Afghania افغانیه

Afghania افغانیه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghania افغانیه, Peshawar.

21/03/2026
19/01/2026

تهٔ چپ شه چپ شه چې جنان کوي خبرې
د مینې د مینې د پښتو او د ایمان کوي خبرې
د غورځنګ اروپا ملګري سویزرلینډ ته رسیدلي چې د پاکستان د هایبریډ رجیم صدراعظم مخې ته به مظاهره کوي وخت او نیټه ادرس درته کومنټ کې پریږدم

18/01/2026

ډاکټر منظور پښتین چرته دی ؟
ځواب یې غواړئ نو په لومړي کومنټ کې لنک دی ورشئ پروګرام اوګورئ

15/01/2026

د پاکستان زیاتره مولایان وايي چې د پاکستاني فوځ موخه ایمان ، تقوا او جهاد دی
نو که دا رښتیا وي نو ترننه د پاکستان فوځ یوه جګړه هم نده ګټلي نو ایمان یې څنګه اومنل شي په پاکستان کې چې هر سمګلینګ کیږي پاکستانی فوځ پکې لاس لري او ترننه زیات شمیر مسلمان پاکستاني فوځ وژلي دي
نو ایمان تقوا جهاد چرته ده ؟
موخه د پاکستان اولس ۸۰٪ بجټ خوړل دي او تر ټولو ستر کاروباري بنسټونه جوړول دي او افغانان پښتانه بلوڅ او سندي وژل دي
که زما لیکنه درته دروغ ښکاري نو پلټنه یې وکړئ که داسې نه ده نو څنګه ده؟

15/01/2026

په ۱۶ جنوري ۲۰۲۶ به دا خپرونه په لاندې فیسبوک پاڼو خپریږي هیره مو نشي
د پښتون ژغونې غورځنګ کناډا په رسمي پاڼه
او PTM update چې لنکونه یې په لومړي کومنټ کې ترلاسه کړئ

که تاسې هم کوم سوالونه پوښتنې لرئ نو کومنټ کې راته ولیکئ په راتلونکي خپرونه کې به ځواب درکړل شي

14/01/2026

په ۱۶ جنوري ۲۰۲۶ به دا خپرونه په لاندې فیسبوک پاڼو خپریږي هیره مو نشي
د پښتون ژغونې غورځنګ کناډا په رسمي پاڼه
او PTM update چې لنکونه یې په لومړي کومنټ کې ترلاسه کړئ

که تاسې هم کوم سوالونه پوښتنې لرئ نو کومنټ کې راته ولیکئ په راتلونکي خپرونه کې به ځواب درکړل شي

