Economics Faculty of Rokhan University

Directions

Economics Faculty of Rokhan University Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Economics Faculty of Rokhan University, Public Service, Near Sehat Aama Square, Opposite Sehat Aama Masjid, Jalalabad.

د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د Stress Management تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو! ۲۴/ حمل /۱۴۰۵ هـ. شد روښان پوهنتون اقتصا...
13/04/2026

د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د Stress Management تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو!

۲۴/ حمل /۱۴۰۵ هـ. ش

د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د Stress Management تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو، چې موخه یې د محصلینو د ذهني روغتیا ساتنې او د فشار مدیریت د مهارتونو پیاوړتیا وه.
ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د اقتصاد پوهنځي رئیس، ښاغلي عاشق الله کریمي، د پرانیستې وینا وکړه. نوموړي د ذهني فشار کمولو او د محصلینو د روغتیا پر اهمیت یې خبرې وکړې او محصلین یې وهڅول، چې د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو څخه په بشپړ ډول ګټه پورته کړي.
په دوام کې د اقتصاد پوهنځي استاد، ښاغلي عرفان الله ستانکزي، د ورکشاپ اړوند پریزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د فشار مدیریت اهمیت، د فشار د نښو پېژندنه، د فشار کمولو تخنیکونه، د وخت مدیریت، د ذهني ارامښت طریقې، او د ورځني فعالیتونو د تنظیم اصول تشریح کړل. همدارنګه یې محصلینو ته عملي مثالونه وړاندې کړل، چې څنګه کولی شي په ورځني ژوند کې د ذهني فشار د کمولو لپاره دغه لارې چارې په کار واچوي.
د ګډونوالو د پوښتنو له ځوابولو عملي کار تر سره او وروسته یاد ورکشاپ په دعا سره پای ته ورسید.

خبرتیا!د روښان پوهنتون د فارغو محصلینو د پام وړ! ۱- د استازي له لارې د اسنادو ترلاسه کول:هغه محصلین، چې د ځینو ستونزو له...
09/04/2026

خبرتیا!

د روښان پوهنتون د فارغو محصلینو د پام وړ!

۱- د استازي له لارې د اسنادو ترلاسه کول:
هغه محصلین، چې د ځینو ستونزو له امله نشي کولی خپل تحصیلي اسناد په حضوري ډول ترلاسه کړي او غواړي د بل شخص له لارې یې واخلي اړ دی، چې لاندې معلومات د پوهنتون ایمیل ادرس ته واستوي:
* خپل بشپړ شهرت
* اړوند اسناد
* ایمیل ادرس ته د اسنادو لیږلو د تایید ویډیو
* د هغه شخص بشپړه پېژندنه، چې اسناد تر لاسه کوي.
۲- له هېواده بهر فارغانو لپاره:
هغه فارغان، چې له هېواده څخه بهر ژوند کوي او غواړي خپل اسناد ترلاسه کړي، باید لاندې معلومات د پوهنتون ایمیل ته واستوي:
* خپل بشپړ شهرت
* ایمیل ادرس ته د اسنادو لیږلو د تایید ویډیو
* د اوسېدو ښار د پوست خانې پته.
یادونه: د اسنادو د لېږلو ټول مصارف به د غوښتونکي پر غاړه وي.

ایمیل ادرس:
[email protected]

نشراتو آمریت

هغه څوک چې نشه کوي، نه یوازې خپل ځان له منځه وړي، بلکې د خپلې کورنۍ هیلې او ارمانونه هم له خاورو سره خاورې کوي. که موږ غ...
08/04/2026

هغه څوک چې نشه کوي، نه یوازې خپل ځان له منځه وړي، بلکې د خپلې کورنۍ هیلې او ارمانونه هم له خاورو سره خاورې کوي.
که موږ غواړو یوه سالمه او پرمختللې ټولنه ولرو؛ نو باید د نشه‌یي توکو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو.

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!۱۶ / حمل / ۱۴۰۵ هـ.شد روښان پوهنتون او افغان...
06/04/2026

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

۱۶ / حمل / ۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو. دغه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې، د روښان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي حضرت بلال ظریفي د پیل وینا وړاندې کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول هوکړه لیکونه کولی شي د محصلینو په ورزشي او فزیکي روغتیا برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
وروسته، د افغان جیم ټو کلب مسؤل ښاغلي صفت الله حمیدي هم وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د هوکړې له مخې به خپلې ټولې ژمنې په بشپړه توګه عملي کوي او د ورزش په برخه کې به د محصلینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د هوکړه لیک له مخې د روښان پوهنتون محصلینو ته د افغان جیم ټو کلب لخوا به په فیس کې %۵۰ تخفیف کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړه لیک د روښان پوهنتون د سپورټ کمېټې مسؤل، رئیس خان دانش او د افغان جیم ټو کلب مسؤل صفت الله حمیدي له لوري لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه لوري په ګډه د محصلینو ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

نشراتو آمریت

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو محصلینو  ستاینغونډه تر سره شوه!۱۲/ حمل /۱۴۰۵ هـ.ش د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممت...
02/04/2026

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو محصلینو ستاینغونډه تر سره شوه!

