22/05/2026
خبرتیا
د لوی اختر په مناسبت لویه قونسلګري سر له سبا (شنبې) څخه تر بلې یکشنبې د جوزا تر لسمې چې د مئ میاشتې ٣١مې سره برابره ده،رخصتي اعلانوي.
په پېښور کې د افغان کډوالو اتشې رسمی پاڼی ته ښه راغلاست.
22/05/2026
خبرتیا
د لوی اختر په مناسبت لویه قونسلګري سر له سبا (شنبې) څخه تر بلې یکشنبې د جوزا تر لسمې چې د مئ میاشتې ٣١مې سره برابره ده،رخصتي اعلانوي.
21/05/2026
اخراجيدونکو افغان مهاجرينو سره مرسته:
پېښور کې د کډوالو چارو آتشې د مشرانو د نظارت لاندې ,دفتر کاﺭي ټيم د اوونۍ په جريان کې هره ورځ اخراجيدونکو افغان مهاجرينو سره د تيارې شوې غذا (۴۰۰) بستې مرسته ترسره کوي.
يادې مرستې د افغان سوداګرو په ملاتړ برابرې شوې دي چې د کډوالو چارو آتشې په وسيله په لنډي کوتل په لارو, پېښور ناصرباغ سيمه کې واقع د جمعه خان ټرانزيټ مرکز اخراجيدونکو، په نوښار اضاخيلو سيمه کې واقع د چېکن مرکز څخه چېکن کوونکو او د تورخم لارې په اوږدو کې ستنېدونکو افغان مهاجرينو ته توزيع شوي دي.
یادې مرستې په داسې حال کې ترسره شوي دي چې ډيری افغان مهاجرین د چیکن او اخراج پروسو ته د اوږد انتظاﺭ له مخې د څښلو د پاکو اوبو او خوﺭاکي توکو د کمښت سره مخامخ وي
20/05/2026
د خيبرپښتونخواه ايالت د شمال حوزې د ګمرکاتو عمومي مشر سره ليدنه:
په پېښور کې د ا.ا.ا ستر قونسل په لارښوونه، د قونسلګرۍ ځانګړي هيئت د کډوالو چارو آتشې ريس ښاغلي نياز محمد عارف په مشرۍ چې د سوداګرۍ رآتشې ريس ښاغلي مفتي محمد ګل سعيد او د ټرانسپورټ آتشې ريس ښاغلي مولوی سيد محمد فايز پکې ګډون درلود، د خيبر پښتونخواه ايالت د شمالي حوزې د ګمرکاتو عمومي مشر ښاغلي محمد جميل ناصر سره ليدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د ستنېدونکو افغان کډوالو د بند پاتې لاريو د پروسس کېدو په چټکتيا، کډوالو سره د توکو او مالونو پرېښودلو کې د اسانتيا په رامنځته کولو بحث وشو.
ياد هيئت شريکه کړه چې افغان کډوالو نژدې پنځه لسيزې په کوربه هيواد کې ژوند کړی، دلته يې کاروبارونه او کارخونې دي بايد ټول سامان الات چې د افغان مهاجرينو ملکيت دی ورسره پرېښودل شي.
ښاغلي محمد جميل ناصر وويل چې مونږ کډوالو لپاره د مرکزي حکومت پاليسۍ ته ژمن يو او په خپلو چارو کې يې تطبيقوو. ستاسې غوښتنې ثبت شوې، زمونږ له لوري چې هرڅومره همکاري کيږي مونږ به اسانتياوې رامنځته کړو، مونږ په ورځني توګه د کډوالو د کډو د پروسس پروسه څارو چې چټکه شوې ده، مونږ کوښښ کوو چې نوره هم چټکه شي. سربيره پردې کوم توکي چې زمونږ د پاليسۍ خلاف دي، کډوال بايد هغه انتقال نه کړي ترڅو په ګمرک کې تکليف نشي او د کډو تګ يې د ځنډ او خنډ ښکار نشي.
همداراز ياد هيئت د نوموړي نه غوښتنه وکړه چې د انساني همدردۍ پربنسټ کډوالو سره د مالونو او اجناسو په انتقال کې اسانتياوي برابري شي.
