18/08/2024
دافغانستان خپلواکي او زموږ ویاړلې ورځ,
کله چې انګریزانو زموږ په ګران هیواد افغانستان باندې یرغلونه راوړل او زموږ خاوره يې تر ولکې لاندې راوستل غوښتل،خو دهیواد اتلوولسونو د زیاتو سرښندنو اومبارزو نه وروسته په ( 1919) کال افغانستان د یرغلګرو انګریزانوڅخه خپله آزادي اوخپلواکي د غازي شاه امان الله خان په مشرۍ په مدبيرسياست ترلاسه کړه او دغه ستر ویاړ چې موږته پاتې دی؛ نه هیریدونکي اوزموږ راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي.
له نن څخه پوره ( 105) کاله وړاندې زموږنیکونو په خپلو اتلولیواو سرښندنو خپل هېواد د وخت له یرغلګرو انګلیسانو د هغه استعماري او کبرجني امپراطورۍ څخه آزاد کړل .
دآزادۍ دګټلو ستر او سرښندونکي اتل شاه امان الله خان غازي په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې دهیواد د خلاصون ورځ اعلان کړه او افغانستان يې د یو آزاد او خپلواک هیواد په توګه نړیوالوته په ډاګه ور وپیژندل، چى دهغه وخته زموږ ملى بيرغ تور سور او هم زرغون په ټوله نړى کښى د افغانستان بیرغ وپیژندل سو.

05/08/2024
31/07/2024
28/07/2024
11/07/2024
25/06/2024