Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai

Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai

Share

صفحه رسمی فیسبوک جنرال قونسلگری ج.ا. افغانستان در ممبئی - هند را پسند (لایک) کنید و جهت بهبود ارائه خدمات، نظریات خود را با ما شریک سازید

Photos from Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai's post 05/05/2024

FOR IMMEDIATE RELEASE

Consulate General of the I.R of Afghanistan
05th May, 2024

Subject: Clarification Regarding Twitter Handle

India – 05th May, 2024– It has come to our attention that there may be confusion regarding the Twitter handle . We wish to clarify that this account is not affiliated with the Embassy of Afghanistan in India. Instead, it is a sub-account associated with the former Ambassador Farid Mumandzai.

Recent speculations and statements made on this Twitter handle regarding certain events are not endorsed or confirmed by our official embassy channels. We have refrained from commenting on these matters and urge the public and media to seek information directly from our official channels for accurate updates and statements.

Our embassy remains committed to transparent and accurate communication, and any official announcements or positions will be made through our channels.

X:
Facebook: Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan – Mumbai
+912223 633 777 +919319677089

Thank you for your attention to this matter.

11/04/2024

نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!
د هندوستان ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ رهبري پلاوی د نېکمرغه کوچنی اختر د را رسېدو په مناسبت د ګران وطن ټولو شریفو خلکو ته د اخلاص او لورینې څخه ‌‌‌‌‌‌ډک د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي، متعال رب ته دعا کوي، چې نوموړی اختر په افغانستان کې د تلپاتې سولې، بخلاینې، او خوښیو ‌‌‌‌‌‌ډک وګرځوي.
--------------------------
عید سعید فطر مبارک!
هیئات رهبری جنرال قونسلگری افغانستان در ممبئی مراتب تبریکات صمیمانه و توام با اخلاص شان را به مناسبت فرارسیدن عید سعید فطر به تمام مردم شرافتمند افغانستان تقدیم می نمایند. به بارگاه خدای متعال دست دعا بلند می دارند تا عید سعید فطر را سرآغاز زندگی صلح آمیز، آشتی و سرشار از شادمانی مردم افغانستان بگرداند.

Photos from Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai's post 01/04/2024

د هند_ممبئي کې د افغانستان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له لوبډلمشر ښاغلي ذهېب اسلام امیري سره پر خپل کاري دفتر کې ولیدل.
پدې لیدنه کې آغلې وردک لوبدلمشر ته د هند پر وړاندې د بریا د مبارکۍ تر څنګ په ملي لوبډله کې د ښاغلي امیري له هر اړخیزو هڅو قدرداني او د ملي لوبډلې له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او په همدې مناسبت یې ښاغلي امیري ته د افغانستان له لاجوردو جوړ شوي تحسني ګلدان ډالۍ کړ.
ښاغلي امیري د آغلې وردک څخه ګواټي ښار ته د هند هېواد سره د لوبې نږدې لیدلو راتګ او په ټوله کې د افغان لوبغاړو د تشویق او په اړه د حسن نیت څخه مننه وکړه او په تحسني بڼه یې ورته د ټولو لوبغاړو لخوا لاسلیک شوئ د ملي لوبډلې لباس ډالۍ کړ .

26/03/2024

د هند _ ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک په ممبئي ښار کې د بابا صدیقي په بلنه د هغې په مشهور روژه ماتي کې ګډون وکړ.
دا روژماتی هرکال د بابا صدیقي لخوا نیول کیږي، چې د بالیوډ د مشهورو ستورو ترڅنګ د نړۍ مختلف مشهورې څهرې پکې ګډون کوي.

Photos from Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai's post 23/03/2024

د هند ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک او جنرال قونسل ښاغلي سیدمحمد ابراهیم خېل په کوربتوب د هند لخوا افغانستان، ایران او پاکستان چارو مسؤول ښاغلی جي پي سینګ او مرستیالې آغلې ډیپټي جاروال سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې چې پروفیسور عبدالخالق راشي هم شتون درلود، د دواړو خواو څخه د هند لخوا افغانستان ته د اوږدمهاله ملاتړ باندې هر اړخیزې بحث تر سره شو.
ښاغلي سېنګ په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت پر فعاله خدمتونو خوښي څرګنده کړه او لیدنه د دواړو هېوادونو د لا قوي ملګرتیا په هیله پای ته ورسېدله.

