20/09/2024
شهید استاد برهان الدین رباني چي ما څومره مطالعه کړی.
یو عالم ، دینداره، له تعصبه لیري او د سولي ارمانجن رهبر وه.
په اکثریتو رهبرانو زیات انتقادات کیږي اما کله چي بحث د استاد برهان الدین مطرح کیږي ډیر کم تر انتقاد لاندي راځي
د شهید استاد دیارلسم تلین ده
خدای دي جنت ځای کړي
20/09/2024
په غزني کي د توفداني چوک جوړیږي
د هیواد د آبادي په خاطر د توفداني چوک ته هم احترام لرو.
نصوار د هیواد ملي نشه ده هر دریم کس په اخته ده
غزنی دي لا وځلیږي
19/08/2024
امان خان يو سيکولر وو؛ خو زموږ اکثره خلک د ليکل - لوست څخه لري او د تاريخ څخه ناخبر دي.
امان خان واک ته تر رسېدو وروسته د عادت خلاف پوره ۶ میاشتي له هیواده بهر وو او لدې سفره تر راستنېدو وروسته کاملاً بدل او مغروره شوی وو. هیواد ته د راستنېدو وروسته یې په ښکاره او شعوري ډول د سیکو-لرزم په خپراوي لاس پوري کړ. د اصلاحاتو په نوم یې د اسلا-مي او ټولنیزو اصولو خلاف فاسد فرمانونه صادر کړل. پر حجاب یې بندیز ولګاوه، دده په امر د کابل په جادو کې لویې لوحې وځړول شوې چې پر لیکل شوي ول پر دې لاره چادري کړي ښځي نشي تېرېدلای. د جمعې د ورځې رخصتي یې شنبې ورځې ته واړول، د کابل پر خلکو د دریشي اغوستل اجباري شول، په لاس ورکولو ستړې مشې منع شول او پر ځای یې باید د پرنګیانو په شان خولۍ له سره لیري او روغبړ وکړي. له نظامه رانیولې تر روځني ژونده پوري په هر څه کې غربپالنه پیل شول.
د هغه ښځه ملکه ثريا هم يو بې دينه ښځه وه، هغې به کله کله خپل پړونى تر پښو لاندې او وویل به يې ( عصر تاریکی ها درگذشت؛ د تاریکیو وختونه نور تېر شول).
18/08/2024
د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزه مو مبارک شه
۱۰۵مین سالروز استرداد استقلال افغانستان مبارک باد
Happy 105th Independence Day of Afghanistan