07/17/2026
تأملی در کودتای ۲۶ سرطان
لمبه رنگريز
۲۶ سرطان شبی که یک نظام به خواب رفت و نظامی دیگر بیدار شد. شبِ ۲۶ سرطانِ ۱۳۵۲ (۱۷ جولای ۱۹۷۳)، در حالیکه ظاهرشاه برای معالجه در ایتالیا به سر می برد، کابل در سکوتی عجیب فرو رفت ٫ سکوتی که پیش از هر توفانِ تاریخی، بر جانِ یک ملت می نشیند.
سردار محمد داوود خان، با تکیه بر افسرانِ جوانِ اردو ، بی آنکه قطره ای خون ریخته شود، نظامِ چهل ساله ای سلطنتِ مشروطه را برچید و جمهوریت را اعلام کرد.
این، تنها تغییرِ یک نظام نبود٫ گشودنِ دری بود که افغانستان را برای همیشه از گذشته جدا کرد.
اما آیا این در، به باغی از ترقی گشوده شد یا به دهلیزی از توفان؟
پاسخ، نه در یک کلمه، که در دو دسته از حقیقت نهفته است.
ستونِ نخست
آنچه این کودتا را بر بسترِ ضرورتِ تاریخی می نشاند
نظامِ سلطنتیِ مشروطه، با همهی آرامشِ ظاهری اش، در دهه های پایانی به رکودی مبتلا شده بود که هیچ اصلاحِ نیم بندی درمانش نمی کرد.
دربار، در برابرِ نیازِ عصر برای پاسخگوییِ واقعی، چون کوهی خاموش ایستاده بود٫ و همین رکود، نخستین و بزرگ ترین ضرورتِ تاریخیِ تغییر را رقم زد.
دومین انگیزه، رهایی از فسادِ اداری ای بود که سال ها ریشه دوانده و اعتمادِ مردم به دستگاهِ حکومت را پوسانده بود.
سردار داوود، سومین آرمانِ خود را در رؤیای افغانستانی متحد، مستقل و مترقی می جست ٫ رؤیایی که در دلِ او، نه شعار، که ایمان بود.
چهارمین ضرورت، از دلِ اقتصادِ راکدِ کشور برمی خاست٫ اقتصادی که به برنامه ریزیِ متمرکز و جسورانه نیاز داشت، نه به تدبیرهای محافظه کارانه ای دربار.
پنجم، ضرورتِ تقویتِ اردو و استقلالِ سیاسیِ افغانستان در برابرِ فشارهای منطقه ای بود. ششم، خواستِ عدالتِ اجتماعی برای طبقاتِ محروم، که در نظامِ پیشین صدایی نداشتند. هفتم، لزومِ نوسازیِ ساختارهای اداری و قضایی، که در زیرِ غبارِ سنت خفه شده بودند. هشتم، اراده ای صادقانه برای گشودنِ راهِ زنان به عرصهای آموزش و اشتغال.
نهم، نیتِ خدمت سردار داود ، نه کسبِ قدرتِ شخصی ٫ نیتی که در سادگیِ زندگیِ شخصیِ او آشکار بود.
و دهم، شاید بزرگ ترین نشانه:
این کودتا بی خون ریزی، در یک شب، و بدونِ مقاومتِ گسترده رخ داد ٫ نشانی از آنکه بخشی از جانِ جامعه، در سکوت، به این تغییر تن داده بود.
این ده ضرورت، اگر بخواهیم منصف باشیم، چون رودخانه ای بودند که سال ها در پسِ سدِ سنت، طغیان کرده بودند ٫ و سردار داوود، شاید بی آنکه بداند، تنها شکافِ نخستین را بر آن سد ایجاد کرد.
ستونِ دوم:
آنچه همان شب، بذرِ توفان های بعدی را کاشت
اما هر رودخانه ای که سدی را بشکند، مسیرِ خود را همیشه به سویِ آبادانی نمی برد٫ گاه به سویِ سیل می رود.
نخستین نکتهای منفیِ این کودتا، شکستنِ سنتِ گذارِ مسالمت آمیزِ قدرت در افغانستان بود ٫ سنتی که هرچند کند، دستِ کم از خون ریزی و آشوب به دور بود.