۱۲/ حمل /۱۴۰۵ هـ.ش

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار حبیب الرحمن سربلند د پرانیستې وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته د ممتازو محصلینو هڅې، زحمتونه او لاسته راوړنې وستایلې. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول ستاینغونډې د محصلینو د لا هڅونې او علمي پرمختګ لپاره مهم رول لري او له نورو محصلینو یې هم وغوښتل، چې له ممتازو محصلینو څخه الهام واخلي او د بریالیتوب په لور هڅې وکړي.
ورپسې د پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر، مولوي عبدالحق درویش وینا وکړه، نوموړي د علم پر ارزښت، د محصلینو پر مسؤلیتونو یې خبرې وکړي همدا راز یې محصلین وهڅول چې د علم تر څنګ اخلاقي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ممتازو محصلینو ته د هغوی د ښو تحصیلي پایلو، نه ستړې کېدونکو هڅو او زیار په درناوي ستاینلیکونه ورکړل شول.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

نشراتو آمریت

17/03/2026
د اقتصاد پوهنځي د ۱۴۰۵ لمریز کال د ستراتیژیک پلان د تطبیق عملیاتي پلان  په تدوین کې استادانو او کارمندانو د نظر اخیستنې ...
13/03/2026

د اقتصاد پوهنځي د ۱۴۰۵ لمریز کال د ستراتیژیک پلان د تطبیق عملیاتي پلان په تدوین کې استادانو او کارمندانو د نظر اخیستنې غونډه ترسره شوه!

۲۱/حوت/۱۴۰۴ هـ ش

د اقتصاد پوهنځي د ۱۴۰۵ لمریز کال د ستراتیژیک پلان د تطبیق عملیاتي پلان په تدوین کې د علمي او اداري کار کوونکو د نظریاتو اخیستنې غونډه د یاد پوهنځي د رئیس، ډيپارټمنټونو آمرینو، استادانو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د پوهنځي رئیس عاشق الله کریمي د تطبیقي عملیاتي پلان په تدوین کې د علمي او اداري کارکوونکو د نظریاتو اخیستو په ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د پوهنځي د ۱۴۰۴ لمریز کال تطبیقي عملیاتي پلان د کال په جریان کې تقریباً په بشپړه توګه عملي شوی او د یاد پلان ټاکل شوې موخې په بریالیتوب سره تر لاسه شوي.
وروسته د اقتصاد پوهنځي د پلان او پالیسۍ کمېټې مسؤل قیام صدیقي د پوهنځي د ستراتيژیک پلان تطبیق عملیاتي پلان جوړولو شکلیات واضح کړل. هغه زیاته کړه چې د پوهنځي یو کلن عملیاتي پلان په ستراتيژیک پلان کې د ذکر شوي پنځه کلن عملیاتي پلان څخه اخیستل کېږي، د تېر کال عملیاتي پلان کې پاتې فعالیتونه او تر څنګ یې د علمي او اداري برخو کارکوونکو نظریات او وړاندیزونه ور سره یو ځای کېږي او د یو کال لپاره په پوهنځي کې تطبیق کېږي.
په پای کې د پوهنځي کارکوونکو او استادانو خپل نظرونه په شفاهي بڼه او هم د یوه فورم له لارې د عملیاتي پلان د تدوین په پار شریک کړل.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

د محصلینو تر منځ د سیرت النبي ﷺ سیالي ترسره شوه! ۹ /حوت / ۱۴۰۴ هـ شد روښان پوهنتون د کارموندنې مرکز له لوري د محصلینو تر...
11/03/2026

د محصلینو تر منځ د سیرت النبي ﷺ سیالي ترسره شوه!

