نوې غزل 🥰
د نسوارو په نشې شعرونه ليکم
خلکو څومره د مزې شعرونه ليکم
يار له غمه مې نظر کم شو د سترګو
ورته واچوم چشمې شعرونه ليکم
هغې وئيل صرف په ما شعرونه ليکه
ځکه صرف په هغې شعرونه ليکم
په شعرونو باندې قام زۀ بيدارومه
داسې نه چې بے فائدې شعرونه ليکم
ټوله ورځې اودۀ يمه بے غمه
زۀساحل ګورې د شپې شعرونه ليکم
زۀ ساحل د غني خان بابا نوسے يم
ځکه ډک له فلسفې شعرونه ليکم
ستاسو قومي شاعر 🥰
د شعرونو نړۍ/ جهان اشعار
ګرانو ملګرو! دا پاڼه مې یواځې او یواځې ستاسو خوږو شعرون?
#شاهد #شعر
AFB Hewad @وفا صافی G.oka-جنرال اوكا
#شعر #شاهد #افغانستان
AFB Hewad Subhanallah Oqab Subhanullah Jegarkhon
22/08/2025
د یون صیب شاهکار غزل
زما په شخصي نظر د اختناق په دې دوره کې په تېرو ورستیو څو میاشتو کې له هر لحاظه؛ د استاد اسماعیل یون دا غزل له فکري او هنري اړخه یو شاهکار دی هیله ده تنده مو پرې ماته شي.
................................
کله له ما ، کله له تا ، کله له چا سره دي
دا خلک نه دي ، دا له خپلې مدعا سره دي
یو وخت به راشي میکده کې به ساقي سره وي
دا ذاهدان چې نن مسجد کې له ملا سره دي
ما دی تللی د رقیب او جانان دواړو ایمان
ښه په مزه روان د وخت له تقاضا سره دي
چې یې د وخت پاچا ، د ذکر ، فکر وړ ګڼلو
هغه اوس ټول د وخت له دې نوي پاچا سره دي
اوس په تیارو کې څوک د غلا لپاره هوډ نه کوي
اوس غله هوښیار دي اوس د عقل له رڼا سره دي
نه یم هندو ، نه نصارا او نه یهود لوټلی
هغوی کړم لوټ چې یې کارونه لا الا سره دي
خدایه پرده مې د دنیا له شرمخانو وکړې
ته خو پوهېږې چې مې ټول رازونه تاسره دي
زموږ د ژوند او دنیا واک اوس له هغو سره دی
چې فکر ، ذکر یې تړلي له عقبا سره دي
خوله مې له تړمو اوبو ډکه ده نو څه به وایم
کنه جانانه څه رازونه دې له ما سره دي ؟
کله ویده په کې ملک ، کله بې نومه سړی
کلی زموږ دی خو چاپۍ یې امریکا سره دي
ته خو خبر یې خدایه دومره موږه هم خبر کړه
چې دا دینپالي څومره تا، څومره دنیا سره دي؟
نن مې فقط د یار د څو رنګونو ذکر وکړ
نورې خبرې خو بیا وروسته له بیا بېا سره دي
Mohammad Ismael Yoon
Copy
نه په زم زم پاکیږي نه په توبه د مکر
زړه په بخشش پاکیږي زړه په رښتیني صبر
11/06/2025
دا د عقل لوړ مقام نه دی نور څه دی
جهالت چې وي برلاسی علمیت مړ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Delhi
011