دوم، این کودتا دری گشود که از آن پس، نظامیان راهِ ورود به سیاست را آموختند٫ دری که دیگر هرگز بسته نشد.
سوم، تکیهای سردار داوود بر افسرانِ نزدیک به جناحِ پرچم، اشتباهی بود که بعدها، همان دستانی که او را به قدرت رساندند، شمشیر را بر گلویش نهادند.
چهارم، این کودتا مشروعیتِ قانونی و تدریجیِ اصلاحات را، که می توانست در دلِ همان سلطنتِ مشروطه رخ دهد، به کناری زد.
پنجم، خلأیی از اعتماد میانِ نهادهای سنتی و نظامِ نوپا پدید آورد که هرگز به درستی پر نشد. ششم، این تغییرِ ناگهانی، عکس العمل گروههای اسلامگرا اخوانی اسلام سیاسی را برانگیخت و آغازگرِ رویاروییِ خونینی شد که سال ها بعد، کشور را در خود بلعید.
هفتم، الگویی ساخت که دیگر گروه ها نیز از آن آموختند٫ الگویی که پنج سال بعد، در کودتای ننگین و شوم ثورِ ۱۳۵۷، با شقاوتی به مراتب بیشتر تکرار شد.
هشتم، قدرت را در یک حزب و یک فرد متمرکز کرد [ غورزنگ ملی — انقلاب ملی ]، بهجای آنکه گذارِ نهادی و تدریجی را دنبال کند.
نهم، فرصتِ اصلاحاتِ آرام، زیرِ سایهای ثباتِ نسبیِ سلطنت، برای همیشه از دست رفت.
و دهم، این کودتا، بی آنکه سردار داوود بخواهد، زمینه ساز دورانِ پنجاه سالِ جنگ های بی افتخار و چنگیز صفت و ویرانی شد که تا امروز، زخمش بر پیکرِ این ملت باز است.
اگر آن شب، ۲۶ سرطان، هرگز رخ نمی داد٫ اگر سلطنتِ مشروطه، هرچند لنگان، مسیرِ اصلاحِ تدریجی را می پیمود٫ شاید نظامیان هرگز طعمِ دخالت در سیاست را نمی چشیدند٫ شاید حزبِ مزدور و پوشالی دموکراتیکِ خلق هرگز فرصتِ نفوذ در ارتش را نمی یافت٫ و شاید سردار داوود، به جای آنکه در ثورِ ۱۳۵۷ در کنارِ خانواده اش به خاک بغلطد، خود شاهدِ افغانستانی می بود که آرام تر، اما پایدارتر، به سویِ آینده گام برمی داشت.
پایان
نیتِ نیک، بی مسیرِ درست
تاریخ را نباید تنها با نتیجه داوری کرد، اما نمی توان نتیجه را نیز نادیده گرفت.
سردار محمد داوود خان، مردی بود با نیتی صادقانه و عشقی راستین به این خاک٫ مردی که خواب یک افغانستانِ متحد، مستقل و سربلند را در سر می پروراند.
اما راهی که برگزید ٫ راهِ کودتا، هرچند بی خون در آغاز ٫ دری را گشود که کنترلش، سرانجام از دستِ خودِ او نیز بیرون رفت.
این، بزرگ ترین درسی است که این شبِ تاریخی برای ما به یادگار گذاشته: نیتِ نیک، بدونِ مسیرِ درست، می تواند سرچشمهای رنجی شود که نسل ها از آن رنج ببرند.
و شاید وطن پرستیِ راستین، در همین شناختِ صادقانه نهفته باشد ٫ نه در ستایشِ کور، نه در نکوهشِ یک سویه، بلکه در نگاهی که هم افتخار می کند به نیتِ بلندِ یک مرد، و هم می آموزد از مسیری که او را، و وطنش را، به کجا کشاند.
این خاک، هنوز چشم به راهِ نسلی است که از این تاریخ بیاموزد٫ نسلی که نیتِ نیک را با مسیرِ درست پیوند زند، تا دیگر هیچ شبی، رودخانهای این ملت را به سویِ سیل نبرد..
روح هر دوی شان شاد باشد٠ 🤲🇦🇫
کاپی از صفحه لمبه رنګریز.