په پايله کې دواړو لورو يوبل سره په همکارۍ او همغږۍ تاکيد وکړ.
14/05/2026
اخراجيدونکو افغان مهاجرينو سره مرسته:
پېښور کې د کډوالو چارو آتشې د مشرانو د نظارت لاندې ,دفتر کاﺭي ټيم د اوونۍ په جريان کې هره ورځ اخراجيدونکو افغان مهاجرينو سره د تيارې شوې غذا (۴۰۰) بستې مرسته ترسره کوي.
يادې مرستې د افغان سوداګرو په ملاتړ برابرې شوې دي چې د کډوالو چارو آتشې په وسيله په پېښور ناصرباغ سيمه کې واقع د جمعه خان ټرانزيټ مرکز اخراجيدونکو، په نوښار اضاخيلو سيمه کې واقع د چېکن مرکز څخه چېکن کوونکو او د تورخم لارې په اوږدو کې ستنېدونکو افغان مهاجرينو ته توزيع شوي دي.
یادې مرستې په داسې حال کې ترسره شوي دي چې ډيری افغان مهاجرین د چیکن او اخراج پروسو ته د اوږد انتظاﺭ له مخې د څښلو د پاکو اوبو او خوﺭاکي توکو د کمښت سره مخامخ وي.
د ستنېدونکو افغان مهاجرينو وضعيت ته رسيدنه:
پيښور کې د کډوالو چارو آتشې رئیس ښاغلي قاري نياز محمد عارف، لمړي مرستیال يې ښاغلي نور الامين سعيد او کاري ټيم يې نن دوشنبه چې د ثور مياشتې ۲۱مې نېټې سره برابره ده، په خيبر جمرود سيمه کې د ستنېدونکو افغان مهاجرينو وضعيت ته رسيدنه وکړه.
د يادې ليدنه عمده موخه د ستنېدونکو کډوالو وضعيت ته رسيدنه او په لاره کې د ايسارو شويو او بند پاتې کډو ستونزې او ننګوونې راټولول وو.د کډوالو چارو آتشې ستنېدونکو افغان مهاجرينو سره وليدل، د ټرانسپورټ سره د تړلي قشر او مهاجرينو ستونزې او ننګوونې يې واوريدې.
د کډوالو چارو آتشې شريکه کړه چې په دې وروستيو کې مونږ ته ځينې راپورونه رارسيدلي دي چې ګواکې د افغانستان لور ته د تورخم مسؤلين له 200 يا 150 نه زياتو په کډه بار لاريو ته د راتګ اجازه نه ورکوي چې له کبله يې دې غاړې ته په زرهاوو په کډو بار لارۍ ولاړې دي، دا هيڅ حقيقت نلري .په پېښور کې د ا.ا.ا د ستر قونسل په لارښوونه ځانګړی هيئت افغانستان ته ولاړ ترڅو هيواد دننه د ا.ا.ا د ټولو ارګانونو د مسؤلينو سره ياده ستونزه مطرح کړي او د حل لپاره يې چټک اقدام وشي.
د ا.ا.ا د مشرانو او ځايي مسؤلينو له لوري ورته په پوره ډاډ سره وويل شو چې دې غاړې ته په ﺭوﺯمره توگه 25000 زره افرادو او نژدې 2000 د کډو موټرو او لاريو ته انتظام نيول شوی دی او د ا.ا.ا د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدنې عالي کميسون سره په همغږۍ ټولې کمېټې د راستنېدونکو افغان مهاجرينو د ځای پر ځای کولو او اسانتياوو برابرولو په موخه په پوره ژمنتيا سره شپه او ورځ کار کوي.
مونږ یاده ستونزه د کوربه هیواد ادارو سره مخکې هم شریکه کړې ده، بیا به یې هم شریکه کړو ترڅو ژﺭ تر ژﺭه حل شي. همداراز يې ډاډ وﺭکړ چې د ا.ا.ا ټولې استازولۍ ياد وضعيت څاﺭي، هڅه کوي ياده موضوع ژر تر ژره د کوربه هيواد چارواکو سره په همغږۍ حل کړي.
ويډيوي راپور یې په لاندې توګه ليدلای شئ.
