د رڼا لار

د رڼا لار

Share

اســــلام مو ديــــــن دی،
قران مو قانـــون دی او د الله ج رضــــــآ مو مقصـد دي.
📿
🕋
🤲
🙌
☝️
Zabihullah Naderi

01/06/2026


🤲🕋📿🫀










‎ #حدیث‌شریف
‎ #درڼالار



‎ #صلی‌الله‌علیه‌وسلم

‎ #تلاوت
‎ #اخرت
‎ #شفاعت
#ﷻ
#ﷺ
#قران
#حديث
#اسلام
#دعاء








30/05/2026

:رسول الله ﷺ فرمایي:
ژمی د مؤمن لپاره پسرلی دی، شپې اوږدې وي، نو قيام (تَهَجُّد) دي کوي او ورځ لنډه وي، نو روژه دې نیسي)
(شعب الايمان؛ ۳۴۲۰)

26/05/2026

د عرفات په ورځ، د شاوخوا ۱.۵ میلیونه حاجیانو ترمنځ، یو حاجي د عرفات پر غر لومړنی کس و چې ساه یې ورکړه او وفات شو.

26/05/2026

د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ!

۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ روژه ونيسئ، ځکه د رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي. (سبحان الله څومره بهترین چانس)

۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي، تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي، چې هېر يې نه کړئ.

د تکبير الفاظ دا دي:
الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰه ﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.

۴- غوره ذکر پکې دا دی:
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- دا يوه ورځ ده، ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.

۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.

۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.

۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.

يادونه؛ راتلونکې دوشنبه د عرفې ورځ ده.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ، هر مسلمان چې پرې عمل کوي، نو موږ او تاسې ته به یې ثواب رسېږي.

26/05/2026

نن یې ورځ ده...!


🤲🕋📿🫀










‎ #حدیث‌شریف
‎ #درڼالار



‎ #صلی‌الله‌علیه‌وسلم

‎ #تلاوت
‎ #اخرت
‎ #شفاعت
#ﷻ
#ﷺ
#قران
#حديث
#اسلام
#دعاء








26/05/2026

د لوی اختر په ورځ مهم سنتونه په ترتیب سره په لاندې ډول دي:
۱. غسل کول
۲. پاکې یا نوې جامې اغوستل.
۳. خوشبو(عطر) وهل.
۴. که څوک قرباني لري نو له قربانۍ وړاندې هیڅ خوراک نه کول.
۵. په تکبیراتو سره د اختر د لمانځه میدان ته وختي وتل.
۶. لمانځه ته د ښځو د ویستلو په اړه په حدیثونو کې زیات تاکید شوی نو د دې بندوبست کول.
۷. له لمانځه وړاندې خطبې او تقریرونه نه کول یواځې تکبیرات ویل.
۸. د اختر لمونځ دوه رکعته دی: په لمړي رکعت کې له تکبیر تحریمه وروسته اووه تکبیرونه ویل، بیا د پیل دعاء او فاتحه…، او په دویم رکعت کې د پاڅېدو له تکبیر وروسته د فاتحې څخه وړاندې پنځه تکبیرات ویل، د تکبیراتو په منځ کې د نبي صلی الله علیه وسلم څخه کوم مشخص ذکر نه دی اورېدل شوی البته د ځینو صحابه کرامو رضي الله عنهم او تابعینو رحمهم الله څخه، سبحان الله، الحمدلله، لااله الا الله اکبر او په نبي صلی الله علیه وسلم درود ویل په صحیح سند نقل دي.
۹. د لمانځه څخه وروسته خطبې ته غوږ نیول سنت دي.
۱۰. د خطبې له اورېدو څخه وروسته کور ته د راتلو لاره بدلول سنت دي.
۱۱. د قربانۍ څخه خوراک كول سنت دی.
۱۲. که څوک خپل ویښته او نوکان کمول غواړي نو د قربانۍ څخه وروسته یې کول سنت دي.
تقبل الله منا ومنکم صالح الاعمال.

26/05/2026

د ذبحې شرعي اصول او د قصابانو بېړه

۱- چاړه باید تېره وي او حیوان ته باید آرام ورکړل شي – په حدیث شریف کې راغلي:
"الله تعالی په هر کار کې د احسان حکم کړی دی، نو کله چې ذبح کوئ، په ښه طریقه یې وکړئ، خپله چاړه تېره کړئ او حیوان ته آرام ورکړئ."
(صحیح مسلم)

۲- د ذبحې پر وخت باید څلور رګونه پرې شي:
د وینې دوه رګونه چې د غاړې دواړو خواوو ته وي، یو د ساه نلۍ او بل د خوراک نلۍ. له دې پرته نور څه باید پرې نه شي.
حیوان ته باید وخت ورکړل شي څو بدن یې یخ شي، خو د ملا تیر (فقار) پرې کول مکروه دي؛ ځکه دا حیوان ته سخت تکلیف رسوي، او د همدې له امله ټوله وینه په غوښه کې پاتې کېږي. همدا سبب دی چې کله غوښه په فریزر کې کېښودل شي، رنګ یې نسواري (براؤن) شي او بد بوی پیدا کړي، چې وروسته د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي، او د حیوان د روح وتل هم سختوي.

که قصاب په قصدي ډول یا د بې‌احتیاطۍ له امله په غاړه کې نېغه چاړه ننباسي، څو حیوان ژر یخ کړي، نو دا کار غلط دی.

غوره دا ده چې قصاب ته مخکې له مخکې وویل شي چې حیوان په آرامه او په تېره چاړه ذبح کړي، او هډوکی پرې نه کړي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Jalalabad
0047