07/17/2026
مشروعیت څه ته ویل کیږي؟
ډاکټر لطيف ياد
کورنی او بهرنی مشروعیت د یوه حکومت یا نظام د منلو دوه مهم اړخونه دي، چې هر یو یې ځانګړی مفهوم لري:
کورنی مشروعیت Domestic Legitimacy:
دا مشروعیت د خلکو له خوا د حکومت منل او ملاتړ ته اشاره کوي. یعنې خلک باور لري چې حکومت د قانون، اصولو یا ملي ارزښتونو پر بنسټ جوړ شوی.
د خلکو خوښه ګډون، او ملاتړ موجود وي (لکه د ټاکنو، لویې جرګې یا مشورتي شورا له لارې).
حکومت د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی استازیتوب کوي.
بهرنی مشروعیت International Legitimacy:
دا هغه مشروعیت دی چې نړۍ والې ټولنې یا نور هيوادونه یې یوه حکومت ته ورکوي. او دبهرنۍ مشروعیت لپاره لاندیني ټکي مهم دي:
د حکومت رسمیت پېژندنه:
د ملګرو ملتونو یا نورو نړۍ والو سازمانونو له خوا د سفارتي اړیکو جوړول او د استازو تبادله.
د نړۍ والو قوانینو او اصولو رعایت، لکه د بشري حقونو درناوی.
یو مهم ټکی:
د سیاسي شنونکو په باور، کورنی مشروعیت د بهرني مشروعیت لپاره بنسټ جوړوي. یعنې که یو حکومت د خپل ولس ملاتړ ونه لري، نو نړيوال مشروعیت ترلاسه کول هم ورته ستونزمن وي.
07/16/2026
پخوانی پاچا او د افغانستان پرمختګ او ثبات
محمد الله ارين
د وطن د مدبر پاچا څو لنډې لاسته راوړنې
د افغانستان پادشاه او د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په ٤٠ کلن اقتدار کې نه یوازې افغانستان ډیر عصري کړ بلکې په تدبیر سره یې د خلکو لپاره نه تکرارېدونکي کارونه وکړل.
دا څو ځکه لیکم چې ځینې له تاریخ بې خبره د پردیو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې مخلوق لا هم استخباراتي ډول ته ناڅي:
په ١٣٤٣ کې افغانستان د لومړني ټول منلي اساسي قانون څښتن شو.
لومړنی اساسي قانون:
د دې اساسي قانون ځانګړنه دا وه چې د درې ګونو قواوې تفکیک پکې شوی وو، د رسنیو ازادي، د بیان آزادي، مدني آزادۍ او د ښځو حقوق پکې مشخص تعریف او تضمین شوي وو.
بیخ بینا او عمراني پروژې:
🌷د مواصلاتي لارو شبکه
🌷د آمریکا او روسیې په مرسته د سالنګ تونل جوړول
🌷د #ننګرهار کانال او #هلمند وادي کرنیزه پروژه.
🌷د کابل د هوايي ډګر احداث
🌷د کندهار هوايي ډګر احداث.
ښونه او روزنه:
🌷د کابل پوهنتون پراختیا.
د نویو پوهنځيو ایجاد او بهر ته د ډیرو محصلینو استول.
🌷 ولایتونو او لرو پرتو سیمو ته له منظم نصاب سره سم د مدرسو منظوري او ایجاد.
🌷زده کړې وړیا کول.
🌷د مطبوعاتو پرمختګ
د افغانستان راډیو ایجاد
په کابل کې د عصري موسيقي او تیاتر ایجاد
سیاست او اقتصاد:
بې طرفه فعال سیاست.
د شرق او غرب تر منځ د موازنې ساتل.
د نړۍوالو مرستو جذب البته مرستې له دواړو بلاکونو څخه تر لاسه کیدې.
پولي بې ساري ثبات.
