14/04/2026
پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن کی آرگنائزنگ کمیٹیوں کیلئے درخواستیں طلب
🟥عوامی نیشنل پارٹی کے مرکزی صدر و مرکزی ایڈوائزر پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن سینیٹر ایمل ولی خان نے پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن کی تنظیم نو کیلئے سابق پی ایس ایف اراکین سے درخواستیں طلب کرلی ہیں
🟥پی ایس ایف کی مرکزی اور تمام صوبائی اکائیوں (خیبر پختونخوا، بلوچستان، سندھ، پنجاب، سرائیکی وحدت اور فیڈرل کیپیٹل اسلام آباد) کی آرگنائزنگ کمیٹیوں کیلئے خواہشمند سابق پی ایس ایف اراکین، 20 اپریل 2026، بروز پیر تک اپنی درخواستیں باچا خان مرکز پشاور میں جمع کراسکتے ہیں
🟥جمع کرائی گئی درخواستوں کی سکروٹنی کے بعد مشاورت سے مرکزی اور صوبائی اکائیوں کیلئے آرگنائزنگ کمیٹیوں کا اعلان کردیا جائے گا
|
13/04/2026
مشال خان شہید کو خراج عقیدت پیش کرنے کیلئے مذہبی جنونیت کے ہتھیار کے بل بوتے حکمرانی کرنیوالوں کے خلاف منظم جدوجہد کرنی ہوگی۔ ہمیں پتہ ہونا چاہیئے کہ معاشرے اور اس کے ہر شعبے بشمول تعلیم کو کس نے جنونیت کے حوالے کردیا۔ اے این پی ایک مترقی و سیکولر سیاست کو راہِ نجات سمجھتی ہے۔
ایمل ولی خان
صدر، عوامی نیشنل پارٹی
03/04/2026
د سمندر هوا بدله شوله
ده سمندر هوا بدله شوله
مونږ سره هیڅ د یارۍ دود نه کوي
په سمندر کښې غورځنګونه وهي
په مونږ د څاڅکي اوبو سود نه کوي
د سمندر هوا بدله شوله
په مونږ چیتر پشکال نه وروي
مونږ د چینو رڼو اوبو پسې مرو
زمونږ نه تېرې قیصې هیرې شولې
مونږه ده ژمي په جړو پسې مرو
مونږ د سوکړې له تاوه ورک لیوني
هغه په بله ورېځ وړي ورېږي
مونږ پسې ډېر مخ په قیبله ووتو
هغه زمونږ نه په څنګ ځي ورېږي
د سمندر هوا بدله شوله
د سمندر هوا به نه بدلېده
مونږ د ژوند کومه تباهي ونه کړه
مونږ په دې خپله زمکه څه ونه کړه
په مونږ دې بل څوک ولې زړه وسېځي
مونږ چې د خپل ځان سره ښه ونه کړه
مونږه د غرونو ونې وسېځلي
مونږ خپل سیندونه د خزلو ډک کړل
مونږه ده کر زمکه په کور ونیوه
د ونو سیوري مو ده سره ورک کړل
د سمندر هوا بدله شوله
زمونږ د زمکې په مخ نه الوځي
زمونږ ده برخې اسمان نه برېښوي
زمونږ د زړونو چینې نه تانداوي
په مونږ د مینې باران نه وروي
د سمندر هوا بدله شوله
زمونږ ده غرونو واورې ویلې شولې
زمونږ د کاڼو نه خولې ووتې
زمونږ ده غرونو ونو اور اخیستی
د شنو نښترو نه لمبې ووتې
د سمندر هوا بدله شوله
زمونږ تنکي فصلونه ودوړېدو
زمونږ ده برخې اوبه وسوځېدې