06/05/2026
پېښور کې د کډوالو چارو آتشې ريس ښاغلي قاري نياز محمد عارف په لارښوونه د کډوالو چارو اتشې
دويم مرستيال ښاغلي مولوی سيد کلام او کاري ټيم يې پرون سي شنبې ، نن چهارشنبې په ورځ چې د مئ مياشتي د پنځمی او شپږمه نېټې سره برابره ده
دلنډی کوتل او اضاخيل سيمو کې ستنېدونکو افغان مهاجرينو وضعيت ته رسېدنه وکړه.
د يادې ليدنې عمده موخه د ستنېدونکو افغان مهاجرينو وضعيت ته رسېدنه او ستونزې راټولول وه .
همدا راز د کډوالو چارو آتشې ټيم د افغان کډوالو مسايل او غوښتنې ثبت کړې او ژمنه يې ورسره وکړه چې د خپلو مقاماتو سره به يې شريکوي، همداراز يې ورته پيښور کي د لويه کونسلګرۍ په همکارۍ د خوراک څښاک ترتيب هم برابر کړي و چي سم دستي ورته توزیع شو.
29/04/2026
د خيبر جمرود سيمې مرستيال کميشنر (DC) سره ليدنه:
چهارشنبه ، ۱۴۰۵/۲/۹
په پېښور کې د ا.ا.ا لوی قونسل ښاغلي حافظ محب الله شاکر په لارښوونه، د کډوالو چارو آتشې رئيس ښاغلي قاري نياز محمد عارف په مشرۍ چې د پوهنې آتشې مرستيال ښاغلي عصمت الله قادري يې ملتيا کوله، د خيبر جمرود سيمې مرستيال کميشنر ښاغلي بلال خان راو سره د هغه په کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر لاندې مواردو بحث وشو:
۱- په لارو کې په کډو بار ولاړې لارۍ او ګاډي ژر تر ژره پروسس شي، ځکه دې غاړې ته پرې څو څو ورځې تيريږي او هغې غاړې ته يې افراد انتظار کوي.
۲- کوم افغان مهاجرين چې غواړي په حمزه بابا ټرانزيټ مرکز کې چېکن وکړي، په بيګياړي چيک پوسټ باندې بايد ايسار نه کړای شي او ياد مرکز ته راسا پرېښودل شي.
۳- افغانستان لور ته چې کوم خالي ګاډي ولاړ دي ژر تر ژره پروسس شي ترڅو دې غاړې ته راواوړي، ځکه دې غاړې ته د ګاډو د کمښت له کبله کرايې ډيرې لوړې شوې دي.
۴- په تورخم کې د پروسس کېدونکو افغان مهاجرينو لپاره د څښلو پاکو اوبو، سرپناه او د اړتياوو پوره کولو لپاره په امکاناتو برابر ځای جوړ کړای شي.
سربيره پردې د کډوالو چارو آتشې، مرستيال کمېشنر سره شريکه کړه چې هغې غاړې ته د ا.ا.ا چارواکو له لوري د دوه زره (۲۰۰۰) لاريو د ځای پرځای کولو لپاره انتظام موجود دی او هغه راپورونه چې ګواکې هغې غاړې ته د ۱۵۰ ګاډو د ځای پرځای کولو لپاره انتظام موجود دی بې اساسه دي، يواځې پروپاګند دی. لازمه ده دې غاړې ته په کډو بار ولاړې موټرې ژر تر ژره پروسس شي او هغې غاړې ته پرېښودل شي.
دواړو لورو يوبل سره د پورتنيو مواردو اړوند د لازمه همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه او په راتلونکي کې يې پر دوام ټينګار وکړ.
25/04/2026
کوهاټ کمپونو مشرانو سره ناسته!
نن شنبه چې د ثور مياشتې ۵مې نېټې سره برابره ده، په پېښور کې د کډوالو چارو آتشې رئيس ښاغلي قاري نياز محمد عارف او د پوهنې آتشې رئيس ښاغلي مولوی نورالله نعمان د ګډ پلاوي په ملتيا کوله، په کوهاټ کې واقع د افغان مهاجرينو امام ابوحنيفه ليسې په الوداعي مراسمو کې ګډون وکړ.