د بانکداري عصري کول
اوداسی نور
07/04/2026
سټراتيژيک يوازيتوب
عبد الحميد جليلي
مونږ له ډېره وخته یوه خبره تکراروو چې: افغانستان په سیمه او نړۍ کې د باور وړ ستراتیژیک ملګري نه لري؛ هر ځواک له افغانستان سره پرته د متقابل مشارکته خپلې ګټې او محاسبې تعقیبوي. د دې تر ټولو مهم لامل زموږ د تېرو پنځوسو کلونو سیاسي بېثباتي، د نظامونو پرلهپسې بدلون، انحصار، ډلهییز او فردمحوره سیاست، او د ملي اجماع نشتوالی دی.
نننی افغانستان د شپېتمې او اویایمې لسیزې افغانستان نه دی، چې په نړیوالو معادلو کې یې ځانګړی وزن او د مانور پراخ ظرفیت درلود. اوس سیمهییز او نړیوال ځواکونه خپلې ستراتیژۍ پرته له ډاره او مشارکته د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي، نه د دې لپاره چې افغانستان ترې خوښ یا ناخوښ شي او يا ګټي مشترکي تعريف شي ورونو: دا یو واقعیت دی چې باید په سړه سینه ومنل شي، نه دا چې په احساساتو کې پاتي شو.
دا لږ ډير تعامل چې روان دي بايد پوه شو چې په نړیوال سیاست کې نړیوال له هغو لورو سره هم تعامل کوي چې بشپړ نړیوال مشروعیت نه لري، ځکه تعامل یې د ګټو تابع وي. په یمن کې له حوثیانو، په لیبیا کې له جنرال حفتر، په سوډان کې له جنرال حمیدتي او په سومالیا کې له بېلابېلو سیمهییزو قدرتونو سره تعامل د همدې واقعبینانه سیاست بېلګې دي. دا تعامل د نړيوال مشروعیت معنا نه لري، بلکې د اړتیا او ګټو منطق څرګندوي.
بل مهم حقیقت دا دی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د دې خاورې هر وګړی، که د هر قوم، ژبې، سیمې او ټولنیز قشر وي، مساوي حق لري. تر هغه چې هر افغان په نظام کې خپل ځان ونه ویني او یو ملي، مشروع او د خلکو د مشارکت پر بنسټ ولاړ نظام رامنځته نه شي، نه به کورنۍ اجماع پیاوړې شي او نه به نړۍ افغانستان د یو بااعتباره او باثباته شریک په سترګه وګوري.
همدي لپاره اوسنی تعامل هم تر ډېره د «ډي فکټو» واقعیتونو او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړ دی، نه د ستراتیژیک باور او اوږدمهاله مشارکت پر اساس.
ایران، پاکستان او نور سیمهییز لوبغاړي زموږ داخلي وضعیت او کمزورۍ تر موږ ښه درک کوي. هغوی ښه پوهېږي چې افغانستان د څو لسیزو راهیسې د نړیوالو او سيميزو سیالیو ډګر پاتې شوی په داسي حال کې چې هغوی زموږ په هکله په بېلابېلو پړاوونو کې د نړیوالو معادلو مهم لوبغاړي او شریکان وو.
له همدې امله زموږ تر ټولو مهم فرض دا دي چې لومړی خپل کور سم کړو؛ ملي یووالی، سیاسي ثبات، قانونمند او ولس شموله نظام، قوي بنسټونه او داخلي مشروعیت رامنځته کړو. کله چې کورنی بنسټ قوي شي، بهرنی اعتبار هم ورسره سم پیاوړی کېږي. که دا کار و نه کړو، نه به څوک زموږ لپاره خپلې پالیسۍ بدلې کړي او نه به په صحيح معني ستراتيژيک ملګري پيدا کړو.
او که هسې احساساتي کېږي نو هغه فارسي متل دی:
«قهرِ فقیر، نقص فقیر.»