په مونږه لمر ایوه نېزه راښکته
زمونږ څه وینې تویې څه وسوځېدې
زمونږ تنکو ګلونو ساه ورکړله
زمونږ تنکۍ مماڼې اودوړېدې
زمونږ مرغۍ له تندې وسوځېدې
زمونږ د ونو پاڼې ودوړېدې
د سمندر هوا بدله شوله
زمونږ له اوره ایرې نه اړوي
زمونږ د سترګو لوګي نه پاکوي
زمونږ په زړونو دیرې نه اړوي
مونږه د کلو کوڅې تنګې کړلې
مونږ د ښارونو انتظام ونه کړ
مونږه هر څه په خپله ښه راوستل
مونږه د هېڅ سره ناکام ونه کړ
مونږه د غرونو ونې ووهلې
مونږه په ښار کې کارخانې جوړې کړې
مونږ د ګلونو دوکانونه وران کړل
مونږه هر ځای مستري خانې جوړې کړې
مونږ د کبلو جرړې ووېستلې
مونږ په باغونو کې بنګلې جوړې کړې
مونږه په ښار کې خالي ځای پرېنښود
مونږه په هر ځای کې پلازې جوړې کړې
مونږه د کرش په مشین وځیرلې
د خپلو غرونو د بڼونو سینې
په بلډوزرو مو ذرې ذرې کړې
د سرو ګلونو د تخونو سینې
د سمندر هوا به نه بدلېده
مونږ د هوا په مخکې څه پرېښي دي
د ګاډو تور لوګي او خړه هوا
زمونږه ټوله دنیا ټوله دنیا
د آبادۍ له زوره ستړې فضا
چې مونږ د خپل تاوان شعور نه لارو
چې مونږ د خپل ځان سره ښه نه کول
د سمندر هوا زمونږه څه وه
د سمندر هوا په مونږ څه کول
صاحب شاه صابر
17/01/2026
صوبائی چیئرمین الیکشن و آرگنائزنگ کمیٹی منصور زیب کی ہدایت پر پختون سٹوڈنٹس فیڈریشن خیبر پختونخوا کی تمام جامعات اور اضلاع کی تنظیموں کو مطلع کیا جاتا ہے کہ:
♦️ 20 جنوری کو باچا خان مرکز پشاور میں منعقد ہونے والی افتتاحی تقریب میں خصوصی اور بھرپور شرکت کو یقینی بنایا جائے۔
♦️ 23 جنوری کو چارسدہ میں ہونے والے جلسۂ عام کو کامیاب بنانے کے لیے تمام تنظیمیں اپنی تیاریوں کو پوری قوت کے ساتھ حتمی شکل دیں۔
♦️ الیکشن و آرگنائزنگ کمیٹی کی جانب سے 08 فروری کو خیبر پختونخوا کے صوبائی انتخابات کا شیڈول بدستور برقرار ہے۔
♦️ صوبائی انتخابات میں حصہ لینے والے تمام امیدواران اور تنظیمیں طے شدہ شیڈول کے مطابق اپنی تیاریاں بروقت مکمل کریں۔
عثمان وزیر
جنرل سیکرٹری
الیکشن و آرگنائزنگ کمیٹی
پختون اسٹوڈنٹس فیڈریشن خیبر پختونخوا
11/01/2026
نن د برصغير د نامتو سياستوال، تاريخ پوه او اصولي انقلابي مشر خان عبدالولي خان د پيدايښت ۱۰۹مه کليزه ده. دا ورځ د هغه فکري او سياسي جدوجهد ياد تازه کوي چې د عدم تشدد، جمهوريت او آئين بالادستۍ لپاره يې ټول عمر وقف کړ. د باچا خان د زوی په توګه، هغه خپل سياسي مقام د خپل مستقل سوچ، ژور سياسي شعور او اصولي دريځ له لارې جوړ کړ، او د واک پر ځای يې حق او د زور پر ځای يې دليل ته ارزښت ورکړ.
