شعرې ټولګه(چيغه) دتحول بدلون او نوښت بيلګه ګڼې او هغه صفيه دافغانستان دمعاصر ادبیاتو يوه مهمه برخه وګڼله .
ښاغلي عبدالجبار نعیمي دافغانستان دگنو ولايتونو پخواني والي او سياسي شخصيت بيا د مهاجرت کلونو ته اشاره وکړه او د هغې د ښځو، یتیمانو او بېوزلو لپاره د عملي خدمتونو یادونه یې وکړه.

ښاغلي عبدالجبار نعیمي په خپله وینا کې آغلې صفیې صدیقي د علم، ادب او ټولنیز خدمت یوه اغېزمنه او خدمتګاره څېره وبلله. نوموړي وویل چې هغې د مهاجرت په کلونو کې د افغان مهاجرینو، په ځانګړې توګه د ښځو، کونډو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ لپاره ارزښتناک خدمات ترسره کړي دي.
ښاغلي نعیمي د سواد زده کړې، حرفوي روزنې او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د نوموړې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې آغلې صفیې صدیقي د افغانو ښځو لپاره د زغم، جرأت، خدمت او ملي ژمنتیا یوه روښانه بېلګه ده.
د هېواد د نوموتو ادیبانو، پوهاند ډاکټر محمد اسماعیل یون او استاد حبیب الرحمن شډل په ګډون د ګڼو فرهنګي شخصیتونو ثبت شوي پیغامونه هم واورول شول، چې په کې د آغلې صفیې صدیقي علمي، ادبي او ټولنیز خدمات په لوړه کچه وستایل شول.
د غونډې پایلې
پر دې سربېره ټورنټو کې دافغان میرمنو د ټولنې مشره آغلې ادینې نیازي، آغلې ډاکتر فخرالنساء، د «وطن» ټلوېزیون مرستیال ښاغلي سلطان ابوي صاحب، او د مالیې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال خپل ثبت شوي او لیکلي پیغامونه غونډې ته راليږلي، چې په کې د آغلې صفیې صدیقې د علمي، فرهنګي او ټولنیزو خدمتونو هر اړخیزه ستاینه شوې وه.
چې دهمدې صفحی له لاری به يو يو مشر ته وسپارل شي
د غونډې په پای کې دافغان دټولنيزو خدمتونو مرکز مشرتابه آغلې صفیې صدیقي ته د ستاینلیک، یادګاري ډالۍ او ځانګړي علمي ـ ادبي مډال د پخوانیو پارلماني او علمي شخصیتونو په لاسونو اهدا شو.
دغونډې ټولونه ښاغلی روښان خادم صيب وکړه نوموړی په خپلو خبرو په ترڅ کې دميرمن صدیقي دخدمتونو ستاينه وکړه او هغه يې دپښتو ادبياتو دودې پرمختګ او پراختيا لپاره يوه مهمه برخه وگڼله چې تل يې نه ستړې کيدونکي هڅې کړي .
له ماښامنۍ وروسته فرهنګي برنامه د هنرمند ایمل زاخېل په هنري اجراوو لا رنګینه شوه او غونډه د ملي یووالي، فرهنګي همغږۍ او درناوي په فضا کې پای ته ورسېده.
د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز ټینګار وکړ چې د علمي او ملي شخصیتونو درناوی د راتلونکو نسلونو لپاره د فکري ودې او ملي هویت د پیاوړتیا مهمه سرچینه ده، او ژمنه یې وکړه چې دا ډول پروګرامونه به په لا منظم، پراخ او معیاري ډول دوام ومومي.
مرکز د ټولو ګډونوالو، داوطلبو ځوانانو، همکارانو او مالي ملاتړ کوونکو څخه د زړه له کومې مننه وکړه.

راپور: د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز

05/30/2026
05/30/2026

دافغانستان مشهورې علمې ادبې ټولنيز او سياسي شخصيت اغلې صفیه صدیقي په وياړ دنمانځنې مراسم

Photos from Afghan Network For Social Services's post 05/29/2026

داختر ښکلی برنامه او ښکلی انځورونه

Want your business to be the top-listed Government Service in Toronto?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


203/100 Melvin Avenue
Toronto, ON
M1B5K1

Opening Hours

Monday 11am - 6pm
Tuesday 11am - 6pm
Wednesday 11am - 6pm
Thursday 11am - 6pm
Friday 11am - 6pm
Saturday 12pm - 6pm
Sunday 12pm - 6pm