07/02/2026
ملي فرهنګ او ارزښتونه
نورالحق ن. څلی
د افغانستان په شان سنتي ټولنو کې فرهنګ او ارزښتونه د خلکو ترمنځ د ملتیا، اجماع او یووالي په ساتلو کې د «سیمنټو» دنده تر سره کوی، کله چې دغه شان یوه ټولنه د پردو تر اشغال لاندې راشي، له تجاوز سره سم نه یوازې د ټولني فرهنګ، بلکې د ارزښتونو او معیارونو سیستم یې هم تر ګوزار لاندې راځي. هر څومره چې د اشغال عمر اوږدېږي په هماغه کچه د اشغال شوي ټولني فرهنګ او ارزښتونو ته زیان رسېږي. له دې چې ارزښتونه د هري ټولني د تاریخي، فرهنګي او سیاسي دودونو زېږنده وي، نو کله چې ټولنه خپل ارزښتونه له لاسه ورکړي، بیا هېڅکله هم نشي کولی د ارزښتونو له پلوه خپل لومړني حالت ته وروګرځي. دا ځکه چې ارزښتونه نه بل چا ته انتقال کېدای شي، نه په پور او نه هم په غلا بېرته په لاس راځي. دا چې وایي د اشغال ټپونه هېڅکله هم نه رغېږي لامل یې همدا فکټور دی.
زمونږ د افغاني ټولني ګډ هویت یوازې په همدغو ارزښتونو کې نغښتې دی او همدغه ارزښتونه دي،چې بېلابېل قومونه یې، چې نه یوازې مختلفې ژبې لري، ان مختلف مذهبونه هم لري، په داسي حال کې د یو واحد تن په شان یو موټی ساتلې دي، چې ډېری وختونه یې کمزوره او د کورني اړودوړ په کالونو کې یې هېڅ حکومت هم نه درلود. دا واقعیت مونږ ته دا راجوته کوي، چې ارزښتونه د انسان د شخصي هیلو تابع کېدای نشي د هغوی مقام او وزن له نافذو قانونو څخه ډېر اوچت دي. له دې چې له اخلاقو پرته ټولنه شتون نه لری، نو باید ووایو چې همدغه ارزښتونه په ټولنه کې اخلاق ټاکې. اخلاق په خپله د انساني کړنو (سلوک) یوه ټولګه ده، چې لیکلې بڼه نه لري، خو په ټولنه کې له فرد څخه نیولې بیا تر کورنۍ او ټول ولس پورې د انسانانو ټولنیزې اړیکې په اختیاري توګه سمبالوي.کله چې د تجاوز په نتیجه کې د ټولني ارزښتونه بدل شي، نور نو د ټولني حاکم اخلاق هم خپل اغیز نشي ساتلې، پایله یې دا شي، چې ټولنیز اهداف تیاره شي.
زمونږ د ګران هیواد په شان، په ټولو سنتي ټولنو کې، کله چې یو ماشوم نړۍ ته راځي سمدلاسه د اخلاقو زڼي یي په ماغزو کې ورته کرل کیږي، هماغسي چې دی لویېږي او شخصیت یي وده کوي، ټولني دده باور پر برلاسو ارزښتونو باندې دومره ټینګ کړی وي، چې د ده ټولې هڅې او کړنې تر اغېز لاندې راولي. که ووایو چې دغه ماشوم په هغه انسان بدلیږي، چې ټولنه یي غواړي پر ځای به وي.
یو اصل باید هېر نه کړو او هغه دا چې د هرې ټولني په فرهنګي ارزښتونو کې ارومرو بدلونونه منځته راځي، ځیني پخواني ارزښتونه ورو ورو خپل وزن له لاسه ورکوي او له منځه ځي او پر ځای یې نوي ارزښتونه په ټولنه کې خپلي ریښې ځغلوي. که چیرې په مصنوعي ډول دغو بدلونو ته چټکتیا ورکړل شي، لکه چې هر اشغالګر یې په اشغال شوې ټولنه کې کوی، نو په دغه حالت کې ټولنه خپله لار ورکوي او سربداله کیږي، چې دا په خپل وار سره ډېره دردونکې او خطرناکه مرحله ده.