Photos from Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai's post 23/03/2024

Press Release

FOR IMMEDIATE RELEASE

Consul General of Afghanistan, Zakia Wardak, Assures Safety of International Students at Gujarat University

Ahmedabad, Gujarat - [March 22nd 2024]
Yesterday Consul General Zakia Wardak embarked on a visit to Gujarat University to address concerns following the recent assault on international students for offering namaz at the university hostel in Ahmedabad. The incident, which occurred last Friday, sparked fears among the international student community and raised questions about their safety and well-being.

During her visit, Consul General Wardak met with the affected students to understand their experiences and offer her support. She was deeply moved by their accounts and expressed her gratitude for the swift response of the local authorities, particularly the Ahmedabad city police.

In a meeting with Police Commissioner Gyanendrasingh Malik, Consul General Wardak received assurances regarding the safety of the students. Commissioner Malik outlined the steps taken by the police, including the appointment of a new GPS to the police station near the university and the arrest of five individuals involved in the incident. He reiterated the commitment of the police to thoroughly investigate the matter and ensure justice for the victims.

Subsequently, Consul General Wardak held discussions with Dr. Neerja, the Vice-Chancellor of Gujarat University, and Mr. Surender Kumar, the head of Gujarat University ICCR. Dr. Neerja conveyed her deep regret over the incident and explained the measures taken by the university to enhance security for international students. She emphasized that Gujarat University has always been a safe and welcoming environment for students from around the world and reiterated its commitment to their well-being.

To conclude her visit, Consul General Wardak joined the international students for Iftar at their new hostel. She reassured them of their safety and encouraged them to continue their studies and activities without fear. She expressed her confidence in the Indian police force and the support of the Indian government in ensuring the security of all students, both domestic and international.

Consul General Zakia Wardak's visit to Gujarat University underscores the strong bond between Afghanistan and India.

For further inquiries, please contact:

Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan
[email protected]

Photos from Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai's post 23/03/2024

رسنیزه اعلامیه

په ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک په ګجرات پوهنتون کې د نړیوالو زده کړیالانو د خوندیتوب په هکله ډاډ ورکړ.

احمدآباد، ګجرات د ۲۰۲۴م کال د مارچ میاشتې ۲۲مه نېټه

وړمه ورځ د هند ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک د ګجرات پوهنتون ته څخه لیدنه وکړه، ترڅو د احمدآباد ښار کې د پوهنتون په لیلیه کې د لمانځه اداکولو پرمهال په نړیوالو زده کړیالانو د وروستي‌ برید څخه وروسته راپورته شوې اندېښنې حل کړي. دا پېښه چې تېره جمعه ورځ ترسره شوې وه په وروستیو کې یې د نړیوالو زده کړیالانو ترمنځ وېره خپره کړې وه او د دوی د خوندیتوب او هوساینې په اړه یې پوښتنې راپورته کړې.

آغلې وردک د خپل سفر په ترڅ کې له زیانمنو شوو زده کړیالانو سره وکتل، له یادې پېښې څخه یې د دوی د سترګو لیدلی حال وپوښت‌ او دوی ته یې ډاډ ورکړ.
آغلې وردک په ژوره توګه د زده کړیالانو لخوا وړاندې شو تفصیلاتو او معلوماتو کتنه وکړه او د احمدآباد ښار له محلي‌ چارواکو په ځانګړې ډول د نوموړي ښار د پولیسو څخه یې د دوی د چټګ غبرګون او پېښې ځای ته پروخت رسېدنې لپاره مننه او کورودانی وکړه.

آغلې وردک د احمدآباد ښار د پولیسو کمېشنر ښاغلي‌ ګیندرا سینګ ملېک سره د لیدنې په ترڅ د زده کړیالانو د خوندیتوب په اړه ډاډ ترلاسه کړ، کمېشنر ملک په یاده شوې پېښه کې د پولیسو لخوا پروخت او چټک پورته شوو ګامونو په هکله تفصیلات وړاندې کړل همدارنګه یې د زده کړیالانو د لا خوندیتابه لپاره د نوموړي پوهنتون سره نږدې د نوي مامور د ځای پرځای کولو او د یادې پېښې په تړاو د پنځو کسانو د نیولو څخه خبر ورکړ. ښاغلي‌ ملک ژمنه وکړه چې یاده قضیه په کلکه څیړي‌ او پکښې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکول کیږي.