د يادو مراسمو په ترڅ کې ياد پلاوي په کوهاټ کې د ميشتو افغان مهاجرينو علماء کرامو، د لېسې ښوونکو، مشرانو او استازو سره ليدنه وکړه.
د يادې ليدنې عمده موخه په رسمي توګه ، د ښوونکو او انتظاميې د خدماتو ستاينه، د ستنېدنې بهير ارزونه او د ميشتو افغان مهاجرينو ستونزې او مسايل راټولول وو.
د يادې سيمې ميشتو افغان مهاجرينو شريکه کړه چې ټول اماده دي هيواد ته ستانه شي، کډې يې راټولې کړي، د چېکن لپاره يې له اړوند دفترونو څخه وخت رااخيستی ولې بيا هم دلته د انتظاميې له لوري ځورول کيږي او له وخت څخه مخکې د کور او سرپناه خالي کولو ته اړ ويستل کيږي. دوی زياته کړه چې څو ځلې يې له ځايي چارواکو څخه غوښتنه هم کړې ده چې د چېکن مرکزونو کې رش او بيروبار ته په کتو بايد په سيستماتيک ډول له کورونو بې ځايه شي او په هممهاله توګه د ټوکنو وخت او نېټه په نظر کې ونيول شي ولې د هغوی له لوري ورته سمدستي د کورونو خالي کولو او کډو بارولو اطلاعيې سپارل کيږي.
د کډوالو چارو آتشې په مشرۍ يې پلاوي مسايل او ستونزې واوريدې، او په لوړه کچه د شريکولو او حل په موخه يې ډاډ ورکړ. سربيره پردې يې زياته کړه چې مونږ ته له نورو سيمو څخه هم دا ډول راپورونه رارسپدلي دي چې ژر تر ژره به يې خپلو مقاماتو سره شريک کړو.
24/04/2026
امروز، مؤرخ ۲۴ اپریل، رئیس جدید کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین (یو ان اچ سی آر) آقای اسکار مانوئل سانچز، با سفیر کبیر افغانستان، محترم مولوی سردار احمد شکیب، دیدار کرد.
در آغاز، سفیر افغانستان به آقای اُسکار خوشآمدید گفت و پیرامون مشکلات مهاجرین افغان، تسهیلات و بهبود خدمات برای عودتکنندگان بهصورت مفصل گفتگو نمود. آقای شکیب اظهار داشت که مهاجرین افغان در مراکز ثبت و چکین با مشکلات فراوانی مواجهاند؛ از جمله انتظار طولانی، گرمای هوا و کمبود امکانات، آنان را با دشواریهای جدی روبهرو ساخته است. وی پیشنهاد نمود روند ثبتنام که از سوی یو ان اچ سی آر با همکاری اداره نادرا پاکستان انجام میشود، با افزایش موترهای سیار (MRV) تقویت گردد تا به تمام ولسوالیها و زونها اعزام شوند و مهاجرین از انتظار طولانی در صفها نجات یابند.
آقای شکیب همچنان تأکید کرد که در مراکز وی آر سی باید ظرفیت خدمات، از جمله تعداد کاونترها، شمار کارمندان و ساعات کاری افزایش یابد. همچنان، برای جلوگیری از آزار و اذیت بیجا، انتظار طولانی و احتمال برخوردهای نامناسب، اگر بخش ویژه رسیدگی به شکایات در این مراکز دوباره فعال گردد، مؤثر خواهد بود.
وی همچنان به مشکلات محصلین افغان اشاره نمود گفت که آنان در زمینه تأیید اسناد تحصیلیشان با چالشهای زیادی روبهرو هستند و بهعنوان یک موضوع بشردوستانه، باید همه ی جوانب به آن توجه کنند. وی افزود که این موضوع را با حکومت پاکستان نیز مطرح کرده است.
در پایان، سفیر افغانستان خواستار افزایش امکانات بشری و خدماتی در تمام مراکز ثبت و چکین، از جمله فراهم سازی آب آشامیدنی صحی، تشنابها، ادویه و تنظیم مناسب مواد غذایی شد تا مهاجرین بتوانند با عزت به کشورشان بازگردند.