لکه څنګه چې له خپل ټاټوبي سره مینه لرل د انسان تر ټولو ښه احساس دی، هماغسي په خپل هېواد کې مثبت بدلون راوستل او یا د مثبت بدلون د راوستو لپاره مبارزه کول هم یو ډېر نېک او انساني عمل دی، خو په دې شرط، چې د بدلون هڅوونکی ځواک د هېواد په دننه کې وي او د خپلو خلکو نسبي ملاتړ هم ولری. نه دا چې یو یا څو تنه په پردیو جاسوسي شبکو کې تنظیم وي او د پردیو سرتېرو د برچې په زور پر یو ملت باندې وتپل شي او بیا نارې پیل کړي، چې مونږ بدلون راوستي دی او یا یې راولو. دغسي بدلون ته د بشري ټولني ټول تاریخ ملي خیانت ویلي دي او د سرطان د ناروغي ځانګړتیاوې لري. لکه څرنګه چې د سرطان ناروغي د انسان په ارګانیزم کې داسي بدلون راولي، چې په ترڅ کې یې په غیر عادي او له کنټرول څخه وتلي توګه نوي بد سلولونه او حجری منځته راځی او د روغو( سالمو )سلولونو او حجرو لپاره فضا تنګوي او له منځه یې وړي، اشغال هم کټ مټ همدغسي دنده سر ته رسوي.
پر ګران افغانستان باندی که د تېرو څلورو لسیزو تېریو بهیر ته پام وکړو، نو په څرګند ډول وینو، چې د اشغالونو کورني هملاسي په پیل کې د ګوتو په شمېر څو تنه خرڅ شوي کسان وو، چې په پردو جاسوسي شبکو کې تنظیم شوی وو او هر یوه یې د خپلو بادارانو په اشاره د سره، شین او یا هم تور رنګ نقابونه غوره کړي وو او داسي برېښیده، چې تر مرګه، یو له بل سره نه پخلا کیدونکې دي، خو د وخت په تیریدو سره، مونږ ولیدل چې د سترګو په رپ کې ټولې پولې ړنګې او رنګونه بدل شول. پایله دا شوه، چې دا ټولي پردیپالې ډلي په داسي ماهرو لوبغاړو بدلې شوې، چې په یوه وخت کې یې له ټولو هغو جاسوسي شبکو سره کار پیل کړ ، چې د دوی خدمتونو ته یې لېوالتیا لرله. د هېواد اوسنی حالت د همدغو ډلو د خیانت محصول دی.
د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د روان اشغال له پیل راهیسې دغه روانه جګړه د ترهګرۍ ضد جګړه ونومول شوه، خو د ترهګرۍ لپاره کوم تعریف وړاندې نه شو. بس یوه خبره ده او هغه دا، هر څه چې امریکایي پوځیان، د بې شمېرو خصوصي امنیتي کمپنو حرفوي قاتلین او د اشغال اردلیان یې کوي د ترهګري ضد جګړه ده او هغه هم پداسې حال کې چې دغه درېواړه ځواکونه د هېڅډول انساني، مدني او آسماني قانونونو او نورمونو تابع نه دي.
زمونږ پر آزادۍ، استقلال او ملي حاکمیت باندې تېري باید پاي ومومي. اشغال او جګړه د ولسونو لپاره ستره تراژیدې ده او ډېری وخت یې قربانیان بې ګناه انسانان دي. د اشغال او جګړې د دوام لپاره هڅې کول د لوېدلو کسانو کار دی.
زمونږ تاریخ حکم کوي، چې په افغانستان کې هره هغه سیاسي واکمني، چې د پردیو سرتیرو د برچې په زور او یا د پردیو جاسوسي شبکو په مټ واک ته ورسیږي د مړي د سوړ شوي جسد حیثیت لري. دا د یو ه ملت د تاریخ حکم دي چې بیا بیا ثبوت شوی دی، نو ځکه د افغانستان په مسئله کې ټولې بهرنۍ او کورنۍ ښکیلې خواوې دغه حقیقت باید ومني او د سیاسي حل په لټه کې شي.
06/30/2026
ټي ټي پي، پاکستان او د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې معادلې پټې څېرې
مالک سرور
ټي ټي پي یوه بهانه ده او پاکستان یوه وسیله؛ خو هغه اصلي وسله چې د افغانستان د ثبات، سیاسي راتلونکې او نړیوال حضور پر وړاندې کارول کېدای شي، یوازې په یوه نوم یا یوه لوري پورې محدوده نه ده. د افغانستان مسئله د سیمې له کچې لوړه شوې او نړیوال اړخونه لري؛ ځکه افغانستان د جغرافیایي موقعیت، امنیتي اهمیت، طبیعي سرچینو، سیمهییزو اړیکو او نړیوالو سیالیو له امله د ډېرو قدرتونو د پام وړ ځای پاتې شوی دی.