ورپسې آغلې وردک د ګجرات پوهنتون له مشرې آغلې ډاکټر نیرجا او د ګجرات د آی سي‌ سي‌ آر له مشر ښاغلي‌ سوریندر کمار سره وکتل. آغلې نیرجا په پېښه باندې ژوره خواشیني‌ څرګنده کړه او د نړیوالو زده کړیالانو د خوندیتوب پر موخه یې د پوهنتون د ادارې لخوا تازه ترسره شوي‌ اقدامات تشریح کړل، هغه زیاته کړه چې ګجرات پوهنتون په ټوله کې نړیوالو زده کړیالانو ته یو خوندي‌ چاپیریال پاتې شوئ او په راتلونکي کې یې د دوی د ښې ساتنې پرموخه یې په خپله ژمنه په کلکه ټینګار وکړ.

آغلې وردک د خپل سفر په پای کې په ګجرات کې د نړیوالو زده کړیالانو سره یوځای روژه ماتی وکړ. زده کړیالانو ته یې د دوی د خوندیتوب په اړه ډاډ وکړ او ویې هڅول ترڅو پرته له ویرې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي سربيره پردې یې په هندي ځواکونو د باور په څرګندولو سره د ټولو نړیوالو زده کړیالانو د تعلیمي‌ چاپیریال د خوندیتوب تضمین وړاندې کړ.

ګجرات پوهنتون ته د جنرال قونسلې آغلې وردک سفر د هند او افغانستان ترمنځ د قوي اړیکې او ملګرتیا یوه قوي‌ نښانه روښانه کوي.

Photos from Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan - Mumbai's post 21/03/2024

په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د نوي کال ګډه نمانځنه تر سره شوه

٠٣- وری-١٤٠٣
نوی ډهلی
په ممبی ښار کې د افغانستان جنرال قونسلې اغلي ذکیه وردګ او د حیدر اباد جنرال قونسل محترم ابراهیمخیل نن تر غرمې وروسته په نوي ډهلي کې د جواهر لال نهرو پوهنتون د پښتو-فارسی دیپارتمینتونو له لورې د نوي کال په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
اغلي وردګ نوروز زموږ د تمدني حوزې یو ارزښتمند فرهنګ ياد کړ. اغلي وردګ وویل چې نوروز ددې حوزې په ټولو هیوادونو پورې مربوط هغه فرهنګ دی چې تاریخ یې زرګونو کلونو ته رسیږي.
د نوروز پدې پروګرام کې د نورو درنو ويناوالو تر څنګ د زده کوونکو له لورې د شعرونو ویل او اتڼ هم تر سره شو.

21/03/2024

د هند_ ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردک افغانستان لپاره د کاناډا هېواد ځانګړي آستازي ښاغلي ډېوېډ سپرل سره وکتل.
په دې لیدنه کې په ټولییز ډول په افغانستان او په ځانګړې ډول د زده کړیالانو، مېرمنو او افغان کډوالو په هکله خبرې اترې ترسره شوې.
ښاغلی ډېوېډ د خبرو په ترڅ کې په ټولییزه توګه د افغان مېرمنو پر پیاوړتیا او په تعلیمي برخه کې د مېرمنو شتون ضروري وبللو.
د یادونې وړ ده چې پدې لیدنه کې د زده کړیالانو په آستازيتوب ښاغلی ولي الله رحماني او د کډوالو په استازیتوب ښاغلي سبحان مومند هم ګډون درلود.

20/03/2024

د هند _ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري رهبري هيئآت او کارکوونکي د نوي کال رارسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د مبارکۍ درانه مراتب وړاندې کوي.
د لوی رب دربار ته دعا کوي، چې یاد کال د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې ډول افغانانو ته د ښیرازۍ، آبادۍ او سوکالۍ کوربه جوړ شي.
د یو ښېرازه، آباد او پرمختللي افغانستان په هیله !
درنښت

11/03/2024

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ.
د هند ممبئي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري مشرتابه هیئآت او کارکوونکي د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت په نړۍ کې ټولو مسلمانانو په ځانګړې ډول هېوادوالو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.
رب د متعال رب ددې میاشت په برکت د نړۍ هر کونج او کناره کې د مسلمانانو په حال ځانګړئ رحم او فضل عطا کړي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Mumbai?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Walkeshwar Road
Mumbai
400006

Opening Hours

Monday 10:30am - 1:30pm
Tuesday 10:30am - 1:30pm