خان عبدالولي خان د قومي حقونو، صوبايي خودمختارۍ او پارليماني نظام يو نه ستړې کېدونکی غږ و. که څه هم زندانونه، بنديزونه او سياسي مخالفتونه د هغه د ژوند برخه پاتې شول، خو له خپلو اصولو يې هېڅکله شاتګ ونه کړ. نن هم د هغه فکر د سياست د زدهکړې، خدمت او شعور لپاره يو روښانه لارښود دی.
05/01/2026
پښتون سټوډنټس فيډريشن فاټا پوهنتون په تيراه مېدان کښې د عوامي نشنل ګوند خيبر صدر سفيرِ امن عبدالرازق په کور د ترهګرو لخوا بريد کول او د هغې ړنګولو په سخته غندنه کوي
05/01/2026
د اتلسم آئيني ترمیم وروسته د مورنو ژبو تعلیمې نظام ته راوستل د صوبایي حکومت ذمه واري ګرځېدلې ده۔
مورنۍ ژبه یوازې یو مضمون نه دے، بلکې د قومونو پېژندګلوي، تاریخي او کلتوري محور دی۔
د نهم جماعت د پښتو کتاب تیار شوے دے، او پاتې کتابونه هم د تیارۍ وروستیو پړاوونو کې دي۔
که سږ کال هم په امتحانونو کې پښتو شامل نه شي، نو دا به له اساسي حق څخه د لا نورو ځنډ معنی ولري۔
اوس وخت رارسېدلی چې په هر تعلیمي اداره کې پښتو د لازمي مضمون په توګه ورګډ شي.
🔴پښتون سټوډنټس فيډريشن فاټا پوهنتون
06/12/2025
Today, we remember with honour and pride the great sacrifice of 𝐅𝐚𝐳𝐚𝐥 𝐇𝐚𝐦𝐞𝐞𝐝 𝐃𝐚𝐰𝐚𝐫 𝐒𝐡𝐚𝐡𝐞𝐞𝐝, former President of ANP North Waziristan, who was martyred fifteen years ago for refusing to renounce his commitment to the Awami National Party.
He was offered life on one simple condition — abandon ANP.
He chose dignity instead of compromise, courage instead of fear.
His words still guide us: "𝐈 𝐰𝐢𝐥𝐥 𝐧𝐨𝐭 𝐥𝐞𝐚𝐯𝐞 𝐈𝐬𝐥𝐚𝐦, 𝐚𝐧𝐝 𝐈 𝐰𝐢𝐥𝐥 𝐧𝐨𝐭 𝐥𝐞𝐚𝐯𝐞 𝐀𝐰𝐚𝐦𝐢 𝐍𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐚𝐥 𝐏𝐚𝐫𝐭𝐲."
Fazal Hameed Dawar Shaheed stood firm against oppression, spent his life in struggle, and embraced martyrdom with honor. His legacy reminds us that ANP’s strength lies in truth, sacrifice, and steadfastness.
On this anniversary, we renew our commitment — that the struggle for peace, dignity, constitutional rights, and the protection of our land will continue. Their sacrifice will not be forgotten; their dream will not be abandoned.
|
15/10/2025
دا ګمان مۀ کوه چې عشق به کرشمې نۀ کوي
زۀ به ژوندے يم، او ستا څڼې به غنچې نۀ کوي؟
ریاض تسنیم!
07/10/2025
د پښتون سټوډنټس فېډرېشن فاټا پوهنتون ميټينګ فاټا پوهنتون لائبريرئ انګڼ کښې وشو چې د تنظيم يوشمېر ملګرو پکې ګډون وکړو.
غونډه کښې د پښتون اسټوډنټس فېډرېشن فاټا پوهنتون تنظيم لا چمتو والي باندې تاودۀ بحثونه وشول او په پوهنتون او علاقه کښې د سټډي سرکلو تابوت کولو دپاره پلان جوړ کړلے شو.
احمد افغان
ستر سکتر
پښتون اسټوډنټس فېډرېشن فاټا پوهنتون