کله چې د افغانستان د نړیوالو اړخونو خبره کېږي، مطلب یوازې دا نه دی چې کوم هېواد به څه دریځ نیسي؛ بلکې مطلب دا دی چې نړیوال ځواکونه د افغانستان د وضعیت په اړه څنګه خپلې ګټې، امنیتي اندېښنې او سیاسي محاسبې تنظیموي. د نړۍ لوی قدرتونه د افغانستان موضوع یوازې د یوه هېواد د داخلي سیاست په توګه نه ګوري، بلکې د ترهګرۍ، سیمهییز ثبات، کډوالۍ، اقتصادي اړیکو او جیوپولیټیک نفوذ له زاویې ورته ګوري.
یو مهم نړیوال اړخ د نړیوال رسمیت او مشروعیت موضوع ده. په اوسني نړیوال نظام کې یوازې په کور دننه واک لرل بسنه نه کوي؛ نړیوال تعامل، دیپلوماتیکې اړیکې، اقتصادي همکاري او د نړیوالو ادارو سره اړیکې د یوه نظام د بقا لپاره مهم رول لري. له همدې امله د افغانستان د سیاسي نظام د منلو یا نه منلو موضوع په نړیواله کچه د فشار او بحث یوه وسیله ګرځېدلې ده.
بل اړخ د امنیتي مسئلو دی. د افغانستان موقعیت د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ دی، نو هر ډول ناامني د سیمې پر نورو هېوادونو هم اغېز کولی شي. نړیوال لوبغاړي د امنیت موضوع د خپلو ګټو له زاویې ارزوي؛ ځینې د سرحدونو، ځینې د افراطي ډلو، او ځینې د سیمهییز نفوذ له نظره ورته ګوري. له همدې امله د افغانستان امنیت یوازې داخلي موضوع نه ګڼل کېږي.
همدارنګه اقتصادي او ستراتیژیک اړخ هم مهم دی. افغانستان د سیمې د نښلونې، سوداګریزو لارو او طبیعي امکاناتو له امله ځانګړی موقعیت لري. د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه غواړي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې ولري، خو سیاسي وضعیت او امنیتي شرایط د دې اړیکو پر پراختیا اغېز کوي.
د تبلیغاتي او معلوماتي جګړې اړخ هم د اوسني وخت یوه مهمه برخه ده. په نړیوال سیاست کې یوازې پوځي ځواک پرېکړه نه کوي؛ بلکې د نظرونو جوړول، د روایتونو خپرول او د نړیوال افکارو اغېزمنول هم د نفوذ وسیلې دي. هر لوری هڅه کوي خپله کیسه نړیوالو ته ورسوي او د مقابل لوري تصویر کمزوری کړي.
له همدې امله د افغانستان پر وړاندې روانې ننګونې یوازې د ټي ټي پي، پاکستان یا یوې مشخصې ډلې تر نوم لاندې نه شي تشریح کېدای. دا موضوع د سیمهییزو سیالیو، نړیوالو ګټو، سیاسي فشارونو او امنیتي محاسبو یوه ګډه مجموعه ده. هر هغه عامل چې د افغانستان د کمزورۍ، بې ثباتۍ او نړیوال انزوا سبب کېږي، باید د پراخې معادلې په رڼا کې وکتل شي.
خو د دې ټولو تر څنګ د افغانستان اصلي ځواک د افغانانو په خپل داخلي ثبات، ملي تفاهم او هوښیار سیاست کې دی. ځکه هر څومره چې یو هېواد له دننه پیاوړی وي، هماغومره یې د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت زیاتېږي. د افغانستان راتلونکی یوازې د بهرنیو لوبغاړو په پرېکړو نه، بلکې د افغانانو په خپل انتخاب، یووالي او د ملي ګټو په ساتنه هم تړلی دی.