31/12/2025

وردګو کې د واده د محفل نکل
موږ هغه وخت په کابل ښار کې اوسېدو. لا د مکتب عمر ته نه وم رسېدلې چې د زما د عمه د لور د واده بلنه راورسېده. زما خدای‌بښلې عمه د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ ته واده شوې وه او هلته اوسېده. خدای بښلو پلارجان او مورجانې مې، د واده د محفل د ګډون په موخه د سفر تیاری ونیوه او داسې حال کې چې زه زما مشر ورور او یو بل کوچنی ورور مې ورسره و واده کې د ګډون لپاره روان شوو.
تر هغه ځایه چې د موټر لاره وه، په موټر کې ولاړو؛ خو کله چې یوې سیمې ته چې د «باریک‌آب» په نامه یادېده ورسېدو، نور د موټر د تلو لار نه وه. هلته زما د عمه زوی سره د یو آس مخې ته راغلی و، څو موږ په دې سخته او غرنۍ لاره کې ستړي نه شو. چې موږ یې ولیدو، ډېر خوشحاله شو. زما مورجانه دکوچنی سره یې پر آس جګ کړل، او زه یې د مور تر شا کېنولم.
لار د یوې لوړې تپې پر سر وه . کله چې مې له آس نه ښکته وکتل، ووېرېدم. ژړا مې پیل کړه او ټینګار مې کاوه چې ما ښکته کړئ، زه به پخپلو پښو ځم. که څه هم ټولو راته ویل چې لار سخته ده او ستړې به شم، خو زه نه قانع کېدم. ترڅو یې له آس نه ښکته کړم، خو دوی چټک روان شول، څو زه بېرته د آس سپرېدو ته راضي شم. زه شاته پاتې شوم، هر څومره مې منډې وهلې، دوی ته نه رسېدم. بیا مې ژړا زیاته شوه. پلارجان مې مجبور شو چې ما په غېږ کې واخلي. لنډه دا چې، له اوږده مزل وروسته د عمه کور ته ورسېدو.
مهربانه عمه مې په ډېره مینه موږته هرکلی وکړ. کور له مېلمنو ډک و، ځکه سبا د واده ورځ وه. هر څه راته نوي او د کابل له چاپېریال څخه ډېر متفاوت ښکارېدل. شپه تېره شوه، او زه د ناوې لیدو ته بې‌صبره وم. مورجانې ته مې ویل: ما ته ناوې وښایه.
مور مې بلې کوټې ته بوتلم. هلته مې ولیدله چې یوه سپینه، ښکلې ناوې د رنګارنګ جامو سره ناسته وه. ښځو یې وېښتان کوڅۍ کول، رنګارنګ ځونډي یې پکې اوبدلي وو، او د وېښتانو په دواړو خواوو کې یې ښایسته سیخک ټینګ کړي وو. په ټنډه یې خالونه، او د «دڼیو» په نوم رنګین سینګار لګېدلی و. رښتیا هم ډېره ښکلې ښکارېده.
وروسته د ډول غږ پورته شو، د زوم د لوري خپلوان په خوښیو او شور کې چې ورا یې ورته ویله راورسېدل. ښځې دایرې په لاس انګړ ته راووتلې، زلمیو د انګړ نه بهر
اتڼونه کول، او ښځو د دایرو سره سندرې بللې. ( ورو ورو ساروانه او د خیالونو کجاوې).
د ډوډۍ پر وخت، شورا په کاسو کې راوړل شوه، او له هرې کاسې سره یوه غټه مجمه وه چې پکې لوی پاستي پراته وو، دومره غوښه ورباندې وه چې د پنځو کسانو لپاره هم زیات وو، خو دا خواړه د دوو دوو کسانو مخې ته کېښوول شول. زه او ورور مې له شوروا منکر شوو؛ موږ د وريژو یا پلو انتظار درلود خو دلته دود دا ډول و. که څه هم عمه او مور مې ډېر کوښښ وکړ، خو موږ یې قانع نه شوو کړی. ترڅو عمه مې موږ ته مستې راوړې، او موږ مستې وخوړې.
وروسته د ناوې د ایستلو وخت شو. د زوم د لوري ښځو ناوې، چې دواړه لاسونه یې پر مخ نیولي وو او شال پرې پروت و، له کوټې راوایسته. تر مخ یې سندرې، اتڼونه او خوشحالۍ وشوې. بیا یې شال سم کړ او ناوې یې ورو ورو بهر راوویسته.
کله چې موږ هم انګړ ته راووتلو، ګورو چې دوه ښکلي آسونه ولاړ دي ، یو سپین آس د ناوې لپاره، چې په رنګارنګ ځونډیو او سینګار ښایسته شوی و، او ډولۍ یې د سره شال سره پوښلې پر سر بار وه. تر څنګ یې بل سور آس ولاړ و، چې شین شال پر ډولۍ اچول شوی و؛ مورجانې مې وویل چې دا د «ټونګرې» لپاره دی، یعنې د ناوې له لوري هغه نژدې مشره ښځه چې ورسره به بل کلي ته تلله.
هغه شېبه راورسېده؛ ناوې او ټونګره پر آسونو سپرې شوې. زوم د سپین آس پړی نیولی و، او د سندرو او اتڼونو په منځ کې د خپل کلي پر لور وخوځېدل. دا ټولې صحنې راته ډېرې نوې او له کابل څخه بېخي بېلې وې، نو ځکه مې پرله‌پسې پوښتنې کولې.
سبا سهار مو بېرته کابل ته د تګ پرېکړه وکړه، ځکه پلارجان مې په ښار کې دنده لرله. سهار وختي پاڅېدو. عمه مې لاس ونیو او ویې ویل: راشه، د تناره کوټې ته دې بوځم، هلته مې تاسو ته څه شيان پاخه کړي دي. هلته یوه توره کوټه وه چې د عمه نګورانې او لوڼې پکې ناستې وې او په تنور یې ډوډۍ او کلچې پخولې. عمه مې ډېرې خوږې د تناره کلچې او بوسراغې په ښکلو خلطو کې واچولې، خورجین یې ډکه کړه ، او مورجانې ته یې وویل: په لاره کې به ماشومان وږي نه شي، دا به ورکوې.
د سهار له چای او شیدو وروسته، کابل ته روان شوو. عمه مې بیا بیا ویل: بیا هم راشئ، دا ځل واده و او قدر مو ونه شو؛ د مېوو د پخېدو په وخت کې بیا راشئ.
په ټوله لار کې مې د واده صحنې، ښکلې ناوې، زوم، سینګار شوي آسونه، شنې سیمې، د سیند رڼې اوبه، رنګارنګ شګې او ښکلي ماهیان تر سترګو ګرځېدل. همدغو خیالونو کې ډوبه تر کابل خپل کور ته ورسېدم.
کله چې مو په لاره او بیا په کور کې د کلچو او بوسراغو خلطې پرانیستې، ډېرې مزه‌دارې کلچې، د زردالو په تار کې پېل شوې مندکې، او خوږې کیښتې ترې راووتلې. بوسراغې یې د سنځلې د دانې په اندازه وې، خو خوند یې بې‌ساری و.
اوس چې له هغه وخته کلونه تېر شوي، نه پوهېږم چې دا دودونه به لا هم د وردګو په کلیو کې ژوندی وي که نه ؟؛ خو غوښتل مې دا ښکلی یاد او فرهنګي نکل له تاسو سره هم شریک کړم.
سپوږمۍ وردک
کال ۱۴۰۴ د جدي میاشت
تورنتو - کاناډا

28/12/2025

د قدرتي میوزیک خوند واخلئ

Want your business to be the top-listed Government Service in Peshawar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Website

Address


Peshawar