08/03/2026
نن د ښځو نړیواله ورځ ده. زه د نړۍ ټولو ښځو ته، او په ځانګړي ډول د محکومو ملتونو ښځو ته، د عقیدت او احترام ګلونه وړاندې کوم. ځکه چې دوی د محکومیت د دوو درنو جغونو لاندې ژوند کوي: یو د قومي غلامۍ جغ او بل د ټولنیز نظام او نرواکۍ هغه زنځیرونه چې ښځې یې د خپل بشپړ انساني او ټولنیز رول څخه لرې ساتلې دي
غيرت خان يوسفزی
پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن خيبر پښتونخوا زونل ارګنائزر
06/03/2026
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن کوز دیر ارګنائزنګ باډۍ غونډه په تیمـرګره کې د زونل ارګنائزر غیرت خان په صدارت کې ترسره شوه.
په غونډه کې د منصور زرین او عثمان خان په مشرۍ د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن کوز دیر ارګنائزنګ باډي وټاکل شوه.
غونډې ته زونل ارګنائزر غیرت خان، د سوات ضلع سینئر معاون سیکرټري اکمل خان، نومنتخب ارګنائزر منصور زرین، د ملاکنډ کیمپس سیکرټري خېبر خان او مرستیال سیکرټري عمر احمد خان ویناوې وکړې.
وروسته د ارګنائزنګ باډۍ له غړو څخه زونل ارګنائزر غیرت خان حلف واخیست
27/02/2026
په داسې حالاتو کې چې ټول افغان ملت له یو سخت او ځورونکي وضعیت سره مخ دی، پښتون قامي تحریک هم پاشل شوی او تر عتاب لاندې دی. په داسې حال کې نن د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ چئیرمن خوشال خان کاکړ د قامي اسمبلۍ د بریا اعلان وشو. که څه هم د پاکستان پارلیمان د ربر سټیمپ نه زیات حیثیت نه لري، خو بیا هم د خپل ملت او محکومو قامونو غږ به یو ځل بیا په پارلیمان کې پورته شي.
09/02/2026
پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن “په پښتونخوا وطن کې د دهشتګرۍ محرکات” تر سرلیک لاندې کانفرنس کې به پښتون دانشوار او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند شریک چیئرمین ډېر محترم مشر مختار خان یوسفزی صېب ګډون کوي.