افغان کلتوري ټولنه ، سکرمنټو

افغان کلتوري ټولنه ، سکرمنټو

Share

Civic Activities
Community service Social service

Photos from Senator Angelique Ashby's post 12/12/2025
07/12/2024
08/31/2023

د آلمان د آزاد ديموکراتانو د ګوند مشر ويلي دي چې د رد شوو پناه غوښتونکو اخراج دې ډېر شي او د افغانستان په څېر هېوادونو ته دې هم اخراجونه بیا پيل شي.
http://dw.com/p/4VoKl

07/16/2022

احمدولي هوتک خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه

د افغانستان ازادو لوبغاړو احمدولي هوتک د روسیې ولادیمیر اوسیپوف ته تر درې ګولونو وروسته ماتې ورکړه.

دا سیالي د جمعې په شپه د سرطان په ۲۴ مه د روسیې په کراسنودار ښار کې ترسره شوه.

دا غونډه د "فیټ نایټ" سازمان سیالیو په چوکاټ کې جوړه شوې وه.

07/11/2022

لوې اختر مو مبارک او بختور شه !
عید قربان تان مبارک!
Happy Eid ul Qurban.

07/02/2022

Happy 4th of July - enjoy concert and lots of fireworks.

06/30/2022

دا خبرې مې په لېنګډن کې ولوستلې، نپوهېږم د چا دي، خو خوښې مې شوې. په انګلیسې کې وې او ما لنډې وژباړلې.

۱-که یو چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي
۲-که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ
۳-له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست؟ ولې ماشومان نلرئ، ولې کور نه اخلئ او ولې...؟
۴-که تاسو کومې ودانۍ او داسې بل ځای ته ننوځئ چې دروازه لري‌ او ستاسو تر شا بل کس ولاړ وي، دروازه ورته خلاصه ونیسئ چې هغه هم ننوځي، په دې کار سره نه کوچني کېږی
۵-که له ملګري/ملګرې سره چېرې په سفر ځی او د موټر کرایه یې ورکړه، بل ځل هڅه وکړئ چې تاسو دا کار وکړئ
۶-تل د بل د نظر درناوی وکړئ، دویم نظر د یوې مسئلې د حل بدیل وي
۷-هېڅکله د خلکو په خبرو کې مه غورځوئ، اجازه ورکړئ چې خپلې خبرې خلاصې کړې. هاغسې چې وايي: ټولې خبرې یې واورئ او بیا یې چاڼ کړئ
۸-که په کوم ملګري مو ټوکې وکړې او هغه ته یې خوند ورنکړ، ټوکې مو بندې کړئ‌ او بیا یې مکوئ دا کار د دې ثبوت دی چې تاسو مقابل جانب ته درناوی لری
۹-هر چا چې درسره زیاته یا کمه مرسته وکړه، خامخا یې مننه وکړئ
۱۰-کله چې څوک ستایئ، د خلکو په مخکې او په عام محضر کې یې وستایئ، خو که انتقاد او نیوکه پرې کوئ، بیا یې خاص ځای کې وکړئ
۱۱-هېڅکله د چا په زیات وزن او چاقوالي ‌باندې خبرې مکوئ، ضرورت یې نشته
۱۲-کله چې څوک درته په خپل تیلیفون کې کوم تصویر ښکاره کوي، یوازې هماغه تصویر وګورئ او په تیلیفون کې نورې ګوتې مه وهئ. ښايي ځینې محرم اسناد یا تصویرونه وي چې تاسو یې باید ونه وینئ
۱۳-که کوم همکار یا ملګري درته وویل: زه نن ډاکټر ته ځم. دا پوښتنې مکوئ چې ولې ځئ، څه تکلیف لرئ؟ دا شخصي پوښتنې دي‌ او ممکن هغوی نا راحت شي. فقط دومره ورته ووایاست: روغتیا مو غواړم
۱۴-څومره درناوی او احترام چې د خپلې ادارې او دفتر مشر ته لرئ،‌ هماغومره د دفتر د یو عادي صفا کار درناوی او احترام هم وکړئ. له عادي کس سره ستاسو بد چلند، ستاسو شخصیت ټېټوي
۱۵-کله چې تاسو سره څوک خبرې کوي، په تیلیفون کې ګوتې مه وهئ، دا ډېر احمقانه کار دی
۱۶-که چا له تاسو څخه مشوره نه وي غوښتې، په خپل سر مشورې مه ورکوئ
۱۷-له خلکو د عمر او معاش پوښتنه مکوئ
۱۸-هېڅکله د بل په کار کې کار مه لرئ
۱۹-چې پور مو واخیست، بېرته یې ژر خلاص کړئ، دا ستاسو رښتنولي ښيي
۲۰-که په لارې او کوڅې کې له چا سره خبرې کوئ،‌ خپلې تورې عینکې،‌ چې په لمر کې په سترګو کېږي، له سترګو لېرې کړئ. دا مقابل جانب ته ستاسو درناوی ښکاره کوي او خبرو کې مخامخ کتل مهم دي
۲۱-د بې وزلو په مخکې د خپلې شتمنۍ او ښه ژوند په اړه مه غږېږئ‌ او د هغو خلکو په مخکې، چې اولاد نلري، د خپل اولاد په اړه خبرې مکوئ.

#ژوند
#اداب
#تجربه

06/23/2022

اِنَّالِلّهِ وَ اِنَّآ اِلَيهِ راجِعُونَ.
په ډيره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چى حاجى نور احمد صافى د نتوماس اسلامک سنټر او د امام ابو حنیفه رح د جامع مسجد مؤسس او د بورډ غړى په حق رسيدلى دى. د مرحوم د جنازي لمونځ سبا پنجشنبه د جولاى ۲۳ د ماسپښين پر ۴ بجو د سکرمنتو د مسلمانانو په هديره کى ادا او خاورو ته سپارل کیږی د نارينوو او ښځينوو فاتحه او ختم د جنازی نه وروسته د اما م ابو حنيفه مسجد کى اخستل کيږی دوستان دى خبر وي.
جنازه:
6330 Eagles Nest Rd
Sacramento, CA 95830
فاتحه او ختم:
650 El Canino Ave
Sacramento, CA 95815

06/23/2022

د قدم بنسټ د هیواد زلزله ځپلو دپاره دلته امریکا کې مرستې راټولوي.
قدم تل باوري لارو نه مرستې رسولي

Want your business to be the top-listed Government Service in Sacramento?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Sacramento, CA
95821