در همین حال، رئیس جدید یو ان چ سی آر در پاکستان از پیشنهادهای سفیر افغانستان قدردانی کرده و اطمینان داد که اقدامات لازم برای بهبود تسهیلات در مراکز وی آر سی رویدست گرفته خواهد شد. وی افزود که موضوع اسناد محصلین افغان را قبلاً نیز با ادارات مربوطه پاکستان در میان گذاشته و در آینده نیز پیگیری خواهد کرد. آقای اسکار همچنان گفت که یو ان اچ سی آر یک مرکز ویژه برای رسیدگی به شکایات و ثبت نوبت ایجاد خواهد کرد تا مهاجرین افغان بتوانند مشکلات خود را بهصورت مستقیم و از طریق شمارههای خاص موبایل مطرح سازند.
در اخیر، رئیس کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین از سفیر افغانستان خواست تا حکومت افغانستان به شماری از موترهای سازمان ملل که حامل کمکهای بشردوستانه بوده و در پاکستان متوقف ماندهاند، اجازه ورود بدهد. وی افزود که این درخواست را با حکومت پاکستان نیز مطرح کرده است.
ـــــــــــــــــــــــــ
نن د اپریل ۲۴مه، اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) نوي مشر ښاغلي اوسکار مانوېل سانچز، د افغانستان لوی سفیر، محترم مولوي سردار احمد شکیب سره وکتل.
په لومړي سر کې افغان سفیر ښاغلي اوسکار ته ښه راغلاست ووایه او د افغان کډوالو د ستونزو، اسانتیاوو او ستنېدونکو مهاجرینو لپاره د خدماتو د لا ښه والي په اړه یې مفصلې خبرې وکړې. ښاغلي شکیب وویل چې افغان کډوال د ثبت او چکین په مراکزو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ اوږد انتظار، ګرمي او د اسانتیاوو نشتوالي مهاجرین له سختو مشکلاتو سره مخ کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ثبت او نوم لیکنی هغه لړۍ چې یونیسیار یې د پاکستان له نادرا ادارې سره په ګډه ترسره کوي؛ که ګرځنده موټرونه ورته زیات کړي ترڅو هرې ضلعي او زون ته واستول شي، ترڅو کډوال د کتارونو له اوږده انتظاره وژغورل شي.
ښاغلي شکیب همداراز ټینګار وکړ چې په وي آر سي مراکزو کې باید د خدماتو ظرفیت لکه د کاونټرونو شمېر، د کارکوونکو تعداد او کاري وخت زیات شي. همداراز، د بېځایه ځورونو، انتظار او د احتمالي ناوړه چلند څخه د مخنیوي په پار، که یادو مراکزو کې د شکایاتو اوریدلو هغه ځانګړی بخش یو ځل بیا فعال شي نو مؤثر به وي.
نوموړي د افغان محصلینو د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې هغوی د خپلو تعلیمي اسنادو د تصدیق په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یو بشري موضوع په توګه باید ټول اړخونه ورته توجه وکړي. په وینا یې د پاکستان له حکومت نه یې ورته غوښتنه کړې.
ښاغلي سفیر په پای کې د ثبت او چکین په ټولو مراکزو کې د بشري او خدماتي امکاناتو لکه د څښاک پاکې اوبه، تشنابونه، درمل او د خوراکي توکو مناسب تنظیم د لازیاتوالي غوښتنه وکړه ترڅو کډوال په عزت سره ستانه شي.
په همدې حال کې، پاکستان کې د یو ان اچ سي آر نوي مشر د افغان سفیر له وړاندیزونو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د وي آر سي مراکزو د اسانتیاوو د زیاتوالي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان محصلینو د اسنادو موضوع یې پخوا هم او راتلونکې کې به یې هم د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکه کړي. نوموړي همداراز وویل چې یو ان اچ سي آر به د شکایتونو د اوریدلو او د نوبت ثبتولو لپاره یو ځانګړی مرکز پرانیزي ترڅو افغان کډوال خپلې ستونزې په مستقیم ډول او د مبایل ځانګړو شمېرو له لارې شریکي کړای شي.