06/27/2026
ډیپلوماتیکه رسمیت پیژندنه
له بهرنیو منابعو څخه
پښتو ژباړه
په نړیوال قانون کې، ډیپلوماتیکه رسمیت پیژندنه یو سیاسي چلند یا یو اړخیز عمل دی چې د یو دولت له خوا کورني او نړیوال قانوني پایلې لري، چې له مخې یې د بل دولت یا حکومت (کوم چې په خپله یو پیژندل شوی دولت کیدای شي) عمل یا وضعیت په خپله اداره کې د هغې له نظره پیژني. پیژندنه په واقعي یا احتمالي قانوني بڼه کې ترسره کیدای شي چې بشپړ او غیر مشروط پیژندنه وي. پیژندنه د پیژندلو د اعلان په اړه د یو دولت له خوا یوازې اعلامیه کیدای شي، یا د پیژندلو رسمي عمل له خوا لکه د نورو دولتونو سره د تړون لاسلیک کول. په ملګرو ملتونو کې د یو دولت له خوا د بل دولت د غړیتوب په ملاتړ کې رایه ورکول د رایې ورکوونکي دولت له خوا د هغه دولت ضمني تصویب دی، ځکه چې یوازې دولتونه کولای شي د ملګرو ملتونو غړي وي.
د یو دولت د کړنو د یوې ځانګړې برخې نه پیژندل معمولا د دولت په خپله رد کول نه ګڼل کیږي. د مثال په توګه، د یو پیژندل شوي دولت د یوې ځانګړې سیمې د اشغال نړیوال رد کول د هغه دولت په خپله نه پیژندلو په مانا نه دي، او نه هم د غیرقانوني لارو چارو له لارې د حکومت د بدلون رد کول.
د دولتونو او حکومتونو پیژندنه
ډیپلوماتیکه رسمیت پیژندنه باید د دولتونو یا حکومتونو د رسميت پیژندنې څخه توپیر ولري. دا حقیقت چې دولتونه دوه اړخیزه ډیپلوماتیکې اړیکې نه ساتي دا په دې معنی نه دي چې دوی یو بل نه پیژني. یو دولت اړتیا نه لري چې د هر بل دولت سره په رسمي متقابله رسمیت پیژندنه موافقه وکړي، او ځینې دولتونه د عمومي پالیسۍ د موضوع په توګه دا کار نه کوي.
06/27/2026
د نړیوال قانون په سیستم کې د دولتونو او حکومتونو د پیژندلو مفهوم
لیکواله: فروزان لطفي
پښتو ژباړه
خپلواک هیوادونه مساوي حاکمیت لري. له همدې امله، د دې لپاره چې یو هیواد خپلواک حاکمیت ولري او په نړیوال ډګر کې له داسې حق څخه برخمن شي، باید د نړیوالې ټولنې یا لږترلږه د یو هیواد له خوا وپیژندل شي، چې تر ټولو مهم یې ګاونډیان دي. دا ویل کیدای شي چې پیژندنه د قانوني هویت د تحقق لپاره لومړی اړین ګام دی. د هیوادونو پیژندنه یو سیاسي عمل دی چې یوازې قانوني اغیزې او پایلې لري، او له همدې امله د پیژندلو عمل پخپله یو نړیوال قانوني عمل نه دی. هیڅ هیواد دنده نلري چې بل هیواد یا بل حکومت وپیژني پرته لدې چې د پیژندل شوي هیواد ګټې ورته اړتیا ولري، او له بلې خوا، هیڅ هیواد حق نلري چې وپیژندل شي او له نورو څخه یې وغواړي.
که چیرې یو هیواد، سره له دې چې په نړیوالو اړیکو یا د نړیوالې محکمې د پریکړو (سیمه، نفوس، حکومت او حاکمیت) کې تشریح شوي ټولې ځانګړتیاوې ولري، لږترلږه د یو هیواد له خوا نه پیژندل کیږي، نو دا د نړیوال قانون موضوع ګڼل کیدای نه شي. د بیلګې په توګه، یو هیواد چې یو ملیارد نفوس لري، لکه د چین د خلکو جمهوریت، د ډیرو کلونو لپاره د ډیرو هیوادونو له خوا نه پیژندل شوی. له قانوني پلوه، په ملګرو ملتونو کې غړیتوب نه شي کولای تر څو د نورو لپاره د دې پیژندلو مکلفیت رامینځته کړي. په ورته ډول، د لسیزو راهیسې ځینې هیوادونه د ملګرو ملتونو غړی دی او لا یې هم ډیری هیوادونه نه پیژني.