۹ /حوت / ۱۴۰۴ هـ ش

د روښان پوهنتون د کارموندنې مرکز له لوري د محصلینو تر منځ د سیرت النبي ﷺ په اړه سیالي ترسره شوه، چې پکې د پوهنتون د پنځه ګونو پوهنځیو محصلینو ګډون درلود.
یاده سیالي د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د ژوري هئیت له لوري سیالي پیل شوه، چې د پوښتنې او ځواب په بڼه پر مخ وړل کېده.
په دې سیالۍ کې د روښان پوهنتون د پنځو پوهنځیو محصلینو ګډون درلود، چې هر پوهنځي د یوه ګروپ استازیتوب کاوه. ګډونوال په پنځو ګروپونو (A, B, C, D, E) وېشل شوي وو او د سیالۍ په اوږدو کې یې د سیرت النبي ﷺ اړوند پوښتنو ته یې ځوابونه ورکول.
د ټولو پوښتنو له ترسره کېدو او د ګډونوالو د ځوابونو له ارزونې وروسته، د ژوري هئیت د پرېکړې له مخې د اقتصاد پوهنځي محصلینو، چې د (E) ګروپ استازیتوب یې کاوه، د سیالۍ لومړی مقام خپل کړ.
د پروګرام په پای کې د سیالۍ ګټونکو ته د قدردانۍ په توګه ستاینلیکونه ورکړل شول او د محصلینو هڅې وستایل شوې.
یاده سیالي په دعا سره پای ته ورسېده.

یوه بله علمي لاسته راوړنه ! له نېکه مرغه د روښان پوهنتون برېښنايي کتابتون (E-Library) پر لیکه شو. اوس مهال په دغه برېښنا...
07/03/2026

یوه بله علمي لاسته راوړنه !
له نېکه مرغه د روښان پوهنتون برېښنايي کتابتون (E-Library) پر لیکه شو.
اوس مهال په دغه برېښنايي کتابتون کې له لسو زرو (۱۰،۰۰۰) څخه ډېر بېلابېل علمي، مسلکي او څېړنیز کتابونه شتون لري، چې لوستونکي کولای شي د انلاین سیستم له لارې ورته په اسانه لاسرسی ومومي. محصلین او څېړونکي کولای شي د خپلې خوښې کتاب د لټون (Search) له لارې ومومي، آنلاین یې مطالعه کړي او یا هم د اړتیا په صورت کې یې ډاونلوډ کړي.
دغه نوښت به د مطالعې د فرهنګ رایجولو، علمي سرچینو لاسرسي اسانه کولو تر څنګ لوستونکو ته به دا زمینه برابره کړي، څو په هر وخت او هر ځای کې له علمي موادو څخه ګټه واخلي.
سربېره پر دې، د روښان پوهنتون فزیکي کتابتون هم چې په عصري وسایلو سمبال دی، د ټولو محصلینو او کتاب لوستونکو پر مخ پرانیستی دی. یاد کتابتون د مطالعې لپاره د غوره او ارام چاپېریال لرلو تر څنګ نوې علمي سرچینې لري.
د برېښنايي کتابتون د انلاین لاسرسي لینک: https://rokhanlibrary.af/

د اقتصاد پوهنځي د اووم او اتم سمستر محصلینو ته د منوګراف لیکنې لارښود  ورکشاپ ترسره شو!۱۳/ حوت /۱۴۰۴ هـ.ش د روښان پوهنتو...
04/03/2026

د اقتصاد پوهنځي د اووم او اتم سمستر محصلینو ته د منوګراف لیکنې لارښود ورکشاپ ترسره شو!

۱۳/ حوت /۱۴۰۴ هـ.ش

د روښان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د اووم او اتم سمستر محصلینو ته د منوګراف لیکنې لارښود تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو، چې موخه یې د محصلینو د علمي مهارتونو پیاوړتیا او د منوګراف لیکنې له اصولو سره د هغوی بلدتیا وه.
ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي عاشق الله کریمي د پرانیستې وینا وکړه، نوموړي د علمي څېړنو او منوګراف لیکنې پر ارزښت خبرې وکړې او محصلین یې وهڅول، چې له دغو روزنیزو برنامو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي.
په دوام کې د اقتصاد پوهنځي استاد او د اداره او مدیریت څانګې آمر ښاغلي قیام صدیقي د ورکشاپ اړوند پریزنټېشن وړاندې کړ او د منوګراف لیکنې موخې، د موضوع ټاکلو طریقې، د منوګراف جوړښت، د علمي سرچینو کارول، د معلوماتو د راټولولو طریقې او له لارښوود استاد سره د علمي کار کولو اصول تشریح کړل.
د ګډونوالو د پوښتنو له ځوابولو وروسته یاد ورکشاپ په دعا سره پای ته ورسید.

Address

Near Sehat Aama Square, Opposite Sehat Aama Masjid
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Economics Faculty of Rokhan University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category