په پای کې د ملګرو ملتو د عالی کمیشنرۍ مشر له افغان سفیر نه وغوښتل چې د افغانستان حکومت دې د ملګرو ملتونو هغو یو شمېر موټرونو ته اجازه ورکړي چې له مرستندویه توکو بار، په پاکستان کې بند پاتي دي، نوموړي وویل چې د پاکستان له حکومت نه یې هم ورته غوښتنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــــــــ
Today, the newly appointed Head of United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) in Pakistan, Mr. Oscar Manuel Sanchez, met with the Ambassador of Afghanistan, H.E. Mawlawi Sardar Ahmad Shakeeb.
At the outset, the Afghan Ambassador warmly welcomed Mr. Sanchez and held detailed discussions on the challenges faced by Afghan refugees, available facilities, and the need to enhance services for returnees. Mr. Shakib noted that Afghan refugees are encountering numerous difficulties at registration and check-in centers, including prolonged waiting times, high temperatures, and inadequate facilities, which have led to serious hardships. He proposed that the registration process, carried out by UNHCR in coordination with NADRA, be strengthened through an increased deployment of Mobile Registration Vehicles (MRVs) to all districts and zones.
Mr. Shakib further emphasized that the service capacity at VRC centers should be enhanced, including increasing the number of counters, staff, and working hours. He also underscored that reactivating dedicated complaint-handling units at these centers would be effective in preventing unnecessary harassment, excessive delays, and potential misconduct.
He also highlighted the challenges faced by Afghan students, stating that they are encountering significant difficulties in the verification of their academic documents. He stressed that, as a humanitarian matter, this issue requires the attention of all relevant stakeholders, noting that it has already been raised with the Government of Pakistan.
In conclusion, the Ambassador called for the improvement of humanitarian and service facilities at all registration and check-in centers, including the provision of safe drinking water, sanitation facilities, medicines, and proper arrangements for food, so that refugees may return to their country with dignity.
Meanwhile, the newly appointed Head of UNHCR in Pakistan expressed appreciation for the Ambassador’s proposals and assured that necessary measures would be taken to enhance facilities at VRC centers. He added that the issue of Afghan students’ documentation has previously been shared with the relevant Pakistani authorities and will continue to be pursued. Mr. Sanchez further stated that UNHCR will establish a dedicated center for complaint handling and appointment scheduling, enabling Afghan refugees to directly communicate their concerns through designated mobile numbers.
Finally, the Head of UNHCR requested the Ambassador to facilitate permission from the Afghan authorities for a number of UN vehicles, carrying humanitarian assistance and currently held in Pakistan, to enter Afghanistan. He noted that this request has also been raised with the Government of Pakistan.
22/04/2026
د لنډيکوتل مرستيال کمېشنر سره ليدنه:
پېښور کې د ا.ا.ا لوی قونسل او په پيښور کي دکډوالو چارو اتشي ريس ښاغلي قاري نياز محمد عارف په لارښوونه، د افغان ديپلوماتانو ځانګړي پلاوي چې پېښور کې د ا.ا.ا د ټرانسپورټ آتشه ښاغلی مولوی سيد محمد فائز ، د کډوالو چارو آتشې مرستيال ښاغلی نور الامين سعيد او د پوهنې آتشې مرستيال ښاغلی مولوی عصمت الله قادري پکې شامل وو، د لنډيکوتل سيمې مرستيال کمېشنر ښاغلي انعام الله وزير سره ليدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د ستنېدونکو افغان مهاجرينو لپاره د حمزه بابا ټرانزيټ مرکز پر چارو ، شته اسانتياوو او د لارې په اوږدو کې د کډو د بند پاتې موټرو په ستونزو او ننګوونو بحث وشو.
ياد پلاوي د حمزه بابا ټرانزيټ مرکز چارې او اسانتياوې وارزولې چې تر ډيره حده د ډاډ وړ وې، رش او بيروبار هم په بشپړ ډول کنترول وو ، يواځې د کډو بار موټرو ستونزه جدي وه چې د مرستيال کمېشنر، تورخم کې دې غاړې ته د ګمرک چارواکو سره شريکه شوه چې د هغوی له لوري ورته له خپل لوري د هر اړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړل شو. همداراز ستنېدونکو افغان مهاجرينو ته په تورخم کې د پاکو اوبو او سيوري د نه شتون ستونزې هم ځايي چارواکو سره شريکې شوې چې د هغوی له لوري ورته د برابرولو ډاډ ورکړل شو.