30/10/2026
پښتون سټوډنټ فډریشن له شعورونو تر عملي مبارزې!
پښتون سټوډنټ فډریشن (PSF) سیاسي شعور، جمهوري مبارزه او د زدهکوونکو د حقونو غږ!
پښتون سټوډنټ فډرېشن ده باچا خان ده نظريې منونکي (Left wing) سیاسي او جمهوري ده زدکوونکو تنظيم دے، چې بنسټ یې د زدهکوونکو پر حقونو، قامي وحدت و سیاسي شعور، تنظیمي نظم او عملي مبارزې ولاړ ، پي ایس ایف په قلم کتاب
باور په مسلسل تګ و ارتقائې مزل کوي، پی ایس ایف قامي مسایلو دپاره همیش په میدان ولاړ و مشرانو ملا جوړ شوي تنظیم دې ، پی ایس ایف کښې ده مینستريم سیاست و چاپېریال نه زد کوونکې ژغوريلي کېږي، پی ایس ایف کښې
قامي ضرورت پېژنده کېږي،
په دې وروستیو کې له بېلابېلو لورو په پی ایس ایف تنظیم، تګلاره او فعالیتونو نیوکې کېږي. موږ باور لرو چې تنقید د هر چا حق دی، خو تنقید باید له دلیل، سیاسي منطق او عملي بدیل سره وي.که څوک د پی ایس ایف له نظریې او تګلارې سره اختلاف لري، میدان ته دي راووځي او سیالي دې په سیاسي شعور، عملي مبارزه او د زدکوونکو په خدمت کې وکړي نه په سپکاوي، تورونو او بېځایه خبرو کې.
هغه ملګري چې له کلونو راهیسې له PSF سره د تړاو دعوه کوي، باید دا هم روښانه کړي چې د زدهکوونکو لپاره یې څه عملي کار کړی، د هغوی د اساسي حقونولپاره یې څومره مبارزه کړې او د تنظیم په پیاوړتیا کې یې څه کردار ادا کړی دی. له تنظیم سره اوږدمهاله تړاو په خپله د کارکردګۍ ثبوت نه دی، اصلي معیار عملي مبارزه، سیاسي شعور خوارول او د زدهکوونکو خدمت دی.
هاسټل سټي اسلام اباد که څه هم پوهنتون نه دی، خو د زرګونو زدهکوونکو د اوسېدو مرکز او د۱۳،۱۴ بېلابېلو پوهنتونونو د طالبعلمانو ګډ چاپېریال دی. که دا ځای د PSF د اوسني آیین په تنظیمي چوکاټ کې په څرګنده توګه ځای نه لري، نو پوښتنه دا ده چې د هغو زرګونو زدهکوونکو لپاره به څه کېږي چې دلته ژوند کوي او غواړي له PSF سره سیاسي او تنظیمي فعالیت وکړي؟ ایا یوازې د دې لپاره چې هاسټل سټي پوهنتون نه دی، باید دغه زدهکوونکي له تنظیمي فعالیت څخه محروم پاتې شي؟هاسټل سټي يونټ خپل ځانګړي شرایط او تنظیمي اړتیاوې لري. د بېلابېلو پوهنتونونو د زدهکوونکو راټولول، هغوی ته سیاسي شعور ورکول، د هغوی د ستونزو لپاره ګډه مبارزه کول او د یوه منظم تنظیم تر سیوري لاندې یې فعالیت ته هڅول اسانه کار نه دی. دا کار پرلهپسې هڅې، سیاسي پوهه، نظم او ډسپلین غواړي، هغه ځانګړنې چې د هاسټل سټي د PSF ملګري یې په خپل عملي فعالیت کې څرګندوي.
که د آیین په اوسني چوکاټ کې د وخت د اړتیاوو لپاره ځای نه وي، حل یې د زدهکوونکو د لارې بندول نه، بلکې د آیین او تنظیمي جوړښت اصلاح ده. آیین باید د تنظیم د پیاوړتیا وسیله وي، نه د زدهکوونکو د سیاسي فعالیت د مخنیوي پلمه.
زدهکوونکي له کتاب او قلم څخه لرې کول، په شخړو کې ښکېلول او د سیاسي شعور پر ځای د نفرت او مخالفت روزنه ورکول د زدهکوونکو له راتلونکي سره ظلم دی. زدهکوونکو ته باید د فکر، دلیل، مطالعې او جمهوري مبارزې لاره وښودل شي. د هغوی سیاسي انرژي باید د زدهکوونکو د حقونو، تعلیمي ستونزو اوټولنیز شعور لپاره وکارول شي، پنبتون ایس ايف د غیر سیاسي خلکو او د ګډو بيزو ځائ ندے.
موږ د هغو شخصی افکارو مخالفت کوو چې د ضیاءالحق د واکمنۍ له لورې سره تړلي د سیاسي محدودیتونو او د ملتپالو سیاسي خوځښتونو د ځپلو دودونه بیا راژوندي کوي.
د زدهکوونکو سیاسي فعالیت باید د اصولو او قانون په چوکاټ کې خوندي وي. ده ملتپاله سیاسي فکرونو د مخنیوي پر ځای باید له هغوی سره د نظریاتو، دلیل او جمهوري مبارزې په ډګر کې مقابله وشي.
پښتون سټوډنټ فډرېشن د عوامي نېشنل پارټۍ منظمه زدکوونکې څانګه ده. د ګوند او فډرېشن اړیکه د ګډ نظریاتي فکر، اصولو او متقابل ملاتړ پر بنسټ ولاړه ده. تنظیمي چارې باید د مشورې، ډسپلین او جمهوري اصولو له مخې پر مخ ولاړې شي، نه د شخصي ګټو او ډلهییز سیاست له مخې.
که څوک له PSF سره سیاسي اختلاف لري، را دې شي ده زدهکوونکو ترمنځ دې کار وکړي، هغوی ته دې سیاسي شعور ورکړي، د هغوی د اساسي حقونو لپاره دې غږ پورته کړي او په خدمت، کارکردګۍ او عملي مبارزه کې دې سیالي وکړي.
نن سبا پی ایس ايف ده زدکوونکو ستر سیاسي سنګر ته په سپکاوي ماتې ورکولو کوششونه کیږي، سیاسي مقابله په نظریه، دلیل، خدمت او عملي مبارزه کېږي.
زموږ مقصد د چا د زات سپکاوی نه، بلکې د غیر جمهوري رویو، بېځایه تورونو او د زدکوونکو د سیاسي شعور د محدودولو مخالفت دی.کوم خلک چي غير سياسي خلک پروموٹ کئ او قبایليت ته دوام ورکوي پنبتون ایس ايف يي په کولاو توګه مخالفت کوي.موږ د داسې زدهکوونکې ټولنې غوښتونکي یو چې کتاب ولولي، پوښتنې وکړي، خپل حقونه وپېژني او د خپل راتلونکي لپاره په شعوري او جمهوري ډول مبارزه وکړي.
په درنښت
پی ایس ایف هوسټل سټي اسلام آباد #پښتون-سټوډنټ-فډرېشن
HostelCity